په کندهار کې د کتاب په درې ورځني نندارتون کې کتاب پلورونکي وايي، چې ډېر کسان د هغو کتابونو غوښتنه کوي، چې طالبانو ورباندې بنديز لګولی.
طالبانو له تېر یوه کال راهیسې د سلګونو کتابونو پر چاپ او پلور بنديز لګولی او له کتاب پلورنځيو یې هم ټول کړي دي.
په کندهار کې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري «کتاب د علم ځولۍ» تر سرلیک لاندې د کتاب درې ورځنۍ ننداتورن په دویمه ورځ هم پیکه و.
طالب چارواکي وایي، چې د نندارتون موخه د مطالعې فرهنګ پراخول او د کتابونو پلورل دي.
د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د تدریجي بېرته ستنېدو لپاره یو پلان پیل کړی، چې له اسلام اباد او راولپنډۍ نه د راجستر شویو افغان کډوالو ایستل هم پکې شامل دي. چارواکو ته لارښوونه شوې چې دا پلان له عامه اعلان پرته عملي کړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې رپوټ ورکړی، چې د دغه پلان وروستۍ پرېکړه د لومړي وزیر شهباز شریف تر مشرۍ لاندې د تېرې اونۍ په څو غونډو کې شوې او د شریف د دفتر یوې سرچینې تایید کړې چې د پاکستان لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر هم په دې ناستو کې ګډون کړی و.
د افغان تابعیت کارډ لرونکي کډوال انتقالېږي
د پلان لومړی پړاو دا دی چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي افغانان به سمدستي له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه وایستل شي او دوی به له ناقانونه او بې اسنادو افغان کډوالو سره یوځای بېرته افغانستان ته ولېږل شي.
اې سي سي د پېژندنې یو پاکستانی سند دی چې د پاکستان د احصايې ادارې له خوا راجستر شویو افغان کډوالو ته ورکړل شوی. د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان په وینا، اې سي سي افغانانو ته د لنډې مودې لپاره قانوني حیثیت ورکوي، خو د کارت اعتبار د پاکستان فدرالي حکومت ټاکي.
په دویم پلان کې اسلام اباد او راولپنډۍ ته د هغو افغانانو پر تګ او راتګ بندیز لګیږي، چې د نوملیکنې د ثابتولو کارت (PoR) لري، خو سملاسي به نه شړل کېږي.
د پاکستان حکومت د پرېکړې له مخې، د پي او ار کارت لرونکي افغانان کولای شي تر جون میاشتې پورې په پاکستان کې پاتې شي، خو په اسلام اباد او راولپنډۍ کې نه شي اوسېدای.
اټکل کېږي چې ۱.۳میلیونه افغانان پي او ار او ۷۰۰زره تنه اې سي سي کارتونه لري، چې دا ټول په پاکستان کې ژوند کوي.
درېیمو هېوادونو ته د تلونکو افغانانو برخلیک
هغه افغانان چې غواړي درېیمو هېوادونو ته لاړ شي، باید د مارچ تر۳۱مې پورې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه وایستل شي.
ډان وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له بېلابېلو سفارتونو او نړیوالو ادارو سره کار کوي، چې د دغو کډوالو د بیا میشتېدو بهیر چټک کړي.
د افغان تخلیې په نامه د کډوالو مرستندویې ډلې بنسټګر شاون وانډایور وايي چې له ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو پورې افغانان په پاکستان کې ویزو یا د بیا میشتېدو لپاره انتظار باسي، خو معلومه نه ده چې څومره یې په اسلاماباد او راولپنډۍ کې دي.
د افغان کډوالو د انتقال او شړلو مشري د پاکستان د کورنیو چارو وزارت کوي او د استخباراتي ادارو ای بي او ای اېس ای له خوا څارل کېږي.
پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې پرېکړه وکړه هغه افغانان وباسي چې اسلام اباد یې ناقانونه ګڼي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان یا ای او اېم د معلوماتو له مخې،د ۲۰۲۳ کال د سسپټمبر له ۱۵مې نه۸۰۵ زره او ۹۹۱تنه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د بشري حقونو فعالان او مدني ټولنې دا جبري بېرته ستنېدل غندي او د دې پرېکړې پر ضد یې د پاکستان سترې محکمې ته غوښتنلیک وړاندې کړی.
د جنورۍ پر۷مه د قاضي امینالدین خان په مشرۍ د پاکستان د سترې محکمې یوه اووه کسیز پلاوي دا دوسیه وڅیړله. فدرالي حکومت محکمې ته ډاډ ورکړ چې د پي او ار او اې سي سي کارتونو لرونکي افغان کډوال به نه نیول کېږي او نه به هم شړل کېږي، خو له تېرو څو میاشتو راهیسې، په ځانګړې توګه په وروستیو دوو میاشتو کې له اسلام اباد او راولپنډۍ نه د افغان کډوالو د بې توپیره اېستلو لړۍ خورا چټکه شوې ده.
د ای او اېم د تېرې میاشتې رپوټ وايي چې په دسمبر کې د اسلام اباد په بېلابېلو سیمو کې سلګونه افغان کډوال نیول شوي او بندیان شوي دي.
طالبانو د تېرې یکشنبې په ورځ د تحریک طالبان پاکستان اړوند لسګونه کورنۍ په پټه د خوست له ګلان کمپ، شاوخوا کلیو، اسماعیل خېلو ولسوالۍ او د پکتیکا له سرحدي سیمو نه د غزني د کډوالو کمپونو ته انتقال کړې.
د طالبانو حکومت به ددغو کډوالو د کورنۍ هر غړي ته ۴۰ ډالره میاشتنۍ معاش ور کوي.
دا انتقال له ټي ټي پي سره د طالبانو حکومت د یوې هوکړې له مخې ترسره شوی، چې اړوندې کورنۍ او د هغوی غړي به نه بایومټریک کیږي، انځورونه به یې نه اخستل کیږي او هرې کورنۍ ته به میاشتنی معاش او د انتقال او کور د وسایلو لګښتونه ور کول کیږي.
ټاکل شوې وه، چې دغو کمپونو ته له پڅې مېلې او لمن سیمو نه د حافظ ګل بهادر اړوند جنګیالیو کورنۍ هم ولېږدول شي، خو تر اوسه د قره باغ کمپ ته یوازې د ټي ټي پي اړوند د مسید او داوړ قبیلو اړوند کورنۍ ورغلې دي.
دغه انتقال د پاکستان د طالبانو غورځنګ د مشر مفتي نور ولي او د طالبانو د کډوالو، قومونو او قبایلو او کورنیو چارو وزارتونو تر منځ د یوې هوکړې له مخې ترسره شوی. د دې هوکړې له مخې، د کمپونو امنیت به ټي ټي پي پخپله تنظیموي او خپل ساتونکی ځواک به لري.
یوې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، « لکه څنګه چې د مجاهدینو په وخت کې د پېښور په شمشتو کمپ کې د حکمتیار حزب اسلامي او نورو افغان جهادي ډلو خپل امنیتي ځواکونه درلودل او خپل امنیت یې پخپله ساته، د غزني کمپونه به هم پخپله ټي ټي پي اداره کوي». سرچینې زیاته کړه، « دوی به د امنیت، جلب و جذب، انسجام، پوهنې، روغتیا او مهاجرینو لپاره خپل سیستم ولري، خپله ښاروالي به جوړوي او په کمپ کې فعالیت ته لېواله موسسې به یوازې د دوی له هوکړې وروسته کار کوي».
د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د حزب اسلامي اړوند شمشتو کمپ له دې امله مشهور و، چې د یوه اداري واحد ټول تشکیلات یې په ځان کې را غونډ کړي وو او د روژې او اختر په اړه یې هم د پاکستان له حکومت نه جلا خپلې پرېکړې کولې.
په کابل کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا انتقال به د قبایلي سیمو پر امنیت هیڅ اغېز ونه کړي، «دا کورنۍ د طالبانو د کورنیو چارو پر وزیر سراج الدین حقاني د فشار له امله انتقال شوې، دا یوه سنجول شوې هڅه او ځان ته د خټو پوزې اېښودل دي».
کارپوهان دغه انتقال په۲۰۱۴ کال کې له شمالي وزیرستان نه د حقاني شبکې انتقال ته ورته بولي، چې کورنۍ یې له وزیرستان نه، کورمې، پېښور او اسلام اباد ته ولېږدول شوې، خو مرکزونه یې لا هم په واڼه، میرانشاه، ټل، او ترې منګل کې فعال پاتې وو. په ورته ډول به د مفتي نور ولي او د ټي ټي پي د نورو مشرانو دفترونه، د وسلو زېرمې او پټنځایونه لا هم په پکتیکا، خوست او پکتیا کې فعال وي او یوازې کورنۍ به په سمبولیک ډول غزني ته لیږدول کیږي.
سرچینې وايي، دا پروسه تر دې دمه یوازې په کندهار، خوست او پکتیکا کې پیل شوې، خو په کونړ او ننګرهار کې لا نه ده عملي شوې. د امنیتي چارو شنونکي وايي، پاکستان ډېری له خوست او پکتیکا سره پر ډیورنډ کرښه د جنګیالیو له حضور نه ویره لري ځکه دلته دواړو خواوو ته قومي، قبیلوي او نور تړاوونه ژور دي، چې د جنګیالیو د ملاتړ لپاره یې یو مساعد چاپیریال رامنځته کړی دی. په پکتیکا کې یوه قبایلي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې مفتي نور ولي به د دغه انتقال له لارې پر کډوالو مالي کنټرول او نفوذ لا ټینګ کړي،« اوس باید هره کورنۍ ځان له ده سره ثبت کړي، چې دا به ده ته د مالي مرستو د تنظیم یوه اسانه لار برابره کړي».
د ځايي اوسېدونکو په وینا، طالبانو د خلکو پرمخ ځینې لارې هم تړلې دي او د جګړې احتمال لېدل کېږي.
تر اوسه طالبانو او پاکستان د پوستې پر سر روانو ناندریو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
په هلمند کې د طالبانو امنیتي سرچینې او ځايي اوسېدونکي تاییدوي چې تېره شپه هم د پاکستاني ځواکونو او د طالبانو ترمنځ ډزې شوې دي.
دوی زیاتوي چې نن سهار له کندهار او هلمند قول اردو څخه طالب ځواکونه بهرامچې ولسوالۍ ته رسېدلي دي.
له دې وړاندې د ننګرهار په ګوشتې او د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم د پوستو د جوړېدو پر سر د پاکستان او طالبانو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي.