بلوچستان کې وسله والو د پاکستان د ایف سي ځواکونو پر کمپ برید کړی

د پاکستان خراسان ډایري رسنۍ راپور ورکړی، چې د جمعې په ورځ د شپې ناوخته په بلوچستان کې د قلات ولسوالۍ په منګوچر سیمه کې وسله والو د پاکستان د ایف سي ځواکونو پر کمپ برید کړی.

د پاکستان خراسان ډایري رسنۍ راپور ورکړی، چې د جمعې په ورځ د شپې ناوخته په بلوچستان کې د قلات ولسوالۍ په منګوچر سیمه کې وسله والو د پاکستان د ایف سي ځواکونو پر کمپ برید کړی.
دغې رسنۍ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د دغه برید له امله د کوټې-کراچۍ لویه لاره د ترافیک پر مخ تړل شوې، او په لاره کې د امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي.
تر اوسه په دغه برید کې د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه نه دي ترلاسه شوي.
د دغه برید مسولیت د بلوچستان د زادۍ پوځ (بي اېل اې-ازاد) په غاړه اخیستی دی.
د دغه برید په اړه ویل کیږي چې له ۲۰۱۸ کال راپه دېخوا د بلوچستان د ازادۍ پوځ ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو وروسته ستر برید دی چې دغه ډله یې ترسره کوي.
تر اوسه ددغه برید په اړه د پاکستان حکومت رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې یو لوړ پوړی پلاوی سبا په استانبول کې له پخوانیو افغان چارواکو او جهادي شخصیتونو سره ګوري. باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، دا پلاوی د صلاح الدین رباني، عبدالرشید دوستم، عبدالرب الرسول سیاف، محمد محقق او کریم خلیلي په څیر شخصیتونو سره ویني.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دې غونډو موخه د طالبانو له سیاسي مخالفینو سره د پاکستان د تعاملاتو زیاتول دي.
د دې ترڅنګ په اسلام اباد کې د دې ډلو د سیاسي دفترونو د بیا پرانستلو او همدارنګه د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې په مبارزه کې د ګډې همکارۍ په اړه هم بحثونه کيږي.
د سرچینو په وینا، دا په تیرو دریو میاشتو کې ترکیې ته د لوړ پوړو پاکستاني پلاوو دوهم سفر دی.
د طالبانو له مخالفینو سره د ای ایس ای چارواکو لیدنه د افغان سیاسي مشرانو سره د اړیکو د پیاوړتیا او د سیمه ییزو ننګونو لپاره د ګډو حل لارو موندلو لپاره د پاکستان د مخ په زیاتیدونکو هڅو ښودنه کوي.
دا خوځښتونه په ځانګړي ډول د طالبانو د فعالیتونو په اړه د مخ په زیاتیدونکو اندیښنو او په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي حل لارو موندلو لپاره د کورني او نړیوال فشار د زیاتوالي په پایله کې ترسره کیږي.

د پاکستان پوځ وايي، نن اوپرون یې د پښتونخوا په کلاچۍ او وزیرستان کې لس وسله وال وژلي دي. که څه هم ځینې سرچینې وايي د کلاچۍ عملیاتو کې د بادغېس د مرستیال والي زوی وژل شوی، خو د پوځ اعلامیه کې یې یادونه نه ده شوې.
پوځ په دې عملیاتو کې د خپلې مرګ ژوبلې او د وسلوالو د هویت په هکله څه نه دي ویلي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د ډیره اسماعیل خان په کلاچۍ کې څلور وسله وال وژلي دي.
همدارنګه د پاکستان پوځ ویلي، چې د شمالي وزیرستان د دته خیل، حسن خیل، غلام خان او میرعلي په سیمو کې هم د وسله والو او دغه هېواد د امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ ویلي، له وژل شویو وسله والو یې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
په دغه خبرپاڼه کې وژل شویو وسله والو ته “خوارج” کلمه کارول شوې او د پاکستان یاده کلمه د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته کاروي.
که څه هم د پاکستان پوځ خپل لوري ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دې ویلي، خو وايي، په سیمه کې به د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو په موخخه تصفیوي عملیات دوام ولري.
بل خوا د پاکستان په استخباراتو پورې تړلو اېکسپاڼو لیکلي، چې د پاکستان پوځ له لوري تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې تنه وژل شوي کې یو یې د طالبانو د بادغیس د مرستیال والي زوی دی.
د پاکستاني استخبارانو اړوند دغو ادرسونو ادعا کړې، بدرالدین چې په یوسف مشهور و، د طالبانو د بادغیس ولایت د مرستیال والي مولوي غلام محمد احمدي زوی دی.
خو د پاکستان د پوځ د عامو اړیکو په خبرپاڼه کې د بادغیس د والي د مرستیال د زوی د وژل کېدو په اړه څه نه دې ویل شوي او افغان طالبانو هم په ډیره اسماعیل خان کې د بادغیس د والي د مرستیال د زوی د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان یوه مشهوره جنس بدله یا نرښځۍ او د ځوانانو د ملي شورا غړې ارادیا خان په یوه مرکه کې ویلي، چې حکومت دې دې د زدکړو او کار په برخو کې زمینه ورته برابره کړي او عام خلک دې یې ژوند کولو ته پریږدي.
د نرښځیو د حقونو فعالې ارادیا خان د پاکستان له دولتي راډیو سره په مرکه کې، د پاکستان له حکومت د زدکړو او کارې زمیني برابولو په برخه کې د اسانتیاوو برابولو غوښتنه کړې.
نوموړي وایي:« فکر کوم د حکومت لپاره پکار ده چې ډیر ځه وکړي، په ځانګړي ډول د زدکړو په برخه کې، د کاري زمینې برابرولو په برخه کې.»
دغه جنس بدلې د محرومو ډلو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کوي او په پاکستاني ټولنه کې د ټرانس جنسو د پراخ شمولییت او ټولنیز عدالت غوښتنه کوي.«له خلکو به تردې هاخوا نور څه وغواړم، چې وه وړونو ستاسو څخه موږ ډیره عادي غوښتنه کوو، هغه انساني حقوق دي، هغه که زموږ د قانون له مخې وي، که زموږ د ټولنې د اصولو له مخې وي، یو عادي انسان چې کوم حق لري موږ ته دې هم راکول شي. موږ ډیر څه نه غواړو بس موږ دې ژوند کولو ته پریږدي. »
دغه جنس بدلې خوشاله ده چې د ځوانانو په ملي شورا کې د ټرانس جنسانو استازیتوب کوي.
که څه هم د پاکستان په قانون کې ټرانس جنس د زدکړو ترڅنګ په دولتي ادارو کې د کارولو او نور ټولنیز حقونه هم ورکول شوي، خو د ځینو دودونو له امله په دغه هېواد کې لا هم د دوی حقونو ته د نورو وګړو په څیر درناوی نه کیږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې له امريکا وغوښتل، چې له افغانستان څخه د امريکا له وتلو وروسته په پاکستان کې مېشت څلوېښت زره افغانان دې امریکا ته وغواړي.
علي خان همدا زار وویل، چې امريکا له افغانستان څخه د وتلو پر مهال پاتې شوې وسلې نن په پاکستان کې په ترهګرۍ کې کارول کېږي.
شفقت علي خان همدا راز زیاته کړې چې که متحده ایالات پاکستانيان له خپل هېواده وباسي نو پاکستان به ورسره پوره مرسته وکړي.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې امريکا نه د کډوالو د اېستل د نوي حکومت پرېکړه د چې د پاکستان حکومت به د کورنیو چارو وزارت په مرسته د دغه ډول پاکستانیانو دوسیو ته رسیدګي کوي.
یاده دې وي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په خپلې لومړۍ کاري ورځ د یو اجراییوي فرمان له مخې د کډوالو منل او بهرنۍ مرستې وځنډولې. د دغو پروګرامونو په ځنډولو سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو زرګونه همکاران چې په پاکستان او البانیا کې امریکا ته د تګ لپاره په تمه وو بې برخلیک پاتې دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت وویل، چې په قبایلي ولسوالیو او خېبر پښتونخوا کې د امنیت په موخه یو پلاوی د مرکزي حکومت له تایید وروسته افغانستان ته لېږي چې هلته به د قبایلي قومونو سره خبرې وکړي.
پاکستاني خبریال طاهر خان پر خپلې اېکس پاڼې د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار وکیل ډاکټر سیف له قوله لیکلي، چې د خیبر پښتونخوا حکومت به په افغانستان کې د خبرو اترو لپاره وړاندیزونه چمتو کړي او د تصویب لپاره به یې مرکزي حکومت ته ولېږي.
ډاکټر سیف زیاتوي:« د فدرالي حکومت له تصویب وروسته به افغانستان ته یو پلاوی واستول شي، په پلاوي کې به قومي، مذهبي او سیاسي مشران شامل وي. د پلاوي د لیږلو موخه په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي ولسوالیو په ګډون د سولې او نظم ټینګښت دی.»
سیف وویل:« چې خبرې اترې به د دواړو خواوو د قبایلي قومونو ترمنځ وي او له افراطي ډلو سره به هېڅ ډول خبرې اترې ونشي.»
څو ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور هم ویلي و، چې له افغانستان سره د ستونزو ختمولو لپاره په راتلونکو دوو اونیو کې کابل ته د قبایلي مشرانو یوه جرګه او پلاوی استوي.
ګنډاپور ویلي و، چې له افغانستان سره د پاکستان د فدرال حکومت خبرو نتیجه نه ده ورکړې او په خبره یې ستونزه یوازې د خبرو له لارې حل کېږي.
