بنګلهدېش نوي ډیلي ته: د شېخ حسینې د ناسمو څرګندونو مخه ونیسئ

د رویټرز خبري اژانس د راپورله مخې، بنګلهدېش له نوي ډیلي غوښتي چې له واکه پرځېدلې شېخ حسینه دې کابو کړي څو له «ناسمو او پروپاګنډ» څرګندونو لاس واخلي.

د رویټرز خبري اژانس د راپورله مخې، بنګلهدېش له نوي ډیلي غوښتي چې له واکه پرځېدلې شېخ حسینه دې کابو کړي څو له «ناسمو او پروپاګنډ» څرګندونو لاس واخلي.
د راپور له مخې، دا څرګندونې د بنګلهدېش د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (فبرورۍ ۷مه) په یوې ویناپاڼه کې مطرح کړې دي.
ورته مهال، نوي ډیلي بیا د بنګلهدیش د دې څرګندونو په ځواب کې د دغه هېواد سفیر احضار کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د بنګلهدېش سفیر ته څرګنده کړې چې حسینې دا څرګندونې د یو فرد په توګه بیان کړې دي.
د یادونې ده چې د ډاکې او نوي ډیلي اړیکې په بنګلهدېش کې د تېر ۲۰۲۴ د اګست پرمهال د محصلینو پراخو او له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو په ترڅ کې د شېڅ حسینې حکومت له پرځېدو وروسته ترینګلې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بنګلهدېش ولسي اعتراض د دغه هېواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شېخ حسینه استعفا او د هند پر لور تېښتې ته اړ کړه.


د اوکراین او روسیې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي کیټ کیلوګ د فبرورۍ په شپږمه له نیویارک پوسټ سره په مرکه کې وویل، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی چې د روسیې پروړاندې بندیزونه دوه برابره کړي ترڅو په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي.
د کیلوګ په وینا، په روسیه باندې به د متحده ایالاتو اوسني بندیزونه، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د هغې د انرژۍ سکتور په نښه کوي، نور هم زیات شي.
کیلوګ وویل: «تاسو واقعیاً بندیزونه زیاتولی شئ، په ځانګړي توګه وروستي بندیزونه.»
هغه زیاته کړه، چې ټرمپ لا دمخه د هغه د ملي امنیت ټیم راغونډ کړی چې د ولسمشر مرستیال جی ډي ویسن او د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ، په کې هم شامل دي د جګړې پای ته رسولو لپاره د همغږۍ ستراتیژۍ په اړه خبرې کوي.
کیلوګ ټینګار وکړ، چې د ټرمپ اداره د جګړې پای ته رسولو لپاره په "هر اړخیز چلند" متمرکزه ده او د اوکراین له ملاتړ سره یوځای به په روسیه باندې فشارونه ډېر کړي.
بل پلو د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او لوی درستیز اندري یرماک د فبرورۍ په ۷ مه وویل، تمه ده چې د ټرمپ ځانګړی استازی د روانې میاشتې په وروستیو کې له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره اوکراین ته ولاړ شي.

د فيچ په نوم د نرخونو د درجه بندۍ اداره وايي، که څه هم د پاکستان اسعارو د زېرمو په بیارغونه کې پرمختګ راغلی؛ خو راتلونکی کال به لا هم بهرني ملاتړ ته اړتیا ولري. دې ادارې ويلي، پاکستان باید په ۲۰۲۵ کال کې له ۲۲ ملياردو ډالرو زيات بهرنی پور ادا کړي.
رويټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ د فیچ له قوله په يوه راپور کې ویلي، چې د سويلي اسیا د دغه هېواد د ۲۲ میليادر ډالرو بهرني پور کې ۱۳ ملیارده ډالر دوه اړخېزې زېرمې هم شاملې دي.
دا اداره زياتوي؛ «د لويو پورونو او پور ورکوونکو د ژمنو په پام کې نیولو سره پاکستان ته د بهرني ملاتړ ترلاسه کول لا هم یو ننګونه ده»
د دغه هېواد ماليې وزير د نړيوال اقتصادي فورم په څنډه کې رويټرز اژانس ته په يوه مرکه کې ویلي، چې تېره مياشت يې د منځني ختيځ له دوو بانکونو په ۶-۷ سلنه سود سره د یو یملیارد ډالر پور موافقه کړې.
د پاکستان مرکزي بانک مشر مخکي ویلي و، چې پلان لري تر راتلونکي مالي کال د منځني ختيځ له سوداګریزو بانکونو تر ۴ ملیارد ډالرو پوري پور ټول کړي.
فیچ ادارې ویلي، چې د نړيوال وجهي صندوق او نورو څو اړخيزو او دوه اړخيزو پور ورکوونکو د بهرني تمويل اړتيا پوره کولو لپاره دغه هېواد ته پکار ده، چې جوړښتي اصلاحات پلي او د مالي پياوړتيا او سوداګريز چاپيریال د ښه کولو لپاره اصلاحات رامنځ ته کړي.
پاکستان د نړيوال وجهي صندوق يا ای ایم ایف د ۷ میلیارد ډالرو پروګرام لاندې اصلاحات کوي، چې په همدې مياشت کې به ارزيابي شي.
د همدې پروګرام موخه د پاکستان د اقتصادي مسایلو، مالي او اوسني حساب کسرونو په حل کې مرسته کول دي.
فيچ ادارې ویلي، چې پاکستان د خپلو بهرنيو اسعارو زيرمو په بیارغونه کې پرمختګ کړی.
دغه ادارې ويلي: « د پاکستان اقتصادي فعالیت اوس د ثبات او سود د راټيټيدو نرخونو څخه ګټه اخلي او تمه لري، چې اصلي ارزښت به په مالي کال ۲۵ کې ۳۰ سلنې ته لوړ شي.»

د ایران مذهبي مشر علي خامنهیي ویلي، تجربو ښودلې چې له امریکا سره مذاکرات د ایران د ستونزو پر حل هېڅ اغېز نه لري. هغه د ایران هوایي ځواک له قوماندانانو سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ چې له امریکا سره خبرې «نه هوښیاري ده، نه شرافت دی او نه هم د عقل پرېکړه.»
علي خامنهيي د جمعې په ورځ د (سلواغې ۱۹مه) د ایران پوځ د هوایي ځواک له قوماندانانو سره د کتنې پر مهال وویل: «دا فکر دې نه کوي چې که له امریکا سره د خبرو میز ته کېنو، د ایران ستونزې به حل شي.»
نوموړي زیاته کړه چې تجربو په ډاګه کړې چې هېڅ ستونزه له امریکا سره د مذاکراتو له لارې نه ده حل شوې.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر بیا د ایران پر ضد د «لوړې کچې فشار» تګلاره بېرته راپیل کړې او د ایران د نفتو صادرات صفر ته رسولو فرمان یې لاسلیک کړی.
هغه ویلي چې د ایران حکومت باید پر نورو هېوادونو نفت ونه پلوري.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا له خپل ایراني سیال سره د خبرو کولو لېوالتیا ښودلې.
د ایران مذهبي مشر وویل، د دوی حکومت په ۹۰مه لسیزه کې له امریکا سره مذاکرات وکړل او له دوو کلونو وروسته یو تړون رامنځته شو.
نوموړي زیاته کړه چې ایراني لوري په دې مذاکراتو کې ډېر امتیازات ورکړل، خو په پای کې امریکا او د هغې ملګرو دغه تړون ته ژمنتیا ثابته نه کړه.
علي خامنهيي ټینګار وکړ چې د دغه تړون تجربه باید د ایران لپاره یو عبرت وي.
هغه وویل: «امتیازات مو ورکړل، مذاکرات مو وکړل، له خپلو دریځونو تېر شوو، خو هغه نتیجه چې مو غوښتله ترلاسه نه کړه.
هغه وویل: «بالاخره همدا تړون، سره له دې چې ډېرې نیمګړتیاوې یې لرلې د مقابل لوري لخوا مات، نقض او له منځه یووړل شو.»

رویټرز خبري اژانس په یوه څېړنیز راپور کې موندلي چې د ډونالډ ټرمپ حکومت هڅه کوي، د بهرنیو مرستو بڼه بدله او کمې یې کړي. د راپور له مخې دې پرېکړې د نړۍ د مرستو رسولو هغه بهیر ته سخت زیان رسولی چې د لوږې او قحطۍ د مخنیوي لپاره جوړ شوی.
د خوړو نړۍوال پروګرام چې لا له وړاندې د خوراکي توکو کمښت له ناورین سره مخ و، اوس د امریکا د ناڅاپي مرستو بندیدو له امله له نورو سختو ستونزو سره مخ شوی.
ولسمشر ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د ۹۰ ورځو لپاره د امریکا له لوري د ټولو بهرنیو مرستو د ارزونې امر وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې بېړنۍ خوراکي مرستې له دې بندیزه مستثنا دي خو بیا هم د ډېرو مرستو لېږد ځنډیدلی.
د ۵۰۰ زره ټنه خوراکي توکو وېش بندیدل
شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه خوراکي توکي چې ۳۴۰ میلیونه ډالر ارزښت لري یا د لېږد پر مهال بند پاتې دي او یا هم په ګودامونو کې زېرمه شوي، ځکه بشري مرستندویه سازمانونه د امریکا د حکومت د تایید په تمه دي.
د رویټرز د سرچینو له مخې، امریکا په سوډان او غزه کې د خوراکي توکو او نورو اساسي اړتیاوو لپاره خپلې نغدي مرستې هم بندې کړې دي.
د قحطۍ د خبرداري سیسټم تړل شوی
د امریکا لهخوا پرمخ بیوونکی د قحطۍ د خبردارۍ سیسټم (FEWS NET) چې د خوراکي وضعیت راپورونه یې ورکول، تړل شوی دی.
د دغه سیسټم بندیدو مرستندویه سازمانونه له مهمو معلوماتو بې برخې کړي.
د سختې خوارځواکۍ له امله د ماشومانو د مرګ ګواښ
د امریکا حکومت دوو شرکتونو ته چې د خوارځواکۍ ضد خوراکي توکي تولیدوي د تولید د بندیدو امر کړی.
مارک مور د «Mana Nutrition» شرکت مشر چې د خوارځواکۍ به برخه کې کار کوي او دغه مرستې برابروي په خبرو کې وویل: «موږ یوازې د هغو ماشومانو لپاره مرستې برابروو چې د لوږې له امله د مرګ له خطر سره مخ دي. که د USAID مرستې بندې شي، د سلګونو زرو ماشومانو ژوند ته خطر پېښېږي.»
د خوراکي توکو د ورستېدو اندېښنه
په داسې حال کې چې جګړې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د لوږې ناورین زیات کړی، امریکا لا هم د نړۍ تر ټولو ستره مرستندویه هېواد دی.
د ۲۰۲۴ نړیوال خوراکي بحران راپور ښيي چې ۲۸۲ میلیونه کسان په ۵۹ هېوادونو کې له سختې لوږې سره مخ دي.
اوس مهال د امریکا د ۳۰ زره ټنه خوراکي مرستو وېش بهیر چې ماشومانو او د خوارځواکۍ د مخنېوي ته ځانګړی شوی و په ټپه ولاړ دی.
یوه مرستندویه کارکوونکي ویلي، دغو مرستو کې وریجې او غنم شامل دي چې کولی شي د ۲ میلیونه کسانو لپاره د یوې میاشتې خواړه برابر کړي خو وېره شته، که تر راتلونکو ۹۰ ورځو پورې دغه خوراکي توکي ونه وېشل شي، نو په بشپړه توګه به وراسته شي.
د قحطۍ د خبرداري سیسټم بندیدو ناوړه اغېزې
د قحطۍ د خبرداري نړۍوال سیسټم د نړۍ د خوراکي امنیت د ارزونې لپاره یو مهم بنسټ و.
په ۲۰۲۴ کال کې دغه سسټم د ۳۴ هېوادونو لپاره ۱۰۰۰ راپورونه خپاره کړي خو ملګرو ملتونو یوازې ۷۱ راپورونه ورکړي دي.
د جنورۍ پر ۲۷مه، د چیمونېکس (Chemonics) شرکت چې دغه سیسټم یې اداره کاوه، د بندیدو امر ترلاسه کړ. دوه ورځې وروسته د (FEWS NET) ویب پاڼه بنده شوه او زرګونه راپورونه هم په کې ورک شول.
د امریکا د پراختیایي ادراې (USAID) پخوانی مشر اندرو ناتسیوس وايي: «د قحطۍ د خبرداري نړۍوال سیسټم بندیدل داسې دي لکه د یو موټر سټیرینګ چې لرې کړئ – که موټر چالان هم وي، تاسو یې نه شئ کنټرولولی.»
کارپوهان وايي، د قحطۍ د خبراوي نړۍوال سیسټم بندیدو سره نړۍ له قحطۍ سره د مبارزې مهمې وسیلې له لاسه ورکړي دي.
د خوراکي توکو د امنیت کارپوه کریس نیوټن خبرداری ورکړی چې د روانې پېړۍ په لومړي کال کې د قحطي کمه شوې وه، خو اوس یې د بیا راګرځیدو ګواښونه شته او د مخنېوي لپاره یې وسایل هم له لاسه وتلي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د وینې شکر د زیاتوالی او د زړه نامنظم ټکانونه ورته د اندېښنې وړ دي. د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان له حکومته غوښتل شوي، چې د خان د معاینې او درملنې لپاره د هغه ډاکترانو ته اجازه ورکړي.
د تحریک انصاف د اطلاعاتو مشر شیخ وقاص اکرم خبریالانو سره په خبرو کې حکومت پړ بللی، چې د عمران خان قانوني حقونه یې تر پښو لاندې کړي. هغه وايي: «عمران خان له ټولو اسانتیاوو محروم شوی، ترڅو فزیکي او ذهني شکنجه ورکړل شي. د هغه روغتیا موږ ته مهمه ده او که پاملرنه ورته ونه شي، خطرناکې پایلې به ولري.»
شیخ وقاص اکرم غوښتنه کړې چې عمران خان ته د خپلو غوره ډاکټرانو له خوا د منظمو طبي معایناتو اجازه ورکړل شي.
نوموړي دا هم زیاته کړې چې د پاکستان دغه پخواني لومړي وزیر ته باید د زندان دننه اجازه ورکړل شي، څو له خپلو اولادونو سره اړیکه ونېسي. هغه دا د عمران خان قانوني او بنسټیز حق بللی دی.
د تحریک انصاف ګوند د عمران خان د هغه د مېرمنې، د پخواني بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د نورو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده.
شیخ وقاص اکرم همدا راز وویل: «عمران خان ځکه بندي شوی چې غوښتل یې پاکستان د خلکو د واک هېواد وي، نه د زورواکو».
نوموړي د لومړي وزیر شهباز شریف پر دې سیاست هم نیوکه کړې چې له هند سره د اړیکو د رغولو په هڅه کې دی.
د شهباز شریف په مشرۍ د «ن لیګ» حکومت عمران خان د فساد د بېلابېلو تورونو له کبله زنداني کړی دی او د هغه د ګوند پر فعالیتونو او پلویانو یې یو شمېر سخت بندیزونه هم لګولي دي.
څو میاشتې محکې د خېبر پښتونخواه د سر وزیر او د عمران خان د مېرمنې په ګډون د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د یاد ګوند لسګونه زره پلویانو یو پراخ لاریون وکړ چې د پوځ له لوري له زور زیاتي سره هم مخ شو.
یاد لاریون د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري وپاشل شو او د تحریک انصاف ګوند ادعا وکړه چې د دوی لسګونه پلویان د پاکستاني ځواکونو له لوري د ډزو پر مهال وژل شوي وو.
د ډونالډ ټرمپ په بیا ځل ټاکل کیدو سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري هیله مندي ښودل شوې وه چې ښايي د ټرمپ پر پاکستان د پخواني لومړي وزیر د خوشې کیدو لپاره فشارونه راوړي، خو لا تر اوسه داسې هېڅ کوم څرک نه تر سترګو کېږي.