• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان بانک ۲۵ میليونه امريکايي ډالر لیلاموي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره د سلواغې په میاشت کې د څلورم ځل لپاره د ډالرو د لیلام خبر ورکړی دی. طالبانو د پنجشنبې په ورځ ۲۵ میليونه امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې ليلام ته وړاندې کوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د سې شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې د افغانۍ د ثبات په موخه د پنجشنبې په ورځ ۲۵ ميليونه ډالر لیلامۍ ته وړاندې کوي.

طالبانو له ټولو صرافانو او خصوصي بانکونو غوښتي، چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

افغانستان بانک د سلواغې مياشتی په لومړيو کې ۲۰ ميليونه، ورپسې ۲۵ میليونه، بیا ۲۷ میليونه او اوس یې ۲۵ میليونه امريکایي ډالر لیلام ته وړاندې کړي.

له افغانستان سره د امریکا د مرستو ځنډېدو د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټیټ کم کړی، چې ورسره هممهاله د خوراکي توکو پبیې هم لوړې شوې دي.

طالبانو په کابل او ولایتونو کې د اسعارو په بازارونو کې مداخله کړې او ویل کیږي ځینې صرافان یې له ټاکلي حد نه د ډالرو د لوړ پلورلو له امله وهلي او بندیان کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون وویل، چې دوی کوښښ کوي چې ډالر د اویا افغانیو په شاوخوا کې وساتي او نه ډېر لوړ او نه هم ډېر ټیټ شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ملا برادر په کابل کې د یوناما له مرستیال سره لیدلي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۰ GMT+۰

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي په دفتر کې له ډزو یوه ورځ وروسته، نن د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د یوناما مرستیال سره لیدلي دي. یوناما دفتر تایید کړې ده، چې د وړمې شپې په ډزو کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د سې شنبې په ورځ «د سلواغې ۱۶مه» په اېکسپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې عبدالغني برادر نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت «یوناما» له مرستیال ایندریکا راتوات سره وکتل.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر له یوناما وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري مرستو په توزیع کې شفافیت رامنځته شي او مرستې پراختیایي برخو ته وغځیږي.

د ملا برادر دفتر د یوناما مرستیال انیدریکا راتوات په حواله لیکلي چې نوموړي وویل، دوی له طالبانو سره په همغږۍ په افغانستان کې خپلو پراختیايي او بشري مرستو، راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرولو، د خصوصي سکټور ملاتړ، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ، د وړو پورونو له لارې په کلیوالي سیمو کې د کوچنیو کاروبارونو رامنځته کولو او همداراز افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بديل معیشت وړاندې کولو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

ایندریکا راتوات زیاته کړې:« د افغان بزګرانو د ملاتړ په موخه به پر هغوی اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي او همدارنګه به نړیوالو سوداګریزو مارکېټونو ته د افغان کرنیزو محصولاتو، صنعتي تولیداتو او لاسي صنایعو د رسېدو په برخه کې هم د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.»

د ملا برادر دفتر په دې اعلامیه کې د یوناما د دوشنبې د ورځې د ډزو او پیښې په اړه کومه یادونه نه ده کړې.

د دې پېښې په ترڅ کې د طالبانو یوه غړي د یوناما پر یوه بهرني کارکوونکي ډزې کړې او هغه یې ټپي کړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې پېښې وروسته د يوناما د دفتر د دروازې تر شا د همدغه طالب غړي جسد وموندل شو، چې ښايي د نورو طالبانو له خوا په ډزو کې وژل شوى وي.

کندهار کې د کتابونو نندارتون؛ خلک د هغو کتابونو غوښتنه کوي چې طالبانو بنديز پرې لګولی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۰

په کندهار کې د کتاب په درې ورځني نندارتون کې کتاب پلورونکي وايي، چې ډېر کسان د هغو کتابونو غوښتنه کوي، چې طالبانو ورباندې بنديز لګولی. طالبانو له تېر یوه کال راهیسې د سلګونو کتابونو پر چاپ او پلور بنديز لګولی او له کتاب پلورنځيو یې هم ټول کړي دي.

په کندهار کې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري «کتاب د علم ځولۍ» تر سرلیک لاندې د کتاب درې ورځنۍ ننداتورن په دویمه ورځ هم پیکه و.

طالب چارواکي وایي، چې د نندارتون موخه د مطالعې فرهنګ پراخول او د کتابونو پلورل دي.

د کتابونو د رانيولو پرمهال خلکو ته جایزې هم ورکول کيږي او تمه لري، چې په لوی شمېر کتابونه وپلورل شي.

خو کتاب پلورونکي د پخوا په پرتله نندارتون کم رنګه بولي او وايي، چې خلک یوازې د هغو کتابونو غوښتنه کوي، چې طالبانو ورباندې بنديز لګولی.

یو کتاب پلورونکی، چې شاوخوا ۲۰ کاله کيږي کتاب پلورنځی لري، وايي: «ډېر ځوانان سیاسي او اجتماعي کتابونه، پوليسي، استخباراتي او د مينې ناولونه او د شعرونو کتابونه غواړي خو ډېری يې طالبانو بند کړي او له دوکانونو یې ټول کړي.»

په دغه نندارتون کې ډېری ديني، اسلامي، د طالبانو فکري، د هغوی د کړنو، فعالیتونو او د طالب مشرانو اړوند کتابونه نندارې ته ايښودل شوي.

په کندهار کې د کتاب درې ورځني نندارتون یوه برخه
100%
په کندهار کې د کتاب درې ورځني نندارتون یوه برخه

په کندهار کې د کتاب دغه درې ورځني نندارتون ته په لومړي ځل څو ښځې هم ورغلې او غوښتل يې کتابونه وپېري.

يوې ميرمنې افغانستان انټرنشنل ته وويل: «د کتاب رانیولو لپاره راغلې یم، پوهنتونونه بند شوي او غواړو په کورونو کې مطالعه وکړو.»

د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتابونو په منع شوي لیست کې د هنر، ادبیاتو، تاریخ، سیاست او ټولنپوهنې پر ګڼو کتابونو بندیز لګولی.

دغه وزارت له بازارونو، کتاب پلورنځيو او کتابتونونو څخه د دغو کتابونو د ټولولو لپاره یو کميسیون هم ټاکلی، چې په ډېرو ولایتونو کې يې په سلګونه ټوکه دا ډول کتابونه ټول کړي دي.

ډان ورځپاڼه: پاکستان په «خاموشۍ» سره افغان کډوال له پلازمېنې وباسي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۱۴ GMT+۰

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د تدریجي بېرته ستنېدو لپاره یو پلان پیل کړی، چې له اسلام اباد او راولپنډۍ نه د راجستر شویو افغان کډوالو ایستل هم پکې شامل دي. چارواکو ته لارښوونه شوې چې دا پلان له عامه اعلان پرته عملي کړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې رپوټ ورکړی، چې د دغه پلان وروستۍ پرېکړه د لومړي وزیر شهباز شریف تر مشرۍ لاندې د تېرې اونۍ په څو غونډو کې شوې او د شریف د دفتر یوې سرچینې تایید کړې چې د پاکستان لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر هم په دې ناستو کې ګډون کړی و.

د افغان تابعیت کارډ لرونکي کډوال انتقالېږي

د پلان لومړی پړاو دا دی چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي افغانان به سمدستي له اسلام‌ اباد او راولپنډۍ څخه وایستل شي او دوی به له ناقانونه او بې اسنادو افغان کډوالو سره یوځای بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

اې سي سي د پېژندنې یو پاکستانی سند دی چې د پاکستان د احصايې ادارې له خوا راجستر شویو افغان کډوالو ته ورکړل شوی. د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان په وینا، اې سي سي افغانانو ته د لنډې مودې لپاره قانوني حیثیت ورکوي، خو د کارت اعتبار د پاکستان فدرالي حکومت ټاکي.

په دویم پلان کې اسلام‌ اباد او راولپنډۍ ته د هغو افغانانو پر تګ او راتګ بندیز لګیږي، چې د نوملیکنې د ثابتولو کارت (PoR) لري، خو سملاسي به نه شړل کېږي.

د پاکستان حکومت د پرېکړې له مخې، د پي او ار کارت لرونکي افغانان کولای شي تر جون میاشتې پورې په پاکستان کې پاتې شي، خو په اسلام‌ اباد او راولپنډۍ کې نه شي اوسېدای.

اټکل کېږي چې ۱.۳میلیونه افغانان پي او ار او ۷۰۰زره تنه اې سي سي کارتونه لري، چې دا ټول په پاکستان کې ژوند کوي.

درېیمو هېوادونو ته د تلونکو افغانانو برخلیک

هغه افغانان چې غواړي درېیمو هېوادونو ته لاړ شي، باید د مارچ تر۳۱مې پورې له اسلام‌ اباد او راولپنډۍ څخه وایستل شي.

ډان وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له بېلابېلو سفارتونو او نړیوالو ادارو سره کار کوي، چې د دغو کډوالو د بیا میشتېدو بهیر چټک کړي.

د افغان تخلیې په نامه د کډوالو مرستندویې ډلې بنسټګر شاون وانډایور وايي چې له ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو پورې افغانان په پاکستان کې ویزو یا د بیا میشتېدو لپاره انتظار باسي، خو معلومه نه ده چې څومره یې په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې دي.

د افغان کډوالو د انتقال او شړلو مشري د پاکستان د کورنیو چارو وزارت کوي او د استخباراتي ادارو ای بي او ای اېس ای له خوا څارل کېږي.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې پرېکړه وکړه هغه افغانان وباسي چې اسلام اباد یې ناقانونه ګڼي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان یا ای او اېم د معلوماتو له مخې،د ۲۰۲۳ کال د سسپټمبر له ۱۵مې نه۸۰۵ زره او ۹۹۱تنه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د بشري حقونو فعالان او مدني ټولنې دا جبري بېرته ستنېدل غندي او د دې پرېکړې پر ضد یې د پاکستان سترې محکمې ته غوښتنلیک وړاندې کړی.

د جنورۍ پر۷مه د قاضي امین‌الدین خان په مشرۍ د پاکستان د سترې محکمې یوه اووه کسیز پلاوي دا دوسیه وڅیړله. فدرالي حکومت محکمې ته ډاډ ورکړ چې د پي او ار او اې سي سي کارتونو لرونکي افغان کډوال به نه نیول کېږي او نه به هم شړل کېږي، خو له تېرو څو میاشتو راهیسې، په ځانګړې توګه په وروستیو دوو میاشتو کې له اسلام اباد او راولپنډۍ نه د افغان کډوالو د بې توپیره اېستلو لړۍ خورا چټکه شوې ده.

د ای او اېم د تېرې میاشتې رپوټ وايي چې په دسمبر کې د اسلام‌ اباد په بېلابېلو سیمو کې سلګونه افغان کډوال نیول شوي او بندیان شوي دي.

ټي ټي پي د وزیرستاني کډوالو په کمپونو کې د حکمتیار «شمشتو موډل» پلی کوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۰

طالبانو د تېرې یکشنبې په ورځ د تحریک طالبان پاکستان اړوند لسګونه کورنۍ په پټه د خوست له ګلان کمپ، شاوخوا کلیو، اسماعیل خېلو ولسوالۍ او د پکتیکا له سرحدي سیمو نه د غزني د کډوالو کمپونو ته انتقال کړې. د طالبانو حکومت به ددغو کډوالو د کورنۍ هر غړي ته ۴۰ ډالره میاشتنۍ معاش ور کوي.

دا انتقال له ټي ټي پي سره د طالبانو حکومت د یوې هوکړې له مخې ترسره شوی، چې اړوندې کورنۍ او د هغوی غړي به نه بایومټریک کیږي، انځورونه به یې نه اخستل کیږي او هرې کورنۍ ته به میاشتنی معاش او د انتقال او کور د وسایلو لګښتونه ور کول کیږي.

د وزیرستاني بې ځایه شویو کورنیو په انتقال کې یوې ښکیلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « کورنۍ په دې شرط انتقال ته رضامندې شوې، چې د هغوی محرمیت وساتل شي او مالي مرسته ورکړل شي».

د سرچینې په وینا، د انتقال په چاره کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو، کورنیو چارو قومونو او قبایلو وزارتونه او د استخباراتو ریاست ښکیل دي او هوکړه شوې، چې د طالبانو حکومت به د دغو کډوالو د کورنۍ هر غړي ته ۴۰ ډالره میاشتنی معاش، د انتقال لپاره ۵۰۰ ډالره، د کرایې لګښتونه او په غزني کې د کورونو د وسایلو د پېرلو لګښتونه ور کوي.

ټي ټي پي ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د وزیرستاني کورنیو مشران تر مستعارو نومونو لاندې ثبت شوي او د معاش او نورو امکاناتو په برخه کې یې یوازې د ټي ټي پي له خوا ورکړل شوي کارتونه معتبر دي.

په غزني کې د «شمشتو» موډل

د طالبانو حکومت د وزیرستاني او نورو بهرنیو جنګیالیو کورنیو ته د ۵۰۰ او زر کورنیو په ظرفیت د غزني په ناوه ولسوالۍ، د قره باغ ولسوالۍ د ګلکوه په عطارباغ دښته او د واغز ولسوالۍ په دشت کابلي سیمه کې درې ښارګوټيو ته ورته کمپونه جوړ کړي دي. په دغو یو پوړیزو پخو ښارګوټو کې مدرسې، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او د اوبو سیسټم ټول په نظر کې نیول شوي، خو له اوږدې مودې راهیسې ترې اغزن تار تاو و، ځکه وزیرستاني بې ځایه شویو دغو کمپونو ته له تګه انکار کړی و. یو شمېر محلي سرچینو ددې کمپونو د ودانیو په جوړولو کې د درغلیو او ناسمو توکو د استعمال یادونه هم کړې ده.

ټاکل شوې وه، چې دغو کمپونو ته له پڅې مېلې او لمن سیمو نه د حافظ ګل بهادر اړوند جنګیالیو کورنۍ هم ولېږدول شي، خو تر اوسه د قره باغ کمپ ته یوازې د ټي ټي پي اړوند د مسید او داوړ قبیلو اړوند کورنۍ ورغلې دي.

دغه انتقال د پاکستان د طالبانو غورځنګ د مشر مفتي نور ولي او د طالبانو د کډوالو، قومونو او قبایلو او کورنیو چارو وزارتونو تر منځ د یوې هوکړې له مخې ترسره شوی. د دې هوکړې له مخې، د کمپونو امنیت به ټي ټي پي پخپله تنظیموي او خپل ساتونکی ځواک به لري.

یوې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، « لکه څنګه چې د مجاهدینو په وخت کې د پېښور په شمشتو کمپ کې د حکمتیار حزب اسلامي او نورو افغان جهادي ډلو خپل امنیتي ځواکونه درلودل او خپل امنیت یې پخپله ساته، د غزني کمپونه به هم پخپله ټي ټي پي اداره کوي». سرچینې زیاته کړه، « دوی به د امنیت، جلب و جذب، انسجام، پوهنې، روغتیا او مهاجرینو لپاره خپل سیستم ولري، خپله ښاروالي به جوړوي او په کمپ کې فعالیت ته لېواله موسسې به یوازې د دوی له هوکړې وروسته کار کوي».

د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د حزب اسلامي اړوند شمشتو کمپ له دې امله مشهور و، چې د یوه اداري واحد ټول تشکیلات یې په ځان کې را غونډ کړي وو او د روژې او اختر په اړه یې هم د پاکستان له حکومت نه جلا خپلې پرېکړې کولې.

د طالبانو اړوند تبلیغاتي ادارې وايي چې دوی به د انصارو په څېر د کډوالو مرسته وکړي
100%
د طالبانو اړوند تبلیغاتي ادارې وايي چې دوی به د انصارو په څېر د کډوالو مرسته وکړي

حقیقي انتقال که تاکتیکي نقل مکان؟

په کابل کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا انتقال به د قبایلي سیمو پر امنیت هیڅ اغېز ونه کړي، «دا کورنۍ د طالبانو د کورنیو چارو پر وزیر سراج الدین حقاني د فشار له امله انتقال شوې، دا یوه سنجول شوې هڅه او ځان ته د خټو پوزې اېښودل دي».

کارپوهان دغه انتقال په۲۰۱۴ کال کې له شمالي وزیرستان نه د حقاني شبکې انتقال ته ورته بولي، چې کورنۍ یې له وزیرستان نه، کورمې، پېښور او اسلام اباد ته ولېږدول شوې، خو مرکزونه یې لا هم په واڼه، میرانشاه، ټل، او ترې منګل کې فعال پاتې وو. په ورته ډول به د مفتي نور ولي او د ټي ټي پي د نورو مشرانو دفترونه، د وسلو زېرمې او پټنځایونه لا هم په پکتیکا، خوست او پکتیا کې فعال وي او یوازې کورنۍ به په سمبولیک ډول غزني ته لیږدول کیږي.

سرچینې وايي، دا پروسه تر دې دمه یوازې په کندهار، خوست او پکتیکا کې پیل شوې، خو په کونړ او ننګرهار کې لا نه ده عملي شوې. د امنیتي چارو شنونکي وايي، پاکستان ډېری له خوست او پکتیکا سره پر ډیورنډ کرښه د جنګیالیو له حضور نه ویره لري ځکه دلته دواړو خواوو ته قومي، قبیلوي او نور تړاوونه ژور دي، چې د جنګیالیو د ملاتړ لپاره یې یو مساعد چاپیریال رامنځته کړی دی.
په پکتیکا کې یوه قبایلي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې مفتي نور ولي به د دغه انتقال له لارې پر کډوالو مالي کنټرول او نفوذ لا ټینګ کړي،« اوس باید هره کورنۍ ځان له ده سره ثبت کړي، چې دا به ده ته د مالي مرستو د تنظیم یوه اسانه لار برابره کړي».

په ورته وخت کې د طالبانو قبایلو چارو وزارت ته یوې نږدې سرچینې وویل، چې « په لومړي سر کې کورنۍ مستقیماً غزني ته انتقال شوې، خو وروسته یې ستراتیژي بدله کړه او پاتې کورنۍ یې لومړی کابل ته یووړې، بیا یې غزني ته انتقال کړې، څو خلک پرې خبر نه شي».

سرچینه وايي، د جنګیالیو د کورنیو وسایل د لارۍ موټرو له لارې انتقال شول او د کورنیو غړي د دربست شویو فلاینګ کوچونو له لارې ولیږدول شول.

د ټي ټي پي جنګیالیو ته په لوګر، میدان وردګو، کندز، او بغلان کې هم د استوګنې وړاندیز شوی و، ځکه په دغو ولایتونو کې د مسید او وزیر قبیلو اړوند خلک اوسېږي، خو هغوی انکار کړی و، ځکه څومره چې دوی له ډیورنډ کرښې نه لرې کیږي، هغومره د جګړې امکانات او اکمالات ورته ستونزمن کیږي.

په غزني کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « قره باغ ته یوازې د عادي جنګیالیو کورنۍ لېږدول شوې، د قوماندانانو کورنۍ یې په کابل او لویو ښارونو کې اوسيږي».

پاکستاني ځواکونو د هلمند په بهرامچه کې د طالبانو د پوستې جوړولو مخه نیولې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۶ GMT+۰

د هلمند په بهرامچه ولسوالۍ کې ځینو ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو د امنیتي پوستې د جوړېدو مخنیوی کړی. ځايي اوسېدونکي وايي، «طالبانو د سیمې خلکو ته ویلي چې د جګړې احتمال شته او له کورونو ووځي».

د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو نن سې شنبه «د سلواغې ۱۶مه» وویل چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان او د طالبانو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پر یوې پوستې ناندرۍ روانې دي.

د بهرامچې ولسوالۍ یو ځايي قومي مشر وايي چې دواړو خواوو ته پوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او طالبانو له ځايي خلکو غوښتي چې د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره له سیمې ووځي.

په هغو ویډیوګانو کې، چې د سیمې خلکو افغانستان انټرنشل ته رالېږلې، په سیمه کې د طالبانو پوستې معلومیږي چې سپین بیرغونه پرې لګېدلي دي.

د ځايي اوسېدونکو په وینا، طالبانو د خلکو پرمخ ځینې لارې هم تړلې دي او د جګړې احتمال لېدل کېږي.

تر اوسه طالبانو او پاکستان د پوستې پر سر روانو ناندریو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په هلمند کې د طالبانو امنیتي سرچینې او ځايي اوسېدونکي تاییدوي چې تېره شپه هم د پاکستاني ځواکونو او د طالبانو ترمنځ ډزې شوې دي.

دوی زیاتوي چې نن سهار له کندهار او هلمند قول اردو څخه طالب ځواکونه بهرامچې ولسوالۍ ته رسېدلي دي.

له دې وړاندې د ننګرهار په ګوشتې او د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم د پوستو د جوړېدو پر سر د پاکستان او طالبانو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي.

د هلمند بهرامچه ولسوالۍ چې په تېر جمهوریت کې د دېشو ولسوالۍ اړوند وه، طالبانو ځان ته ولسوالۍ کړې ده.

بهرامچه د مخدره توکو بازار یادیږي او طالبانو د تېر جمهوري حکومت پرضد جګړې لپاره له دې سیمې ډېر مالي او نظامي امکانات برابرول.

تېره اونۍ په دې سیمه کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکو او کروندګرو د طالبانو خلاف مظاهره کړې وه، چې ګني طالبان د مالیې پر اخېستو سربېره ددوی د کروند د سوځولو هوډ لري.