• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو خپلو لوړ پوړو غړو ته امر کړی چې د دوی له اجازې پرته دې د ملا عمر قبر ته نه ځي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۳۳ GMT+۰

د طالب‌ لیکس په نوم د انټرنېټي هېکرانو لخوا خپاره شوي اسناد ښیي چې د طالبانو د چارو ادارې د دغې ډلې له لوړ پوړو غړو غوښتي چې د امنیتي ستونزو له کبله دې د زابل له مسوولانو سره له همغږۍ پرته د طالبانو د بنسټګر «ملا عمر» قبر ته نه ځي.

د طالبانو د چارو ادارې د روان کال د لړم میاشتې په اوږدو کې په یوه لیک کې د دې ډلې د امر بالمعروف وزارت ته د خپلې ډلې د لوړ پوړو غړو اړوند د ملا عمر قبر ته د ورتګ په تړاو خبرداری ورکړی دی. 

په دې لیک کې راغلي چې د ملا عمر قبر ته د تګ لپاره باید مخکې له مخکې همغږي وشي او دلیل یې د «امنیت ټینګښت» ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو چارواکو په تېرو څه د پاسه دوو کلونو کې تل ادعا کړې چې په ټول افغانستان کې یې "سراسري امنیت" ټینګ کړی او خلک کولی شي پرته له اندېښنې ولایتونو ته سفر وکړي.

طالبانو د ۱۴۰۱ لمریز کال د لړم په میاشت کې د ملا عمر قبر رسماً ښکاره کړ. دغه قبر د زابل ولایت په سیورې ولسوالۍ کې دی.

د مخکیني افغان حکومت چارواکو ویلي وو چې ملا عمر د ۱۳۹۲ لمریز کال د وري په میاشت کې په پاکستان کې مړ شوی و.

طابانو څه موده مخکې خبر ورکړی وی چې د خپل بنسټګر قبر ته څېرمه د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یوه دیني‌ مدرسه هم جوړوي.

د انټرنیټ دې نامعلومې هېکري ډلې د طالبانو بېلابېل ډوله اسناد د تېرې چهارشنبې په ورځ خپاره کړي‌ او افشا کړي‌ دي؛ خو طالبانو هم مهاله منلې چې د دوی له کمپیوټرونو ځینې معلومات غلا شوي دي.

یادې هېکري ډلې د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو او ادارو اسناد د "طالب ‌لیکس" په نوم ویب‌ سایټ کې خپاره کړي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت تایید کړې چې د دې ډلې د لسګونو ادارو اسناد افشا شوي، او د پنجشنبې په ورځ یې وویل چې لومړني معلومات ښيي چې دا اسناد ښایي د هغو انفرادي کمپیوټرونو له لارې تر لاسه شوي وي چې لازم امنیتي تدابیر نه لري. 

خو طالبان ادعا کوي چې د دوی مرکزي معلوماتي بانک نه ‌دی هېک شوی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

افغانستان لپاره د یونېسف مشر د چین له سفیر سره د زیانمنو افغان ماشومانو په ملاتړ خبرې کړ‌ي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۱۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق مشر ډاکټر تاج الدین اویوالې د (سلواغې ۱۸مه) خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې یې د چین له سفیر سره له زیان‌ګالو افغان ماشومانو د هر اړخیز ملاتړ په تړاو خبرې کړي دي.

د هغه په خبره، د چین له سفیر سره یې له افغان ماشومانو سره د پاکو اوبو،‌ د حفظ الصحې اسانتیاوو او د پاکوالي‌ اړوند پر بېلابېلو لازمو مرستو خبرې کړي دي.

افغانستان کې ماشومانو د پاکو اوبو تر څنګ د لوږې له ګواښ سره هم مخ دي چې له کبله یې تازه پیدا شوي ماشومان د هېواد په ډېری ولایتونو کې د کافي خوړو نه شتون له امله له خوارځواکۍ سره مخ کېږي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړۍوالې موسسې د معلوماتو له مخې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې خوارځواکي پنځوس سلنه ډېره شوې.

یاد سازمان ویلي په هرو لسو افغان ماشومانو کې درې هغه یې له سختې لوږې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو خوندیاوب نړۍوالې موسسې دغه معلومات هم شریک کړي چې په افغانستان کې نږدې لس میلونه ماشومان هره ورځ په لوږه تېروي.

ماشومان چې د افغانستان د نفوس یوه لویه برخه جوړوي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سختو ستونزو سره مخ شوي او ان په ځینو ولایتونو کې کورنۍ اړې شوي چې د بې وزلۍ له کبله خپل ماشومان وپلوري.

د پخواني جمهوري نظام تر پرځیدو وروسته په هېواد کې د مرستندویه موسسو چارې هم ټکنۍ شوې او له کبله یې د ماشومانو په برخه کې هم ځینې مرستې ودریدې.

تازه اندېښنې دا دي چې د طالبانو د سختدریځۍ له کبله د ډونالډ ټرمپ له لوري پر طالبانو د نغدي کڅوړو د ودریدو له کبله به په هېواد کې د اقتصادي ناورین تر څنګ لوږه هم ډېر شي چې ښايي اکثریت قربانیان یې ماشومان وي.

هم مهاله طالبان په هېواد کې هغه ماشومان چې د بې وزلۍ له کبله یې سوالګرۍ ته مخه کړې له دغې جارې راګرځوي؛ خو د مالي‌ ملاتړ لپاره یې هېڅ راز لازم پروګرامونه ترلاس لاندې نه لري.

بلخ کې د سوالګرو د راټولونې کمیټې تازه ویلي چې د تېرو درېیو میاشتو په لړ کې یې نږدې ۷ سوه سوالګر له دې چارې راګرځولي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

هبت‌الله اخوندزاده د امربالمعروف ریاستونو ته لسګونه متره مربع ځمکه ځانګړې کړې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۰

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د یو فرمان له مخې، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د دغې ډلې د امربالمعروف ریاستونو ته زر متره مربع ځمکه ځانګړې شوې ده.

د طالبانو د کرنې او اوبولګونې وزارت په ټولو ولایتونو کې د ځمکې د هراړخیزې ارزونې په موخه یو پلاوی ګمارلی دی.

د دغه مکتوب پر بنسټ، د طالبانو مشر په وږي میاشت کې د دغې ډلې د امربالمعروف او کرنې وزارتونو ته سپارښتنه کړې څو د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د امربالمعروف ریاستونو لپاره زر متره مربع (۱۰ بسوې) ځمکه په پام کې ونیسي.

د طالبانو د امربالمعروف عمومي ریاست دفتر په مکتوب کې د دغه ریاست اړوند ټولو ادارو ته سپارښتنه شوې چې له ګمارل شوي پلاوي سره لازمه همکاري وکړي.

دا د امربالمعروف ادارې د نویو امتیازاتو یوه برخه ده چې په افغانستان کې د طالب مشر د فرمانونو د پلي‌کېدو اصلي مرجعه ګڼل کېږي.

د امربالمعروف غړو د کرکجنو کړنو له لارې خلک، په ځانګړې توګه ښځې د هبت‌‌لله تبعیضي او ځپونکو فرمانونو منلو ته اړې کړي چې ښه بېلګه یې له محرم سره یو ځای بهر ته د ښځو وتل دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی ‌عن‌المنکر وزارت د چارو ادارې د یوه مکتوب پر بنسټ، د امربالمعروف کارکوونکي کولای شي، د افغانستان په روغتونونو کې درملنې ته لاس‌رسی ولري.

دولتي کارکوونکي له دغه امتیاز څخه بې‌برخې دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت کارکوونکي به یوازې د دغې ډلې د عامې روغتیا وزیر په امر په نظامي روغتونونو کې درملنه ترلاسه کوي.

همداراز، د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې د امربالمعروف کارکوونکو له طالبانو څخه د شاوخوا یو میلیون افغانیو غوښتنه کړې وه. په دې وروستیو کې ناڅرګندو هېکرانو د امربالمعروف په ګډون د دغې ډلې د وزارتون‌خونو سلګونه محرم اسناد او راپورونه خپاره کړل.

د طالبانو افشا شوي سندونه؛ طالبانو سره نږدې دوه زره ماشومان بندیان دي چې ۳۸۳ یې نجونې دي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د هغو اسنادو پر بنسټ چې د ناڅرګندو هېکرانو له‌خوا افشا شوي، د طالبانو په اصلاحي مرکزونو کې نږدې دوه زره ماشومان بندیان دي، چې شاوخوا ۳۸۳ یې نجونې دي.

تېره شپه د هېکرانو یوې ډلې چې هوېت یې نه دی څرګند په یوه سایبري برید کې د طالبانو د ۲۱ مهمو ادارو زرګونه اسناد خپاره کړل، چې په دغو اسنادو کې د ۱۹۲۳ ماشومانو معلومات هم خپاره شوي چې اوس د طالبانو سره په بېلابېلو ولایتونو کې بندیان دي.

د هېکرانو لخوا په (Talibleaks.com) وېب پاڼه خپاره شوي اسناد ښيي، چې د طالبانو سره په اصلاحي مرکزونو کې د نږدې دوه زره افغان ماشومانو بندیان دي چې شاوخوا ۳۸۳ یې نجونې او ۱۵۴۰ نور هلکان دي.

د اسنادو له مخې، د طالبانو په اصلاحي مرکزونو کې د بندیانو ماشومانو زیات شمېر د مرکزي ولایتونو دي چې شمېر یې ۵۸۱ کسانو ته رسیي. په دویم نمبر د شمال ولایتونو دي چې ۴۰۵ ماشومان یې له دغه ډلې سره بندیان دي، ورپسې د سویل زون دی چې ۴۳۱ ماشومان، همدا ډول هرات، بادغیس، غور فراه کې ۳۸۳ او ختیځ زون کې ۱۶۰ ماشومانو د طالبانو په مرکزونو کې بندیان ساتل کیږي.

په دغو اسنادو کې نه دي روښانه شوي چې دغه ماشومان د کومو جرمونو په تور بندیان دي.

د هېکرانو دغه ډلې د مهمو وزارتونو لکه د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعات او کلتور، عامې روغتیا، سوداګرۍ، اوبو او بریښنا، کډوالو، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارتونو، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر، د ملي احصايي او معلوماتو ادارې، د زندانونو خپلواکې ادارې او سترې محکمې زرګونه نسخې سندونه خپاره کړل.

د دغو اسنادو له خپرولو وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت تایید کړه، چې د دې ډلې ځینې سندونه افشا شوي دي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، چې افشا شوي معلومات د شخصي کمپيوټرونو اړوند دي او یاد کمپيوټرونه له انټرنیټې امنیتي تدابیرو برخمن نه وو.

تر اوسه د هېکرانو هوېت نه دی روښانه شوی او نه هم کومې ډلې د دغه سایبري برید پړه په غاړه اخیستې ده.

د طالبانو افشا شوي سندونه؛ دا ډله غواړي د غزني هوايي ډګر د «سلطان محمود غزنوي» په نوم کړي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د هغو اسنادو پر بنسټ چې د ناڅرګندو هېکرانو له‌خوا افشا شوي، د دغې ډلې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له رییس‌الوزرا څخه غوښتي چې د غزني هوايي ډګر نوم د «سلطان محمود غزنوي» په نوم کړي.

د نوموړي وزارت سرپرست، ملا خېرمحمد خېرخوا د طالبانو رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند ته په یو وړاندیز کې لیکلي، چې غزني هوايي ډګر مشخص نوم نه‌لري او په وینا یې غواړي، دغه هوايي ډګر په یو مشخص نوم یاد شي.

په دغه وړاندیز کې د «سلطان محمود غزنوي هوايي ډګر، سنايي غزنوي هوايي ډګر او د ثالث عمر افغان هوايي ډګر» نومونه لیکل شوي دي.

په وړاندیز کې راغلي چې د طالبانو د ولایت مقام په ادارې غونډه کې پرېکړه شوې څو له دې درېیو نومونو څخه د «سلطان محمود هوايي ډګر» نوم تصویب او غوره شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه یوې ناڅرګنده ډلې د طالبانو پر استخباراتي او اطلاعاتي شبکې سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د ۲۱ وزارت‌خونو او خپلواکو ریاستونو اسناد یې په انټرنټ‌ کې خپاره کړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعاتو او کلتور، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارتونه او ستره محکمه هغه مهم بنسټونه دي چې هېکرانو یې اسناد خپاره کړي.

له دې پېښې وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت هم ومنله چې د دغې ډلې ځینې سندونه افشا شوي او په وینا یې، د دغو سندونو کمپيوټرونه له انټرنیټې امنیتي تدابیرو برخمن نه وو.

ریچارډ تامپسن: کرېکټ د افغانانو یواځينۍ خوشالي ده، سیالي ورسره نه لغوه کوو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۰۹ GMT+۰

انګستان کرېکټ بورډ تایید کړه، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو له سرغړونو له امله د افغان کرېکټ لوبډلې سره په اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې سیالي نه لغوه کوي.

تېره میاشت د بریتانیا د پارلمان ۱۶۰ غړو د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ ته لیکلي وو، چې د فبرورۍ په ۲۶ مه په لاهور کې د افغانستان د کرېکټ لوبډله دې له ګروپي پړاو څخه وباسي.

د پنجشنبې په ورځ د انګلستان کرېکټ بورډ په ناسته کې د دغه بورډ مشر ریچارډ تامپسن د خپلې لوبډلې لوبډلمشر جوس بټلر ته لارښوونه وکړه چې له افغانستان کرېکټ لوبډلې سره د اتلانو په جام کې سیالي ترسره کړي.

نوموړي وویل د افغانستان د نارینوو کرېکټ لوبډلې پر وړاندې دې د کرېکټ نړۍواله شورا ډله ییز اقدام وکړي.

تامپسن وویل: "هغه څه چې په افغانستان کې پیښیږي د جنسیتي توپیر څخه کم نه دي. د کرېکټ په کچه، کله چې په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو کرېکټ په چټکۍ سره وده کوي، مګر د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو وحشتناک ظلمونه نور هم ډېریږي."

نوموړي زیاته کړه: "بورډ په دې پوهیږي چې د لوبې د بایکاټ کولو په اړه بېلابېل نظرونه شتون لري او په دقت یې اوریدلي دي. موږ له حکومت، د کرېکټ له نړۍوالې شورا، زموږ د انګلستان له نارینه لوبغاړو او نورو شریکانو سره په دې اړه له نږدې تماس نیولی او په دې اړه مو بحث هم کړی چې د انګلستان کرېکټ بورډ څومره ښه کولای شي د هغو ښځینه کرکټرانو ملاتړ وکړي چې له افغانستان څخه وتلي دي."

رېچارډ زیاته کړه: "له دې وروسته، موږ په دې نظر یوو چې د کرېکټ ټولنې له خوا همغږي او نړۍوال غبرګون د پرمختګ لپاره مناسبه لار ده، موږ دا هم اوریدلي دي چې د ډېرو عامو افغانانو لپاره د کرېکټ ټیم لیدل یواځينۍ خوشالي ده. په دې توګه، موږ دا تایید کوو چې دا لوبه ترسره کوو."

یاده دې وي چې افغانستان د کرېکټ د نړۍوالې شورا یواځینی بشپړ غړی دی چې د ښځو د کریکټ لپاره کوم خاص پلان نه لري، خو د هند حکومت او طالبانو ترمنځ وروستې ډیپلوماټیکې خبرې اترې او د سپورتي اړیکو پیاوړي کول په دې معنا ده چې له دغه سټېج څخه د افغان لوبډلې لرې کول ناممکن دي.