یو له لویو خنډونو څخه پر ښځو او نجونو د طالبانو سخت محدودیتونه دي ،چې له کبله یې ډېرې نړۍوالې کمپنۍ او حکومتونه له افغانستان سره د پانګونې څخه لاس اخلي.
پر دې سربېره د افغانستان امنیتي وضعیت هم د اقتصادي پرمختګ لپاره ستره ننګونه ده.
که څه هم طالبان د واخان دهلیز د نړۍوال سوداګریز مرکز کولو خوبونه ویني؛ خو دغه سیمه لا هم له بې وزلو کلیو او سختو غرنيو لارو څخه جوړه ده، چې سفر پکې خورا ستونزمن دی.
د دغې سیمې یوې ۲۵ کلنې مېرمنې واشنګټن پوسټ ته ویلي: «شاید که دا سړک خلاص شي او بهرنیان دلته راشي، طالبان به موږ ته لږه ازادي راکړي».
خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له دغو هیلو ډېر لیرې دی. ځینې سیمهییز طالب چارواکي پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي، ادعا کوي چې «بهرني ځواکونه» هڅه کوي د دغه سړک له جوړېدو مخنیوی وکړي.
د طالبانو ځینې پلویان هم ادعا کوي، چې پاکستان له دغې پروژې زیان لیدلی شي او د افغانستان د اشغال لپاره چمتووالی نیسي؛ څو دا پروژه شنډه کړي.
په داسې حال کې چې د روسي زغروالو ټانکونو زنګ وهلي پاتې شوني د سېندونو په غاړو کې پرتې دي او د ناټو پخوانۍ پوځي اډو د خیمو رنګ هم تللی، ډېر افغانان لا هم د داسې راتلونکې خوب ویني چې د تېرې جګړې سیوری پرې نه وي خپور.
په ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست مشر شریف حلیمي د ننګرهار د ډاکټرانو ټولنې له دې پرېکړې هرکلی کړی او د ښوونکو د تنخواوو پر کموالي یې اندېښنه ښوولې ده.
هغه وویل:« د معلمانو معاشونه بېخي کم دي، زموږ غوښتنه دا ده چې د دوا ګانو په قیمت کې هم ورسره یو څو فیصده تخفیف وشي». د ننګرهار عالي لېسې یوه ښوونکی عبدالرزاق هم د خپلې کمې تنخوا څخه سرټکوي او غوښتنه یې کړې، چې باید د ستونزو هوارۍ لپاره یې په تولو برخو کې ځانګړې پاملرنې وشي.
د ښوونکو نیوکې دا دي، چې د دوی د اړتیاوو ته په کتو سره ورکول کېدونکي تنخواوې د پام وړ کمې دي او کورنۍ اړتیاوې پرې نشي پوره کولای.
ښوونکو په بېلابېلو وختونو کې د خپلو حقونو او تنخواو لوړېدو لپاره د لاریونونو تر څنګ اعتراضیه ناستې کړې دي؛ خو د تېر جمهوري حکومت تر څنګ پرې اوسنیو واکمنو طالبانو هم چندان غوږونه نه دي ګرولي.
د پوهنې په برخه کې د کمو امکاناتو او تنخواوو ستونزه د دې لامل شوې، چې مسلکي ښوونکي د دولتي ښوونځیو پر ځای په شخصي کاروبارونو یا هم د نادولتي موسسو سره په دندو بوخت شي.
که څه هم طالبانو په وار وار ژمنې کړې، چې د ښوونکو ستونزې به هوارې کړي؛ خو لا هم لیدل کېږي، چې په عملي توګه د ښوونکو د ژوند بدلون او د تنخواوو تر څنګ د بېلابېلو ستونزو د حل لپاره هېڅ نه دي شوي.
خو کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د کان کېندنې غیر تخنیکي او بې برخلیکه پروسه نه یوازې دا چې پایلې نه ورکوي؛ بلکې د چاپېریال له سختو زیانونو سره هم مخ کېدای شي.
خلیلزاد ټینګار کړی، سره له دې چې افغان سیاستوال په ترکیه کې ارام ژوند لري؛ اسلام اباد غواړي د دغه ډول غونډو پر سر د تبلیغاتو له لارې غربت ځپلي افغانان جذب کړي او په افغانستان کې ترې د تاوتریخوالي لپاره کار واخلي.
د افغانستان لپاره د امریکا د سولې دغه استازي زیاته کړې، چې په ترکیه کې مېشت افغان سیاستوال د پاکستان پر استخباراتي لوبو تر هر چا ښه خبر دي او هیله یې څرګنده کړې چې د ای اېس ای د لوبو وسیلې ونه ګرځېږي.
د زلمي خلیلزاد په وینا، ښایي د پاکستان څارګره شبکه له دغو سیاستوالو سره ناستو او جذب کېدونکو افغانانو ته پر طالبانو د فشار د یوې وسیلې په توګه وګوري؛ تر څو له طالبانو امتیازات ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړې، چې د پخوانیو تجربو له مخې ثابته شوې چې «ای اېس ای» د خپلو موخو تر لاسه کولو وروسته بیا خلکو له دوی سره په اړیکه کې سیاستوالو ته شا کړې ده. تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته ځینو سرچینو خبر ورکړی و، چې د پاکستان د څارګرې شبکې یو پلاوی (د سلواغې ۱۴مه) په ترکیه کې د پخواني جمهوري نظام له یو شمېر غړو او سیاستوالو سره ګډه ناسته کړې ده.
په یاده ناسته کې د افغانستان په روان او راتلونکي سیاسي وضعیت خبرې شوې دي. که څه هم د دغو ناستې پشپړ جزییات لا تر اوسه نه دي رسنیز شوي؛ خو زلمي خلیلزاد ترې اندېښنه ښوولې او د بدو پایلو خبرداری یې ورکړی.
د معلوماتو له مخې، په دغو ناستو کې پاکستان افغان سیاستوالو ته بلنه ورکړې چې په اسلام اباد کې دې خپل سیاسي دفترونه پرانېزي.
باورونه دا دي، چې ښايي پر طالبانو د سیاسي فشار لپاره دغه ډول غوښتنې شوې وې.
د پاکستان څارګره شبکه د افغانستان په سیاستونو کې په وار، وار په لاس وهنو تورنه شوې او ان پر طالبانو هم دا تورونه دي، چې دغه ډله په پیل کې د «ای اېس ای» له لوري رامنځته شوې وه او د تېر جمهوري نظام تر څنګ له بهرنیو ځواکونو سره د جګړې لپاره ورته پاکستان پټنځایونه هم ورکړي وو.
پاکستان په ترکیه کې مېشت له ځینو جهادي مشرانو سره د اړیکو پخوانۍ مخینه لري او ان د دوی له ډلې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ څخه اېله یوه ورځ مخکې اسلام اباد ته په یوې چارتر الوتکه کې په جرګه لاړل. ویل کېږي له دغو افغان سیاستوالو سره د پاکستان د څارګرې شبکې اړیکې پر افغانستان د شوروي ځواکونو د یرغل پر مهال جوړې شوې وې او لا تر ننه دوام لري.
تر اوسه پاکستان د زلمي خلیلزاد د دغو څرګندونو او په ترکیه کې له افغان سیاستوالو سره د ګډې ناستې په تړاو په رسمي توګه هېڅ نه دي ویلي.
د سرچینو په وینا، دا ماشوم وړمه ورځ (د سلواغې ۱۳مه) د اچین ولسوالۍ په «پېښې» سیمه کې د خپل پلار لهخوا وژل شوی دی. سرچینې د دې پېښې د لامل په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو زیاتوي چې د وژل شوي ماشوم پلار په ننګرهار کې د طالبانو لهخوا نیول شوی او دا مهال په زندان کې دی. طالبانو بیا په رسمي ډول د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ماشومان د بل هر وخت په پرتله له ناوړه او ننګوونکې وضعیت سره مخ دي، چې له حقونو یې په لوړه کچه سرغړونې کېږي.