• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تاجکستان له افغانستان څخه چین ته قاچاق کېدونکي ۱۲۱ کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیولي دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۲ GMT+۰

د اسیا پلس خبري ويبپاڼې د راپور له مخې دغه نشه‌يي توکي (میتامفیتامین) د دوشنبي – کلما پر لویه لاره هغه مهال نیول شوي، چې یوه لارۍ له ټکر سره مخ شوه. خبر زیاتوي چې له هغه وروسته د تاجکستان د نشه‌یي توکو په وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي دغې سیمې ته ورغلي وو.

په هغه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ د سلواغې ۱۵مه، د تاجکستان د نشه‌يي توکو د کنټرول ادارې لخوا خپور شو، د دې ادارې مشر ظفر صمد وویل چې د مخدره توکو بار په تیره میاشت کې نیول شوی.

په راپور کې راغلي چې د دغه قاچاق شوي بار یوه برخه د دوشنبې - کلما په لویه لاره (د چین پوله) کې د قیمتي ډبرو د پوډر مخلوط له یوې لارۍ څخه نیول شوې. چې دغې لارۍ له افغانستان څخه چین ته د قیمتي ډبرو پوډر لیږدول.

تاجکستاني چارواکي وايي، له نورو څېړنو وروسته پردغه لاره یوه بله لارۍ چې د تاجکستان ګورنو بدخشان خودمختاره سیمې په مرغاب، کې روانه وه، تر پلټونو وروسته په کې میتامفیتامین وموندل شول.

ښاغلي صمد د رسنیو پخواني راپورونه رد کړل چې نیول شوې اندازه ۸۰۰ کیلوګرامه وه، او روښانه یې کړه چې ۱۲۱ کیلوګرامه مخدره توکي دي.

د تاجکستان د مخدره توکو د کنټرول مشر دا هم وويل، چې په افغانستان کې د مصنوعي مخدره توکو تولید زیات شوی، چې په ۲۰۲۴ کال کې په تاجکستان کې د مخدره توکو په نیولو کې ۵۹سلنه زیاتوالی راغلی دی.

تیر کال په دغه هیواد کې ټولټال ۱۱۰ کیلوګرامه مصنوعي مخدره توکي ضبط شوي وو چې ۴۱ کیلوګرامه د ۲۰۲۳ کال په پرتله نور هم زیات شوي دي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

سراج حقاني د امنیت شورا له اجازې وروسته سعودي ته سفر کړی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۰۳ GMT+۰
سراج حقاني د امنیت شورا له اجازې وروسته سعودي ته سفر کړی
100%

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو دریو جګپوړو چارواکو ته د سفر بندیز استثناوې ورکړې، چې دوی ته اجازه ورکوي سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د مذهبي او دیپلوماتیکو موخو لپاره سفر وکړي.

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر۲۲مه، د امنیت شورا کمیټې د ۱۹۸۸ (۲۰۱۱) پرېکړه لیک له مخې، د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني لپاره د سفر بندیز استثنا تصویب کړې ده. د دې پرېکړې له مخې، حقاني ته اجازه ورکړل شوې چې د جنورۍ له ۲۳ څخه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر درېیمې پورې سعودي عربستان ته د عمرې ادا کولو لپاره سفر وکړي.

ددې اجازې او د طالبانو اړوندو سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړی پرون له عمرې بېرته کابل ته را ګرځېدلی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دوبۍ سفر په اړه ویل کیږي، چې نوموړي په دغه سفر کې له یوه پاکستاني پلاوي سره هم کتلي، خو طالبانو دا ډول خبر تر اوسه نه دی تایید کړی.

حقاني، چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی، د ملګرو ملتونو تر سفري بندیزونو، شتمنیو کنګلتیا او نورو بندیزونو لاندې دی.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۵کال د جنورۍ پر۱۰مه د امنیت شورا اړوندې کمیټې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي نور محمد ثاقب لپاره د سفر بندیز استثنا تصویب کړې، چې هغه وکولی شي د جنورۍ له ۱۳مې نه تر۱۶ مې پورې سعودي عربستان ته د حج مراسمو او یوه نندارتون کې د ګډون لپاره سفر وکړي.

ثاقب، چې د طالبانو مهم چارواکی دی، د ۱۹۸۸پرېکړه لیک له مخې تر بندیزونو لاندې دی.

همداراز امنیت شورا د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر۲۶مه د طالبانو بهرنیو چارو وزیرامیر خان متقي لپاره دسفر د بندیز استثنا تصویب کړې ده، چې هغه وکولی شي ابو ظبۍ، متحده عربي اماراتو ته سفرونه وکړي. هغه د دسمبر له ۲۸مې نه د جنورۍ تر ۷ مې پورې د سفر اجازه درلوده.

د هغه د سفر هدف د سیمې امنیت، ثبات او پخلاینې اړوند غونډو کې ګډون ښودل شوی دی.

د سراج الدین حقاني لپاره د امنیت شورا د سفري بندیزونو موده پرون پای ته رسېدلې ده.

ذبیح‌الله مجاهد: موږ په زندانونو کې هیڅ ډول سیاسي بندي نه لرو

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۱۷ GMT+۰
ذبیح‌الله مجاهد: موږ په زندانونو کې هیڅ ډول سیاسي بندي نه لرو
100%

د طالیانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې دا مهال د افغانستان په هیڅ یوه زندان کې سیاسي زنداني نه شته. هغه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په خپاره شوي غږیز کليپ کې ویلي، چې په زندانونو کې د ربړونې خبره بې بنسټه ده او دوی څوک نه دي شکنجه کړي.

هغه افغان کډوالو ته په اشارې سره ویلي، چې دوی په زندان کې ان وهل ټکول نه لري او دا بیا لرې خبره ده چې «موږ به دغه تښتېدلي کډوال نیسو او شکنجه کوو به یې چې بیا هغه ټرمپ ته زارۍ کوي چې ما مه شړه او ماته ډوډۍ راکړه.»
د ملي ټلویزیون له‌خوا پر اېکس پاڼه د نوموړي په خپور شوي غږیز کلېپ کې ویل شوي: «موږ پر افغانانو روا داره نه یو، چې په پردیو هېوادونو کې دې محتاجه وي او په پردیو هېوادونو کې دې ذلیله شي او پردیو هېوادونو کې ورته ووایي، چې موږ دې باسو او زموږ مشوره هم دا ده، چې دوی دې بېرته خپل هېواد ته راوګرځي.»

خو طالبانو تل داسې ادعاوې کړې او بیا په عمل کې په ټولو زندانونو کې د شکنجو خبرونه ان د ملګرو ملتونو په راپورونو کې برسیره شوي دي.
هغه کډوالو افغانانو ته په کنایې سره ویلي، په هېواد دننه عمومي عفو د همدې لپاره اعلان شوې چې څوک له افغانستانه ونه وځي او د پردیو هېوادونو په دروازو کې پرېنوځي چې «موږ ته ډوډۍ راکړه او بیا دې د چا پر اوږو بار نه وي».
هغه وایي: «نور دې څوک زما له وېرې او زما د ټوپک له وېرې نه تښتي.»

پر طالبانو نیوکې دي چې دوی د پخواني حکومت کارکوونکي نیسي، بندیانوي یې او له زندانونو یې یوازې مړي را ایستل کیږي.
مجاهد وایي، که څوک سیاسي اختلاف هم لري هغوی یوازې غوښتل کېږي او سپارښتنه ورته کېږي؛ خو بر عکس په وروستیو کې د طالبانو مشر د دغې ډلې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د نیونې امر کړی و.
هغه یو ځل بیا په ټولو افغانانو غږ کړی، چې خپل هېواد ته دې راستانه شي.

مجاهد دا خبرې داسې مهال کړې، چې دا مهال د طالبانو بهرنیو چارو مرستیال عباس ستانکزی د هبت الله د نیولو له وېرې دوبۍ ته تښتېدلی.

سوداګریز کړکېچونه؛ بېجینګ هم د امریکا پر وارداتو له ۱۰ تر ۱۵ سلنې نوې تعرفې ولګولې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۱۵ GMT+۰
سوداګریز کړکېچونه؛ بېجینګ هم د امریکا پر وارداتو له ۱۰ تر ۱۵ سلنې نوې تعرفې ولګولې
100%

د روانو سوداګریزو کړکېچونو د پام وړ زیاتوالي په ترڅ کې، چین د دوشنبې په ورځ ویلي، چې له متحده ایالاتو څخه پر واردو شویو توکو یې له ۱۰ تر ۱۵ سلنې پورې نوي تعرفې لګولې دي. چین دغه ګام د ډونالډ ټرمپ له‌خوا پر چین د وروستیو لګول شويو تعرفو په غبرګون کې اخیستی.

چین دغه غچ اخیستونکی اقدام د امریکا د نوي حکومت د وروستۍ پریکړې په ځواب کې ترسره کړی، چې په چینایي محصولاتو یې نوې تعرفې لګولې، چې د دواړو اقتصادي قدرتونو ترمنځ یې اقتصادي تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د پاکستان جیو نیوز د چین د سوداګرۍ وزارت له قوله ویلي، چې دغه تعرفې به د امریکا د صادراتو بیلابېل ډولونه په نښه کړي، چې په دې کې کرنیز محصولات، الکترونیکي توکي او ماشینونه شامل دي.

د چین سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي: «موږ به خپلې ملي ګټې خوندي کړو او غیر عادلانه اقداماتو ته به په کلکه ځواب ووایو.»

د اقتصادي چارو شنونکي خبرداری ورکوي چې، د تعرفو دا وروستۍ لړۍ کولای شي چې د امریکا او چین، سوداګریزې اړیکې نورې هم ترینګلې کړي، هغه اړیکې چې لا دمخه د کلونو اقتصادي کړکیچونو له امله ننګول شوې دي.

امریکایي بزګران او تولیدونکي په ځانګړي ډول د دوی په صنعت د اغیزو په اړه اندیښمن دي، او وايي چې چین په تاریخي ډول د متحده ایالاتو د صادراتو لپاره یو لوی بازار دی.

کارپوهان له دواړو هېوادونو څخه غواړي چې یو پر بل د نورو اقتصادي بندیزونو او تعرفو له لوړولو څخه د مخنیوي لپاره د خبرو اترو میز ته ستانه شي.

حلیم فدایي: طالبان غواړي په لافو او دروغو سره د ولس او نړۍ په سترګو کې خاورې واچوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۰۵ GMT+۰
حلیم فدایي: طالبان غواړي په لافو او دروغو سره د ولس او نړۍ په سترګو کې خاورې واچوي
100%

د تېر جمهوري نظام د خوست او پکتیا پخواني والي حلیم فدایي نن سې شنبه د (سلواغې ۱۶مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د طالبانو ویاندویان هڅه کوي چې د دروغو په خبرو او لافو د افغان ولس او نړۍوالو په سترګو کې خاوري واچوي او خپلې کړنې پټې کړي.

هغه زیاتوي: «کله چې حیا له منځه ولاړه شي، د انسان زړه چې هر څه وغواړي وايي او کوي یې. د کندهاري طالبانو ویاند نن د تېر په څېر د دروغو بوجۍ خلاصه کړې او هڅه کوي د ولس او نړۍ په سترګو کې خاورې واچوي.»

ښاغلی فدایي، د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې ورځې د ایکس سپېس بحث ته په اشارې سره لیکي چې، تر نیمايي نفوس ډېرې مېرمنې او نجونې یې له خپلو «اساسي بشري حقونو بې‌ برخې کړې، په سیاسي واک کې پرته له ملا بل هېچا ته ځای نه شته. سیاسي واک یوازې د مشرتابه په کچه محدود دی خو ویاند په بحثونو په دروغو لګیا دی چې هر څه سم روان دي.»

حلیم فدایي، افغانستان کې د طالبانو د تش په نامه امنیت ته په اشارې سره لیکي چې، د «امنیت په نامه ویره دومره ژوره ده چې امیر مو له همدې وېرې پټ ژوند کوي او یوازې له فرضي انځور پرته بله هیڅ ښکاره بڼه نه لري.»

نوموړي زیاته کړې چې، د طالبانو د سقوط او ناامنۍ تر ټولو روښانه نښه د دوی د مشر همدا پټوالی دی. چې د ده په خبره په افغانستان کې د«بهرنیو استخباراتو حضور اوس د جمهوري نظام له وخته ډېر خطرناک دی، او د افغانستان فضايي حریم په بشپړه توګه د پردیو تر کنټرول لاندې دی. دا ډله د امریکا لپاره د بلیک واټر یو افغانې ورژن دی.»

د تیر جمهوري نظام د خوست او پکتیا والي په خپله لیکنه کې، د طالبانو خپلمنځي اختلاف ته هم اشاره کړې او کاږي چې، د «مکتبي طالبانو او د مدرسې د طالبانو تر منځ اختلافات ښکاره دي. همدارنګه د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې تر منځ شخړې دومره ژورې شوې چې د دغې ډلې د یوه مهم وزیر په مرګ تمامه شوه.»

هغه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه خبرې په ځواب کې «تښتېدلي سیاسیون دې د پاکستان په پښو کې ځان نه اچوي» وایي چې، د طالبانو مطلق اکثریت هره جمعه او رخصیتو کې پاکستان ته ځې او د نجونو د تعليم په ګډون پرېکړې په اسلام اباد کې کېږې. د«دوحې د مذاکراتو جریان کې دوی له جي ایج کیو څخه هدایات اخېستل او تر ټولو مهمه دا چې دا ډله پاکستان جوړه کړې ده.»

‏حلیم فدایي دا هم کښلي چې، که «زما خبرې نه منئ، له دفترونو د باندې د خلکو د ژوند ناخوالې وګورئ. ستاسو سقوط حتمي دی، خو له تاسو وروسته به د ټولو ناوړو پېښو مسوولیت هم ستاسو پر غاړه دی.»

طالبان: د هرات په دوو ولسوالیو کې څه باندې ۳۵ زره جریبه ځمکه له غاصبانو راګرځول شوې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۰۶ GMT+۰
طالبان: د هرات په دوو ولسوالیو کې څه باندې ۳۵ زره جریبه ځمکه له غاصبانو راګرځول شوې
100%

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې دغې ډلې د افغانستان هرات ولایت په کرخ او رباط سنګي ولسوالیو کې ۳۵ زره او ۷۹۱ جریبه دولتي ځمکه د غاصبانو له منګلو راګرځولې ده. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې راګرځول شوې ځمکې یې اړوندو ادارو ته سپارلې دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت تیره ورځ دوشنبه د (سلواغلې ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې یې ۲۹ زره او ۷۰۷ جریبه دولتي ځمکه له غاصبانو راګرځولې او د دې تر څنګ یې د یاد ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې شپږ زره او ۸۴ جریبه ځمکه له غاصبانو ګرځولې ده.

د طالبانو عدلیې وزارت په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوي د هرات په دوو ولسوالیو کې دغه ځمکه له ګرځولو وروسته اړوندو ادارو ته سپارلې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یاده ډله وخت نا وخته د غصب شویو ځمکو د راګرځولو خبره کوي.

طالبانو تر اوسه پورې دا نه دي ويلي، چې هرات کې دغه ځمکه د چا له‌خوا او کله غصب شوي، خو د یاد وزارت چارواکو مخکې ویلي و، چې هر غاصب چې وزارت غوښتل کېږي د غصب تورونه ردوي.

د طالبانو د عدلیې وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په ټول افغانستان کې له غاصبانو د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو بهیر په چټکۍ سره روان دی.

طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو ته د ځمکو د غصب ځانګړي پلاوي استولي‌ چې په ډېرو سیمو کې یې دښتې دولتي ځمکې ګڼلې دي.

دغې ډلې په دې وروستیو کې په کابل کې هم د ځمکو د غصب پر ضد پراخ کمپاینونه کړي چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې ان کورونه له دې امله نړولي چې ګوندې د ښاري پلان اړوند سړکونه په کې غصب شوي وو.