• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کونړ کې د سلفیانو تر نفوذ لاندې سیمو کې مذهبي بندیزونه زیات کړي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د «۱۴۰۲ لمریز کال په تلې میاشت» کې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د شرعي احکامو د پلي کولو په اړه له زرګونو کسانو نظرونه اخیستي دي.

د افشا شویو اسنادو له مخې، طالبانو په ځانګړي ډول د کونړ چې د سلفي مذهب پیروان پکې پراخ نفوذ لري څېړنې کړې او د خلکو له نظریاتو یې معلومات راټول کړي دي.

دغه څېړنه د هلمند، بامیان، کونړ، پکتیکا، سرپل، سمنګان، میدان وردګ، بغلان، کاپیسا، پکتیا، جوزجان او لغمان ولایتونو کې هم ترسره شوې ده.

په هر ولایت کې د ۵۰۰ کسانو نظرونه د امر بالمعروف، اسلامي حجاب او له منکراتو د اجتناب په اړه ثبت شوي دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، ټولټال ۶زره کسانو په دغې څېړنه کې ګډون کړی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له خلکو پوښتلي:« ستاسو سیمه کې اسلامي حجاب څو سلنه مراعت کېږي؟»

د افشا شویو اسنادو له مخې، د ګډونوالو ۸۶ سلنه ویلي چې د دوی په سیمو کې حجاب سل په سلو کې مراعاتېږي او ۱۴ سلنه کسانو د دې پوښتنې په ځواب کې ۴۰ سلنه هم تایید کړی دی.

په کونړ کې د سلفي مفکورې ارزونه

کونړ یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په ځانګړې توګه د دغه ولایت د سلفي علماوو تر نفوذ لاندې سیمې څېړلې دي.

که څه هم طالبان او سلفیان دواړه د سخت‌دریځې اسلامي تګلارې پیروان دي؛ خو د شریعت د تفسیر پر سر اختلافات لري.

د طالبانو او سلفیانو ترمنځ ښکاره د ځینو فتواوو په تړاو اختلافات شته. د سلفیانو ځینې ډلې د طالبانو شرعي اقدامات ناکافي بولي او طالبان بیا غواړي، چې د حنفي مذهب تګلاره په ټول هېواد کې پر خلکو وتپي.

د بندیزونو په لړ کې طالبانو په سلفي مذهبو سیمو کې ځیني بندیزونه لګولي، چې یو یې هم د لمونځ د ډول په تړاو دی.

د افغانستان انټرنشل په یوه څېړنیز راپور کې په ډاګه شوې وه، چې طالبانو په کونړ کې پر سلفي ملا امامانو بندیز لګولی چې امامت به نه کوي، په لمانځه کې به په لوړ غږ «آمین» نه وايي او نه به هم رفع الیدین کوي.

د څېړنې موخه او لګښت

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د دې څېړنې لپاره ۴۷۹۸۰۰ افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ده.

د طالبانو په وینا، دغه څېړنه د دې لپاره ترسره شوې چې و ارزوي خلک اسلامي احکام تر کومه حده عملي کوي او کومو برخو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.

په بامیان کې د مذهبي اختلافاتو یادونه

په داسې حال کې چې طالبان په ځینو ولایتونو کې د اسلامي احکامو د رعایت د لوړې کچې ادعا کوي، د بامیان ولایت د څېړنې پایلې یې له جدي ملاحظو سره ثبتې کړې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویلي، چې په بامیان کې ښځې د دوی د تعریف له مخې، شرعي حجاب نه مراعاتوي او هلته د ښځو او نارینه‌و کاري چاپېریال ګډ دی.

د راپور له مخې، ۷۸ سلنه بامیانیانو ویلي، چې حجاب رعایتېږي؛ خو طالبان شکایت کوي چې خلک تنګ، نازک او چسپ لباسونه هم حجاب ګڼي.

د طالبانو د څېړنې له مخې، د بامیان خلکو استدلال کړی، چې « زموږ په مذهب کې شرعي حجاب همدا دی او د شیعه علماو نظر هم همدا دی».

د سیلانیانو او بهرنیو موسسو د نفوذ په اړه د طالبانو اندېښنه

طالبانو ادعا کړې، چې د بامیان خلکو ته د زرګونه کورنيو او بهرنیو سېلانیانو تګ راتګ د دې ولایت پر کلتور منفي اغېز کړی دی.

د طالبانو په وینا، «لوېدیځوال» هڅه کوي، چې د بامیان اوسېدونکي له اسلام څخه لرې کړي او بهرني موسسات لکه د اغا خان موسسه د لوېدیځ کلتور د خپرېدو او ان مسیحیت ته د خلکو هڅولو هڅه کړې ده.

د څېړنې پایلې او احتمالي اغېزې

د دغې څېړنې د پایلو پر بنسټ اټل کېږي، چې طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې د امر بالمعروف کمپاینونه پراخ کړي او هغه سیمې یې لازیاتې تر خپلې ولکې لاندې کړې چې د دوی په اند اسلامي احکام پکې په کافي توګه نه رعایت کېږي.

د څېړونکو په باور، دغه ډول څېړنې د طالبانو د اېډیالوژیکي پالیسۍ پیاوړې کولو لپاره ترسره کېږي او د خلکو پر شخصي ژوند لا زیات محدودیتونه لګوي.

دا لا روښانه نه ده، چې د طالبانو موندنې به د کونړ، بامیان، او نورو ولایتونو پر وضعیت څه اغېز ولري؛ خو د افشا شویو اسنادو له مخې طالبان غواړي د خپلو شرعي احکامو د پلي کولو هڅې لا ګړندۍ کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

افغانستان د غربت په لړ کې؛طالبانو‌ بلخ کې نږدې ۷‌سوه ماشومان او ښځې له سوالګرۍ راګرځولې دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۳۵ GMT+۰

په بلخ ولایت کې د طالبانو د سوالګرو راټولولو کمېټې ویلي‌، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې ۶۸۴ سوالګر ماشومان او ښځې راټولې کړې دي. د دغې کمېټې د معلوماتو‌ له مخې، په دغو کسانو کې ۱۶۶ نارینه او‌ پاتې نور ټول ښځې او ماشومان دي.

د طالبانو د دغه کمېټې مشر صالح محمد طارق ویلي، چې په دغو سوالګرو کې ۲۶ هغه کسان هم شامل دي چې تر دې پخوا هم نیول شوي و او قضیې یې د یادې کمېټې له‌خوا د طالبانو ځايي محکمې ته سپارل شوې دي.

ښاغلي صالح محمد زیاته کړې، چې د اسلامي شریعت له مخې سوال کول ګناه ده؛ خو هغه دا نه دي ویلي، چې د دغو سوالګرو د لوږې مخنېوي لپاره یې څه اقدامات ترسره کړي‌ دي.

نیوکې دا دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې لوږه او غربت تر بل هر وخت ډېر شوی، چې له امله یې خلک سوالګرۍ ته اړ شوي دي.

د طالبانو د سوالګرو راټولولو کمېټه ادعا کوي، چې سوالګري د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په یو کسب بدله شوې او ډېر خیرات غوښتونکي هېڅ ډول مجبوري نه لري.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ملګرو ملتونو په خپل یو راپور کې ادعا کړې چې افغانستان د داسې کچې غربت ته رسېدلی چې نږدې ۲۰مېلیونه وګړي یې یوازې له چایو سره ډوډۍ خوري.

د طالبانو یاده کمېټه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې فعاله ده او ان سوالګر یې زنداني کړي‌ هم دي.

باورونه دا دي، چې طالبان د دغو سوالګرو د ژوند ښه کېدو لپاره هېڅ ډول عملي پروګرامونه نه لري او نه هم ورته د کاري فرصتونو په برابرولو کې ژمن دي.

د پخواني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته پر هېواد د حاکمې لوږې له کبله نه یوازې دا چې خلکو خیرات غوښتنې ته مخه کړې؛ بلکې د غربت د دغو سختو څپو له کبله کورنۍ اړې شوې، چې خپل ماشومان وپلوري.

د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوسني افغانستان ته خورا اندېښمن دي او وېره لري، چې د لوږې دغه کچه به لا مخ په ډېرېدو شي.

هم مهاله د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې پر طالبانو د نغدي کڅوړو بندیز له کبله به په هېواد کې لوی ناورین رامنځته شي او د دې ډلې اقتصادي حالت به وپاشل شي.

اندېښنې شته، چې د طالبانو د افراطي چلند او نړۍ سره د تعامل نه لرلو له امله به افغانان هم د اقتصادي ناورین په دغو څپو کې سخت زیانمن شي.

افشا شوي اسناد؛ د طالبانو د کرنې وزارت د عشر او زکات ځانګړی ریاست ۱۲‌سوه کارکوونکي لري

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۵۱ GMT+۰

د هغو اسنادو له مخې چې د انټرنېټي هېکرانو یوې ډلې د طالبانو د معلوماتي بانک څخه افشا کړي، پکې په ډاګه شوې چې د دغې ډلې کرنې وزارت د عشر او زکات راټولولو لپاره یو خپلواک ریاست جوړ کړی دی. خپاره شوي اسناد ښيي چې دغه ریاست ۱۲۰۰ کارکوونکي لري.

د طالبانو د کرنې وزارت د ۱۴۰۲ کال (د زمري په ۸مه نېټه) د دغې ډلې رییس‌الوزرا ته یو رسمي لیک استولی چې پکې ویل شوي، چې د عشر او زکات ټولولو مسوولیت د کرنې وزارت ته سپارل شوی دی.

په دغه لیک کې د طالبانو د کرنې وزارت سرپرست عطاءالله عمري لیکلي:« د عشر او زکات ټولولو بهیر پخوا بې‌نظمه و؛ خو د اسلامي امارت د رهبرۍ د هدایت د تطبیق او د چارو د لا ښه انسجام لپاره موږ د ۱۴۰۲ مالي کال په تشکیل کې د عشر او زکات عمومي ریاست شامل کړی دی.»

هغه له رییس‌الوزرا غوښتنه کړې، چې د طالبانو مسوولینو ته هم په مرکز او هم په ولایتونو کې لارښوونه وکړي چې د عشر او زکات راټولولو په برخه کې دې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته نه یوازې له خلکو څخه درنې مالیې راټولې کړې؛ بلکې د عشر او زکات راټولولو ته یې هم ځانګړې پاملرنه کړې.

دغه ډله د خلکو له زراعتي حاصلاتو او مالدارۍ عشر او زکات اخلي.

دغې ډلې تر خپلې بشپړې واکمنۍ مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جمهوري نظام پر مهال له بزګرانو څخه د عشر او زکات په نوم باجونه ټولول.

نیوکې دا د‌ي، چې د طالبانو دغه کارکوونکي له بزګرانو له خپلې کچې ډېر عشر غواړي چې عام بزګران یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په بېلابېلو ولایتونو کې شتمنو کسانو هم شکایتونه کړي، چې دوی چمتو نه دي چې طالبانو ته زکات ورکړي او دوی غواړي چې خپله په ټولنه کې اړمنو کسانو ته زکاتونه ووېشي؛ خو طالبانو یې مخه نیولې ده.

افشا شوي اسناد؛ طالبانو نږدې ۱۴۰۰ افغان ښځې بندیانې کړې او نیولې دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د حکومت له معلوماتي مرکزونو څخه افشا شوي اسناد ښيي، چې دغې ډلې د «۱۴۰۲» لمریز کال په اوږدو کې لږ تر لږه «۳۵۲ افغان ښځې بندیانې کړې او ۱۰۸۱» نورې یې نیولې دي.

د دغو اسنادو له مخې، لسګونه بهرني وګړي چې شپږ یې ښځې دي هم د طالبانو په زندانونو کې ساتل کېږي.

دغه اسناد چې د طالبانو د حکومت د بېلابېلو وزارتونو او خپلواکو ادارو معلومات رانغاړي په یوه نوې وېب‌ پاڼه "طالب لیکس" کې خپاره شوي دي.

د افشا شویو معلوماتو یوه برخه د افغانستان د زندانونو خپلواکې ادارې پورې اړه لري، چې د مرکزي او ولایتي زندانونو معلومات پکې شامل دي.

د دغه معلوماتو له مخې، د طالبانو تر واک لاندې زندانونو او بندخونو کې د بندیانو او نیول شویو کسانو شمېر ۱۸زره کسانو ته رسېږي چې «۱۶۵۰۷ یې نارینه او له ۱۳۷۴ زیاتې ښځې» دي. د بهرنیو وګړو له ډلې «۳۱ نارینه زنداني شوي او ۳۲» نور نیول شوي دي. په همدې حال کې ۲ بهرنۍ ښځې بندیانې شوې او ۴ نورې بیا نیول شوې دي.

د افشا شویو معلوماتو له مخې، د بندیانو تر ټولو لوړ شمېر په کابل، هرات، او سمنګان کې ثبت شوی.

د هرات په زندان کې ۹۶، په کابل کې ۷۰ او په سمنګان کې بیا ۳۶ ښځې بندیانې شوې دي.

د نیول شویو ښځو شمېر هم په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې زیات دی، چې په کابل کې «۲۰۹ په هرات کې ۱۲۶ او په بلخ کې بیا ۱۱۲ ښځې» نیول شوې دي. 

په پروان کې «۱۹ بندیانې او ۲۵ نیول شوې، په سرپل کې ۱۸ بندیانې او ۱۷ نیول شوې، په جوزجان کې ۱۸ بندیانې او ۵۵ نیول شوې، په کندهار کې ۱۴ بندیانې او ۴۵ نیول شوې، په تخار کې ۳۵ نیول شوې، په فراه کې ۱۹ بندیانې، په غزني کې ۱۳ بندیانې او ۳۶ نیول شوې او په خوست کې بیا ۲۶» ښځې نیول شوې دي. 

په خپرو شویو اسنادو کې د نیول شویو کسانو د هویت او تابعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دغه نوملړ چې د ۱۴۰۲ کال (د تلې د ۱۳مې نېټې) پورې ترتیب شوی ښيي، چې تر ټولو ډېر بندیان په کابل کې دي. د څرخي پله زندان کې «۱۳۷۲ نارینه بندیان دي او د کابل په توقیف ‌ځایونو کې ۱۸۱۷کسان» ثبت شوي دي.

د طالبانو له معلوماتي مرکزونو څخه د دغو اسنادو افشا کېدل د طالبانو د استخباراتي امنیت لپاره یو مهم ګوزار بلل کېږي؛ ځکه چې دغه ډله تل هڅه کوي، چې د معلوماتو لاسرسی محدود کړي او رسنۍ هم سانسور کړي.

د م.م دوو سازمانونو د پاکستان له حکومته د کډوالو د اېستنې په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۲۲ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د کډوالو په برخه کې د پاکستان حکومت پر وروستۍ پرېکړې اندېښنه ښودلې.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت له افغان کډوالو غوښتي و، چې له پلازمېنې اسلام اباد او پېنډظ څخه ووځي؛ کنه دوی به له دغه هېواده له شړلو سره مخ شي.

د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت پلان لري، چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ډله ییز اېستلو یو نوی پړاو پیل کړي.

د هغو سندونو له مخې، چې افغانستان انټرنشنل تر لاسه کړي د پاکستان حکومت د شهباز شریف په مشرۍ په یوه غونډه کې د افغان کډوالو ډله‌ییز اېستل تصویب کړل.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان حکومت دې د دغې پرېکړې او د دغې چارې د مهال وېش په اړه وضاحت ورکړي.
دغه دوو بنسټونو د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د پي او ار او اې سي سي کارت لرونکو افغانانو په ګډون دې د پناه غوښتونکو پر وړاندې هره يرېکړه د بشري حقونو معیارونو سره سم پلي کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ناڅرګنده مهالوېش له امله وضعیت لاپېچلی شوی چې د ماشومانو پر زده کړو یې هم اغېز کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو نیونې زور اخیستی چې په دغه موده کې ګڼ اسناد لرونکي افغانان هم نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د روان کال له پیله بیا تر دې دمه یوازې له پېنډۍ او اسلام اباده د ښځو او ماشومانو يه ګډون له ۸۰۰ څخه زیات افغانان له نیول کېدو وروسته له دغه هېواده اېستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په ۲۰۲۱مال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې له هېړادونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د هغو افغانانو پر اېستلو اندېښنه ښودلې، چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو سره به له ګواښ سره مخ شي؛ لکه قومي او مذهبي لږکۍ، ښځې او نجونې، خبریالان، د بشري حقونو فعالین او هنرمندان.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشرې فیلیپا کېنډلر ویلي:« افغانستان ته جبري ستنېدا کولی شي، ګڼ افغانان له ګواښ سره مخ کړي. موږ له پاکستان حکومته غوښتنه کوو، چې له ګواښ سره مخ افغانانو ته دې د خوندیتوب چمتو کولو ته دوام ورکړي.»
د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشر میو ساتو هم ویلي، دوی ژمن دي ژمن دی چې د پاکستان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سره په ګډه مار وکړي؛ ترڅو هغه کډوال چې خوندیتوب او ساتنې ته اړتیا لري ورته د حل لارې وموندل شي

هبت الله ته د حکمتیار د زوی اشاره: دومره احمق یې چې ځان له پېغمبر او اصحابو هم غوره ګڼې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۴۲ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو له لوري له سیاسي فعالیتونو راګرځول شوي ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار پر اېکس پاڼه ملا هبت الله ته په اشارې هغه له دې کبله احمق ګڼلی، چې ګوندې ځان له پیغمبر او اصحابو څخه «غیرتمن» ګڼي.

حبیب الرحمان حکمتیار زیاته کړې، چې ملا هبت الله ته له څوارلس سوه کالونو راهیسې تر نن ورځې پورې ټول مسلمانان «بې‌غېرته» ښکاري‌ او ځان تر ټولو لوړ ګڼي.

د هغه په خبره، د طالبانو مشر پر ښځو داسې سختۍ کوي چې اصحابو نه دي کړي‌ او ان په دې تړاو ورته د حنفي مذهب تر څنګ امام ابو حنیفه هم «غیرتي» نه ښکاري.

د حبیب الرحمن حکمتیار په وینا:« دا ټول حماقت په مذهب، ږېرې، پګړۍ، د ملا او طالب په نوم توجیه کوي».

هغه نیوکه کړې، چې د طالبانو مشر نه یوازې دا چې له نړۍوالې ټولنې سره هېڅ ډول تعامل نه کوي؛ بلکې په کور دننه له افغانانو څخه هم پټ دی او هېڅ راز لیدنې نه کوي.

هغه په ټینګار سره ویلي، چې «ملاهبت الله ته د اسلام تر وروستي پېغمبره هم ځان غېرتمند ښکاري.»

حبیب الرحمان حکمتیار داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې پلار یې د طالبانو له‌خوا له خپل کوره هم اېستل شوی او د کابل په شېرپور کې یې په یوه بل کور کې مېشت کړی دی.

طالبانو په ګلبدن حکمتیار د پخواني جمهوري نظام له لوري د ساتونکو د ورکول کېدونکو تنخواوې او‌ پرې میاشتني دولتي لګښتونه هم بند کړي دي.

پر هغه بندیزونه دي، چې لویې سیاسي غونډې په نه کوي او ګوند یې هم له فعالیته منع کړای شوی دی.

د طالبانو په واکمنۍ کې د اسلامي حزب پر مشر ډله‌ییز وسله‌وال برید هم وشو؛ خو هغه ترې ژوندی ووت.

د حبیب الرحمن حکمتیار پلار هم پر طالبانو توندې نیوکې کوي او څو ځلې یې د ملا هبت الله پرېکړې غندلې دي.

له بل پلوه بیا د حکمتیار لمسی عبدالله بهیر بیا څو ځلې ګلبدین حکمتیار د پاکستان جاسوس او د کابل د کورنیو جګړو قصاب بللی دی.

طالبان هم د اسلامي حزب له مشر سره له سپکاوي ډک چلند کوي او څو ځلې د یادې ډلې د استخباراتو له لوري ګواښل شوی هم دی.

که څه هم د پخواني جمهوري نظام پر مهال د ګلبدین حکمتیار له لوري د سولې په لومړیو ورځو کې د ویناوو پر مهال د طالبانو له فعالیتونو څخه هغه ملاتړ کاوه؛ خو اوس لیدل کېږي چې د دواړو لوریو ترمنځ د اختلافونو کچه پراخه شوې او ان د ګلبدین حکمتیار د زوی په ګډون د هغه د کورنۍ غړي پر طالبانو توندې نیوکې کوي.