
له هلمنده یوې باوري سیمهییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په دغه ولایت کې یوه پاخه عمر لرونکي سړي د نشهيي توکو د کارونې له لارې خپل ژوند پای ته رسولی دی.
سرچینې د جمعې په ورځ (سلواغې ۱۹مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته زیاته کړه، چې دغه سړی چې شاوخوا ۵۰ کاله عمر درلود، لومړی یې تریاک اخیستي او وروسته یې د ځان وژنې په نیت خوړلي دي.
د سرچینې په وینا، پېښه د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په «شیرینباز» کلي کې شوې، خو د دغه سړي د هویت په تړاو یې نور معلومات نه دي وړاندې کړي.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، دغه پوخ عمرلرونکي سړي رواني ناروغي لرله.
سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته منلې چې دا د تېرو څو ورځو پرمهال په هلمند کې د ځان وژنې درېیمه پېښه ده.
د یادونې ده، چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو ترمنځ د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره سې شنبه (دسلواغې ۱۶مه) په خوست کې یوې ځوانې نجلۍ له مدرسې څخه تر فراغت وروسته ځان وژنه کړې وه.

طالبانو له ایران غوښتي، چې یو شمېر افغان کډوال چې د دغې ډلې په وینا «مجرمان» پېژندل شوي ونیسي او بېرته یې افغانستان ته ولېږي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په رسمي اسنادو کې دغه بهیر د «مجرمانو سپارلو» په نوم یاد شوی دی.
د دې غوښتنې په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي، چې د بشپړ اسنادو په ګډون د لګول شویو تورونو جزيات، د افغان محکمې حکمونه، د انټرپول پولیسو فورمې او د تاDید مهرونه او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رسمي اقدام واستوي.
ایران همداراز ټینګار کړی، چې دغه ټول اسناد باید د مجرمینو د سپارلو د موافقې د څلورمې مادې له مخې، چې د ۱۳۸۵ کال د جوزا د میاشتې په اوومه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې، چمتو او واستول شي.
د طالبانو د وزارتونو د زرګونو نورو رسمي اسنادو سره د طالبانو په لیکس ویب پاڼه کې د خپاره شوي رسمي مکتوبونو له مخې، په تهران کې د طالبانو سفارت د ۱۴۰۲ کال د جدي په ۴مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغو کسانو د تورونو په اړه وضاحت او د انټرپول پولیسو تایید غواړي.

د دغو کډوالو دقیق جزیات او د هغوی شمیر لا نه دی خپور شوی.
د ۱۴۰۰ کال دزمري په مياشت کې د طالبانو له لوري د کابل تر سقوط وروسته د طالبانو د سیاسي مخالفینو او د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو په ګډون لسګونه زره افغانان د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي.
تر اوسه لا دا څرګنده نه ده، چې د طالبانو په دې غوښتنه کې د کډوالو کومې ډلې شاملې دي او ایا دوی په ایران کې له ځانګړو قانوني مسایلو سره تړاو لري او که نه.
د طالبانو مالیې وزارت او د دې ډلې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د شبنې په ورځ به «امارتې ادارو» ته د مرغومي میاشتې د تنخا ور کولو لړۍ پيل شي. ښاغلي مجاهد ويلي، چې په لومړۍ ورځ به ۸ وزارتونو او ورپسې به د ۴ ورځو په جريان کې ټولو «امارتې ادارو» ته تنخا ورسيږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د دغې ډلې د ماليې وزارت د جمعې په ورځ «امارتې ادارو» ته د مرغومې میاشتي د تنخا یو لیست خپور کړی او زياته کړې، چې ټولو «امارتي کارکوونکو» ته به تنخاوي ورکړل شي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د شنبې په ورځ به د یوه منظم پلان مخې په لومړۍ ورځ د بهرنیو چارو، حج او اوقافو، کډوالو چارو، صنعت او سوداګرۍ، دفاع، لوړو زدکړو، کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو د کارکوونکو ته تنخواوي ورکړل شي.
هغه زياته کړې، چې په څلورو نورو ورځو کې به «د نورو دولتي ادارو د کارکوونکو معاشونه هم وېشل کېږي.»
د طالبانو ماليې وزارت ویلي، چې پر بانکونو د ګڼې ګوڼې د مخنيوي په خاطر يې د تنخا د ورکړې لپاره د ادارو ليست جوړ کړی.
تر دې وړاندي سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د امریکا د مرستو له ځنډېدو سره سم، طالبانو ټولو دولتي کارکوونکوته خبر ورکړی، چې میاشتني معاشونه یې د دریو میاشتو لپاره ځنډول شوي.
بل لوري ته بیا د طالبانو مالیې وزارت په یوه ناسته کې د افغانستان اقتصادي وضعیت عادي ګڼلی او اوسنی حالت یې د رسنیو تبلیغات بللي.
په ترکیه کې د جمهوریت د وخت ډيپلوماټو تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دوی ډیپلوماټیک ماموریت پای ته رسولی دی. اسوشټېډ پریس وایي، چې ترکیه په دې اقدام سره د طالبانو حکومت ته په افغان سفارت کې د خپلو استازو د ټاکلو لپاره لاره هواروي.
د جمهوریت ډیپلوماټانو تېره ورځ پر اېکسپاڼې لیکلي و، چې د پنجشنبې په ورځ یې په انقره کې د افغانستان سفارت د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلی دی.
د ډیپلوماټو په اعلامیه کې په سختو ټکو لیکل شوي، چې د ترکیې د حکومت لخوا د جمهوریت د ډيپلوماټو د ماموریت د پای ته رسولو پریکړه پر ډیپلوماتانو او ترکي چارواکو د طالبانو د فشار پایله وه.
خو ترکیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اسوشټېډ پریس ویلي، ترکیه په دې اقدام سره طالبانو ته د خپلو استازو د ټاکلو لپاره لاره هواروي.
د جمهوریت د ډيپلوماټانو له لوري په ترکیه کې د افغانستان سفارت په سپارلو د هغو ډیپلوماټیکو استازولیو شمېر څه د پاسه څلویښت ته ورسید چې اوس د طالبانو په واک کې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تردې مهاله په رسمي ډول په ترکیه کې د افغانستان د سفارت لپاره د سفیر د ورپيژندلو په اړه څه نه دي ویلي.
خو د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسي رییس ذاکر جلالي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر فعالیت ته دوام ورکوي.
نوموړي ویلي، چې سفارت د طالب دیپلوماټانو په واک او د مراجعینو په چوپړ کې دی.
د پخوانیو ډيپلوماټو له لوري د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته د افغانستان سفارت سپارل د طالبانو لپاره په بهرنیو هېوادونو کې پر سفارتونو او قونسلګریو باندې د کنټرول یوه بله ډیپلوماټیکه بریا ده.
سره له دې چې طالبان او لویدیځ هېوادونه د ښځو او نجونو په وړاندې د پراخو بندیزونو له امله نیوکي دوام لري، خو طالبان د پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، چین، هند، روسیې او یو شمیر عربي او اروپايي هېوادونو په ګډون څه د په پاسه ۴۰ ډیپلوماټیکو استازيو کې خپل نمایندګان لري.
له اوسني وضعیت د تلو او د یوې سیاسي تګلارې په اړه د ملي خبرو بهیر دویمه غونډه په استانبول کې ترسره کیږي.د ملي خبرو دا غونډه به د شنبې او یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۰مه او ۲۱مه ترسره کيږي.
د ملي خبرو بهیر د دې غونډې کوربه توب کوي.
افغانستان انټرنشنل ته د رسیدلو معلوماتو له مخې دغه فورم د طالبانو، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او ښځو استازو ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د کریم خلیلي او محمد محقق زامن، د صلاح الدین رباني استازی، د حرکت اسلامي شورا استازی، د ګلبدین حکمتیار زوی، فرخنده زهرا نادري، ارشاد حسین د هغو کسانو په ډله کې دي، چې په دغه غونډه کې به ګډون وکړي.
په غونډه کې د ګډون لپاره یو شمېر خبریالانو ته بلنه ورکړل شوې ده، خو د ملي بحث فورم ویلي، چې د خپلې پالیسۍ له مخې، د غونډې هیڅ خبر یا راپور باید رسنیز نه شي.
سرچینې وايي، چې دا غونډه به د لومړي پړاو غونډې په څیر د تړلو دروازو تر شا وشي.
د ملي خبرو بهیر لومړۍ غونډه د روان کال په لړم میاشت کې ترسره شوه، چې د قومي او سیاسي ډلو ۷۰ استازو ګډون پکې درلود.
د طالبانو استازو او یو شمیر سیاسي ګوندونو او مشرانو په هغه غونډه کې له ګډون ډډه کړي وه. خو دا لا تر اوسه روښانه ده، چې طالبان به د خبرو په دوهمه غونډه کې ګډون وکړي او کنه.
د لومړۍ غونډې ګډونوالو د بین الافغاني خبرو د شفافې پروسې د پیل پر اړتیا ټینګار کړی و.
د ملي خبرو بهیر وايي، چې ۳۵ دایمي غړي لري او د خبرو کلتور ته وده ورکولو لپاره په هرو دریو میاشتو کې یوه غونډه کوي.
دغه فورم وايي، چې د ملي خبرو اصلي هدف د هیواد دننه او بهر د مېشتو افغانانو ترمنځ د رغنده خبرو اترو لپاره فضا رامینځته کول او د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري ننګونو سره د مقابلې لپاره د ملي باور پیاوړتیا ده.
دغه فورم ویلي، چې خپل فعالیتونه یې په ۲۰۲۲ کال کې د هیواد د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي شخصیتونو په نوښت او ډله ایز مالکیت سره پیل کړ او مشرتوب یې دوره يي دی.
بابر فرهمند، مهدي حسیني، مصطفا مستور، حکمت خلیل کرزی او ادریس زمان د دې فورم د مشرتابه په مهمو شخصیتونو کې شامل دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت دريم سیاسي رییس وايي، د ترکیې پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر فعالیت ته دوام ورکوي. بېګاه په دغه سفارت کې سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، له څو مياشتو خبرو او د طالبانو د فشار له کبله يې د دغه سفارت چارې ترکیې ته وسپارلې.
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت دريم سیاسي رییس ذاکر جلالي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي ډاډ وړاندي کړی، چې سفارت د طالب ديپلوماتانو په واک او د مراجعینو په خدمت کې دی
نوموړي ليکلي: «په سفارت کې د اسلامي امارت د دیپلوماتانو له لورې په بشپړ شفافيت، مسؤوليت او تعهد سره د کونسلي خدماتو او د هېواد د استازيتوب دندې ترسره کېږي.»
نوموړي ویلي، چې په ديپلوماتیکو استازيوليو او کادر کې ادلون بدلون عادي کړنه ده.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دغه سفارت چارې بېګاه د ترکیې پر وخت په پنځو بجو دغه هېواد ته وسپارل شوې.
سفارت په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې طالبانو په تېرو کلونو کې هڅه وکړه د دوامدارو فشارونو له لارې پر دیپلوماتانو او د دغه سفارت پر کارکوونکو کنترول ولري او په انقره کې د افغانستان سفارت تر خپل واک لاندې راولي.
د سفارت په وینا، طالبانو د دغه سفارت د کنترول لپاره د ترکیې پر حکومت هم فشار راوړی.
د افغانستان سفارت ټینګار کړی چې دا پرېکړه د کوربه هېواد د صلاحیتونو او د ویانا کنوانسیونونو له مخې شوې او د دغه سفارت پر ډیپلوماتانو عملي کېدای شي.
تر دې وړاندې یو شمېر نورو هېوادونو لکه ایران، پاکستان، روسیې، هند او د مرکزي اسیا ځینو نورو هېوادونو هم د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ طالبانو ته سپارلي دي.