• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حلیم فدایي: طالبان غواړي په لافو او دروغو سره د ولس او نړۍ په سترګو کې خاورې واچوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۰۵ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د خوست او پکتیا پخواني والي حلیم فدایي نن سې شنبه د (سلواغې ۱۶مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د طالبانو ویاندویان هڅه کوي چې د دروغو په خبرو او لافو د افغان ولس او نړۍوالو په سترګو کې خاوري واچوي او خپلې کړنې پټې کړي.

هغه زیاتوي: «کله چې حیا له منځه ولاړه شي، د انسان زړه چې هر څه وغواړي وايي او کوي یې. د کندهاري طالبانو ویاند نن د تېر په څېر د دروغو بوجۍ خلاصه کړې او هڅه کوي د ولس او نړۍ په سترګو کې خاورې واچوي.»

ښاغلی فدایي، د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې ورځې د ایکس سپېس بحث ته په اشارې سره لیکي چې، تر نیمايي نفوس ډېرې مېرمنې او نجونې یې له خپلو «اساسي بشري حقونو بې‌ برخې کړې، په سیاسي واک کې پرته له ملا بل هېچا ته ځای نه شته. سیاسي واک یوازې د مشرتابه په کچه محدود دی خو ویاند په بحثونو په دروغو لګیا دی چې هر څه سم روان دي.»

حلیم فدایي، افغانستان کې د طالبانو د تش په نامه امنیت ته په اشارې سره لیکي چې، د «امنیت په نامه ویره دومره ژوره ده چې امیر مو له همدې وېرې پټ ژوند کوي او یوازې له فرضي انځور پرته بله هیڅ ښکاره بڼه نه لري.»

نوموړي زیاته کړې چې، د طالبانو د سقوط او ناامنۍ تر ټولو روښانه نښه د دوی د مشر همدا پټوالی دی. چې د ده په خبره په افغانستان کې د«بهرنیو استخباراتو حضور اوس د جمهوري نظام له وخته ډېر خطرناک دی، او د افغانستان فضايي حریم په بشپړه توګه د پردیو تر کنټرول لاندې دی. دا ډله د امریکا لپاره د بلیک واټر یو افغانې ورژن دی.»

د تیر جمهوري نظام د خوست او پکتیا والي په خپله لیکنه کې، د طالبانو خپلمنځي اختلاف ته هم اشاره کړې او کاږي چې، د «مکتبي طالبانو او د مدرسې د طالبانو تر منځ اختلافات ښکاره دي. همدارنګه د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې تر منځ شخړې دومره ژورې شوې چې د دغې ډلې د یوه مهم وزیر په مرګ تمامه شوه.»

هغه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه خبرې په ځواب کې «تښتېدلي سیاسیون دې د پاکستان په پښو کې ځان نه اچوي» وایي چې، د طالبانو مطلق اکثریت هره جمعه او رخصیتو کې پاکستان ته ځې او د نجونو د تعليم په ګډون پرېکړې په اسلام اباد کې کېږې. د«دوحې د مذاکراتو جریان کې دوی له جي ایج کیو څخه هدایات اخېستل او تر ټولو مهمه دا چې دا ډله پاکستان جوړه کړې ده.»

‏حلیم فدایي دا هم کښلي چې، که «زما خبرې نه منئ، له دفترونو د باندې د خلکو د ژوند ناخوالې وګورئ. ستاسو سقوط حتمي دی، خو له تاسو وروسته به د ټولو ناوړو پېښو مسوولیت هم ستاسو پر غاړه دی.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د هرات په دوو ولسوالیو کې څه باندې ۳۵ زره جریبه ځمکه له غاصبانو راګرځول شوې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۰۶ GMT+۰

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې دغې ډلې د افغانستان هرات ولایت په کرخ او رباط سنګي ولسوالیو کې ۳۵ زره او ۷۹۱ جریبه دولتي ځمکه د غاصبانو له منګلو راګرځولې ده. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې راګرځول شوې ځمکې یې اړوندو ادارو ته سپارلې دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت تیره ورځ دوشنبه د (سلواغلې ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې یې ۲۹ زره او ۷۰۷ جریبه دولتي ځمکه له غاصبانو راګرځولې او د دې تر څنګ یې د یاد ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې شپږ زره او ۸۴ جریبه ځمکه له غاصبانو ګرځولې ده.

د طالبانو عدلیې وزارت په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوي د هرات په دوو ولسوالیو کې دغه ځمکه له ګرځولو وروسته اړوندو ادارو ته سپارلې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یاده ډله وخت نا وخته د غصب شویو ځمکو د راګرځولو خبره کوي.

طالبانو تر اوسه پورې دا نه دي ويلي، چې هرات کې دغه ځمکه د چا له‌خوا او کله غصب شوي، خو د یاد وزارت چارواکو مخکې ویلي و، چې هر غاصب چې وزارت غوښتل کېږي د غصب تورونه ردوي.

د طالبانو د عدلیې وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په ټول افغانستان کې له غاصبانو د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو بهیر په چټکۍ سره روان دی.

طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو ته د ځمکو د غصب ځانګړي پلاوي استولي‌ چې په ډېرو سیمو کې یې دښتې دولتي ځمکې ګڼلې دي.

دغې ډلې په دې وروستیو کې په کابل کې هم د ځمکو د غصب پر ضد پراخ کمپاینونه کړي چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې ان کورونه له دې امله نړولي چې ګوندې د ښاري پلان اړوند سړکونه په کې غصب شوي وو.

مولانا فضل الرحمان: موږ له افغانستان سره د اړیکو د خرابولو په لور روان یو

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۱۸ GMT+۰

د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان له پاکستاني خبریالانو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو اړیکو په اړه وویل: «موږ له افغانستان سره د اړیکو د خرابولو په لور روان یو.» هغه وايي، دغه اړیکې ورځ تر بلې ترینګلې کیږي.

مولانا له خبريالانو سره په جوړې شوې ناسته کې د وینا پرمهال ویلي، دوی په پاکستان کې ژوند کوي او هلته رسنۍ هماغه خبرونه خپروي کوم چې دوی ته ورکول کېږي.
د هغه په وینا، داسې خبرونه لاس په لاس کېږي چې افغانان پاکستان ته راځي او د دوی پر ضد فعالیت کوي؛ خو ایا دوی د طالبانو په اجازې له افغانستانه راځي؟
هغه پر دغو ادعاوو په نیوکې سره وایي: «دا هغه تخمونه دي، چې موږ خپله کرلي دي.»
د هغه په وینا، په افغانستان کې څوارلس کاله جهاد وشو چې د جنرال ضیاالحق له وخته پیل شو او روان و «خو ایا څوارلس کاله زموږ مجاهدین د جهاد لپاره هلته ورنه رغلل؟»
هغه وړاندې وایي: «ایا زموږ جنرالانو زموږ خپل مذهبي ځوانان نه روزل ایا دوی یې په افغانستان کې د جهاد سره د یو ځای کېدو لپاره نه هڅول؟ او بیا کله چې حالات بدل شول او د سپتمبر یوولسمې پېښه وشوه، ایا موږ د جنرال مشرف په وخت کې امریکایانو ته په پاکستان کې اډې ورنه کړې؟»

مولانا فضل الرحمان وړاندې وویل: «ایا دوی زموږ له اډو څخه د فضا له لارې پر افغانستان بمباري نه ده کړې؟ ایا ملا عمر کله هم ویلي دي، چې ولې ستاسو له خاورې پر موږ برید کېږي؟»

هغه د پاکستان حکومت د هغې ادعا په ځواب کې چې وایي د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي وویل، ایا کرزي او اشرف غني کله هم ویلي و چې ولې د پاکستان خاوره زموږ پر ضد کارول کېږي؟ دوی به دغه ستونزه خپله هواروله؛ خو نن ورځ ټول فشار په دیني مدرسو راځي.

مولانا فضل الرحمان داسې مهال د پاکستان او طالبانو د اړیکو د ترینګلتیا خبره کوي، چې پر طالبانو او پاکستاني حکومت نیوکې دي، چې دوی د نا امنۍ په نوم هر څه په ګډ پلان سره مخته بیایي او په رسنیو یو پر بل د دښمنۍ تورونه پورې کوي.

ایران کې د طالبانو استازي د دغه هیواد له چارواکو سره د افغان کډوالو پر حالت خبرې کړې دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۱۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ویلي، چې په تهران کې د دغې ډلې استازي د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د مرکز له مشر سره لیدلي او هلته یې د مېشتو افغان کډوالو په وروستي وضعیت خبرې ورسره کړې دي.

په راپور کې راغلي، چې په تهران کې د طالبانو د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني د (سلواغی ۱۵مه) د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو د مرکز له مشر ښاغلي نادریار احمدي سره ولیدل.

راپور زیاتوي، چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغان کډوالو په اړه د ستونزو او د هغوی د حل لارو په اړه بحث وکړ.

په ایران کې د افغان کډوالو د حقونو فعال، ایمل صافي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د تیر لمریز کال په لومړیو څو میاشتو کې د ایران حکومت ځینو افغان کډوالو ته تر یوې سرشمېرنې وروسته د اوسېدو یو اجازه لیک ورکړی، خو وروسته په زرګونو نور افغانان ایران ته ورغلي چې اوس د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

ښاغلی صافی زیاتوي، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د نورو ډېرو هيوادونو په څېر په تهران کې هم د طالبانو تر واک لاندې د افغان سفارت د تذکرو او پاسپورتونو د وېش او نورې اړوندې قونسلي چارې له خنډ سره مخ شوې او په ایران کې ډیر افغان کډوال یا وزګار او یا هم د کار اجازه نه لري چې له دې امله له سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ ویلي، چې لږ تر لږه شپږ میلیونه کډوال چې شاوخوا دوه میلیونه یې ناقانونه دي، په ایران کې ژوند کوي.

هغه وويل چې سږ کال له ايران څخه ۱.۱ ميليون ناقانونه کډوال ایستل شوي دي.

لغمان کې راستنو شویو کډوالو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته ۲۱۱ کورونه جوړ شوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۰

په لغمان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یونیسیار) له‌خوا له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو او داخلي بې ځایه شویو بې وزلو کورنیو ته ۲۱۱ کورونه جوړ شوي. په دې وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

په لغمان کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست یو چارواکی وایي، چې دغه سرپناوې د څلورو میاشتو په موده کې د لغمان ولایت په بیلابیلو سیمو کې جوړې شوې، چې په هر کور ۴۳۰۰ امریکایي ډالر لکښت راغلی.

دغه چارواکی وايي، چې یاد لکښت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ له لوري ورکړل شوی دی.

له پاکستان څخه راستون شوی افغان کډوال سپین غر چې تازه لغمان ولایت ته تللی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «پردی کټ تر نیمو شپو وي، شل کاله په پاکستان کې کډوال وم، هېواد ته راستون شوم خو کور مې په جګړو کې ویجاړ شوی وو، خوشحاله یم چې بیا په خپل هېواد کې د یوه وړوکي کور څښتن شوم.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دا مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي چې تېره ورځ پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د لومړي وزیر له قوله خبر ورکړی وو چې ډیر ژر به په ډله ییزه توګه د افغان ګډوالو د شړلو بهیر پیل کړي.

بل خوا په ایران هم له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د حکومت په چلند کې بدلون راغلی چې ډیری افغان کډوال یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

سور صلیب: د امنیتي ګواښونو له امله له کوره د دغې ادارې د کارکوونکو د کار کولو خبر ناسم دی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۳۸ GMT+۰

په افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې هغه خبرونه ناسم بللي، چې ګنې د دغې ادارې کارکوونکي د امنیتي ګواښونو له امله له کوره کار کوي. دغې کمیټې پر اېکس پاڼه د کومې رسنۍ د نوم له اخیستو پرته ویلي، چې په کور کې د کارکوونکو د پاتې کېدو خبره ناسمه ده.

په کابل کې تېره ورځ دوشنبه د یوناما په دفتر کې د ډزو له خبرونو خپرېدو وروسته یو شمېر رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل چې د امنیتي ګواښونو له امله د سره صلیب کارکوونکي له دې وروسته له کوره کار کوي.

سور صلیب د رسنیو دا ډول خبرونه بې بنسټه وبلل.

خو تر دې وړاندې په کابل کې د فرانسوي روغتون مشر ارېک چېسون له یواې فرانسوۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و، چې د سره صلیب نړۍواله کمیټه غواړي په تدریجي ډول له افغانستانه ووځي.
خو د سره صلیب نړۍواله کمیټه بیا وایي، چې د دوی کارکوونکي په کابل او ټول افغانستان کې پرته له کوم خنډه کار کوي.
دغې کمیټې ټینګار کړی، چې د دوی ټول بشري پروګرامونه په عادي ډول فعال دي.
د دغې لیکنې په وروستۍ برخه کې راغلي: «موږ ژمن یو، چې په ټول افغانستان کې اړمنو ټولنو ته بشري مرستې ورسوو.»
له بل پلوه د امریکا د بشري مرستو ځنډېدو هم ګڼې ادارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
په افغانستان کې ګڼې مرستندویه ټولنې او موسسې د امریکا په مرستو چلېدې، چې دمګړۍ په افغانستان کې شاوخوا د ۵۰ مرستندویه بنسټونو فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.