اوس طالبان هڅه کوي، چې د افغانستان یوه لرې پرته سیمه د خپلو خیالي طرحو پر بنسټ د نړۍوالې سوداګرۍ پر مرکز بدله کړي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، طالبان غواړي د واخان دهلیز له لارې چې د افغانستان په شمال ختیځ کې یو تنګ او غرنی مسیر دی یو لوی سړک جوړ کړي؛ څو افغانستان له چین سره ونښلوي.
دغه لاره نه یوازې د مرکزي اسیا او چین ترمنځ د سفر وخت کمولی شي؛ بلکې د لیتیم، کوبالټ او سرو زرو په څېر د نادره کاني موادو سوداګرۍ ته هم زمینه برابروي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي:« واخان د دغې لارې یوه مهمه برخه ده.»
د واخان سړک جوړولو ننګونې
په لومړي پړاو کې طالبان هڅه کوي، چې د چین پولې ته نږدې ۳۰ میله خامه لار قیر کړي؛ خو لا هم ۲۰۰ میله لاره پاتې ده، چې د زېربنایي اسانتیاوو له کمښت سره مخ ده.
د دغه سړک جوړول پیاوړو پُلونو او داسې اقداماتو ته اړتیا لري، چې د سختو بارانونو پر مهال لاره د بندېدو څخه وژغوري.
سره له دې ځینې شنونکي وايي، چې دغه پروژه ممکن “د ناکامۍ یو لوی سړک” شي.
د Maxar تجارتي شرکت سپوږمکۍ عکسونه ښيي، د ۲۰۲۳کال د اګست راهیسې د واخجیر دروازې ته نږدې،چې د چین پولې ته څېرمه ده، هیڅ نوی پرمختګ نه دی شوی.
واشنګټن پوسټ په دغې سیمه کې د طالبانو د استخباراتو د ادارې مشر ذبیحالله امیري چې د طالبانو د محلي استخباراتو مشر دی له خولې لیکلي “طالبان د دغې پروژې لپاره کافي بودجه نه لري او هیله لري، چې چین ورسره مرسته وکړي.”
چین او د افغانستان د پانګونې محدودیتونه
چین د طالبانو د واک ته رسېدو راهیسې له دوی سره د کانونو د استخراج یو شمېر تړونونه کړي دي؛ خو سره له دې چې طالبان ادعا کوي چین د واخان دهلیز د سوداګرۍ پراختیا ته لېوالتیا لري، بیجېنګ تر اوسه د لویو زېربنایي پروژو د پانګونې څخه ډډه کړې ده.
یو له لویو خنډونو څخه پر ښځو او نجونو د طالبانو سخت محدودیتونه دي ،چې له کبله یې ډېرې نړۍوالې کمپنۍ او حکومتونه له افغانستان سره د پانګونې څخه لاس اخلي.
پر دې سربېره د افغانستان امنیتي وضعیت هم د اقتصادي پرمختګ لپاره ستره ننګونه ده.
امنیتي ګواښونه او د داعش د بریدونو اندېښنې
د داعش خراسان څانګې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې ګڼ مرګوني بریدونه کړي دي.
د دغې ډلې یو برید چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د کابل په یوه هوټل کې وشو، پنځه چینايي وګړي یې ټپیان کړل.
داعش، چین د شینجیانګ ایالت د مسلمانانو ضد پالیسو له امله په نښه کوي او د دغه هېواد اقتصادي پروژې «استعماري خوب» بولي.
په پاکستان کې هم د ترهګریزو بریدونو له امله، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۲۰ چینايي وګړي پکې وژل شوي بېجینګ یې د خپلو سترو زېربنایي پروژو پر دوام اندېښمن کړی دی.
طالبان بیا ادعا کوي، چې امنیتي ستونزه نشته. د کابل شمال ته په یوه تبلیغاتي لوحه کې لیکل شوي: “له څلورو لسیزو جګړې وروسته، موږ په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ کړی دی؛خو د واشنګټن پوسټ راپور ښيي، چې د افغانستان په شمالي پولو کې خلک د امنیتي وضعیت په اړه له احتیاطه کار اخلي او ځیني طالب چارواکو خبریالانو ته ویلي چې «خپل بهرنی هویت دې پټ کړي».
د خلکو بې باوري او ناامیدي
که څه هم طالبان د واخان دهلیز د نړۍوال سوداګریز مرکز کولو خوبونه ویني؛ خو دغه سیمه لا هم له بې وزلو کلیو او سختو غرنيو لارو څخه جوړه ده، چې سفر پکې خورا ستونزمن دی.
د دغې سیمې یوې ۲۵ کلنې مېرمنې واشنګټن پوسټ ته ویلي: «شاید که دا سړک خلاص شي او بهرنیان دلته راشي، طالبان به موږ ته لږه ازادي راکړي».
خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له دغو هیلو ډېر لیرې دی. ځینې سیمهییز طالب چارواکي پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي، ادعا کوي چې «بهرني ځواکونه» هڅه کوي د دغه سړک له جوړېدو مخنیوی وکړي.
د طالبانو ځینې پلویان هم ادعا کوي، چې پاکستان له دغې پروژې زیان لیدلی شي او د افغانستان د اشغال لپاره چمتووالی نیسي؛ څو دا پروژه شنډه کړي.
په داسې حال کې چې د روسي زغروالو ټانکونو زنګ وهلي پاتې شوني د سېندونو په غاړو کې پرتې دي او د ناټو پخوانۍ پوځي اډو د خیمو رنګ هم تللی، ډېر افغانان لا هم د داسې راتلونکې خوب ویني چې د تېرې جګړې سیوری پرې نه وي خپور.