ددوشنبې په سهار؛ ډزو د کابل څرخي پله کې د یوناما دفتري چارې ټکنۍ کړې وې

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازځي په دفتر کې له ډزو وروسته، په څرخي پله کې ددغه دفتر کارکوونکو د دوشنبې په سهار ونه کړای شول، چې خپل کارځي ته لاړ شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازځي په دفتر کې له ډزو وروسته، په څرخي پله کې ددغه دفتر کارکوونکو د دوشنبې په سهار ونه کړای شول، چې خپل کارځي ته لاړ شي.
لږ ترلږه د یوناما دریو کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د امنیتي اندېښنو له امله د یوناما مسوولانو دوی ته وویل چې له کوره کار وکړي.
د یادې ادارې یوه کارکوونکي ددوشنبې په ورځ غرمه ۱۲ بجې پیغام ترلاسه کړی، چې پکې ویل شوي، « ستونزه حل شوې ده او په راتلونکو ورځو کې به کار په عادي توګه روان وي».
یوناما دفتر په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. یاد سازمان زیاته کړې چې د طالبانو ساتونکي په دې پېښه کې ښکیل دي او په دې اړه پلټنې روانې دي.
طالبانو تراوسه پر دې پېښه غبرګون نه دی ښودلی.
د ددوشنبې په ورځ د یوناما دفتر داسې مهال د لنډ وخت لپاره وتړل شو، چې د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډېدو له امله په افغانستان کې د ۵۰ بهرنیو موسسو فعالیتونه درېدلي دي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت معین عبداللطیف نظري د سې شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل: «په وروستیو ورځو کې په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو موسسو او مرستندویه ادارو فعالیتونه درول شوي دي».
نظري د دغو موسسو د کار درېدلو لامل د متحده ایالتونو د مرستو ځنډول وبلل.

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې د طالبانو د سرغړونو پر وړاندې په سمه توګه د بندیزونو نه پلې کېدل د نړۍوالو سیاستونو پر اعتبار منفي اغېز کړی.
د ارغواني شنبو غورځنګ پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د ترهګرو ډلو لپاره یو نوملړ جوړ کړي.
په دغې خبرپاڼې کې له ملګرو ملتونو دا هم غوښتل شوي، چې په دغه نوملړ کې دې د طالبانو، داعش، القاعدې، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو نومونه اضافه کړي.
دغه غورځنګ یوا وار بیا له طالبانو د ملاتړ او د تعامل د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
دغه غورځنګ پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د طالبانو نوم دې د ترهګرو ډلو له نوملړه نه باسي او د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژني.
دغهه غورځنګ کاږلي، د متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې په ګډون ګڼو هېوادونو پر طالبانو بندیزونه لګولي؛ خو ملګرو ملتونو بیا په رسمي توګه دغه ډله ترهګره نه ده ګڼلې.
د دغه غورځنګ ویانده سارا خان وایي:« ملګري ملتونه هغه سازمان دی، چې د نړۍوالې سولې او امنیت د ډاډمنولو لپاره جوړ شوی؛ خو دا د حیرانتیا خبره ده، چې دغه سازمان د ترهګرو ډلو د نوملړ په جوړولو کې پاتی راغلی. نړۍ د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یوې واحدې، متحدې تګلارې ته اړتیا لري او موږ غواړو، چې ملګري ملتونه سمدلاسه اقدام وکړي.»
دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو غواړي، چې په منظمه توګه د ترهګرو نومونو بیاکتنې او تازه کولو لپاره کمیټه جوړه کړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال وزیر لطیف نظري د (سلواغې ۱۵مه) د متحده ایالتونو له حکومته غوښتي، چې د افغانستان ټولې کنګل شوې څه باندې نهه نیم مېلیارده ډالر دې دوی ته ازادې کړي او د دوی تر واک لاندې د افغانستان بانک ته دې وسپاري.
د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال ټینګار کوي، چې د افغانیو د ثبات او د دوی تر واک لاندې د افغانستان اقتصاد لپاره د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدېدل ورته ګټور دي.
دغه غوښتنې داسې مهال کېږي، چې تازه په کابل کې د ټرمپ له لوري د امریکا د نغدي کڅوړو د بندېدو له کبله د افغانیو ارزښت خورا غورځېدلی دی.
تر دې دمخه د طالبانو یو شمېر نورو لوړپوړو غړو هم د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو او دوی ته یې د سپارل کېدو غوښتنې کړې وې.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې وروسته له هغې چې پخوانی جمهوري نظام وپرځېده؛ امریکا او ځینو لوېدیځو هېوادونو له دې کبله چې د طالبانو له لاس وهنې لرې پاتې شي د افغانستان ۹.۵ مېلیارده امریکایي ډالره شتمنۍ یې کنګل کړې.
د دغو شتمنیو څخه اووه مېلیارده یې په نیویارک کې د امریکا فدرالي زېرمو کې ساتل کېدې، چې له دغو مرستو ۳.۵ مېلیارده ډالر په سویس کې د افغانستان اماني صندوق ته سپارل شوي دي.
اماني صندوق ته دغه مرستې د جوبایډن ادارې له لوري له دې کبله سپارل شوې؛ څو پرې افغانستان کې روان بشري ناورین حل شي او په بېلابېلو برخو کې ولګول شي.
د یاد صندوق غړي انوارالحق احدي بیا ویلي، چې لا تر اوسه ترې طالبانو د دغو مرستو ترلاسه کولو لپاره هېڅ ډول غوښتنه نه ده کړې.
هغه ویلي، که طالبان وغواړي دوی ورسره له دغه صندوق څخه د افغانستان د بشري ناورین په برخه کې مرسته کولای شي.
د چارو کارپوهان په دې باور دي، که څه هم دغو کنګل شویو پیسو د افغانستان پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغېزې کړي؛ خو باید دغه شتمنۍ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ونه سپارل شي.
کارپوهان په دې باور دي، چې طالبان د افغانستان د خلکو په رایو رامنځته شوی نظام نه لري او باید دغه ډول مستبدو رژیمونو ته د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ونه سپارل شي.
په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د امریکا یوې محکمې پرېکړه کړې وه، چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه دې د افغانستان ۱۱ سپټمبر پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي؛ خو دغه غوښتنې پراخ غبرګونونه راوپارول او لا تر اوسه یاده پرېکړه پلې شوې نه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» ویلي، چې افغانستان لاهم په چاودېدونکو توکو ککړ هېواد دی او له ۳.۳ مېلیون څخه ډېر خلک د ګواښونکو سیمو په یو کیلومترۍ کې مېشت دي.
اوچا پر اېکس پاڼه کاږلي، چې ناچاوده توکي هره میاشت له ۵۵ کسانو ژوند اخلي او یا یې هم ټپیانوي.
د اوچا په خبره، د دغو قربانیانو ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.
دغه راز اوچا په افغانستان کې د ماین پاکۍ او د خطرونو د زدهکړې د هڅو د ملاتړ لپاره د ۲۱.۹ مېلیون ډالرو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې مېلیونونه خلک د چاودېدونکو توکو له ګواښ سره مخ دي.
د مرستو لپاره غوښتنو داسې مهال زور اخیستی، چې متحده ایالاتو له افغانستان سره خپلې مرستې ځنډولې دي.
د ناروې د خلکو مرستې بنسټ هم اعلان کړی، چې د متحده ایالاتو د مرستو د بندېدو له امله یې د افغانستان په ګډون په ۱۲ هېوادونو کې خپل عملیات ځنډولي دي.
دغې ادارې په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي و، "موږ هیله لرو، چې د ولسمشر ټرمپ نوې اداره به دې مهم کار ته لومړیتوب ورکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف بیا وایي، چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې له ۵۰۰ څخه ډېر ماشومان د ناچاودو وسلو یا د جګړې د پاتې شونو ناچاوده توکو د چاودلو له امله وژل شوي او یا هم سخت ټپیان شوي دي.

واشنګټن پوسټ د (سلواغې ۱۴مه) خپل یو راپور کې ویلي، څه باندې درې کاله وړاندې طالبان پر افغانستان واکمن شوي؛ خو دا هېواد لا هم له سختو اقتصادي ستونزو او نړۍوالې انزوا سره لاس او ګرېوان دی.
اوس طالبان هڅه کوي، چې د افغانستان یوه لرې پرته سیمه د خپلو خیالي طرحو پر بنسټ د نړۍوالې سوداګرۍ پر مرکز بدله کړي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، طالبان غواړي د واخان دهلیز له لارې چې د افغانستان په شمال ختیځ کې یو تنګ او غرنی مسیر دی یو لوی سړک جوړ کړي؛ څو افغانستان له چین سره ونښلوي.
دغه لاره نه یوازې د مرکزي اسیا او چین ترمنځ د سفر وخت کمولی شي؛ بلکې د لیتیم، کوبالټ او سرو زرو په څېر د نادره کاني موادو سوداګرۍ ته هم زمینه برابروي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي:« واخان د دغې لارې یوه مهمه برخه ده.»
د واخان سړک جوړولو ننګونې
په لومړي پړاو کې طالبان هڅه کوي، چې د چین پولې ته نږدې ۳۰ میله خامه لار قیر کړي؛ خو لا هم ۲۰۰ میله لاره پاتې ده، چې د زېربنایي اسانتیاوو له کمښت سره مخ ده.
د دغه سړک جوړول پیاوړو پُلونو او داسې اقداماتو ته اړتیا لري، چې د سختو بارانونو پر مهال لاره د بندېدو څخه وژغوري.
سره له دې ځینې شنونکي وايي، چې دغه پروژه ممکن “د ناکامۍ یو لوی سړک” شي.
د Maxar تجارتي شرکت سپوږمکۍ عکسونه ښيي، د ۲۰۲۳کال د اګست راهیسې د واخجیر دروازې ته نږدې،چې د چین پولې ته څېرمه ده، هیڅ نوی پرمختګ نه دی شوی.
واشنګټن پوسټ په دغې سیمه کې د طالبانو د استخباراتو د ادارې مشر ذبیحالله امیري چې د طالبانو د محلي استخباراتو مشر دی له خولې لیکلي “طالبان د دغې پروژې لپاره کافي بودجه نه لري او هیله لري، چې چین ورسره مرسته وکړي.”
چین او د افغانستان د پانګونې محدودیتونه
چین د طالبانو د واک ته رسېدو راهیسې له دوی سره د کانونو د استخراج یو شمېر تړونونه کړي دي؛ خو سره له دې چې طالبان ادعا کوي چین د واخان دهلیز د سوداګرۍ پراختیا ته لېوالتیا لري، بیجېنګ تر اوسه د لویو زېربنایي پروژو د پانګونې څخه ډډه کړې ده.
یو له لویو خنډونو څخه پر ښځو او نجونو د طالبانو سخت محدودیتونه دي ،چې له کبله یې ډېرې نړۍوالې کمپنۍ او حکومتونه له افغانستان سره د پانګونې څخه لاس اخلي.
پر دې سربېره د افغانستان امنیتي وضعیت هم د اقتصادي پرمختګ لپاره ستره ننګونه ده.
امنیتي ګواښونه او د داعش د بریدونو اندېښنې
د داعش خراسان څانګې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې ګڼ مرګوني بریدونه کړي دي.
د دغې ډلې یو برید چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د کابل په یوه هوټل کې وشو، پنځه چینايي وګړي یې ټپیان کړل.
داعش، چین د شینجیانګ ایالت د مسلمانانو ضد پالیسو له امله په نښه کوي او د دغه هېواد اقتصادي پروژې «استعماري خوب» بولي.
په پاکستان کې هم د ترهګریزو بریدونو له امله، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۲۰ چینايي وګړي پکې وژل شوي بېجینګ یې د خپلو سترو زېربنایي پروژو پر دوام اندېښمن کړی دی.
طالبان بیا ادعا کوي، چې امنیتي ستونزه نشته. د کابل شمال ته په یوه تبلیغاتي لوحه کې لیکل شوي: “له څلورو لسیزو جګړې وروسته، موږ په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ کړی دی؛خو د واشنګټن پوسټ راپور ښيي، چې د افغانستان په شمالي پولو کې خلک د امنیتي وضعیت په اړه له احتیاطه کار اخلي او ځیني طالب چارواکو خبریالانو ته ویلي چې «خپل بهرنی هویت دې پټ کړي».
د خلکو بې باوري او ناامیدي
که څه هم طالبان د واخان دهلیز د نړۍوال سوداګریز مرکز کولو خوبونه ویني؛ خو دغه سیمه لا هم له بې وزلو کلیو او سختو غرنيو لارو څخه جوړه ده، چې سفر پکې خورا ستونزمن دی.
د دغې سیمې یوې ۲۵ کلنې مېرمنې واشنګټن پوسټ ته ویلي: «شاید که دا سړک خلاص شي او بهرنیان دلته راشي، طالبان به موږ ته لږه ازادي راکړي».
خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له دغو هیلو ډېر لیرې دی. ځینې سیمهییز طالب چارواکي پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي، ادعا کوي چې «بهرني ځواکونه» هڅه کوي د دغه سړک له جوړېدو مخنیوی وکړي.
د طالبانو ځینې پلویان هم ادعا کوي، چې پاکستان له دغې پروژې زیان لیدلی شي او د افغانستان د اشغال لپاره چمتووالی نیسي؛ څو دا پروژه شنډه کړي.
په داسې حال کې چې د روسي زغروالو ټانکونو زنګ وهلي پاتې شوني د سېندونو په غاړو کې پرتې دي او د ناټو پخوانۍ پوځي اډو د خیمو رنګ هم تللی، ډېر افغانان لا هم د داسې راتلونکې خوب ویني چې د تېرې جګړې سیوری پرې نه وي خپور.

د ننګرهار د روغتیاپالانو د ټولنې مشر ډاکټر واقف نیازي ویلي، په جلال اباد ښار کې یې له روغتیاپالانو سره په ګډه ناسته کې پرېکړه کړې چې د ښوونکو اقتصادي ستونزو ته په پام سره به د دوی درملنه په وړیا توګه کوي.
د یاد ولایت د ډاکټرانو ټولنې په وینا، د دغه پرېکړې له مخې په جلال اباد ښار او ټولو ولسوالیو کې د ښوونکو او د هغوی د کورنیو معاینه په وړیا توګه ترسره کېږي.
د ډاکټر واقف نیازي په خبره، خصوصي روغتونونو ته د ورتګ پر مهال باید د ښوونکي د خپل هویت د ثابتولو لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست پېژند کارتونه له ځانه سره ولري.
هغه د درملتونو څخه هم غوښتي، چې له ښوونکو سره د درملو د پېرودلو پر مهال لازمې مرستې وکړي او په مناسبو بیو دې ورته درمل ورکړي.
د ننګرهار د ډاکټرانو ټولنې دغه پرېکړه د ښوونکو د مالي ملاتړ په موخه کړې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست مشر شریف حلیمي د ننګرهار د ډاکټرانو ټولنې له دې پرېکړې هرکلی کړی او د ښوونکو د تنخواوو پر کموالي یې اندېښنه ښوولې ده.
هغه وویل:« د معلمانو معاشونه بېخي کم دي، زموږ غوښتنه دا ده چې د دوا ګانو په قیمت کې هم ورسره یو څو فیصده تخفیف وشي».
د ننګرهار عالي لېسې یوه ښوونکی عبدالرزاق هم د خپلې کمې تنخوا څخه سرټکوي او غوښتنه یې کړې، چې باید د ستونزو هوارۍ لپاره یې په تولو برخو کې ځانګړې پاملرنې وشي.
د ښوونکو نیوکې دا دي، چې د دوی د اړتیاوو ته په کتو سره ورکول کېدونکي تنخواوې د پام وړ کمې دي او کورنۍ اړتیاوې پرې نشي پوره کولای.
ښوونکو په بېلابېلو وختونو کې د خپلو حقونو او تنخواو لوړېدو لپاره د لاریونونو تر څنګ اعتراضیه ناستې کړې دي؛ خو د تېر جمهوري حکومت تر څنګ پرې اوسنیو واکمنو طالبانو هم چندان غوږونه نه دي ګرولي.
د پوهنې په برخه کې د کمو امکاناتو او تنخواوو ستونزه د دې لامل شوې، چې مسلکي ښوونکي د دولتي ښوونځیو پر ځای په شخصي کاروبارونو یا هم د نادولتي موسسو سره په دندو بوخت شي.
که څه هم طالبانو په وار وار ژمنې کړې، چې د ښوونکو ستونزې به هوارې کړي؛ خو لا هم لیدل کېږي، چې په عملي توګه د ښوونکو د ژوند بدلون او د تنخواوو تر څنګ د بېلابېلو ستونزو د حل لپاره هېڅ نه دي شوي.
