ساوت چاینا مارنینګ پوسټ: هند طالبانو ته او پاکستان بنګلهدېش ته ور نږدې کیږي
په تېرو شپږو میاشتو کې د سویلي اسیا په جیو سیاسي وضعیت کې پام وړ بدلونونه راغلي، چې د بنګلهدېش او پاکستان د نږدېوالي، د چین او هند د سرحدي هوکړې او د طالبانو او هند د اړیکو د پراخېدو په بڼه څرګند شوي.
له واک نه د شیخ حسینې له پرځېدا وروسته بنګلهدېش له پاکستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې، چین او هند د تاوتریخوالي کمولو لپاره هوکړه وکړه او نوي ډيلي له طالبانو سره خپلې اړیکې تودې کړې. دا بدلونونه نه یوازې د سیمې د ځواک انډول اغیزمنوي، بلکې د هند، پاکستان، چین او افغانستان ترمنځ نوې ستراتیژیکې اړیکې هم رامنځته کوي.
د دې نږدېوالي تر شا د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګپوړو چارواکو د سفرونو لړۍ هم روانه ده.
ډاکې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سفر، د پاکستان د استخباراتو د رییس عاصم ملک د تېرې میاشتې سفر او د بنګلهدېش د لنډمهالي حکومت د رییس محمد یونس او د پاکستان د لومړي وزیر شهبار شریف لیدنې کتنې هم په دې کې شامل دي.
د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ په باور، که څه هم له نوي ډیلي او اسلاماباد سره د بنګلهدېش اړیکې د صفر مجموعې د معادلې په توګه نه شي تحلیل کېدای، خو دا پرمختګونه د بنګلهدېش د بهرنۍ پالیسۍ د بدلون ښکارندویي کوي.
ورځپاڼه وايي، دا په ځانګړي ډول د اسلاماباد لپاره یو فرصت دی، ځکه بنګلهدېش له۱۹۷۱ کال راهیسې د خپلواکۍ جګړې له وخته د پاکستان پر وړاندې منفي نظر درلود. د حسینې د واکمنۍ پر مهال پاکستان پلوه سیاسي ګوندونه لکه جماعت اسلامي تر جدي څار لاندې وو، خو اوس همدغه ډلې د بنګلهدېش د لنډمهاله حکومت برخه دي یا یې ملاتړ کوي.
دوو روسي سرچینو رویټرز ته ویلي چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د ناستې لپاره د ممکنه ځایونو په توګه مطرح شوي دي.
ټرمپ ویلي چې هغه غواړي د اوکراین جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي او له پوتین سره د لیدو لپاره تیار دی.
پوتین هم له ټرمپ سره د اوکراین او انرژۍ په اړه د بحث او لیده کاته لپاره تیاری ښودلی.
په دې وروستیو اونیو کې جګپوړو روسي چارواکو سعودي عربستان او متحده عربي امارات ته سفرونه کړي دي.
یوې سرچینې رویټرز ته وویل چې له دغو سفرونو سره سره، په روسیه کې ځینې مخالفان شته، ځکه ځینې ډیپلوماتان او استخباراتي چارواکي له امریکا سره د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو نږدې پوځي او امنیتي اړیکو ته اشاره کوي.
سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې او کرملېن هم د دې مسالې په اړه تبصره نه ده کړې. خو ټرمپ او پوتین دواړو د دغو هیوادونو له مشرانو سره رغنده اړیکې جوړې کړې دي.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر لومړۍ ورځ د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته زنګ وواهه او هغه یې «عالي سړی» یاد کړ. پوتین، چې په ۲۰۲۳ کال کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سفر وکړ، د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې له محمد بن سلمان نه مننه وکړه چې د امریکا او روسیې د بندیانو تبادلې ته یې زمینه برابره کړې وه.
پوتین او محمد بن سلمان له ۲۰۱۵ کال راهیسې شخصي اړیکې پراخې کړې دي.
محمد بن سلمان او د متحده عربي امارات امیر محمد بن زاید ال نهیان د اوکراین جګړې په ترڅ کې بې پري پاتې شوي.
سعودي عربستان او متحده عربي امارات د جرمونو نړیوالې محکمې غړي نه دي، چې د پوتین د نیولو حکم یې صادر کړی. ددغه حکم له مخې نوموړی یو شمېر هېوادونو لکه برازیل او سویلي افریقا ته سفر نه شي کولای.
دغه راز د اوکراین پر سر د اروپايي هېوادونو پلازمېنو ته هم نه شي تلای.
روسي سرچینو د ټرمپ او پوتین ترمنځ د ناستې د ځای په توګه د ترکیې احتمال رد کړی.
ایران د طالبانو له حکومت نه غوښتنه کړې چې د کمال خان بند د اوبو دروازې بېرته پرانیزي، ځکه مشهد ښار د څښاک اوبو په برابرولو کې له سختو ستونزو سره مخ دی.
د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال محمد جوانبخت وویل چې د پراخو ډیپلوماټیکو هڅو پر بنسټ د تیر کال په مارچ کې د کمال خان بند دروازې پرانستل شوې، چې د هلمند سیند د سیلابونو یوه برخه ایران ته ورسېده، خو هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې سږ کال هم ورته ګام واخلي.
جوانبخت چې تېره اونۍ یې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کابل ته سفر درلود، د ایران ایسنا اژانس ته وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسمهالې مهمه مساله د اوبو ستونزې دي. هغه د ۱۳۵۱ کال د هلمند سیند تړون ته اشاره وکړه، چې له مخې یې افغانستان «مکلف» دی هر کال ۸۲۰ میلیونه مکعب متره اوبه ایران ته خوشې کړي، خو دده په باور، دا ژمنه اوس نه پلې کیږي.
نوموړی وايي، چې پر هلمند سیند سربېره ایران او افغانستان د اوبو له دوو نورو مسایلو سره هم مخ دي.
د ایران دغه چارواکی وايي، په دې کې « یو د ایران هامونونو ته د اوبو رسېدل دي، چې د سیستان سیمې د چاپېریال او ژوند لپاره حیاتي ارزښت لري. د هامونونو په نشتوالي او وچوالي سره سیمه په دوړو او ګردونو کې ډوبیږي چې په دې وروستیو کې یې شدت موندلی او دا د دې لامل شوی چې دا سیمه د استوګنې او ژوند له پلوه خپلې اصلي ځانګړنې له لاسه ورکړي».
د نوموړي په باور، بله موضوع له هریرود سیند څخه «د ایران تاریخي حقابه» ده، چې خراسان رضوي ولایت ته بهېږي. جوانبخت وویل چې دا ډول تاریخي حقابې په نړیواله کچه رسمیت لري.
د ایران د اوبو وزارت دغه چارواکي وویل چې د هلمند د اوبو کمیشنران هر کال دوه ځله غونډې کوي، چې د تړون له مخې باید عملي شي خو ایران هڅه کوي نور اړوند مسایل هم په دې غونډو کې شامل کړي.
د ایران د انرژۍ مرستیال وزیر د هریرود سیند پر سر د پاشدان بند پر جوړیدو اندیښنه څرګنده کړې او وايي، چې د ایران په خراسان رضوي کې د چاپېریالي ستونزو لامل شوی. هغه وايي، اصلي مساله د کمال خان بند د اوبو راوتلو جوړښت دی چې له ګودزرې باید تغییر شي او اوبه د ایران پر لور وبهیږي.
هغه وویل، چې « له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو اصلي تمرکز باید د اوبو پر موضوع وي».