• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان له لوېدیځو هیوادونو وغوښتل چې د افغانانو د پناه غوښتنې بهیر ګړندی کړي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۱۸ GMT+۰

پاکستان یو ځل بیا د امریکا په ګډون پر لوېدیځو هېوادونو غږ کړی چې د افغان پناه غوښتوونکو د کډوالۍ قضیو د بهیر چارې ګړندۍ کړي. د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې که دغه کډوال نور وځنډول شي نو دوی به یې له دغه هیواده وباسي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا تېره میاشت د کډوالو د پروګرامونو له ځنډولو راهیسې شاوخوا ۲۰ زره افغانان په پاکستان کې بې برخلیکه حالت کې پاتې دي.

دغو کډوالو پخوا په افغانستان کې د امریکا د حکومت لپاره کار کړی او د استوګنې وړ ګڼل شوي دي.

د ټرمپ ادارې ویلي چې د جنوري له ۲۷مې راهیسې یې د امریکا د کډوالو پروګرام یې لږ تر لږه د درېیو میاشتو لپاره ځنډولی دی.

دغې پریکړې پاکستاني چارواکي په غوسه کړي دي چې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو په ایستلو ټینګار کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د دوو امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تېره اوونۍ پریکړه وکړه چې که چیرې د دوی قضیې په چټکۍ سره حل نه شي نو کډوال به افغانستان ته راستانه کړي.

چارواکو دا هم وویل چې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د مارچ ۳۱مه وروستۍ نیټه ټاکل شوې ده.

د پاکستان حکومت مخکې له لوېدیځو هېوادونو څخه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د بیا میشتیدنې بهیرګړندی کړي. خو د امریکا حکومت ویلي چې د افغان کډوالو د قضیو په اړه به له نورو امنیتي ارزونو وروسته پریکړه وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو "د پاکستان د استخباراتو له استازو سره د جهادي مشرانو پر ناسته" نیوکه کړې ده

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۴۳ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې د «استخباراتي معلوماتو» پر اساس په ترکیه کې پخوانیو جهادي مشرانو د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) له استازو سره لیدلي دي.

هغه وویل، چې پخواني سیاستوال د پاکستان په مرسته بیا واک ته نه شي راتلای.

د طالبانو یوه ویاند د دوشنبې په ورځ د سپېس اېکس په یوه پروګرام کې وویل: «که دا معلومات ریښتیا وي، نو دا په دې معنا ده، چې دغو اشخاصو خپل هوش له لاسه ورکړی دی، ځکه چې حتی یو ماشوم به هم داسې کار ونه کړي.»

مجاهد پاکستان ته په اشارې سره ویلي، چې ځیني هېوادونه او استخباراتي سازمانونه د افغانستان په اړه ناوړه نیتونه لري.

هغه دغه راز وويل، هغه مشران چې خپل ژوند يې په سياست کې تېر کړى، په داسې غونډه کې څنګه ګډون کوي؟

مجاهد زیاته کړه: «دغو مشرانو موږ د پنجاب په انحصار تورن کړو او شل کاله یې زموږ پر ضد جګړه وکړه. دوی زموږ خبره ونه منله او موږ یې پاکستانیان وبللو. اوس دوی پخپله د ای اېس ای لاس ته ورغلي دي ترڅو بېرته راشي."

مجاهد زیاته کړه، چې د طالبانو ځواکونه د ملیشو او د پخواني جمهوریت د ځواکونو په څېر نه دي، چې وتښتي.

هغه جهادي مشرانو ته په خندا وویل: «اوس تاسو د ای اېس ای په مرسته راځی او رژیم ړنګوی، بدلون راولی او ټاکنې ترسره کوی؟

مجاهد زیاته کړه، چې "دا ډول هیله یو خوب دی."

نوموړي څرګنده کړه، چې دغه کسان د لوېديځ د استخباراتو په ملاتړ هم بريالي نه شول، اوس فکر کوي چې د داعش په ملاتړ بېرته راګرځي.

د طالبانو ویاند دا ډول غونډې د شرم وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې سیاسي مشران ښه پوهېږي چې ای اس ای پخوا له دوی سره څه کړي او اوس به څه کوي.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنېشنل ته ویلي وو، چې د مجاهدینو پخواني مشران په ترکیه کې د داعش له استازو سره لیده کاته کوي، خو د افغانستان ژغورنې د مقاومت شورا دغه راپورونه رد کړل.

د افغانستان د نجات فورم یوه جګپوړي غړي عمر داوودزي هم د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې وروستیو ورځو کې دا ډول غونډه نه ده شوې، خو ده ومنله چې پاکستان له طالبانو سره د معاملې لپاره د جهادي مشرانو د یووالي په لټه کې دی، ځکه د طالبانو پر وړاندې بل بدیل نه ویني.

داوودزي تایید کړه، چې پاکستان د طالبانو له ټولو مخالفو مشرانو سره په تماس کې دی.

داسې ښکاري، چې پاکستان د افغان طالبانو سره د پاکستاني اورپکو د ملاتړ په اړه د مخ په زیاتېدونکي شخړې وروسته له جلا وطنه افغان جهادي سیاستوالو سره اړیکه نیولې ده.

د ملګرو ملتونو ویاند په کابل کې د دغه سازمان پر دفتر د برید د انګېزې په اړه بې خبري وښوده

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۲۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې په کابل کې د دغه سازمان پر دفتر د برید په اړه توضیحات ورکړل.

نوموړی وايي، په کابل کې د ملګرو ملتونو د عملیاتو پر مرکز ډزې شوې دي.

د افغانستان انټرنشنل د یوې پوښتنې په ځواب کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د دغه برید د انګېزې په اړه بې خبري وښوده او ویې ویل: «د دغه برید د انګېزې معلومول ګران کار دی.»

خو نوموړي تایید کړه، چې د ملګرو ملتونو د څارنې پوسته چې په کابل کې د دوی د عملیاتو مرکز ګڼل کېږي، پرې ډزې شوې دي.

دوجاریک زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د امنیتي ځواکونو له خوا هېڅ ډزې نه دي شوي.

هغه همداراز وویل، چې په کابل کې د دې موسسې دفتر بېرته پرانيستل شوى او د نورو جزياتو د ترلاسه کولو لپاره پلټنې روانې دي.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دا پېښه د دوشنبې په شپه رامنځته شوې ده.

د دې پېښې په ترڅ کې د طالبانو یوه غړي د یوناما پر یوه بهرني کارکوونکي ډزې وکړې او هغه یې ټپي کړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې پېښې وروسته د يوناما د دفتر د دروازې تر شا د همدې طالب غړي جسد وموندل شو، چې ښايي د نورو طالبانو له خوا په ډزو کې وژل شوى وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه پېښه تاییدوي او وايي: "د ملګرو ملتونو د ماموریت په انګړ کې د ډزو په پایله کې د طالبانو یو غړی وژل شوی او د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی سخت ټپي شوی دی."

درېيو باوري سرچينو ويلي، چې ټپي شوى کارکوونکى د نيپال هېواد وګړی دی او د يوناما د دفتر په امنيتي څانګه کې يې د قراردادي کارکوونکي په توګه کار کاوه.

یوناما هم په یوې خبرپاڼه کې تایید کړې، چې په دې پېښه کې د طالبانو ساتونکو لاس درلود او په اړه یې پلټنې روانې دي.

دغه سازمان اعلان کړى، چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او يو بل ټپي دى، خو د قربانيانو د هويت په اړه يې جزيات نه دي ورکړي.

طالبانو په لغمان کې په تېرو شپږو میاشتو کې په نشه‌يي توکو سلګونه روږدي کسان را ټول کړي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۰

په داسې حال کې چې د لغمان اوسېدونکي د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د طالبانو له خوا د تګلارو په نه لرلو نیوکه کوي، په دغه ولایت کې ځايي طالب واکمنان خبر ورکوي، چې د تېرو ۶ میاشتو په موده کې یې پر نشه‌یي توکو ۵۰۰ روږدي کسان راټول کړي دي.

د لغمان د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزي د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) ادعا کړې، چې دا روږدي کسان یې له راټولولو وروسته پلازمېنې کابل ته د درملنې په موخه لېږلي دي.
یوسفزی زیاتوي، پر نشه یي توکو دا روږدي کسان یې یوازې د لغمان مهترلام ښار له بېلابېلو سیمو راټول کړي او په وینا یې، له درملنې وروسته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي او خپل عادي ژوند کوي.
ورته مهال، د لغمان یو شمېر اوسېدونکي نیوکه کوي، چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته دوامداره وزګارتیا او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي، چې ګڼ شمېر خلک د نشه‌یي توکو کارونې ته مخه کړي.
لغمان مېشتي وایي، له درملنې وروسته د روږدو کسانو نه‌بوختیا هغوی اړ کړي، چې بېرته خپلې نشې ته وګرځي.
دوی زیاتوي، طالبان یوازې د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب هڅې کوي او د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره هېڅ ډول تګلاره نه لري، چې له امله یې په دغه ولایت کې تر بل هر وخته د نشه‌يي توکو کارول او د روږدو کسانو شمېر پراخ شوی دی.
د لغمان د مرکز مهترلام یو اوسېدونکی چې نه غواړي هویت یې څرګند شي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: « له هغه وخته چې جمهوریت چپه شوی د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د نشه‌یي موادو کارول زیات شوي او ورسره ورځ تر بلي د روږدو کسانو شمېر هم په زیاتېدو دی. دا ټول د وزګارۍ له وجې کېږي، ځکه خلک کار او مصروفیت نه لري، اقتصادي حالت د خلکو صفر ته رسېدلی، ډېرو خلکو د بې روزګارۍ له وجې د اعصابو تکلیف پیدا کړی، چې له دغه ستونزې نه د خلاصېدو لپاره د نشه یي توکو کارونې ته مخه کوي او بدبختانه دا کار یې ان له ژونده وباسي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د لغمان سربېره د ختیځ په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې هم پر نشه‌یي توکو د روږدو شمېر تر بل هر وخت زیات شوی، چې ستر لامل یې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې ډلې له خوا له دولتي دندو د ګڼو پخوانیو کارکوونکو لرې کول، بې‌وزلي، د بېکارۍ پراخه څپه او اقتصادي ستونزې بلل کېږي.

که څه هم طالبانو په ځلونو ویلي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کر صفر شوی، خو څه موده مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وویل چې یادې ډلې د نشه یي توکو د خرڅلاو، لېږد او قاچاق په تور څه باندې ۲۳ زره کسان نیولي او شاوخوا زر کارخونې او لابراتورونه یې له منځه وړي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه راز ویلي و، چې د نشه یي توکو د کار و بار په تړاو ټول ۲۳ زره او ۱۳۳ نیول کسان محکمو ته معرفي شوي هم دي.

شنونکي: د امریکا د مرستو بندېدو سره طالبان ډېر نه زیانمنېږي، ځکه دوی استخباراتي پیسې اخلي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۳۰ GMT+۰

پخوانیو چارواکو او شنونکو له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو د بندېدو په تړاو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د دغو مرستو په بندېدو سره طالبان ډېر نه زیانمنېږي، ځکه دوی استخباراتي پیسې اخلي.

د دغو شنونکو په باور د امریکا د مرستو د بندېدو ډېر تاوان د افغانستان عامو خلکو ته رسېږي.
د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې د امریکا د مرستو بندېدو پر ټولې نړۍ اغېزې کړي، خو افغانستان به تر ټولو ډېر اغېزمن شي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان بانکي سیسټم اوسمهال فعال نه دی او د دغو مرستو بندېدل به د اوږدمهال لپاره ناوړه اغېزې ولري، ځکه په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ټیټه ده او یوازې محدود کسان عایداتي سرچینو ته لاسرسی لري.
ښاغلی میاخېل زیاتوي: «هغه کسان چې عایداتي سرچینو ته لاسرسی لري ساعت یې تېر دی، خو د افغانستان د ۹۵ سلنه خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او که په یوه هېواد کې چې اقتصادي فرصتونه له منځه ځي، د بشري امنیت ترڅنګ یې فزیکي امنیت هم خرابېږي.»
د وېسکانسن پوهنتون استاد نجیب ازاد له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو د امریکا د مرستو د بندېدو او د طالبانو په چارو یې د اغېزو په تړاو وویل، چې یادې ډلې ته د غلاوو لارې معلومې دي او د قاچاق، نشه یي توکو او ګمرکاتو له لارو چې اوسمهال د دوی په لاس کې دي، خپل ځان ساتلی شي.
ښاغلی ازاد هم ټینګار کوي، چې د امریکا د مرستو په بندېدو سره طالبان ډېر نه زیانمنېږي، ځکه دوی استخباراتي پیسې اخلي خو عام ولس به سخت زیان شي.
د نوموړي په وینا: «په تېرو درې نیمو کلونو کې چې څومره مرستې افغانستان ته تللي دي د بشري مرستو په نوم تللي دي، د دغو مرستو ډېره برخه یې طالبانو ته رسېدلې ده او د دغو نړۍوالو مرستو یوه کوچنۍ برخه عامو خلکو ته هم رسېدلې ده.»
ازاد همداراز زیاتوي، چې د امریکا مرستې په ناڅاپي ډول نه بندېږي، ځکه دا د اونۍ کڅوړې مستقیم د افغانستان بانک ته نه ورتلې او د نوموړي په خبره دا هغه بودیجه وه، چې د ملګرو ملتونو اکونټونو ته د شپږو میاشتو او یوه کال لپاره لېږل شوي دي او اوسمهال د ملګرو ملتونو په حساب کې دي.
ښاغلي ازاد دغو مرستو ته په اشارې سره وویل، چې یاد اندازه پیسې د کانګرس له تصویب څخه وتلي دي او په یوه اجراییوي فرمان پیسې بېرته نه راګرځول کېږي، خو خنډونه به یې پروړاندې شتون ولري.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپلې لوړې له مراسمو یوه ورځ وړاندې وویل چې که طالبان په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې او وسایل ور نه کړي نو مالي مرستې به ورباندې ودروي.
ټرمپ ویلي و، «موږ هر کال میلیاردونه ډالر ورکوو خو دوی باید پوه شي، چې تر هغه نورې پیسې نه ورکوو څو زموږ پوځي وسایل بېرته راته ونه سپاري.»
ځینو اقتصادي کارپوهانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ټرمپ له دغه ګواښ وروسته د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو په مقابل کې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

د اقتصادي کارپوهانو په باور، د افغانۍ ثبات د امریکا په نغدي مرستو پورې تړلی دی او ددې مرستو په بندېدو سره افغانۍ اغېزمنېږي.
له دې سره، د افغانستان د ولسي جرګي پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ هم وایي، چې اوسمهال یوازې امریکا له طالبانو سره مرستې نه کوي، بلکې نور هېوادونه هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول مرستې کوي.
د نوموړې په وینا، د امریکا د مرستو بندېدل د طالبانو پر ځای د افغانستان په خلکو مستقیمې اغېزې لري.
مېرمن بارکزۍ زیاتوي: «طالبانو د خپلې واکمنۍ په مخکینۍ دوره کې هم پر بهرنیو مرستو نه، بلکې تر ډېره حده یې په کورنۍ بودیجې ګوزاره کوله او اوسمهال یوازې امریکا له طالبانو سره مرستې نه کوي، نور هېوادونه هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول مرستې کوي.»
د نوموړې په خبره، د دغو مرستو بندېدل د طالبانو په شبکې او په مشرانو هېڅ ډول اغېزې نه لري، ځکه یاده ډله هغه عواید چې له بېلابېلو نورو برخو افغانستان ته راځي ترلاسه کوي.
د یادولو ده، چې مېرمن بارکزۍ او ښاغلي ازاد بیا په مشخص ډول نه دي ویلي، چې طالبان له کومو ادرسونو او هېوادونو پیسې ترلاسه کوي، خو د کابل پوهنتون پخوانی استاد محبوب شاه محبوب وایي، چې د طالبانو له حکومت سره په تېرو درې نیمو کلونو کې د امریکا ترڅنګ قطر هم په ښکاره او پټه توګه اوپرتیفي مرستې کړي دي.
د نوموړي په وینا، د امریکا او قطر ترڅنګ ایران، چین او یو شمېر نور هېوادونه هم له طالبانو سره اوپراتیفي مرستې او همکارۍ لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا نن د امریکا د مرستو د بندېدو په تړاو وویل، چې دې ډلې په تېر ۱۴۰۳کال کې ۵۵۵ پراختیايي پروژې منظورې کړي، چې ځینې یې بشپړې شوې دي.
مجاهد د دغو مرستو په اړه وویل، چې دا مرستې موسسې اخلي او دوی ورته نه اړتیا لري او نه یې هم غوښتنه کړې ده.
نوموړی په یوه اېکس سپېس کې چې د دې ډلې ګڼو غړو په کې برخه درلوده، د امریکايي مرستو له بندېدو وروسته د افغانستان د اقتصادي وضعیت د تشریح په لړ کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان ملي بودجه په داخلي عوایدو تمویلېږي.
مجاهد وویل، نړۍوالې مرستې د طالبانو حکومت ته نه، بلکې نړۍوالو مرستندویه موسسو ته ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، «۶۰ سلنه یې د خپلو معاشونو لپاره کاروي او یوازې ۴۰ سلنه یې په پروژو لګېږي».
ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې طالبان یوازې له مرستندویه موسسو سره همکاري کوي، خو دوی ته مستقیمه مالي مرسته نه ورکول کېږي، او نه ورته اړتیا لري.
مجاهد دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې وړاندې په کابل کې ځېنو اقتصادي کارپوهانو او صرافانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له افغانستان سره د مالي مرستو د بندولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ د افغانۍ پر ارزښت منفي اغېز کړی.
د ټرمپ له ګواښ وروسته د افغانۍ پر وړاندې د یوه ډالر ارزښت تر لسو افغانیو هم لوړ شو او طالبانو بیا یوازې په یوه اونۍ کې میلیونونه ډالره لیلام کړل.


په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې طالبانو ته د امریکا څومره مرستې رسېدلي دي او دغه مرستې په کومو لارو مصرفېږي؟

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړي دفتر د روان کال د زمري میاشت کې د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې واشنګټن له ۱۴۰۰ کال راهیسې له افغانستان سره د څه باندې ۲۱ مېلیارده ډالرو مرسته کړې ده.

د سیګار په وینا، دغه پیسې د بشري مرستو، د کډوالو د استوګنې او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنۍ د بېرته تادیه کېدو په برخو کې لګول شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې له افغانستان سره د ۱۴۰۰ کال د زمري له میاشتې څخه د ۱۴۰۳ د چنګاښ تر میاشتې د ۲۰.۷۱ مېلیارډه ډالرو مرستو له ډلې څخه ۲.۹۷ مېلیارډه یې په بشري مرستو او ودانیزو مرستو لګول شوي دي.
د سیګار په وینا، دا مرستې په څلورو برخو کې لګول شوي: (۲.۰۲۹ مېلیارده) بشري مرستې، (۴۵۸ مېلیونه) پراختیایي او رغنیزې مرستې، (۳۱۶ مېلیونه) سازماني عملیات او (۱۰۰مېلیونه) د امنیت په برخه کې لګول شوي دي.
خو سیګار دا نه ده روښانه کړې، چې د "سازماني عملیاتو" او "امنیت" څخه هدف څه ډول همکاري ده، چې امریکا په افغانستان کې پرې پیسې لګولې دي.
له دې سره، د امریکا د کنتاکي ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور رینډ پاول بیا ویلي، له هغه وروسته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، امریکا ۳.۳ میلیارده ډالره افغانستان ته استولي، چې یوه برخه یې طالبانو ته رسېدلې ده.
هغه وايي، د دغو مرستو مخه نیسي خو وايي، ډېموکراتان یې مخالفت کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه مرستې د داعش په ګډون د القاعده شبکې ته هم رسېدلي دي.
باورونه دا دي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د امریکا لېږونکې نغدي کڅوړو یوه برخه طالبان هم ترلاسه کوي او دغه ډلې پرې خپل جوړښتونه هم پیاوړې کړي دي.
دا چې پر افغانستان د امریکا د مرستو په بندېدو سره به د عامو خلکو په ځانګړې توګه د اړو خلکو برخلیک څنګه شي، د وخت په تېرېدو سره به روښانه شي.

د امریکا د مرستو د ځنډولو پرېکړې په افغانستان کې د نجونو پټ ښوونځي زیانمن کړي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۲۹ GMT+۰

د ډونالډ ټرمپ له خوا د اجراییوي اقداماتو په جریان کې د بهرنیو مرستو د ځنډولو امر ښایي په افغانستان کې د امریکا د نړۍوالې پراختیايي ادارې (یو اېس اې ای ډي) له لورې د تمویل کېدونکو پټو ښوونځیو زده کړې په ټپه ودروي.

په افغانستان کې د طالبانو بیا وکمنېدو سره د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې تړل شوي، خو راپورونه وایي، چې په زیات شمېر سیمو کې د طالبانو له حکومته پټ داسې ښوونځي شته، چې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته زده کړې ورکوي.

ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو وروسته د بهرنیو مرستو په اړه یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د متحده ایالاتو له خوا په ټوله نړۍ کې د مرستو رسولو لړۍ ودرېده.

په ورته وخت کې په افغانستان کې ۵۰ ملي او نړۍوالو مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه وتړل او د ۴۰ میلیونه انسانانو پر وړاندې د بشري مرستو خدمات ودرېدل او په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوې.

اېن پي ار خبري ویب پاڼې په افغانستان کې د پټو ښوونځيو په اړه د یو لوړپوړي مرستندویه کورکونکي چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي:" اصلي خطر په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او روغتیا لپاره دی، ځکه چې دا پروژې د USAID په پیسو تکیه کوي."

نوموړي ویلي، چې د ټرمپ له دغه پرېکړې وروسته هغه پروژې چې راتلونکی یې نا معلوم دی د افغان نجونو د زده کړو پټ ښوونځي دي او طالبان نجونو ته اجازه نه ورکوي، چې له شپږم ټولګې پورته زده کړې وکړي.

همدا ډول د افغانستان امریکایي پوهنتون خپل ټولګي ځنډولي دي او خپلو زده کوونکو ته یې خبر ورکړی، چې د مرستو له بیا پېل کېدو سره به زده کړې بیا ځلې پیل شي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو سره په نجونو او ښځو سخت بندېزونه وضع شول، د دوی پر وړاندې د زده کړو دروازې بندې شوې، په کار کولو او دغه راز تفریحي ځایونه په تګ یې هم بندیزونه ولګېدل.