• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډېپلوماټ مجله: چین په افغانستان کې د خپل نفوذ د زیاتولو په لټه کې دی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۳۴ GMT+۰

ډېپلوماټ مجلې په یو تحلیل کې ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا متحده‌ایالاتو د اقتصادي مرستو د بندیز په ترڅ کې چین ته دا فرصت په لاس ورغلی څو په دغه هېواد کې د یو لوی سیال په توګه ځان مطرح کړي.

همداراز، په تحلیل کې راغلي چې طالبان به هڅه وکړي څو د امریکا د مرستو د بندیز له امله له کورنیو سرچینو او اقتصادي فشارونو څخه کار واخلي، په داسې حال چې چین بیا په ډېر جدي ډول په افغانستان کې د خپل نفوذ د زیاتوالي په لټه کې دی.

په تحلیل کې ويل شوي چې د ۲۰۲۱ کال پرمهال له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو تر وتلو وروسته، متحده‌ایالاتو افغانستان ته د بشرپاله مرستو د استولو له لارې د افغانانو ډېری اقتصادي او ټولنیزې اړتیاوې پوره کړې وې او په وینا یې، د روغتیا، پوهنې او کرنې په برخو کې یې تر یوه حده د دغه هېواد د ثبات په ساتلو کې مهمه ونډه درلوده.

دغه تحلیل زیاتوي: «دا مهال چې له افغانستان سره د امریکا مرستې بندې شوي، په دغه هېواد کې اقتصادي ناورین د پراخېدو په حال کې دی او افغانان له جدي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.»

د ډېپلوماټ د تحلیل پر بنسټ، چین پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دغې ډلې سره نږدې اړیکې ساتلي او په وینا یې، په دغه هېواد کې یې خپل پراخ حضور ترلاسه کړی دی.

په تحلیل کې راغلي چې چین پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې ډلې له قدرت څخه هرکلی او پراخ ملاتړ اعلان کړ او دا یې په سیمه کې د خپل نفوذ د پیاوړتیا لپاره یو فرصت وګاڼه.

د ډېپلوماټ په تحلیل کې څرګنده شوې چې طالبانو چین ته د افغانستان بډایه سرچینې په لاس‌رسي کې ورکړي او چینایانو له دغه فرصته ګټه پورته کړې ځو په دغه هېواد کې پانګونه او خپل اقتصادي فعالیتونه پراخ کړي.

د تحلیل له مخې، چین په دې وروستیو کې د طالبانو له اقتصادي پروګرامونو ملاتړ ډېر کړی او ځینې پالیسۍ یې په دغه هېواد کې رهبري کړې چې په وینا یې، د افغانستان لپاره د چین د تعرفې معافیت د دې پالیسو یوه ښه بېلګه بلل کېږي.

د یادونې ده چې چین د نورو هېواد په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې له دغې ډلې سره ښې اړیکې پاللي او ان په بېجېنګ کې یې د افغانستان سفارت هم طالب استازو ته وسپاره.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

حنیف اتمر: انګلستان کرېکټ بورډ، د افغان کرېکټ لوبډلې په اړه عادلانه پرېکړه کړې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۳ GMT+۰

د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغان کرېکټ لوبډلې په اړه د انګلستان کرېکټ بورډ پرېکړه عادلانه بللې او ویلي یې دي چې د طالبانو ظالمانه پرېکړو له امله باید افغان لوبډله له سیالیو ونه ویستل شي.

تېره میاشت د بریتانیا د پارلمان ۱۶۰ غړو د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ ته لیکلي وو، چې د فبرورۍ په ۲۶ مه په لاهور کې د افغانستان د کرېکټ لوبډله دې له ګروپي پړاو څخه وباسي.

د همدغې پرېکړې په موخه د پنجشنبې په ورځ د انګلستان کرېکټ بورډ په ناسته کې د دغه بورډ مشر ریچارډ تامپسن د خپلې لوبډلې لوبډلمشر جوس بټلر ته لارښوونه وکړه چې له افغانستان کرېکټ لوبډلې سره د اتلانو په جام کې سیالي ترسره کړي.

حنیف اتمر پر اېکس پاڼې لیکلي:« د طالبانو د ظالمانه او منزوي پالیسیو په وړاندې مناسب ځواب باید دا نه وي چې د هېواد ملي لوبډله له سیالیو څخه وباسي او افغان خلک له خپلې خوښۍ او ویاړ څخه محروم کړي. پرځای یې، موږ باید د هېواد د زړورو نجونو د کرېکټ ملي ټیم ملاتړ وکړو، حتی له افغانستان څخه بهر.»

اتمر زیاتوي: «موږ باید هغه دروازې پرانیزو چې طالبانو د خلکو د ازادۍ او حقونو پر مخ تړلي دي او هغه ملي حاکمیت بیرته راګرځوو چې طالبانو زموږ له خلکو څخه غلا کړی دی.»

هېره دې نه وي، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) اتلانو جام (چمپېنز ټرافي) سیالۍ چې د نړۍ غوره اته لوبډلې د دغه جام لپاره سیالي ترسره کوي، د فېبرورۍ په ۱۹ نېټه په کراچۍ کې پېل کیږي چې د مارچ تر ۹ مې نېټې به دوام وکړي.

دغه سیالۍ به په کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ او دوبۍ کې ترسره کېږي او لوبې به شپه او ورځ وي.

پاکستان افغان کډوالو ته د مارچ تر ۳۱ پورې وخت ورکړی چې له اسلام اباد څخه ووځي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۴۸ GMT+۰

د پاکستان حکومت په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشتو افغان کډوالو ته ویلي، چې د مارچ تر ۳۱مې نېټې دې له اسلام اباد څخه ووځي. پاکستان د خپل له دې اقدام سره غواړي چې د نورو لویډیځو هېوادونو تر څنګ پر امریکا هم فشار راوړي چې د کډوالو په اړه ژر تر ژره لاس په کار شي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د پاکستان یوه اندېښنه داده چې، افغان طالبان «پاکستاني وسله والو ته پناه ورکوي چې له پولې هاخوا بریدونه کوي." مګر افغان طالبانو دا تورونه په کراتو رد کړي دي.

همدا ډول پاکستان دا هم ویلي چې د دوی په هېواد کې یو شمېر افغانان په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل دي.

د متحده ایالاتو له خوا د افغان کډوالو د انتقال پروګرام ځنډلو سره پاکستان ګواښ کړی، که امریکا او یا بل کوم هېواد افغان کډوالو ونه مني نو بېرته به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته واستول شي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د دغو افغان کډوالو له ډلې شاوخوا ۱۵ زره یې په امریکا کې د مېشتېدو غوښتنه کړې، خو د امریکا د کډوالو د پروګرامونو ځنډېدو د دغو کډوالو په اړه دا اندېښنه راپورته کړې چې ایا دوی به امریکا ته یوړل شي کنه.

له دغو کډوالو څخه ډېرو یې یا مستقیم او یا هم د دوی د کورنۍ غړو له امریکایي پوځ سره په داسې حال کې همکاري کړي کله چې امریکا په افغانستان کې پوځي ماموریت ترسره کاوه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون ویلي دي، چې دا کډوال بېرته خپلو کورونو ته د ستنیدو په صورت کې د طالبانو له غچ اخیستنې له ګواښ سره مخامخ دي.

دغه کمېسیون له پاکستان څخه غوښتي، مخکې له دې چې دوی له پاکستان څخه واېستل شي د دغو کډوالو خوندیتوب دې په پام کې ونیسي.

د مقاومت جبهې ادعا: په کندوز کې مو درې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۴۴ GMT+۰

د ملي مقاومت جبهې په نامه د طالب ضد مخالفې وسله والې ډلې ادعا کړې، چې په کندوز ولایت کې یې دوه طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

دغې جبهه پر اېکس پاڼې لیکلي، چې یاد برید یې د پنجشنبې ماښام (تېره شپه) د کندوز ولایت په مرکز سیره راه نواب اباد کې پر یوې پوستې کړی چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

خبر زیاتوي چې په دغه برید کې د طالبانو یو موټر هم ویجاړ شوی او د مقامت جبهې ځواکونو او ملګي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دغه جبهې د ادعا په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د افغانستان استازولۍ «یوناما» د یوه راپور په خپرولو سره مقاومت او ازادۍ جبهې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو دوو میاشتو کې د هغو بریدونو مسوولې ګڼلي، چې ملکي وګړو ته په کې زیان اوښتی.

یوناما ویلي و، چې د مقاومت جبهې په دوو بریدونو کې یو ملکي کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

خو د مقاومت جبهه د خپلو وسله والو له خوا ملکي کسانو ته د مرګژوبلې د اړولو په اړه د یوناما وروستی راپور ردوي او د یادې ادارې راپور ورکوونکي د طالبانو سرچینې بولي.

هېواد کې د ځان‌ وژنې پېښو زیاتوالی؛ په هلمند کې یوه پاخه عمر لرونکي سړي ځان‌ وژنه وکړه

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۳۵ GMT+۰

له هلمنده یوې باوري سیمه‌ییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په دغه ولایت کې یوه پاخه عمر لرونکي سړي د نشه‌يي توکو د کارونې له لارې خپل ژوند پای ته رسولی دی.

سرچینې د جمعې په ورځ (سلواغې ۱۹مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته زیاته کړه، چې دغه سړی چې شاوخوا ۵۰ کاله عمر درلود، لومړی یې تریاک اخیستي او وروسته یې د ځان‌ وژنې په نیت خوړلي دي.

د سرچینې په وینا، پېښه د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په «شیرین‌باز» کلي کې شوې، خو د دغه سړي د هویت په تړاو یې نور معلومات نه دي وړاندې کړي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، دغه پوخ عمرلرونکي سړي رواني ناروغي لرله.

سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته منلې چې دا د تېرو څو ورځو پرمهال په هلمند کې د ځان‌ وژنې درېیمه پېښه ده.

د یادونې ده، چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو ترمنځ د ځان‌وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره سې شنبه (دسلواغې ۱۶مه) په خوست کې یوې ځوانې نجلۍ له مدرسې څخه تر فراغت وروسته ځان‌ وژنه کړې وه.

طالبانو له ایران غوښتي چې «مجرم» کډوال ونيسي او دغې ډلې ته يې وسپاري

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۰

طالبانو له ایران غوښتي، چې یو شمېر افغان کډوال چې د دغې ډلې په وینا «مجرمان» پېژندل شوي ونیسي او بېرته یې افغانستان ته ولېږي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په رسمي اسنادو کې دغه بهیر د «مجرمانو سپارلو» په نوم یاد شوی دی.

د دې غوښتنې په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي، چې د بشپړ اسنادو په ګډون د لګول شویو تورونو جزيات، د افغان محکمې حکمونه، د انټرپول پولیسو فورمې او د تاDید مهرونه او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رسمي اقدام واستوي.

ایران همداراز ټینګار کړی، چې دغه ټول اسناد باید د مجرمینو د سپارلو د موافقې د څلورمې مادې له مخې، چې د ۱۳۸۵ کال د جوزا د میاشتې په اوومه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې، چمتو او واستول شي.

د طالبانو د وزارتونو د زرګونو نورو رسمي اسنادو سره د طالبانو په لیکس ویب پاڼه کې د خپاره شوي رسمي مکتوبونو له مخې، په تهران کې د طالبانو سفارت د ۱۴۰۲ کال د جدي په ۴مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغو کسانو د تورونو په اړه وضاحت او د انټرپول پولیسو تایید غواړي.

100%

د دغو کډوالو دقیق جزیات او د هغوی شمیر لا نه دی خپور شوی.

د ۱۴۰۰ کال دزمري په مياشت کې د طالبانو له لوري د کابل تر سقوط وروسته د طالبانو د سیاسي مخالفینو او د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو په ګډون لسګونه زره افغانان د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي.

تر اوسه لا دا څرګنده نه ده، چې د طالبانو په دې غوښتنه کې د کډوالو کومې ډلې شاملې دي او ایا دوی په ایران کې له ځانګړو قانوني مسایلو سره تړاو لري او که نه.