• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اې پي: ترکیه کې د جمهوریت د ډیپلوماټانو د ماموریت پای ته رسول د طالبانو ټیم ته لار هواروي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۳۹ GMT+۰

په ترکیه کې د جمهوریت د وخت ډيپلوماټو تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دوی ډیپلوماټیک ماموریت پای ته رسولی دی. اسوشټېډ پریس وایي، چې ترکیه په دې اقدام سره د طالبانو حکومت ته په افغان سفارت کې د خپلو استازو د ټاکلو لپاره لاره هواروي.

د جمهوریت ډیپلوماټانو تېره ورځ پر اېکسپاڼې لیکلي و، چې د پنجشنبې په ورځ یې په انقره کې د افغانستان سفارت د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلی دی.

د ډیپلوماټو په اعلامیه کې په سختو ټکو لیکل شوي، چې د ترکیې د حکومت لخوا د جمهوریت د ډيپلوماټو د ماموریت د پای ته رسولو پریکړه پر ډیپلوماتانو او ترکي چارواکو د طالبانو د فشار پایله وه.

خو ترکیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اسوشټېډ پریس ویلي، ترکیه په دې اقدام سره طالبانو ته د خپلو استازو د ټاکلو لپاره لاره هواروي.

د جمهوریت د ډيپلوماټانو له لوري په ترکیه کې د افغانستان سفارت په سپارلو د هغو ډیپلوماټیکو استازولیو شمېر څه د پاسه څلویښت ته ورسید چې اوس د طالبانو په واک کې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تردې مهاله په رسمي ډول په ترکیه کې د افغانستان د سفارت لپاره د سفیر د ورپيژندلو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسي رییس ذاکر جلالي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر فعالیت ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي، چې سفارت د طالب دیپلوماټانو په واک او د مراجعینو په چوپړ کې دی.

د پخوانیو ډيپلوماټو له لوري د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته د افغانستان سفارت سپارل د طالبانو لپاره په بهرنیو هېوادونو کې پر سفارتونو او قونسلګریو باندې د کنټرول یوه بله ډیپلوماټیکه بریا ده.

سره له دې چې طالبان او لویدیځ هېوادونه د ښځو او نجونو په وړاندې د پراخو بندیزونو له امله نیوکي دوام لري، خو طالبان د پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، چین، هند، روسیې او یو شمیر عربي او اروپايي هېوادونو په ګډون څه د په پاسه ۴۰ ډیپلوماټیکو استازيو کې خپل نمایندګان لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ملي خبرو بهیر دویمه غونډه په استانبول کې ترسره کیږي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۵۶ GMT+۰

له اوسني وضعیت د تلو او د یوې سیاسي تګلارې په اړه د ملي خبرو بهیر دویمه غونډه په استانبول کې ترسره کیږي.د ملي خبرو دا غونډه به د شنبې او یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۰مه او ۲۱مه ترسره کيږي.

د ملي خبرو بهیر د دې غونډې کوربه توب کوي.

افغانستان انټرنشنل ته د رسیدلو معلوماتو له مخې دغه فورم د طالبانو، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او ښځو استازو ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د کریم خلیلي او محمد محقق زامن، د صلاح الدین رباني استازی، د حرکت اسلامي شورا استازی، د ګلبدین حکمتیار زوی، فرخنده زهرا نادري، ارشاد حسین د هغو کسانو په ډله کې دي، چې په دغه غونډه کې به ګډون وکړي.

په غونډه کې د ګډون لپاره یو شمېر خبریالانو ته بلنه ورکړل شوې ده، خو د ملي بحث فورم ویلي، چې د خپلې پالیسۍ له مخې، د غونډې هیڅ خبر یا راپور باید رسنیز نه شي.

سرچینې وايي، چې دا غونډه به د لومړي پړاو غونډې په څیر د تړلو دروازو تر شا وشي.

د ملي خبرو بهیر لومړۍ غونډه د روان کال په لړم میاشت کې ترسره شوه، چې د قومي او سیاسي ډلو ۷۰ استازو ګډون پکې درلود.

د طالبانو استازو او یو شمیر سیاسي ګوندونو او مشرانو په هغه غونډه کې له ګډون ډډه کړي وه. خو دا لا تر اوسه روښانه ده، چې طالبان به د خبرو په دوهمه غونډه کې ګډون وکړي او کنه.

د لومړۍ غونډې ګډونوالو د بین الافغاني خبرو د شفافې پروسې د پیل پر اړتیا ټینګار کړی و.

د ملي خبرو بهیر وايي، چې ۳۵ دایمي غړي لري او د خبرو کلتور ته وده ورکولو لپاره په هرو دریو میاشتو کې یوه غونډه کوي.

دغه فورم وايي، چې د ملي خبرو اصلي هدف د هیواد دننه او بهر د مېشتو افغانانو ترمنځ د رغنده خبرو اترو لپاره فضا رامینځته کول او د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري ننګونو سره د مقابلې لپاره د ملي باور پیاوړتیا ده.

دغه فورم ویلي، چې خپل فعالیتونه یې په ۲۰۲۲ کال کې د هیواد د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي شخصیتونو په نوښت او ډله ایز مالکیت سره پیل کړ او مشرتوب یې دوره يي دی.

بابر فرهمند، مهدي حسیني، مصطفا مستور، حکمت خلیل کرزی او ادریس زمان د دې فورم د مشرتابه په مهمو شخصیتونو کې شامل دي.

طالبان وايي په انقره کې د سفارت چارې په عادي ډول روانې دي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۵۱ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت دريم سیاسي رییس وايي، د ترکیې پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر فعالیت ته دوام ورکوي. بېګاه په دغه سفارت کې سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، له څو مياشتو خبرو او د طالبانو د فشار له کبله يې د دغه سفارت چارې ترکیې ته وسپارلې.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت دريم سیاسي رییس ذاکر جلالي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي ډاډ وړاندي کړی، چې سفارت د طالب ديپلوماتانو په واک او د مراجعینو په خدمت کې دی

نوموړي ليکلي: «په سفارت کې د اسلامي امارت د دیپلوماتانو له لورې په بشپړ شفافيت، مسؤوليت او تعهد سره د کونسلي خدماتو او د هېواد د استازيتوب دندې ترسره کېږي.»

نوموړي ویلي، چې په ديپلوماتیکو استازيوليو او کادر کې ادلون بدلون عادي کړنه ده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دغه سفارت چارې بېګاه د ترکیې پر وخت په پنځو بجو دغه هېواد ته وسپارل شوې.

سفارت په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې طالبانو په تېرو کلونو کې هڅه وکړه د دوامدارو فشارونو له لارې پر دیپلوماتانو او د دغه سفارت پر کارکوونکو کنترول ولري او په انقره کې د افغانستان سفارت تر خپل واک لاندې راولي.

د سفارت په وینا، طالبانو د دغه سفارت د کنترول لپاره د ترکیې پر حکومت هم فشار راوړی.

د افغانستان سفارت ټینګار کړی چې دا پرېکړه د کوربه هېواد د صلاحیتونو او د ویانا کنوانسیونونو له مخې شوې او د دغه سفارت پر ډیپلوماتانو عملي کېدای شي.

تر دې وړاندې یو شمېر نورو هېوادونو لکه ایران، پاکستان، روسیې، هند او د مرکزي اسیا ځینو نورو هېوادونو هم د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ طالبانو ته سپارلي دي.

جان سوپکو: د امریکا د مرستو ډیره برخه د طالبانو جیبونو ته تللې ده

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۳۳ GMT+۰

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی پلټونکی جان سوپکو وايي، د دغه هېواد لپاره د متحده ایالتونو د مرستو یوه لویه برخه پیسې د طالبانو جیبونو ته تللې دي. نوموړی وايي، دا چې امریکا په افغانستان کې نشته، نو د طالبانو لاس ته د مرستو د پیسو لویدل به همداسې دوام لري.

جان ساپکو تېره ورځ له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا له لوري له افغانستان سره مرسته شويو پیسو ډیره اندازه د طالبانو جیبونو ته تللې ده.

نوموړی زیاتوي چې د طالبانو لاس ته د مرستو د پیسو لویدل به دوام پیدا کړي.

جان ساپکو زیاته کړه:« له بده مرغه موږ په افغانستان کې هیڅوک نه لرو او پیسې د ملګرو ملتونو، د خوړو نړیوال سازمان او نورو نړیوالو سازمانونو له لوري په مصرف رسیږي. موږ په رشتیا هم هلته د مرسته شویو پیسو په اړه ښه څار نه لرو.»

نوموړي تردې وړاندې له کانګرس څخه غوښتنه کړې وه، چې له افغانستان سره د مرستو د کمښت له امله دې د ۲۰۲۵ کال د سیپټمبر میاشتې تر ۳۰مې نیټې وروسته دې سیګار فعالیت ودرول شي.

همدارنګه نوموړی د یو ایس ای ډي له لاري د مرستو په اړه وايي؛ یوسیډ ماته او ناکاره اداره وه، او په افغانستان کې یې یوازنۍ هدف د امریکا د د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو لپاره د پيسو مصرفول و.

جان ساپکو په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د یوسېډ د فعالیتونو په اړه وویل:«په افغانستان کې ستونزها بلکل حقیقت لري، هغه څه چې ما په ۱۲ کلونو کې څارل دا په ټوله کې یو ستونزه ده. کله چې زه په لومړي ځل واشنګټن ته راغلم او په ۱۹۸۲ کال کې مې چې د سام نون لپاره کار کاوه، زه د یو ایس ای ډي په لټه کې وم.او دا هغه وخت هم ناکاره شوې اداره وه او دا لا هم یوه ناکاره اداره ده. نو، دا یوازې یوه ستونزه ده.»

نوموړی د تیرو شلو کلونو پرمهال د امریکا د پراختیايي ادارې پر فعالیتونو په نیوکه کولو سره وایي:«هلته تاسو ټولې د خوشحالۍ خبرې اورېدلې موږ جګړه ګټو، موږ له ماشومانو سره مرسته کوو، موږ ښوونځي جوړوو، موږ دا ټول کوو. دا معلومه شوه چې دوی ښوونځي جوړ کړل، مګر دوی هیڅکله ونه لیدل چې ایا ښوونکي شته؟.دوی روغتونونه جوړ کړل، خو هیڅکله یې ونه لیدل چې ایا اوبه، درمل یا حتی ناروغان شته؟.»

جان سپکو وايي، په افغانستان کې ډیری پیسي د ترفیع د ترلاسه کولو لپاره په مصرف رسیدلې.

طالبانو د هرات - کندهار د اوسپنیزې کرښې سروې او ډیزاین تړونونه لاسلیک کړل

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت د (سلواغې ۱۸مه) په یوې خبرپاڼه کې له پنځو شرکتونو سره د هرات-کندهار اوسپنیزې کرښې د سروې او ډیزاین په برخه کې تړونونه لاسلیک کړل. دغه تړونونه د طالبانو د یاد وزارت له لوري له بېلابېلو شرکتونو سره شوي دي.

په دې تړاو خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې اوسپنیزې کرښې دغه تړونونه یې د «۲۶۴ میلیونو افغانیو» په ارزښت ترسره کړي چې ټول ټال به «۷۳۷ کیلومتره» اوږدوالي کې ترسره شي.

د طالبانو یاد وزارت ویلي چې دغه چارې به په راتلونکو اتو میاشتو کې بشپړې شي.

د معلوماتو له مخې د دغې پروژو په لومړۍ برخه کې به د هرات - شینډ پر مسیر ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالي‌ کې او دویمه برخه به یې د شین ډنډ - فراه پر لارو سروې او ډیزاین وشي چې دا هم ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

پاتې درېیمه برخه د فراه مرکز زرنج څخه تر غور غورې پورې، څلورمه برخه کې د غورغوري څخه تر لشګره ګاه ښاره پورې او په وروستۍ برخه کې له لشګرګاه څخه تر کندهاره پورې د سروې او ډیزاین دا پروژې لاسلیک شوې دي.

د طالبانو یاد وزارت خبر ورکړی چې په نږدې راتلوکي کې به په عملي توګه دغه چارې پیل شي. په خبرپاڼه کې راغلي چې تر سروې او ډیزاین وروسته به د یادې ریل پټلۍ د رغنیزو چارو د پیل لپاره اقدامات ترسره شي.

طالبانو په وار وار د دغه ډول پروژو د پیل کیدو او پلي کیدو خبرونه ورکړي؛ خو باورونه دا دي چې په عملي توګه بیا د دغو کارونو د ترسره کولو هېڅ راز نښې نه تر سترګو کېږي.

طالبان غواړي د دغه ډول پروژو د تړونونو په رسنیز کولو سره پر دغه ډلې د کیدونکو نیوکو څخه د خلکو پام واړوي.

د راپورنو له مخې د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو له لوري کیدونکي دغه ډول قراردادونو کې پراخ مالي فساد هم کېږی او پرته له اړیکو ودانیز شرکتونه دا پروژې لاسته نه شي راوړلی.

عبدالسلام ضعیف طالبانو ته: د ناپوهۍ له امله د فرصتونو له لاسه ورکول بدې پایلې لري

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په اسلام اباد کې پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف طالبانو ته په اشارې ویلي، چې با درکه او پوه سیاستوال له هر مثبت فرصت څخه ښه ګټه اخلي. هغه وايي، که د ناپوهۍ له امله او یا هم په قصدي ډول فرصتونه له لاسه وځي نو دا به بدې پایلې لري.

عبدالسلام ضعیت واکمنو طالبانو ته سپارښتنه کړې چې په سیاسي ډګر کې دې له مثبتو فرصتونو څخه ګټه واخلي او د بدو پایلو مخه دې ونېسي.

هغه زیاته کړې چې په قصدي توګه په ټولنه کې د فرصتونو له پامه غورځول کرار کرار په لوی ګواښ بدلېږي.

پاکستان کې د طالبانو دغه پخوانی سفیر خپلو ملګرو ته سپارښتنه کوي چې باید ویښ، هوښیار او خوځنده شي.

په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ د بندیزونو له کبله طالبان هم د نورو کابل مېشتو سیاستوالو په څېر یوازې د کنایې په ډول پر طالبانو نیوکې کوي.

ملا عبدالسلام ضعیف هم یو له دغو کسانو دی چې په خواله رسینو کې د کنایو پر کارولو پر طالبانو نیوکې کوي.

د نیوکو په دې لړۍ کې ملا ضعیف یوازې نه دی، بلکې د طالبانو د حقاني شبکې په ګډون یو شمېر لوړ پوړو غړو د خپلې ډلې د مشرتابه پر تګلارو او سیاستونو توندې نیوکې کړې دي.

که څه هم هغه اوسمهال د طالبانو په لیکو کې کومه دنده نه لري خو بیا هم د طالبانو مشرانو ته نږدې کس بلل کېږي او د تېر جمهوري نظام پر مهال یې د سولې په خبرو اترو کې هم خپل رول درلود.

سلام ضعیف د پاکستان حکومت له لوري په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې امریکایانو ته وسپارل شو او بیا د ګوانتنامو زندان ته هم لېږدول شوی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي هم پر ملا هبت‌الله د هغه د سختدریځۍ له کبله نیوکې کولې، خو له همدې امله یې په کابل کې شپې ونه شوې او د خپل مشر له لوري د نیول کیدو له امر سره سم له هېواده وتښتېده.

په کابل کې طالبان خپل ټول هغه مخالفان او د دوی د لیکو غړي چې پر دوی نیوکې کوي په بېلابېلو لارو یې مخه نېسي.

طالبان نه غواړي چې د دوی پخواني غړي، رسنۍ، سیاستوال او عام وګړي د دوی پر تګلارو نیوکې وکړي چې له همدې امله یې په ټول هېواد کې د بیان پر ازادۍ خورا سخت بندیزونه لګولي دي.