د جنايي جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان دواړه طالب مشران د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له امله په بشرضد جنایتونو تورن کړي دي.
د رپوټونو له مخې، کریم خان د ثبوتونو راټولولو لپاره د بشري حقونو له فعالانو، افغان سیاستوالو، ښځینه مدافعانو او د طالبانو له ځینو غړو سره خبرې کړې دي.
د طالبانو له دننه شهادت؟
لا تراوسه داڅرګنده نه ده، چې د ملا هبت الله او عبدالحکیم حقاني خلاف د دوسیې په جوړولو کې د جرمونو نړیوالې محکمې له لوی څارنوال کریم خان سره د طالبانو کومو غړو یا عناصرو مرسته کړې او نه هم دا معلومه ده چې دوی د ملا هبتالله او عبدالحکیم حقاني پر ضد څه ډول شواهد وړاندې کړي دي، خو په دې وروستیو کې ددې ډلې ترمنځ خپلمنځي بې باوري ډېره شوې ده.
د یوې ناڅرګندې ډلې له خوا د طالبانو پر استخباراتي او اطلاعاتي شبکې د سایبري برید او د محرمو اسنادو له افشا کولو وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت تاییدوي چې د دې ډلې ځینې سندونه افشا شوي دي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، چې افشا شوي معلومات د شخصي کمپيوټرونو اړوند دي او یاد کمپيوټرونه له انټرنیټې امنیتي تدابیرو برخمن نه وو.
دغه وزارت ویلي، «ابتدايي معلومات ښيي چې دغه معلومات ممکن په متفرقه شکل له انفرادي کمپیوټرونو څخه چې له امنیتي تدابیرو برخمن نه دي د لاسرسي وړ ګرځېدلي وي.»
د طالبانو پر استخباراتي او اطلاعاتي شبکې له برید وروسته د مخابراتو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یادې ډلې هیڅ ډول سیسټمونه نه دي هیک شوي او ټول سیسټمونه یې امن دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، «رسینزو شویو اسنادو ته په کتو ډېری یې هغو برخو پورې اړوند دي چې تر دې دمه یادو اسناد لپاره کوم ځانګړی سیسټم نه لري».
د طالبانو مخابراتو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت اړوند ټول سیسټمونه او د معلوماتو مرکز امن دی او د سایبري بریدونو په وړاندې ساتل کیږي.
"شهید کړی یې له ما نه هر هوس دی یاره ناز نه دې مننه دومره بس دی."
که څه هم د طالبانو مشران په عامو غونډو او مجلسونو کې د خپلمنځي یووالي او له امیر نه د اطاعت ادعا کوي، خو دا ډول غیرمستقیمې څرګندونې او کنایوي پیغامونه ښيي چې د واک په دننه کړۍ کې اختلافونه موجود دي.
تر دې وړاندي د طالبانو د پخواني رژیم ډېپلوماټ ملا عبدالسلام ضعیف ملا هبت الله ته په یو کنایوي شعر کې ویلي و، چې هغه وخت به پوی شي کله یې چې عقل سر ته راشي.
له بهرامچې ولسوالۍ څخه سرچیني وايي، چې تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې د سیمه ییزو طالب چارواکو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو له لوري د پوستې جوړولو پر سر د لانجې د حل په موخه ناسته شوې، خو دغه ناسته پرته له کومې پایلې پای ته رسیدلې ده.
د سرچینې له خوا افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په استول شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د هلمند ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ ناسته شوې.
په دغو ویډیو ګانو کې ښکاري چې طالب چارواکي پاکستاني پوځیانو ته تر نن مازدیګره وخت ور کوي او وايي، را ولاړه شوې ستونزه باید حل شي.
طالبانو او پاکستاني پوځیانو دغه ناسته د ډیورنډ پر صفري کرښه کړې ده.
په دې ناسته کې یو طالب چارواکی پاکستانیانو ته مخامخ وايي:«دومره مو صبر سره کړی دی، چې تا ټراکټور ټایر وویشتی، باید ما ستا نفر پر دا سر ویشتلی وای، دا موږ ډیر احتیاط درسره کړی دی. دغه مو درته ویلي دي، چې درې ورځې درته انتطار یو موږ صبر درته کړی دی باید موږ ستا نفر پر سر ویشتلی وای.»
د طالبانو او پاکستاني پوځیانو دا ناسته په سیمه ییزه کچه وه.
طالبانو درې ورځې وړاندې په دې سیمه کې له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې د پیښیدو د احتمال له امله خلکو ته د کورونو د پریښودو امر کړی و. له دې سیمې څخه ټول ملکي وګړي وتلي او تر اوسه لا هم خپلو کورونو ته نه دي راستانه شوي.
ځايي سرچیني وايي، د پاکستاني پوځیانو له لوري د امنیتي پوستې د جوړیدو له مخنیوي وروسته دواړو لوریو په سیمه کې په ډیر شمیر اضافي ځواکونه هم ځای پر ځای کړي دي.
په بهرامچه ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د امنیتي پوستې د جوړیدو د مخنیوي پر سر د راولاړې شوي لانجې په اړه تردې مهاله کابل او اسلام اباد څه نه دي ویلي.
احمد الشرع چې پخوا بنسټپاله جنګیالی ګڼل کېده، د ځینو اقداماتو له لارې اوس ځان ته د سوریې د خلکو، عربي نړۍ او لویدیز پام اړولی او ورو ورو د نومهالي حکومتولۍ پر لور ګامونه اخلي. هغه د بشارالاسد حکومت له نسکورېدو سره هممهاله د حکومت جوړونې د نوې بڼې او مشارکت په اړه خبرې پیل کړې، چې د ټولنې ټولو لږه کیو، مذهبي ډلو او ښځو ته پکې ونډه ورکړل شي.
د سوریې او کابل د اسلام تفاوت
احمد الشرع په خپلو خبرو کې د یوه ټولشموله حکومت، د ښځو حقونو ته د درناوي، له سیاسي مخالفانو سره د ډيالوګ، د سعودي عربستان او ترکیې په څېر هېوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو په تړاو اشاره کړې، چې د طالبانو له حکومت چلونې، دریځونو او سیاسي چلند سره بشپړ متفاوت دي.
سره له دې، چې طالبانو د کابل د سقوط په درشل کې عمومي بښنه اعلان کړې، خو په سلګونو زره خلک له هېواده په تېښته دي، ښځې او نجونې په کورونو کې محصورې او ښوونځي او پوهنتونونه یې پرمخ بند دي؛ سیاسي ګوندونه منحل شوي او پر سیاسي فعالیتونو، مشرانو او ازادو نظرونو شدید بندیز دی. تر ټولو مهمه دا، چې دواړې ډلې تر یو ډول بیرغ لاندې فعالیت کوي، خو په دمشق کې د سپین بیرغ ترڅنګ ملي بیرغ هم پر ودانیو ولاړ دی او په افغانستان کې پر ملي بیرغ بندیز دی.
دغه بدلون یو نوی واقعیت راټوکولی، چې نه یوازې د طالبانو پر واک سیوری اچوي، بلکې ورو ورو په ټولنه، اسلامي نړۍ او لویدیز کې د طالبانو دریځ او اعتبار نور هم زیانمنوي.
احمد الشرع په لومړیو ورځو کې په نکټايي او دریشي کې راڅرګند شو، د سوریې بانک ته یې ښځه وټاکله، د ښځو چارو وزارت یې د یوې ښځې په مشرۍ فعال وساته، خو د طالبانو مشر درې نیم کاله کیږي چې په کندهار کې له عامه انظارو لرې دیره دی، له ښځو سره دښمني یې خپل «دیني رسالت» ګڼلی او پر ښځو یې کار، معاش او حتا په ښار او بازار کې ازاد ګرځېدل بند کړي دي.
احمد الشرع په یوه مرکه کې وویل، چې د ټاکنو لپاره لږ ترلږه څلورو کلونو ته اړتیا ده، چې ترسره شي، خو په افغانستان کې طالبانو ټاکنیز کمیسیونونه لغو اعلان کړل او سیاسي ګوندونه یې منحل کړل، چې ښيي دا ډله په ټاکنو او ولسي رایو باور نه لري.
له طالبانو سره د امریکا د دوحې خبرو اترو په هوکړه لیک کې یوه مهمه مساله د بین الافغاني خبرو اترو پیل کول دي، چې دې ډلې نه یوازې ترې ډډه کړې، بلکې تینګار کوي، چې دوی «سهامي شرکت» نه جوړوي او همدوی د ملت او ولس استازی سیاسي ځواک دی.
په داسې حال کې چې طالبان د شریعت په نامه سخت دریځۍ له امله منزوي شوي، تحریرالشام هڅه کوي د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره سیاسي انعطاف او منځلاریتوب وښيي. احمد الشرع د مولوي هبت الله اخوندزاده برعکس د دمشق په ماڼیو کې د پټېدو پرځای په پلازمېنو ګرځي، له سیمهییزو قدرتونو سره اړیکې جوړوي او غواړي نړیوالو او سیمه ییزو اندېښنو ته ځواب ووايي.
تحریرالشام د طالبانو د ختیز پلوه سیاستونو برعکس لویدیز ته مخه کړې ده؛ له سعودي، ترکیې، قطر او اردن سره یې اړیکې پراخې کړې دي.
تحریرالشام د طالبانو د ختیز پلوه سیاستونو برعکس لویدیز ته مخه کړې ده؛ له سعودي، ترکیې، قطر او اردن سره یې اړیکې پراخې کړې دي. په دې کې د جګړې ماضي بې اغیزې نه ده، ځکه طالبان له لویدیز او تحریرالشام د ایران او روسیې په څېر له ختیزو ځواکونو سره په جګړه کې ښکیل وو، خو دمشق له روسیې او ایران سره هم اړیکو ته هرکلی ویلی. له امریکا او لویدیز، په ځانګړې توګه فرانسې او جرمني سره د احمد الشرع د حکومت اړیکې ورځ تر بلې غوړیږي او تازه د فرانسې ولسمشر مکرون خپل سیال احمدالشرع ته د پاریس د سفر بلنه ور کړې ده.
اوس که تحریرالشام په سیمه ییزه او نړیواله کچه مشروعیت ترلاسه کوي، طالبان لا منزوي کیږي او د ولس، سیمې او نړۍ په سترګو کې یې سیاسي حیثیت را غورځي. دوی له همدې اړخه اوس تر فشار لاندې دي، ځکه د دمشق سیاستونو ته په کتو افغانان او نړۍ له دوی نه تغییر غواړي. دوی به اوس د سوریې تحریر الشام ته د «تربور» په سترګه ګوري.
«فرهنګي شرایط»، د طالبانو استدلال
د طالبانو یو شمېر پلویان د سوریې وروستیو تحولاتو ته د قدر په سترګه ګوري، خو په همدغه ترڅ کې ټینګار کوي چې د سوریې اسلامي نهضت او د افغانستان واکمن طالبان باید یو له بله سره جلا شي.
یوه طالب مبلغ دغو اندېښنو ته په ځواب کې لیکلي، « موږ هیڅکله د سوریې د نوي واکمن بدخواهي نه ده غوښتې. دا د امت لپاره یوه تاریخي بری دی، خو د سوریې اوسني مشران باید د افغانستان له وضعیت سره پرتله نه شي».
د دې نظر پلویان استدلال کوي چې د طالبانو حکومت له سوریې سره د پرتلنې وړ نه دی. دوی د حامد کرزي دورې ته اشاره کوي، چې د دوی په باور، یو «پردی پال» واکمن و، خو بیا یې هم خپلې مېرمنې ته اجازه ورنه کړه چې په رسمي ډول ډګر ته راووځي.برعکس، د سوریې د نوي اسلامي حکومت مشر د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې خپله مېرمن له ځان سره نړیوالو سفرونو ته بوتله. طالب پلویان دا یو اساسي توپیر ګڼي او وایي چې دا دواړه نظامونه باید جلا تحلیل شي.
د دوی لپاره، اسلامي رهبري یوازې د اشخاصو پر اساس نه ده، بلکې د هغو ټولنيزو، سیاسي او کلتوري شرایطو په رڼا کې ده، چې هر ملت ورسره مخ دی.
طالبان ځان د اسلامي حکومتولۍ یو «سوچه» ماډل بولي، چې له بهرنیو اغېزو پاک پاتې شوی.« موږ یو، چې تر اوسه الله تعالی د استعمار له تاثیراتو ساتلي یو».
خو، په سوریه کې فرهنګ، اسلام او ارزښتونه څومره له افغانستان سره متفاوت دي؟
ایا اسلام او جغرافیا د ظرف او مظروف په بڼه کارېدای شي؟
د طالبانو منتقدان له دوی متفاوت تفسیر لري: «اسلام دین دی، داسې نه شي کېدای چې هر لوښي ته یې واچوې او همغه شکل اختیار کړي. دا څنګه کېدای شي چې سوریه کې ټولنیز سیسټم بل ډول دی، اسلام به هم بل ډول وي، اسلام خو له همدې عربو راغلی، همغه دین دی او حتا ډېر عربي دودونه هم پکې راغلي، خو زموږ تفسیرونه ترې بل ډول دي».
ددوی په باور، که ښځې د فرهنګ له مخې په سفرونو کې د ولسمشر ملتیا نه شي کولای، په ټولګیو او ښوونځیو کې خو زده کړو ته حاضرېدای شي؛ د ملي بیرغ پر وړاندې خو نه دین خنډ جوړوي، نه فرهنګ، نو طالبان کوم عناد او سرتمبګي د احمد الشرع د سوریې په څېر د ماڼۍ او مېز پر سر د ملي بیرغ له رپونې او موجودیت راګرځوي؟
طالبانو په تېرو درې نیمو کلونو کې د خلکو د راغونډولو، انسجام، سیاسي پخلاینې، مذهبي زغم او بین الافغاني ډیالوګ پرځای برعکس خلک له افغانستان نه تېښتې ته اړ اېستې دي، د سیاسي پخلاینې پرځای یې د تسلیمۍ او ساکت کولو سیاست خپل کړی، سخت دریځۍ ته یې پر مذهبي زغم ترجیح ور کړې او ددې ټولو ذهني او متحجرانه شخصي اعمالو لپاره دین او کولتور د پلمې په توګه وړاندې کوي.
د طالبانو منتقدان پوښتي: ایا دوی کله فکر کړی، چې دا دومره خلک له افغانستان نه ولې په تېښته دي؟
د افغانستان د هیڅ ټبر په کولتوري ارزښتونو کې پر ښځو ددغسې بندیزونو او تېریو بېلګې نه موندل کیږي. د کولتور او فرهنګ ساتنه د ملتونو اصالت دی، خو دودونه د وخت په تېرېدو تغییر مني. برعکس طالبان د دود او فرهنګ په نامه په ناسمو محدودو ذهنیتونو متکي دي، د تېرو پېړیو په څېر لوڅ سریو ځوانانو ته په زور خولۍ او پګړۍ ور تړي او په زور خلک د عصري ژوند له مسیر او ښېګړو راګرځوي.
دا فرهنګي لوښی د طالبانو د ذهنیت تراشلی ظرف ګڼل کیږي، چې ټول ملت او حتا د اسلام مبارک دین یې پکې را محدود کړی.
د طالبانو مشر چې تر اوسه په عام محضر کې نه دی ښکاره شوی، دغه فرمان د روان کال د «وري په ۱۶مه نېټه صادر کړی» او د هغه لاسلیک هم په دې سند کې لیدل کېږي.
د دغه مکتوب له مخې چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ته لېږل شوی ملا هبت الله له ادارو غوښتي:« که ستاسو له لوري څوک د زدهکړو، د ظرفیت لوړولو، سیمینار یا نورو زدهکړو لپاره بهر ته استول کېږي؛ نو د هغوی بشپړ معلومات موږ ته د چارو ادارې له لارې راولېږئ او زموږ تر منښتې وروسته به اقدامات ترسره شي.»
تر دې مخکې هم هبتالله اخندزاده حکم ورکړی و، چې پرته له ده د طالبانو هېڅ مقام بهر ته سفر نه شي کولی او له بهرنیو چارواکو سره هم ناستې ولاړې نشي کولای.
د طالبانو دغه افراطي مشر د خپلو پخوانیو فرمانونو له مخې، په هېواد کې پر نجونو د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې هم بندې کړې دي.
هغه په کور دننه او بهر د خپلو افراطي فرمانونو له کبله له توندو نیوکو سره مخ دی؛ خو سره له دې یې هم د نجونو او ښځو پر وړاندې په بېلابېلو برخو کې خپلو بندیزونو ته دوام ورکړی دی. پر زدهکړو د بندیزونو او محدودیتونو له کبله نړۍواله ټولنه له طالبانو سره تعامل ته چمتو نه ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي پر هبت الله مخامخ د دغو بندیزونو له کبله نیوکې وکړې او د نجونو د زدهکړو پر ضد یې د خپل مشر ټولې پرېکړې وننګوولې.
عباس ستانکزي ته د همدغو څرګندونو له کبله په هېواد کې شپې سختې شوې او د ملا حمدالله له لوري د هغه د نیول کېدو امر سره سملاسي نوموړي له کابله پښې سپکې کړې او متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
عباس ستانکزي له طالبانو غوښتي، چې ملا هبت الله ته دې د خدای او پېغمبرۍ درجې نه ورکوي او نه دې هم په پټو سترګو د هغه سختدریځي فرمانونونه مني.