ملاهبت الله امر کړی، چې د ده له اجازې پرته هېڅوک له هېواده بهر د زده‌کړو لپاره نشي تلای

د طالبانو د هغو معلوماتي اسنادو له مخې چې د هېکرانو یوې انټرنېټي شبکې افشا کړي، ملا هبت‌الله د دغې ډلې حکومتي ادارو ته امر کړی چې د ده له اجازې پرته هېڅوک د زده‌کړو لپاره بهر باید ونه لېږل شي.