پاکستان د افغانانو د بیا مېشتونې پروګرامونو تمویلوونکو هیوادونو ته لیک لیږلی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر هېوادونو ته د هغو افغانانو د ژر تر ژره بیامېشتونې په اړه لیک لیږلي، چې په دغه هېواد کې د خپلو دوسیو د پرمختګ په تمه دیره دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر هېوادونو ته د هغو افغانانو د ژر تر ژره بیامېشتونې په اړه لیک لیږلي، چې په دغه هېواد کې د خپلو دوسیو د پرمختګ په تمه دیره دي.
د پاکستان جیونیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو د بیا مېشتونې پروګرامونو تمویلوونکو هېوادونو ته لیږلي لیک کې غوښتنه کړې، چې په اسلام اباد کې مېشت افغانان ژر ترژره خپلو هېوادونو ته ور وغواړي.
د راپور له مخې، په دغه لیک ک خبرداری ورکړل شوی، چې که اړوند هېوادونه ځواب ونه وايي، د پاکستان حکومت به یاد افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغانانو په ګډون د نورو هېوادونو د غیرقانوني وګړو ایستل پیل کړي دي.
دغه رسنۍ ویلي، چې ۷۸۱ مېشت غیر قانوني افغانان په اسلام اباد کې نیول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې په یاد افغانان یې په څومره موده کې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

امریکايي چارواکو تایید کړې، چې په ازبکستان کې د افغانستان د هوايي ځواک اووه چورلکې بېرته دوی ته سپارل شوې دي. د متحده ایالتونو او ازبکستان د وسله والو ځواکونو د ورځې په تړاو په واشنگټن کې د ازبکستان په سفارت کې غونډې ته خبرو پرمهال چارواکو پر دوه اړخیزې همکارۍ اعتراف کړی دی.
امریکايي چارواکو تایید کړې، چې د پنتاګون له خوا ارزول شوې او د بیا کارولو وړ ګڼل شوې اووه بلک هاواک چورلکې امریکا ته سپارل شوې دي.
دغه چورلکې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې افغان پيلوټانو له طالبانو نه د تښتیدو پر مهال ازبکستان ته ولېږدولې.
د امریکا غږ د رپوټ له مخې، د افغانستان د پوځ ۲۲ الوتکې او ۲۴چورلکې چې بلک هاوک ، MD-530، او Mi-17 پکې شاملې وې، ازبکستان ته انتقال شوې وې.
طالبانو له ازبکستان نه څو ځله ددې الوتکو د ورسپارنې غوښتنه کړې، خو رپوټونه ښیي چې تاشکند او واشنگټن په دې اړه هوکړه کړې چې ۴۶ پوځي الوتکې به په ازبکستان کې پاتې شي.
په ازبکستان کې د امریکا سفیر جاناتن هینیک ددې الوتکو په اړه ویلي و، چې واشنگټن او تاشکند د افغان پوځي الوتکو او هلیکوپټرو په اړه هوکړه کړې ده چې افغان پيلوټانو په ۲۰۲۱ کې ازبکستان ته راوړل، او دا الوتکې به په ازبکستان کې پاتې شي.
هغه زیاته کړه، « دغه پوځي الوتکې هیڅکله د افغانانو نه وې، بلکې د امریکا وې، خو افغان پوځ کارولې».
په امریکا کې ازبک سفیر فرقت صدیقوف، چې په دغو مراسمو کې حاضر و، تیاری وښود، چې له واشنگټن سره په ټولو برخو کې همکاري پراخه کړي او دا یې هم وویل، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي سیسټمونو او وسله والو ځواکونو په برخه کې اوږده همکاري مهمه ده.

طالبانو د فلسطينیانو د بې ځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغو د مېشتولو اړوند د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې «غزه د فلسطین خاوره ده او بل هيڅوک د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه نه شي کولی.» طالبان دا پرېکړه د نړیوالو قوانینو نقض ګڼي.
د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې وویل، چې د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته ورته پلانونه د «صهیونيستي رژيم د شومو اهدافو استازیتوب کوي.»
د طالبانو په خبره، دا ډول پلانونه د کرکې پارونې او د سيمې د کړکېچ د زياتوالي لامل ګرځي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د نړۍ له هېوادونو او د عدالت له پلويانو غوښتي، چې د دا ډول توطيو پر وړاندي عملي او پر وخت دريځ ونیسي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د س شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ليدنه کې وویل، چې فلسطینیان د غزې له پرېښودو پرته بله هېڅ لار نه لري.
نوموړي هيله ښودلې، چې اردن او مصر بې ځایه شوي فلسطینیان په خپل هېواد کې ومني.
ټرمپ زیاته کړې، چې فلسطینیان باید غزه پرېږدي او په داسې ځایونو کې ژوند وکړي، چې وکولی شي خوشحاله وي او و نه وژل شي.
حماس بیا دغه وړاندیز غندلی دی او د دې ترڅنګ سعودي عربستان، اردن او مصر هم د ټرمپ له دې نظریې سره مخالفت کړی دی.

سپیني ماڼۍ پر ایران د ډېرو فشارونو د اعلان په ترڅ کې وویل، چې تهران د امریکا او د هغې د متحدینو په وړاندې دښمني اعلان کړې او د حزب الله، حماس، حوثیانو، طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو مخکښ ملاتړی دی.
سپینې ماڼۍ د اټومي وسلو او له وسله والو ډلو د ایران د ملاتړ له امله پر دغه هېواد د فشارونو او بندیزونو په اړه د ډونالډ ټرمپ د اجرايي فرمان جزئیات خپاره کړي او وايي، چې تهران د حزب الله، حماس، حوثیانو، طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
سپیني ماڼۍ د ټرمپ له قوله لیکلي، چې د ولسمشر په توګه «زما لومړیتوب د امریکا او امریکایی وګړو خوندیتوب او ډاډمن امنیت دی».
نوموړي ویلي، چې د ایران مذهبي حکومت له خپل جوړښت راهیسې له امریکا او د هغې متحدینو او شریکانو سره خپله دښمني اعلان کړې ده. هغه زیاتوي، «ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ مخکښ دولتي ملاتړی پاتې شوی او له حزب الله، حماس، حوثیانو، طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو شبکو سره یې مرسته کړې ده. سپاه پاسداران پخپله یو بهرنی ترهګر سازمان ګڼل کیږي.»
ټرمپ ویلي، چې سپاه پاسداران په امریکا او د نړۍ په نورو هېوادونو کې امریکايي وګړي د بریدونو، تښتونې او وژنې لپاره په نښه کوي.
ټرمپ ویلي، چې ایران د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ مه د حماس د وژنو تر څنګ د امریکا د سمندري ځواکونو، متحدینو سمندري ځواکونو او په سره سمندر کې د نړیوالو سوداګریزو کښتیو پر وړاندې د حوثیانو د پرله پسې بریدونو مسوولیت هم پر غاړه لري.
د فرمان په جزئیاتو کې راغلي:«د ۲۰۲۴ کال له اپریل راهیسې، ایران دوه ځله د اسراییل په وړاندې د بالستیک او کروز توغندیو بریدونه هم ترسره کړي دي.»
ټرمپ ایران د بشري حقونو سرغړوونکی بولي او وايي، امریکا د هغو ښځو ملاتړ کوي، چې د ایران له ناوړه چلند سره مخ دي.
ټرمپ ویلي، چې د ایران اټومي پروګرام او د یورانیمو بډاینه د امریکا او ټولې متمدنې نړۍ لپاره ګواښ دی.
نوموړی وايي:«هیڅکله ایران ته اجازه نه ورکول کیږي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي او یا یې تولید کړي، یا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو، پراختیا یا کارولو ګواښ له لارې له امریکا یا د هغې متحدینو څخه باج واخلي.»
د امریکا ولسمشر په دغه اجرايي فرمان کې د دغه هېواد د بهرنیو، کورنیو، دفاع او انرژۍ وزارتونو، لویې څارنوالۍ او په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازولۍ ته لارښوونه کړي، چې پر ایران د بندیزونو لګولو او د ایران د اټومي فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې سخت فشارونه وارد کړي.
ټرمپ زیاتوي، چې د ایران چلند د امریکا ملي ګټې ګواښي او له همدي امله فشارونه واردوي، چې تهران خپل اټومي پروګرام پای ته ورسوي، د بالستیک توغندیو پروګرام کم کړي او د ترهګرو ډلو ملاتړ ودروي.
د ټرمپ په اجرايي فرمان کې راغلي، چې ایران ته د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي، د سپاه پاسداران او د هغې ځای ناستي ځواکونه منحل او کمزوري شي او یا دې هغو سرچینو ته د لاسرسي مخنیوی وشي چې دغه ډله ترې استفاده کوي.

هند د نوي مالي کال په بودجه کې د بهرنیو مرستو اندازه کمه کړې، خو له خپلو ګاونډیو دوستو هېوادونو سره یې د مرستو په برخه کې هیڅ کمی نه دی کړی. هند د چابهار بندر لپاره هم یو میلیارد روپۍ ځانګړې کړې دي.
د شنبې په ورځ هند د ۲۰۲۵ او ۲۶ مالي کال بودجه وړاندې کړه، چې د بهرنیو مرستو لپاره پکې څه باندې ۵۴۸ میلیارده هندۍ روپۍ ځانګړې شوې. دا کچه د تېر مالي کال پرتله کمه شوې، خو افغانستان ته مرستې د تېرکال په پرتله ډېرې شوې دي.
هند په وروستیو کې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې کړي، خو دا هڅې د بودجې په تخصیص کې کمزورې ښکاري. تېر کال د افغانستان لپاره دوه میلیارده روپۍ ځانګړې شوې وې، خو بیا د بودجې د بیاکتنې پر مهال ۵۰۰ میلیونو ته کمې شوې.
اوس د روان مالي کال بودجه کې دا اندازه یو میلیارد روپیو ته پورته شوې.
په وروستیو کې د هند د بهرنیو چارو وزیر ویکرم مسري په دوبۍ کې د طالبانو د سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره لیدنه کړې وه. داسې ښکاري، چې هند له افغانستان سره د اړیکو ښه کولو ته مخه کړې، په داسې حال کې چې له پاکستان سره د کابل اړیکې ترینګلې دي.
د بي بي سي اردو د رپوټ له مخې، د مالدیپ او هند اړیکې، چې یو وخت ترینګلې شوې وې، اوس د ښه کېدو په لور روانې دي. دا د هند په بودیجه کې هم ښکاري. د تېر مالي کال د بیا کتل شوې بودجې له مخې، مالدیپ ته ۴۷۰۰ میلیون روپۍ ورکړل شوې وې، خو اوس دا مرستې شپږ زره میلیون روپیو ته لوړې شوې دي.
له بلې خوا، سره له دې چې د بنګلهدېش او هند اړیکې له ستونزو سره مخ دي، هند د دغه هېواد لپاره د مرستو اندازه نه ده کمه کړې. د تېر مالي کال لپاره ۱۵۷۰ میلیون روپۍ ځانګړې شوې وې، چې بیا ۱۲ سوه میلیونو ته راښکته شوې. اوس د نوي مالي کال بودجه کې هم ۱۲ سوه میلیونه روپۍ ځانګړې شوې دي.
د سیمې له هېوادونو لکه بنګله دېش، میانمار، بوتان، مالدیپ، سریلانکا سره د نوي دیلي مرستې د افغانستان په پرتله ډېرې دي.
هند د چابهار بندر لپاره یو میلیاردروپۍ ځانګړې کړې، چې دا د دې ستراتیژیک بندر لپاره د مرستو دوام ښيي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو له لوري نن په نیمروز ولایت کې کمال خان بند ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي. دغه بند د لومړي ځل لپاره د تېر جمهوري حکومت پرمهال ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د چار شنبې په ورځ وویل، چې د کمال خان بند چارې بشپړې شوې او نن د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو له لوري ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې کمال خان بند د افغانستان د اوبو د مدیریت، کرنیز پرمختګ او انرژۍ د تولید لپاره حیاتي ارزښت لري او د دغه بند پرانیستل د افغانستان د اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی.
یاد وزارت د کمال خان بند پرانیستل خپله لاسته راوړنه بللې ده.
خو دغه بند د ۱۴۰۰ لمریز کال په وري میاشت کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانیستل شو.
د دغه بند د درېیم فاز جوړولو لپاره ۷۸ میلیونه ډالر بودجه ځانګړې شوې وه، چې کار یې شاوخوا څلور کاله دوام وکړ.
بل خوا د ایران او طالبانو ترمنځ د اوبو د حق مساله لا هم پر خپل ځای پاتې ده او ایراني چارواکو په وار وار ویلي، چې له افغانستان نه د دوی حق اوبه نه ورکول کیږي.
یوه اونۍ وړاندې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل، چې ایرانیان ددوی وروڼه دي او د اوبو په ورکړه کې ورسره بخیلي نه کوي.
