د افشا شویو اسنادو له مخې، طالبانو په ځانګړي ډول د کونړ چې د سلفي مذهب پیروان پکې پراخ نفوذ لري څېړنې کړې او د خلکو له نظریاتو یې معلومات راټول کړي دي.
دغه څېړنه د هلمند، بامیان، کونړ، پکتیکا، سرپل، سمنګان، میدان وردګ، بغلان، کاپیسا، پکتیا، جوزجان او لغمان ولایتونو کې هم ترسره شوې ده.
په هر ولایت کې د ۵۰۰ کسانو نظرونه د امر بالمعروف، اسلامي حجاب او له منکراتو د اجتناب په اړه ثبت شوي دي.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، ټولټال ۶زره کسانو په دغې څېړنه کې ګډون کړی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له خلکو پوښتلي:« ستاسو سیمه کې اسلامي حجاب څو سلنه مراعت کېږي؟»
د افشا شویو اسنادو له مخې، د ګډونوالو ۸۶ سلنه ویلي چې د دوی په سیمو کې حجاب سل په سلو کې مراعاتېږي او ۱۴ سلنه کسانو د دې پوښتنې په ځواب کې ۴۰ سلنه هم تایید کړی دی.
په کونړ کې د سلفي مفکورې ارزونه
کونړ یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په ځانګړې توګه د دغه ولایت د سلفي علماوو تر نفوذ لاندې سیمې څېړلې دي.
که څه هم طالبان او سلفیان دواړه د سختدریځې اسلامي تګلارې پیروان دي؛ خو د شریعت د تفسیر پر سر اختلافات لري.
د طالبانو او سلفیانو ترمنځ ښکاره د ځینو فتواوو په تړاو اختلافات شته. د سلفیانو ځینې ډلې د طالبانو شرعي اقدامات ناکافي بولي او طالبان بیا غواړي، چې د حنفي مذهب تګلاره په ټول هېواد کې پر خلکو وتپي.
د بندیزونو په لړ کې طالبانو په سلفي مذهبو سیمو کې ځیني بندیزونه لګولي، چې یو یې هم د لمونځ د ډول په تړاو دی.
د افغانستان انټرنشل په یوه څېړنیز راپور کې په ډاګه شوې وه، چې طالبانو په کونړ کې پر سلفي ملا امامانو بندیز لګولی چې امامت به نه کوي، په لمانځه کې به په لوړ غږ «آمین» نه وايي او نه به هم رفع الیدین کوي.
د څېړنې موخه او لګښت
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د دې څېړنې لپاره ۴۷۹۸۰۰ افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ده.
د طالبانو په وینا، دغه څېړنه د دې لپاره ترسره شوې چې و ارزوي خلک اسلامي احکام تر کومه حده عملي کوي او کومو برخو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.
په بامیان کې د مذهبي اختلافاتو یادونه
په داسې حال کې چې طالبان په ځینو ولایتونو کې د اسلامي احکامو د رعایت د لوړې کچې ادعا کوي، د بامیان ولایت د څېړنې پایلې یې له جدي ملاحظو سره ثبتې کړې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویلي، چې په بامیان کې ښځې د دوی د تعریف له مخې، شرعي حجاب نه مراعاتوي او هلته د ښځو او نارینهو کاري چاپېریال ګډ دی.
د راپور له مخې، ۷۸ سلنه بامیانیانو ویلي، چې حجاب رعایتېږي؛ خو طالبان شکایت کوي چې خلک تنګ، نازک او چسپ لباسونه هم حجاب ګڼي.
د طالبانو د څېړنې له مخې، د بامیان خلکو استدلال کړی، چې « زموږ په مذهب کې شرعي حجاب همدا دی او د شیعه علماو نظر هم همدا دی».
د سیلانیانو او بهرنیو موسسو د نفوذ په اړه د طالبانو اندېښنه
طالبانو ادعا کړې، چې د بامیان خلکو ته د زرګونه کورنيو او بهرنیو سېلانیانو تګ راتګ د دې ولایت پر کلتور منفي اغېز کړی دی.
د طالبانو په وینا، «لوېدیځوال» هڅه کوي، چې د بامیان اوسېدونکي له اسلام څخه لرې کړي او بهرني موسسات لکه د اغا خان موسسه د لوېدیځ کلتور د خپرېدو او ان مسیحیت ته د خلکو هڅولو هڅه کړې ده.
د څېړنې پایلې او احتمالي اغېزې
د دغې څېړنې د پایلو پر بنسټ اټل کېږي، چې طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې د امر بالمعروف کمپاینونه پراخ کړي او هغه سیمې یې لازیاتې تر خپلې ولکې لاندې کړې چې د دوی په اند اسلامي احکام پکې په کافي توګه نه رعایت کېږي.
د څېړونکو په باور، دغه ډول څېړنې د طالبانو د اېډیالوژیکي پالیسۍ پیاوړې کولو لپاره ترسره کېږي او د خلکو پر شخصي ژوند لا زیات محدودیتونه لګوي.
دا لا روښانه نه ده، چې د طالبانو موندنې به د کونړ، بامیان، او نورو ولایتونو پر وضعیت څه اغېز ولري؛ خو د افشا شویو اسنادو له مخې طالبان غواړي د خپلو شرعي احکامو د پلي کولو هڅې لا ګړندۍ کړي.