• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۳۳ GMT+۰

چارواکي وایي، چې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په ختیځ سومي ښار کې د استوګنې په بلاک د روسیې د بې پیلوټه الوتکې برید له امله نهه کسان وژل شوي چې درې یې عمر خوړلي دي. په دغه برید کې ۱۳ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

مسکو د اوکراین ښارونه د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې نږدې هره ورځ په لسګونه توغندیو او بې پېلوټه الوتکو په نښه کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دغه برید په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: "دا یوه وحشتناکه تراژیدي ده، د روسیې یو وحشتناک جنایت دی. دا ډېره مهمه ده چې نړۍ د دې ترهګرۍ لپاره په روسیه فشار راوړي."

د اوکراین ملي پولیسو وویل، چې د لټون عملیات له ۱۹ ساعتونو وروسته پای ته ورسیدل او ژغورونکو په کنډوالو کې نهه جسدونه او ۱۳ کسان ټپیان وموندل.

اوکرایني څارنوالانو وویل، چې په وژل شویو کې درې جوړې – نارینه او ښځینه شامل دي، چې عمرونه یې د ۶۱ او ۷۴ کلونو ترمنځ دي.

د سیمي څارنوالۍ دفتر ویلي، په وژل شویو کې یوه ۳۷ کلنه ښځه هم شامله ده، په داسې حال کې چې د هغې اته کلنه لور ټپي شوې ده.

سومي ښار د اوکراین په شمال ختیځ کې له روسیې سره پر پوله پروت دی او په دوامداره توګه د مسکو له خوا په نښه کېږي. له جګړې څخه مخکې شاوخوا دونیم لکه خلک دلته اوسېدل.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

حماس تایید کړه چې د القسام د لوا مشر محمد الضعیف وژل شوی

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۳۰ GMT+۰

په فلسطین کې د حماس وسله والې ډلې د خپلې پوځي څانګې القسام د لوا مشر محمد الضعیف ابو خالد د اسراییل له خوا د پنځلسو میاشتو عملیاتو په ترڅ کې د وژل کېدو خبر تایید کړ. د القسام لوا ویاند ابو عبیده د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیویي بیان کې د محمد الضعیف د وژنې راپور ورکړ.

د القسام ویاند ابو عبیده په خپلو خبرو کې د محمد الضعیف مرستیال مروان عیسی هم د القسام د لوا د نورو لوړ رتبه قوماندانانو غازی ابو طمع، راید ثابت، رافع سلامه، احمد الغندور او ایمن نوفل د وژل کېدو اعلان هم وکړ.

د ابو عبیده په وینا چې محمد الضعيف او د پوځ مرستيال مروان عيسي تېر كال په غزې تړانګه كې په يو هوايي بريد كې ووژل شول.

د یادولو وړ ده چې اسراییلي پوځ د تېر کال په جولای میاشت کې د محمد الضعیف د وژل کېدو اعلان کړی وو.

د غزې په تړانګه کې د الموسي په کمپ کې د اسراييلي پوځ له خوا پر يوې ودانۍ سخت هوايي بريدونه شوي وو چې په نتيجه کې يې ۹۰ فلسطينيان ووژل شول او تر ۳۰۰ زيات ټپيان شول.

اسراییلي پوځ ادعا کړې وه، چې محمد الضعیف او رفیع سلامه یې په دغه برید کې وژلي دي، خو د حماس له خوا دغه ادعا نه وه تایید شوې.

محمد الضعیف څوک وو؟

د القسام لوا مشر محمد الضعیف ابو خالد په ۱۹۶۵ کال کې د غزې په خان یونس کې زېږېدلی وو.

محمد الضعیف په ۱۹۸۷ کال کې د فلسطین له حماس سره یو ځای شو او د حماس د پوځي څانګې القسام بنسټ ایښودونکو څخه ګڼل کیږي.

په ۲۰۰۲ کال کې د اسراییل په یوه برید کې د القسام لوا د مشر صالح له وژل کېدو وروسته، محمد الضعیف د القسام د لوا مشر شو او له هغه وخت راهیسې د اسراییل له خوا تر تعقیب لاندې وو.

د محمد الضعیف له وژل کېدو وړاندې د هغه لږ انځورونه موجود وو او هغه هېڅکله په عام محضر کې نه وو څرګند شوی، حتی د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه د طوفان الاقصی د عملیاتو په پیل کې یوازې د هغه غږیز پیغام خپور شو.

د حماس د پوځي څانګې مشر محمد الضعیف هم د اکټوبر د اوومې د حملې طراح بلل کېږي.

نه یوازې دا، بلکې محمد الضعیف په غزه کې د حماس د تونلونو او راکټونو د شبکې د جوړولو مسوول هم ګڼل کېږي.

محمد ال ضعیف د اسراییل له خوا له ۷څخه زیاتو بریدونو کې د ژوندي پاتې کېدو له امله د «نهه ځل ژوند واله» په نوم یاد شوی دی.

په دغو مرګونو بریدونو کې محمد الضعیف یوازې ټپي شوی وو او یوه سترګه یې هم زیانمنه شوې وه، مګر د هغه مېرمن، یو زوی او یوه لور یې ووژل شول.

سویډن کې عراقي کډوال چې قران کریم ته سپکاوی کړی و په ډزو ووژل شو

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۴۲ GMT+۰

په سویډن کې عراقي کډوال سلوان مومیکا چې په کراتو یې د قران کریم سپکاوی کړی و، په ډزو وژل شوی دی. پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې ۳۸ کلن سلوان مومیکا د وژنې په تړاو یې پنځه کسان نیولي دي. مګر د دوی د هویت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د الجزیرې د راپور له مخې مومیکا تېره ورځ سټاکهولم ته نږدې د سوډرتالجي په ښارګوټي کې په یوه کور کې په ډزو وژل شوی.

مومیکا په ځلونو د قران کریم سپکاوی کړی و او په ۲۰۲۳ کال کې د اسلام ضد لاریونونو کې قران کریم ته اور هم اچولی و.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې د ستاکهولم محکمه نن د سلوان پر ضد پرېکړه وکړي، چې اوس د فبرورۍ تر درېیمې نېټې پورې ځنډول شوې ده.

نوموړی په اګسټ کې د قران کریم د سپکاوي په تور، تورن شوی و.

د امریکا په سنډیاګو کې د ترهګرۍ په تور یو شکمن افغان ونیول شو

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۱۴ GMT+۰

د متحده ایالاتو سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې په سنډياګو کې د کډوالۍ او ګمروکونو چارو ادارې د ترهګرۍ په تور یو شکمن افغان نیولی دی.

سپینې ماڼۍ پر اېکس پاڼې ددغه افغان په اړه لیکلي: «امریکا یو ځل بیا خوندي کړئ: یو افغان تبعه او شکمن ترهګر د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۷مه نېټه په سنډياګو کې د امریکا د کډوالۍ او ګمروکونو چارو ادارې له خوا ونیول شو.»

متحده ایالاتو ددغه افغان بشپړ هویت نه دی په ډاګه کړی.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې یاد کس له متحده ایالاتو څخه د ایستلو لپاره په بند کې ساتل کیږي.

د کډوالۍ او د ګمرکونو چارو ادارې له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې له ۵۵۰۰ څخه ډېر جنایي کډوال راټول کړي دي، چې د ناقانونه کډوالۍ په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ژمنې په برخه کې یو مهم ګام دی.

حماس د یحیی سنوار د وران کور پر وړاندې ۷ برمته اسراییلیان خوشي کړل

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۰

د حماس تر مشرۍ لاندې وسله والو د پنجشنبې په ورځ اته برمته شوي کسان د غزې تړانګې د اوربند د یوې برخې په توګه خوشې کړل.

د تسلیمۍ له ګډې وډې صحنې وروسته اسراییل د تبادلې چارې وځنډولې، خو وروسته یې بېرته د ۱۱۰ فلسطیني بندیانو خوشي کول پیل کړل.

حماس اووه تنه برمته شوي کسان د خپل وژل شوي مشر یحیی سنوار د ړنګ شوي کور مخې ته خوشې کړل، چیرې چې زرګونه خلک راټول شوي وو. د دې ډلې د وینا له مخې، دا د «عزم پیغام» و، خو دا صحنه د امریکا او عربي منځګړو لپاره یو نوی جنجال و، چې د اوربند د دوام لپاره هلې ځلې کوي.

د اوربند موخه دا ده، چې د اسراییل او حماس تر ټولو خونړۍ جګړه پای ته ورسوي او هغه لسګونه برمته شوي کسان خوشې شي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۷مه د حماس په برید کې نیول شوي وو.

په ورته وخت کې لومړۍ برمته شوې۲۰ کلنه ښځینه سرتېرې اگام برګر د حماس له خوا د شمالي غزې په جبالیا کمپ کې د یوې کوچنۍ ډلې پر وړاندې خوشې شوه.

اې پي وايي، وروسته په خان یونس کې د پاتې اوو کسانو د تسلیمۍ پر مهال ګډوډ حالت رامنځته شو. د حماس او اسلامي جهاد سلګونه جنګیالي د موټرو له کتار سره راغلل او زرګونه خلک د نندارې لپاره راټول شول.

امریکايي چارواکي: د واشنګټن د الوتکې او چورلکې په ټکر کې څوک ژوندي نه دي پاتې

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۷ GMT+۰

رویټرز په واشنګټن ډي سي کې د یوه امریکایي هوایي شرکت د سیمه ییزې مساپر وړونکې الوتکې او یوې پوځي چورلکې د ټکر له امله له ۶۰ د ډېرو کسانو د مړینې راپور ورکړی دی.

ټکر د چارشنبې په ورځ ناوخت د امریکا هوايي لیکې مساپر وړونکې الوتکې او یوې پوځې چورلکې ترمنځ د هوایي ډګر ځغللیکې ته نږدې شوی.

د واشنګټن د اور وژنې ادارې رییس جان ډونلي د پنجشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل:«په دې مرحله کې موږ باور نه لرو چې څوک دې ژوندي پاتې شوي وي.»

ډونلي ویلي، چې تر اوسه یې له سیند څخه د ۲۸ کسانو جسدونه موندلي، «موږ به د ټولو جسدونو د موندلو هڅې وکړو.»

د واشنګټن ډي سي د اور وژنې رییس ویلي، چې د ۳۰۰ ژغورونکو لپاره په سیمه کې د یخې هوا امله د ژغورنې عملیات خورا سخت وو.

د امریکن ایرلاینز شرکت تایید کړې، چې په الوتکه کې ۶۰ مساپر او څلور د عملې غړي سپاره وو. همدارنګه یوه امریکایي چارواکي ویلي، چې له مساپر وړونکي الوتکې سره ټکر شوې چورلکه په روزنیزه الوتنه کې بوخته وه او درې سرتیري پکې سپاره وو.

د راپورونو له مخې، په مساپر وړونکې الوتکه کې د سکیټ لوبغاړي، کورنۍ او روزونکي شامل وو چې د کنزاس په ویچیتا کې له سیالیو راستنېدل.

رویټرز ویلي، چې تر اوسه د الوتکې او چورلکې له دوو معلوماتي ثبتوونکو تورو ډبو څخه یوه هغه موندل شوی دی.

په هوا کې د دغو دوو الوتکو ټکر داسې مهال رامنځته شوی، چې له ویچیتا څخه الوتې مساپر وړونکې الوتکه په ریګن کې د ناستې لپاره نږدې شوې وه.

د امریکا د ترانسپورت وزیر شان ډفي ویلي، چې چورلکې او الوتکې دواړو د الوتنې له معیار سره سمې الوتنې کولې او په اړیکه کې هیڅ ډول ستونزه نه وه رامنځته شوې.

بل خوا پنټاګون ویلي، چې د یادې پېښې په اړه پلټنې پیلوي.

د دې پېښي په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم غبرګون ښودلی.

ټرمپ ویلي، « دا یو بد وضعیت دی، داسې ښکاري چې باید مخنیوی یې شوی وای.»

دا په وروستۍ یوه لسیزه کې په امریکا کې د هوایي ناورین تر ټولو وژونکې پېښه بلل کیږي.