• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د «ارام میډیا» په نامه یوه نوي رسنیز بنسټ چارې پیل کړې

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۰

ارام میډیا، چې شعار یې « د بې غږو غږ» دی، په لندن کې خپل فعالیت پيل کړ. دغه رسنیز بنسټ د افغانستان د بشري حقونو د مسایلو لپاره جوړ شوی، خو غواړي فرهنګ او ټولنیز مسایل هم تر پوښښ لاندې راولي.

دغه رسنۍ د سې شنبې په ماښام د سلواغې پر۱۶مه په لندن کې په یوه پرانیستغونډه کې رسما اعلان شوه.

په مراسمو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنت، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همېش فلکنر او یو شمېر افغان، ایراني او بریتانیايي فعالانو ګډون کړی و.

یاده رسنۍ دوو مېرمنو، حوریه مصدق، چې پخوا د بښنې نړیوال سازمان کې د افغانستان د برخې مسووله وه، او ناهید باقي، چې د لندن په سفارت کې د افغانستان پخوانۍ دیپلوماته وه، رامنځته کړې ده. دواړو کلونه‌ کلونه د بشري حقونو او ژورنالېزم په برخه کې کار کړی دی.

ناهید باقي د پرانیستغونډې پر مهال وویل چې « ار ام میډیا» به یوازې د بشري حقونو تر موضوعاتو نه محدودېږي، بلکې غواړي د افغانستان د خلکو د ژوند او فرهنګ بیلابیل اړخونه انځور کړي او د هغوی غږ، په ځانګړي ډول د ښځو غږ نړیوالو ته ورسوي.

حوریه مصدق هم وویل چې دا رسنۍ به د رضاکارو ژورنالېستانو په مرسته کار کوي او «تحقیقي ژورنالېزم»به یې مهمه برخه وي.

100%

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وویل چې له طالبانو وروسته سلګونه رسنۍ د مالي ستونزو او محدودیتونو له امله تړل شوې دي او زرګونه خبریالان له دندو پاتې دي.

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ غړې بنفشه یعقوبي وویل چې «هره نوې رسنۍ، چې د افغانستان لپاره جوړه شي، یوه نوې ډېوه ده او د یوه داسې ملت نوی غږ دی چې د خاموشۍ له خطر سره مخ دی».

د بریتانیا د بهرنیو چارو مرستیال فلنکر وویل چې د بریتانیا حکومت به د افغانستان وضعیت هېڅکله هېر نه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارد بېنیټ هیله وښوده چې دا رسنۍ وکولی شي د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو غږ نړیوالو ته ورسوي او د واکمنو د حساب‌ورکولو لپاره کار وکړي.

ارام میډیا خپل کار په فارسي، پښتو، او انګلیسي ژبو په یوه څو‌رسنیز ویب‌سایټ (ملټي‌میډیا) کې پیل کړی.

دا رسنۍ په ټولنیزو شبکو کې هم فعاله ده او یوه انلاین راډیو لري چې د بشري حقونو، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو اړوند پادکاسټونه خپروي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالب وزیرانو ته د مجاهد خبرداری: افغانستان مه بې ثباته کوئ

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۵ GMT+۰

د طالبانو ویاند د دې ډلې له چارواکو وغوښتل، چې خپل فکري اختلافات دې په رسنیو کې نه خپروي. ذبیح الله مجاهد خبرداری ورکړی، چې د دې ډلې هیڅ چارواکی او وزیر باید د خپلمنځني اختلافاتو په ویلو سره افغانستان د ناکرارۍ او بدبختۍ لور ته سیخ نه کړي.

ذبیح الله مجاهد له طلوع نیوز سره په مرکه کې ادعا کړې، چې د کابینې غړي او د دې ډلې نور چارواکي کولای شي خپل نظر د طالبانو مشرتابه ته په ازاده توګه وړاندي کړي او هبت الله اخوندزاده هيڅکله هم مخالف نظر ته غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو ویاند په خپلو خبرو کې د دې ډلې نورو مسوولینو ته هم خبرداری ورکړ، چې د مشرتابه پر وړاندې د خپل اختلافي نظر له څرګندولو او په رسنیو کې د دوی د اختلافونو له خپرولو ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه: «دا زموږ لپاره ښه نه ده، چې په رسنيو او عمومي توګه د اختلاف مسhلې راپورته کړو، چې هيڅ ځای هم نه نيسي. البته د مشر په شتون کې موږ تضمین کوو، چې چارواکي کولی شي خپل نظر په ډیره ازاده توګه څرګند کړي، ځوابونه او ډاډ ترلاسه کړي او موږ هیڅ غبرګون هم نه وینو.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د داخلي اختلافاتو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

دغه اختلافات وروسته له هغه زیات شول، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د طالبانو د مشرتابه پر سیاستونو تر نیوکو وروسته هبت الله نوموړي ته په غوسه شوی او هغه له افغانستان څخه ووت.

سرچینې تایید کړې، چې نوموړی وروسته له هغه متحده عربي اماراتو ته ولاړ، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د هغه د نیولو امر صادر کړ.

ستاکزي په خپلو خبرو کې د هبت الله اخوندزاده پر کړنو توندې نیوکې کړې دي.

هغه طالب چارواکي د خپل مشر په «عبادت» تورن کړل او له هغوی یې وغوښتل چې د «شریعت خلاف» حکمونه تعقیب نه کړي.

د طالبانو ویاند د سپينې ماڼۍ د نوې رهبرۍ او طالبانو د تعامل په اړه وویل، چې تر اوسه دې ډلې د ټرمپ له ادارې سره خبرې نه دي کړې خو ښايي په راتلونکي کې خبرې وکړي.

ذبیح الله مجاهد وايي، دا چې ډونالډ ټرمپ ته اقتصادي مسایل مهم دي، نو ښايي افغانستان په راتلونکي کې د امریکا د پانګونې لپاره ښه ځای وي.

هغه د امریکا د حکومت او دې ډلې تر منځ د تفاهم د شرط په څرګندولو سره وویل، چې ممکن له اقتصادي اړخه له امریکا سره اړیکې ښې شي.

دغه طالب چارواکي په بګرام اډې کې د چین د پوځي حضور په اړه د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې بیجینګ یوازې په افغانستان کې اقتصادي او دیپلوماتیک حضور لري.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه، چې طالبان به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته اجازه ورنه کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې بګرام د افغان ځواکونو اډه ده او د طالبانو د دفاع وزارت ځواکونه هلته د پوځي روزنې لپاره حضور لري.

پاکستان د افغانانو د بیا مېشتونې پروګرامونو تمویلوونکو هیوادونو ته لیک لیږلی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر هېوادونو ته د هغو افغانانو د ژر تر ژره بیامېشتونې په اړه لیک لیږلي، چې په دغه هېواد کې د خپلو دوسیو د پرمختګ په تمه دیره دي.

د پاکستان جیونیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو د بیا مېشتونې پروګرامونو تمویلوونکو هېوادونو ته لیږلي لیک کې غوښتنه کړې، چې په اسلام اباد کې مېشت افغانان ژر ترژره خپلو هېوادونو ته ور وغواړي.

د راپور له مخې، په دغه لیک ک خبرداری ورکړل شوی، چې که اړوند هېوادونه ځواب ونه وايي، د پاکستان حکومت به یاد افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغانانو په ګډون د نورو هېوادونو د غیرقانوني وګړو ایستل پیل کړي دي.

دغه رسنۍ ویلي، چې ۷۸۱ مېشت غیر قانوني افغانان په اسلام اباد کې نیول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې په یاد افغانان یې په څومره موده کې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

ازبکستان د افغان هوايي ځواک اووه چورلکې بېرته امریکا ته سپارلې دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۶ GMT+۰

امریکايي چارواکو تایید کړې، چې په ازبکستان کې د افغانستان د هوايي ځواک اووه چورلکې بېرته دوی ته سپارل شوې دي. د متحده ایالتونو او ازبکستان د وسله والو ځواکونو د ورځې په تړاو په واشنگټن کې د ازبکستان په سفارت کې غونډې ته خبرو پرمهال چارواکو پر دوه اړخیزې همکارۍ اعتراف کړی دی.

امریکايي چارواکو تایید کړې، چې د پنتاګون له خوا ارزول شوې او د بیا کارولو وړ ګڼل شوې اووه بلک هاواک چورلکې امریکا ته سپارل شوې دي.

دغه چورلکې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې افغان پيلوټانو له طالبانو نه د تښتیدو پر مهال ازبکستان ته ولېږدولې.

د امریکا غږ د رپوټ له مخې، د افغانستان د پوځ ۲۲ الوتکې او ۲۴چورلکې چې بلک هاوک ، MD-530، او Mi-17 پکې شاملې وې، ازبکستان ته انتقال شوې وې.

طالبانو له ازبکستان نه څو ځله ددې الوتکو د ورسپارنې غوښتنه کړې، خو رپوټونه ښیي چې تاشکند او واشنگټن په دې اړه هوکړه کړې چې ۴۶ پوځي الوتکې به په ازبکستان کې پاتې شي.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر جاناتن هینیک ددې الوتکو په اړه ویلي و، چې واشنگټن او تاشکند د افغان پوځي الوتکو او هلیکوپټرو په اړه هوکړه کړې ده چې افغان پيلوټانو په ۲۰۲۱ کې ازبکستان ته راوړل، او دا الوتکې به په ازبکستان کې پاتې شي.

هغه زیاته کړه، « دغه پوځي الوتکې هیڅکله د افغانانو نه وې، بلکې د امریکا وې، خو افغان پوځ کارولې».

په امریکا کې ازبک سفیر فرقت صدیقوف، چې په دغو مراسمو کې حاضر و، تیاری وښود، چې له واشنگټن سره په ټولو برخو کې همکاري پراخه کړي او دا یې هم وویل، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي سیسټمونو او وسله والو ځواکونو په برخه کې اوږده همکاري مهمه ده.

د ټرمپ څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: بل څوک د فلسطینیانو د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۲۸ GMT+۰

طالبانو د فلسطينیانو د بې ځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغو د مېشتولو اړوند د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې «غزه د فلسطین خاوره ده او بل هيڅوک د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه نه شي کولی.» طالبان دا پرېکړه د نړیوالو قوانینو نقض ګڼي.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې وویل، چې د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته ورته پلانونه د «صهیونيستي رژيم د شومو اهدافو استازیتوب کوي.»

د طالبانو په خبره، دا ډول پلانونه د کرکې پارونې او د سيمې د کړکېچ د زياتوالي لامل ګرځي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د نړۍ له هېوادونو او د عدالت له پلويانو غوښتي، چې د دا ډول توطيو پر وړاندي عملي او پر وخت دريځ ونیسي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د س شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ليدنه کې وویل، چې فلسطینیان د غزې له پرېښودو پرته بله هېڅ لار نه لري.

نوموړي هيله ښودلې، چې اردن او مصر بې ځایه شوي فلسطینیان په خپل هېواد کې ومني.

ټرمپ زیاته کړې، چې فلسطینیان باید غزه پرېږدي او په داسې ځایونو کې ژوند وکړي، چې وکولی شي خوشحاله وي او و نه وژل شي.
حماس بیا دغه وړاندیز غندلی دی او د دې ترڅنګ سعودي عربستان، اردن او مصر هم د ټرمپ له دې نظریې سره مخالفت کړی دی.

د ټرمپ د اجرایي فرمان جزئیات؛ ایران د طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو مخکښ ملاتړی دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۴ GMT+۰

سپیني ماڼۍ پر ایران د ډېرو فشارونو د اعلان په ترڅ کې وویل، چې تهران د امریکا او د هغې د متحدینو په وړاندې دښمني اعلان کړې او د حزب الله، حماس، حوثیانو، طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو مخکښ ملاتړی دی.

سپینې ماڼۍ د اټومي وسلو او له وسله والو ډلو د ایران د ملاتړ له امله پر دغه هېواد د فشارونو او بندیزونو په اړه د ډونالډ ټرمپ د اجرايي فرمان جزئیات خپاره کړي او وايي، چې تهران د حزب الله، حماس، حوثیانو، طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

سپیني ماڼۍ د ټرمپ له قوله لیکلي، چې د ولسمشر په توګه «زما لومړیتوب د امریکا او امریکایی وګړو خوندی‍توب او ډاډمن امنیت دی».

نوموړي ویلي، چې د ایران مذهبي حکومت له خپل جوړښت راهیسې له امریکا او د هغې متحدینو او شریکانو سره خپله دښمني اعلان کړې ده. هغه زیاتوي، «ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ مخکښ دولتي ملاتړی پاتې شوی او له حزب الله، حماس، حوثیانو، طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو شبکو سره یې مرسته کړې ده. سپاه پاسداران پخپله یو بهرنی ترهګر سازمان ګڼل کیږي.»

ټرمپ ویلي، چې سپاه پاسداران په امریکا او د نړۍ په نورو هېوادونو کې امریکايي وګړي د بریدونو، تښتونې او وژنې لپاره په نښه کوي.

ټرمپ ویلي، چې ایران د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ مه د حماس د وژنو تر څنګ د امریکا د سمندري ځواکونو، متحدینو سمندري ځواکونو او په سره سمندر کې د نړیوالو سوداګریزو کښتیو پر وړاندې د حوثیانو د پرله پسې بریدونو مسوولیت هم پر غاړه لري.

د فرمان په جزئیاتو کې راغلي:«د ۲۰۲۴ کال له اپریل راهیسې، ایران دوه ځله د اسراییل په وړاندې د بالستیک او کروز توغندیو بریدونه هم ترسره کړي دي.»

ټرمپ ایران د بشري حقونو سرغړوونکی بولي او وايي، امریکا د هغو ښځو ملاتړ کوي، چې د ایران له ناوړه چلند سره مخ دي.

ټرمپ ویلي، چې د ایران اټومي پروګرام او د یورانیمو بډاینه د امریکا او ټولې متمدنې نړۍ لپاره ګواښ دی.

نوموړی وايي:«هیڅکله ایران ته اجازه نه ورکول کیږي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي او یا یې تولید کړي، یا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو، پراختیا یا کارولو ګواښ له لارې له امریکا یا د هغې متحدینو څخه باج واخلي.»

د امریکا ولسمشر په دغه اجرايي فرمان کې د دغه هېواد د بهرنیو، کورنیو، دفاع او انرژۍ وزارتونو، لویې څارنوالۍ او په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازولۍ ته لارښوونه کړي، چې پر ایران د بندیزونو لګولو او د ایران د اټومي فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې سخت فشارونه وارد کړي.

ټرمپ زیاتوي، چې د ایران چلند د امریکا ملي ګټې ګواښي او له همدي امله فشارونه واردوي، چې تهران خپل اټومي پروګرام پای ته ورسوي، د بالستیک توغندیو پروګرام کم کړي او د ترهګرو ډلو ملاتړ ودروي.

د ټرمپ په اجرايي فرمان کې راغلي، چې ایران ته د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي، د سپاه پاسداران او د هغې ځای ناستي ځواکونه منحل او کمزوري شي او یا دې هغو سرچینو ته د لاسرسي مخنیوی وشي چې دغه ډله ترې استفاده کوي.