• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لغمان کې راستنو شویو کډوالو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته ۲۱۱ کورونه جوړ شوي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۰

په لغمان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یونیسیار) له‌خوا له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو او داخلي بې ځایه شویو بې وزلو کورنیو ته ۲۱۱ کورونه جوړ شوي. په دې وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

په لغمان کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست یو چارواکی وایي، چې دغه سرپناوې د څلورو میاشتو په موده کې د لغمان ولایت په بیلابیلو سیمو کې جوړې شوې، چې په هر کور ۴۳۰۰ امریکایي ډالر لکښت راغلی.

دغه چارواکی وايي، چې یاد لکښت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ له لوري ورکړل شوی دی.

له پاکستان څخه راستون شوی افغان کډوال سپین غر چې تازه لغمان ولایت ته تللی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «پردی کټ تر نیمو شپو وي، شل کاله په پاکستان کې کډوال وم، هېواد ته راستون شوم خو کور مې په جګړو کې ویجاړ شوی وو، خوشحاله یم چې بیا په خپل هېواد کې د یوه وړوکي کور څښتن شوم.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دا مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي چې تېره ورځ پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د لومړي وزیر له قوله خبر ورکړی وو چې ډیر ژر به په ډله ییزه توګه د افغان ګډوالو د شړلو بهیر پیل کړي.

بل خوا په ایران هم له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د حکومت په چلند کې بدلون راغلی چې ډیری افغان کډوال یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سور صلیب: د امنیتي ګواښونو له امله له کوره د دغې ادارې د کارکوونکو د کار کولو خبر ناسم دی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۳۸ GMT+۰

په افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې هغه خبرونه ناسم بللي، چې ګنې د دغې ادارې کارکوونکي د امنیتي ګواښونو له امله له کوره کار کوي. دغې کمیټې پر اېکس پاڼه د کومې رسنۍ د نوم له اخیستو پرته ویلي، چې په کور کې د کارکوونکو د پاتې کېدو خبره ناسمه ده.

په کابل کې تېره ورځ دوشنبه د یوناما په دفتر کې د ډزو له خبرونو خپرېدو وروسته یو شمېر رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل چې د امنیتي ګواښونو له امله د سره صلیب کارکوونکي له دې وروسته له کوره کار کوي.

سور صلیب د رسنیو دا ډول خبرونه بې بنسټه وبلل.

خو تر دې وړاندې په کابل کې د فرانسوي روغتون مشر ارېک چېسون له یواې فرانسوۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و، چې د سره صلیب نړۍواله کمیټه غواړي په تدریجي ډول له افغانستانه ووځي.
خو د سره صلیب نړۍواله کمیټه بیا وایي، چې د دوی کارکوونکي په کابل او ټول افغانستان کې پرته له کوم خنډه کار کوي.
دغې کمیټې ټینګار کړی، چې د دوی ټول بشري پروګرامونه په عادي ډول فعال دي.
د دغې لیکنې په وروستۍ برخه کې راغلي: «موږ ژمن یو، چې په ټول افغانستان کې اړمنو ټولنو ته بشري مرستې ورسوو.»
له بل پلوه د امریکا د بشري مرستو ځنډېدو هم ګڼې ادارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
په افغانستان کې ګڼې مرستندویه ټولنې او موسسې د امریکا په مرستو چلېدې، چې دمګړۍ په افغانستان کې شاوخوا د ۵۰ مرستندویه بنسټونو فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.

سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو کان د نړېدو له امله دوه کان کیندونکي مړه شوي دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۰۸ GMT+۰

د راپورونو له مخې تېره ورځ دوشنبه (سلواغې ۱۵مه) د سمنګان په دره صوف ولسوالۍ، د شیخه کلي په شاقل سیمه کې د ډبرو سکرو د یوه کان نړېدو په پېښه کې دوه کان کیندونکي مړه او یو بل ټپي شوی دی. سمنګان ولایت د ډبرو سکرو د ډیرو کانونو په لرلو مشهور دی.

په سمنګان کې د طالبانو د امنیتي قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني، د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ويلي، چې، دوه کان کیندونکي چې په کار بوخت وو مړه او یو بل کان کیندونکی ټپي شوی.

رحماني، د یادې پېښې پخلی کړی خو د مړو شویو کان کیندونکو د هویت په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال په بدخشان کې د سرو زور یو کان د نړېدو په پېښه کې ۳۰ کان کیندونکي مړه شوي وو.

له دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ډبرو سکرو کانونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې، لامل یې بې احتیاطي او د کان کیندونکو لپاره د لازمو اسانتیاوو نه شتون ښودل شوی دی.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د افغانستان کانونه په نامسلکي ډول کیندل کیږي او ډیری مهال په کې د نړېدو پېښې هم رامنځته کیږي چې د مرګ ژوبلې لال ګرځي.

پاکستان له لوېدیځو هیوادونو وغوښتل چې د افغانانو د پناه غوښتنې بهیر ګړندی کړي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۱۸ GMT+۰

پاکستان یو ځل بیا د امریکا په ګډون پر لوېدیځو هېوادونو غږ کړی چې د افغان پناه غوښتوونکو د کډوالۍ قضیو د بهیر چارې ګړندۍ کړي. د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې که دغه کډوال نور وځنډول شي نو دوی به یې له دغه هیواده وباسي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا تېره میاشت د کډوالو د پروګرامونو له ځنډولو راهیسې شاوخوا ۲۰ زره افغانان په پاکستان کې بې برخلیکه حالت کې پاتې دي.

دغو کډوالو پخوا په افغانستان کې د امریکا د حکومت لپاره کار کړی او د استوګنې وړ ګڼل شوي دي.

د ټرمپ ادارې ویلي چې د جنوري له ۲۷مې راهیسې یې د امریکا د کډوالو پروګرام یې لږ تر لږه د درېیو میاشتو لپاره ځنډولی دی.

دغې پریکړې پاکستاني چارواکي په غوسه کړي دي چې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو په ایستلو ټینګار کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د دوو امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تېره اوونۍ پریکړه وکړه چې که چیرې د دوی قضیې په چټکۍ سره حل نه شي نو کډوال به افغانستان ته راستانه کړي.

چارواکو دا هم وویل چې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د مارچ ۳۱مه وروستۍ نیټه ټاکل شوې ده.

د پاکستان حکومت مخکې له لوېدیځو هېوادونو څخه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د بیا میشتیدنې بهیرګړندی کړي. خو د امریکا حکومت ویلي چې د افغان کډوالو د قضیو په اړه به له نورو امنیتي ارزونو وروسته پریکړه وکړي.

طالبانو "د پاکستان د استخباراتو له استازو سره د جهادي مشرانو پر ناسته" نیوکه کړې ده

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۴۳ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې د «استخباراتي معلوماتو» پر اساس په ترکیه کې پخوانیو جهادي مشرانو د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) له استازو سره لیدلي دي.

هغه وویل، چې پخواني سیاستوال د پاکستان په مرسته بیا واک ته نه شي راتلای.

د طالبانو یوه ویاند د دوشنبې په ورځ د سپېس اېکس په یوه پروګرام کې وویل: «که دا معلومات ریښتیا وي، نو دا په دې معنا ده، چې دغو اشخاصو خپل هوش له لاسه ورکړی دی، ځکه چې حتی یو ماشوم به هم داسې کار ونه کړي.»

مجاهد پاکستان ته په اشارې سره ویلي، چې ځیني هېوادونه او استخباراتي سازمانونه د افغانستان په اړه ناوړه نیتونه لري.

هغه دغه راز وويل، هغه مشران چې خپل ژوند يې په سياست کې تېر کړى، په داسې غونډه کې څنګه ګډون کوي؟

مجاهد زیاته کړه: «دغو مشرانو موږ د پنجاب په انحصار تورن کړو او شل کاله یې زموږ پر ضد جګړه وکړه. دوی زموږ خبره ونه منله او موږ یې پاکستانیان وبللو. اوس دوی پخپله د ای اېس ای لاس ته ورغلي دي ترڅو بېرته راشي."

مجاهد زیاته کړه، چې د طالبانو ځواکونه د ملیشو او د پخواني جمهوریت د ځواکونو په څېر نه دي، چې وتښتي.

هغه جهادي مشرانو ته په خندا وویل: «اوس تاسو د ای اېس ای په مرسته راځی او رژیم ړنګوی، بدلون راولی او ټاکنې ترسره کوی؟

مجاهد زیاته کړه، چې "دا ډول هیله یو خوب دی."

نوموړي څرګنده کړه، چې دغه کسان د لوېديځ د استخباراتو په ملاتړ هم بريالي نه شول، اوس فکر کوي چې د داعش په ملاتړ بېرته راګرځي.

د طالبانو ویاند دا ډول غونډې د شرم وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې سیاسي مشران ښه پوهېږي چې ای اس ای پخوا له دوی سره څه کړي او اوس به څه کوي.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنېشنل ته ویلي وو، چې د مجاهدینو پخواني مشران په ترکیه کې د داعش له استازو سره لیده کاته کوي، خو د افغانستان ژغورنې د مقاومت شورا دغه راپورونه رد کړل.

د افغانستان د نجات فورم یوه جګپوړي غړي عمر داوودزي هم د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې وروستیو ورځو کې دا ډول غونډه نه ده شوې، خو ده ومنله چې پاکستان له طالبانو سره د معاملې لپاره د جهادي مشرانو د یووالي په لټه کې دی، ځکه د طالبانو پر وړاندې بل بدیل نه ویني.

داوودزي تایید کړه، چې پاکستان د طالبانو له ټولو مخالفو مشرانو سره په تماس کې دی.

داسې ښکاري، چې پاکستان د افغان طالبانو سره د پاکستاني اورپکو د ملاتړ په اړه د مخ په زیاتېدونکي شخړې وروسته له جلا وطنه افغان جهادي سیاستوالو سره اړیکه نیولې ده.

د ملګرو ملتونو ویاند په کابل کې د دغه سازمان پر دفتر د برید د انګېزې په اړه بې خبري وښوده

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۲۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې په کابل کې د دغه سازمان پر دفتر د برید په اړه توضیحات ورکړل.

نوموړی وايي، په کابل کې د ملګرو ملتونو د عملیاتو پر مرکز ډزې شوې دي.

د افغانستان انټرنشنل د یوې پوښتنې په ځواب کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د دغه برید د انګېزې په اړه بې خبري وښوده او ویې ویل: «د دغه برید د انګېزې معلومول ګران کار دی.»

خو نوموړي تایید کړه، چې د ملګرو ملتونو د څارنې پوسته چې په کابل کې د دوی د عملیاتو مرکز ګڼل کېږي، پرې ډزې شوې دي.

دوجاریک زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د امنیتي ځواکونو له خوا هېڅ ډزې نه دي شوي.

هغه همداراز وویل، چې په کابل کې د دې موسسې دفتر بېرته پرانيستل شوى او د نورو جزياتو د ترلاسه کولو لپاره پلټنې روانې دي.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دا پېښه د دوشنبې په شپه رامنځته شوې ده.

د دې پېښې په ترڅ کې د طالبانو یوه غړي د یوناما پر یوه بهرني کارکوونکي ډزې وکړې او هغه یې ټپي کړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې پېښې وروسته د يوناما د دفتر د دروازې تر شا د همدې طالب غړي جسد وموندل شو، چې ښايي د نورو طالبانو له خوا په ډزو کې وژل شوى وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه پېښه تاییدوي او وايي: "د ملګرو ملتونو د ماموریت په انګړ کې د ډزو په پایله کې د طالبانو یو غړی وژل شوی او د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی سخت ټپي شوی دی."

درېيو باوري سرچينو ويلي، چې ټپي شوى کارکوونکى د نيپال هېواد وګړی دی او د يوناما د دفتر په امنيتي څانګه کې يې د قراردادي کارکوونکي په توګه کار کاوه.

یوناما هم په یوې خبرپاڼه کې تایید کړې، چې په دې پېښه کې د طالبانو ساتونکو لاس درلود او په اړه یې پلټنې روانې دي.

دغه سازمان اعلان کړى، چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او يو بل ټپي دى، خو د قربانيانو د هويت په اړه يې جزيات نه دي ورکړي.