• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ننګرهار کې ۲۳ سیاحتي او زیارتي شرکتونه مهرلاک کړل

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست ګرځندوی امریت په جلال اباد ښار کې ۲۳ سیاحتي او زیارتي شرکتونه مهرلاک کړل. طالبان وايي چې تړل شوو شرکتونو د فعالیت جوازونه نه درلودل.

د ننګرهار د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر عيد محمد حنفي وايي د شرکتونو د چارو څار سره یې نن هغه ۲۳ هغه شرکتونه او د انلاين خدماتو دفترونه، چې جوازونه يې نه درلودل مهرلاک کړل.

د ګرځندوی امر زياته کړه؛ دا پروسه به تر هغې دوام مومي، څو ټول شرکتونه قانوني جوازونه ترلاسه کړي.

خو په ننګرهار کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو ځیني مسوولان نیوکه کوي چې د کاروبار خونده یې چندانې نشته خو طالبان ترې د جواز د نوي کولو او مالیې په نامه زیاتې پیسې غواړي.

په ننګرهار کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونه زیاتره د ایران پاکستان وېزو په بدل کې کمېشن اخلي اودغه وېزې په لوړه بیه په تور بازار کې خرڅوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د مرستو بندېدو پسې طالب وزير له ۴ موسسو سره پر خدماتو وړاندې کولو وغږېد

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۵۴ GMT+۰

د امریکا د مرستو له بندولو وروسته د طالبانو روغتیا وزير جلال جلالي د ۴ موسسو له مسولینو غوښتي، چې د روغتیایي خدماتو د وړاندي کولو پروسه اغېزناکه تطبیق کړي. خو تر دې مخکې نړيوالو روغتیايي سازمانونو اندېښنه ښودلې، چې دغه مرستې بندول به په افغانستان کې وګړي سخت اغېزمن کړي.

د طالبانو روغتیا وزارت د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې جلال جلالي د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the children)، ورلډ ويژن، ایم سي او سي ار ایس له مسولينو سره په ليدنه کې د مور او ماشوم برخې روغتیايي خدماتو ته پر لا زياتې پاملرنې هم خبرې کړې.

په اعلامیه کې راغلي، چې دوی د معياري روغتيايي خدماتو پر وړاندي کولو ټينګار کړی او د لا زياتې پاملرنې غوښتنه یې کړې.

طالبانو ويلي، چې د موسسو مسولينو د دوی د وزارت سره د ګډې همږغۍ او د معياري خدماتو د وړاندي کولو ډاډ ورکړی.

د روغتیا نړۍوال سازمان یوې لوړ پوړي چارواکې حنان بلخې د سلواغې په مياشت کې د اندېښنې په ښودلو ویلي و، چې د امریکا له لوري پر روغتیا نړۍوال سازمان باندې د مرستو بندول به په افغانستان کې د پولیو کمپاین سخت اغیزمن کړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بې ساري ډول د نږدې ۹۰ ورځو لپاره د ټولو بهرنیو مرستو د ځنډولو امر وکړ ترڅو د هغه ادارې ته دا وخت ورکړي چې ارزونه وکړي چې ایا متحده ایالات د ډېری بشردوستانه، پرمختیایي او امنیتي پروګرامونو تمویل ته دوام ورکړي او کنه.

طالبان وايي د کابل سرینا هوټل تړون پای ته رسېدلی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۵۳ GMT+۰

د طالبانو حکومت د هوټلونو شرکت وايي، د کابل سرینا هوټل شل کلن تړون پای ته رسېدلی دی. د دوی دا خبره د سرینا هوټل د ادارط د پرونۍ خبرپاڼې په ځواب کې ده چې ویې وویل، د شنبې په ورځ به د طالبانو د مداخلې له امله له شاوخوا دوو لسیزو فعالیت وروسته په کابل کې خپله څانګه وتړي.

د طالبانو اړوند د هوټلونو شرکت نن «د سلواغې ۱۳مه» د خبرپاڼې په خپرولو سره سرینا هوټل د کابل هوټل په نوم یاد کړی دی او ویلي یې دي: د کابل هوټل له ۱۳۲۳ هجري قمري کال راهسې د هوټلدارۍ په برخه کې فعالیت لري او په ۱۳۸۲ کال کې د اغا خان اقتصادي پراختايي صندوق اړوند د افغانستان لپاره د سیاحتي خدمتونو د ترویجي شرکت سره تړون وکړ. »

طالبانو په دې خبرپاڼه کې لیکلي:« یاد شرکت په تېرو ۲۰ کلونو کې د «کابل سرینا» په نوم معیاري خدمتونه وړاندې کړل.»

دوی ویلي، چې د طالبانو د هوټلونو شرکت ورسره قرارداد پای ته ورساوه او له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د کابل هوټل فعالیت په عادي ډول دوام لري.

د طالبان اړوند د هوټلونو شرکت وايي چې د کابل هوټل د خدمتونو د لا معیاري کولو په موخه یې له یوه نړیوال شرکت سره تړون لاسلیک کړ.

طالبانو د نوي تړون په اړه هېڅ جزییات نه دي په ډاکه کړي او نه یې هم د نوي شرکت په اړه څه ویلي دي خو ادعا کوي چې دغه نړیوال شرکت د هوټلدارۍ په برخه کې کافي تجربه لري او کابل هوټل خدماتي چارې به په معیاري ډول پرمخ وړي.

افغانستان انټرنشنل په دې وروستیو کې راپور ورکړی و، چې طالبانو د کابل سرینا پنځه ستوریز هوټل د اغا خان له پراختیايي شبکې نیولی دی.

د کابل سرینا هوټل ادارې د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په کابل کې د دولتي پلاوي له کوربه توب او د نړۍوالو معیارونو سره سم د خدمتونو له وړاندې کولو دوه لسیزې وروسته به خپل فعالیتونه پای ته ورسوي.

په خبرپاڼه کې راغلي و، چې د دغه هوټل مدیریت به د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د دولتي هوټلونو شرکت«ایچ ایس او سي» په غاړه وي.

سرینا هوټل په دې بیان کې لیکلي چې په ۹ هېوادونو کې په ۳۳ نورو څانګو کې د خپلو مېلمنو د کوربه توب لپاره د خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

افغانستان انټرنیشنل لومړی د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې طالبانو د سرینا هوټل مدیریت د اغا خان د پراختیایي شبکې او د افغانستان د پخواني حکومت تر منځ د پخواني تفاهم خلاف بللی دی.

کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته د کابل سرینا هوټل تر درېیو کلونو زیات د لوړ پوړو بهرنیو چارواکو کوربه و. په دغه هوټل کې هغه وخت د پاکستان د استخباراتو (ای ایس ای) مشر فیض حمید او د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) مشر ویلیم برنز په څېر شخصیتونو کوربتوب شوی.

کابل سرینا هوټل د کابل ښار په مرکز او ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه موقعیت لري. د اغا خان پرمختیايي شبکې د دغه هوټل د جوړولو لګښت ۲۵ میلیونه ډالره اعلان کړی و.

طالبان وايي د «حضوري چمن» د ملکیت د برخلیک مالومولو لپاره طرحه ملا هبت الله ته لېږي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې دولتي رسنیو د خبر له مخې د حضوري چمن د غوره تنظیم او ګټې اخیستنې لپاره طرحه تر جوړېدو وروسته ملا هبت الله ته لېږل کېږي. حضوري چمن د کابل ښار یو له هغو تفریحي سیمو دی چې پکې د نږدې سیمو ځوانان لوبې په تېره کرېکټ کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان دولتي ټلوېزیون نن شنبې «د سلواغې ۱۳مه» په وېبپاڼه کې لیکلي چې نن د طالبانو کور او ښار جوړولو وزیر حمدالله نعماني په مشرۍ په یاد وزارت کې د اطلاعات او کلتور وزارت، د ملي المپیک عمومي ریاست، د عملیاتي ادارې او د کابل ښاروالۍ په غړیتوب دغه ناسته وشوه.

د رپوټ په بنسټ دغه ناسته د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم د تطبیق او د کابینې د تصمیم پر اساس جوړه شوه چې په کې د حضوري چمن د ملکیت برخلیک معلومولو او ترې د سالمې ګټې اخیستنې لپار هد منظمې طرح پر جوړولو او پلي کولو خبرې وشوې.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر حمدالله نعماني او ورسره د کمېټې غړو یې په ناسته کې د ملي المپیک عمومي ریاست له لوري جوړه شوې دري بُعدي (تري ډي) ویډیو او اسناد وکتل او په اړه یې دلایل او وړاندیزونه واورېدل.

په دې غونډه کې ټینکار شوی چې باید داسې طرحه جوړه شي چې له مخې یې په حضوري چمن کې تاریخي ارزښت، فرهنګي ارزښت، عایداتي ارزښت، عبادت او نورې ټولګټې چارې په پام کې ونیول شي.

په غونډه کې ویل شوي، د چمن د ملکیت او ترې د سالمې ګټې اخیستنې منظمه او غني طرحه جوړه، دلایل او اسناد وړاندې او په ټوله کې د کمېټې وروستۍ خبره ملا هبت الله ته د وروستي تصمیم نیولو لپاره وړاندې کړي.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، چې په حضوري چمن کې څه ډول طرحه په پام کې نیول شوې ده او د دې ځايي تاریخي اهمیت به وساتل شي او کنه.

د سیګار راپور ته د طالبانو غبرګون: په افغانستان کې هیڅ ډول بهرنۍ او خپلسرې ډلې نشته

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سیګار ۶۶م درې میاشتنی رووستی راپور ردوي او وايي، داعش ځپل شوی او قوت یې له منځه تللی دی. سیګار په خپل وروستي راپور کې د امریکا کانګرس ته ویلي، چې ترهګرو ته پر خوندي پټنځي د افغانستان د بدلېدو په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځایی پاتې دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال د دغې ډلې تر واک لاندې ملي راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د بهرنیو ډلو او داعش شتون ردوي.

نوموړي‌ ویلي، د امریکايي‌ ځواکونو په شتون کې داعش د افغانستان ځینو سیمو باندې ولکه لرله، خو اوس دغه ډله طالبانو ځپلې او ټول قوت یې له منځه تللی.

د نوموړي په خبره: «د ګوتو په شمېر کسان که پاتې وي هغه پټ فعالیت کوي او هر څه یې د کشفي او امنیتي ځواکونو له لوري څارل کیږي. د دې پدیدې د خطر د مخنیوي لپاره د افغانستان کشفي، امنیتي او دفاعي ځواکونه پوره دې او په دې اړه یې ښه او موثر ګامونه اخیستي دي.»

فطرت ویلي، چې داعش د افغانستان لپاره هیڅ د ګواښ وړ نه ده.«داعش په افغانستان کې ګواښ بلل او په غیر مستقیمه توګه بزرګنمايي یې یوازې د دې پدیدي لپاره کمپاین دی چې باید څوک یې ونه کړي.»

حمدالله فطرت په افغانستان کې د بهرنیو وسلوالو د شتون په هکله هم د سیګار تازه راپور ردوي او وايي: «بله دا چې په افغانستان کې خپل سري او بهرنۍ ډلې نشته. په دې تړاو په راپور کې چې کومې خبرې راغلې حقیقت نه لري او موږ یې ردوو.»

همدارنګه د طالبانو د اقتصاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا له خوا ۳،ده ډالرو د افغانستان په اقتصادي وضیعت د پام وړ کوم اغییزيي نه دي‌کړي او امریکا د دې پیسو ډیره برخه نړیوالو موسسو د خپلو لګښتونو او پاتې یې د بشري مرستو تر عنوان لاندې په بېلابېلو برخو کې خلکو ته ځانګړې کړي وي.

په خبر پاڼه کې لیکل شوي«د امریکا لخو د مالي او اقتصادي تحریمونو سربیره تر ۹ میلیارده ډالرو زیاتې زمونږ اسعاري زیرمې چې د افغانانو شتمني ده کنګل شوي چی زمونږ ملی اقتصاد یې اغیزمن کړی د امریکا لخوا د ددغو زیرمو تخصیص، کارولو او لیږد په اړه هر ډول اقدام د منلو وړ نه دی، مونږ د نړیوالې ټولنې او هیوادونو څخه غواړو چی دا مالي سرچینې د افغانستان مرکزي بانک ته وسپارل شي ترڅو د پولي ثبات د ساتلو، د مالي سیستم د پیاوړتیا، له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا او دهیواد داقتصادي ثبات لپاره ترې ګټه پورته شي.»

د سیګار په ورستي راپور کې ویل شوي، چې ترهګریزې دلې په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي او داعش خراسان لا هم د دغه هېواد او سیمه ییز امنیت لپاره ستر ګواښ دی.

که څه هم طالبان په واکمنېدو سره د داعش د له منځه وړلو ادعا کوي، خو وخت ناوخت د دې ډلې پرضد عملیات کوي.

داعش هم د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل حقاني په ګډون د دې ډلې ځینې ولایتي چارواکي په ځانمرګو بریدونه کې وژلي او په دې ډول یې په افغانستان کې خپل شتون زباد کړی دی.

طالبان وايي له کندهار د څه باندې ۱۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت انځر بهر ته صادر شوي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د ویاند دفتر د کندهار د سوداګرۍ خونې په حواله لیکلي چې په تېرو ۹ میاشتو کې یې له کندهار بهر ته د څه باندې ۱۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، ۲۳ زره او ۴۹۵ ټنه وچ انځر صادر شوي دي. طالبان وايي د دې وچې مېوې ډیره برخه هند ته صادره شوې ده.

خو په کندهار کې د سوداګرۍ خونې مسوولینو د لړم په ۲مه ویلي و، په تېرو دوو میاشتو کې یې هندوستان، عربي متحده امارات او ځینو نورو هېوادونو ته له ۱۳ زره ټنو ډېر انځر صادر کړي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولانو د شمېرو له مخې تېر کال له کندهاره یو شمېر هېوادونو ته په ځانګړې توګه هندوستان ته ۳۰زره ټنه انځر صادر شوي وو.

په کندهار کې د طالبانو ویاند دفتر کې د ټولنیزو رسنیو مسوول شمس الله صمیم نن شنبې «د سلواغې ۱۳مه» په خپل اېکسپاڼه کې د کندهار د سوداګرۍ خونې د مسوولانو په حواله لیکلي چې په دې وروستیو کې په کور دننه د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې ډيرې شوې، چې ورسره بهر ته صادرات هم زیات شوي دي.

څو میاشتې وړاندې د طالبانو سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې هند ته د افغانستان د صادراتو په برخه کې یې وچ انځر، سونډ یا زنجبیل، زعفران، ممیز، شنه ځیره او بادام صادر کړي او له هند یې افغانستان ته بوره، د صنعتي فابریکو لپاره خام مواد، نوي کالي او نخود وارد کړي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند د (لړم ۱۹مه) په خپله ایکسپاڼه لیکلي ول، چې د ۲۰۲۴ کال په لسو میاشتو کې له هند سره د افغانستان سوداګري نږدې۶۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې له دې جملې شاوخوا ۴۴۷ میلیونه ډالر صادرات او نږدې ۲۰۳ میلیونه ډالره واردات شوي.

دا هغه شمېرې دي، چې خپله هند نه دي تایید کړې او نه هم په افغانستان کې دا مهال داسې خپلواکه اداره شته چې دغه شمېرې تایید کړي.

د انځرو باغونه د کندهار په شاه ولیکوټ، نېش او معروف او د زابل په میزانه، ارغنداب، ښهر صفا او نورو سیمو کې دي چې هر کال پرېمانه حاصلات ورځينې راټولېږي.