• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ترکیه کې د زهرجنو الکولو د څښلو له امله له سلو زیات کسان مړه شوي دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۱۲ GMT+۰

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې له یوې میاشتې په کمه موده کې، په انقره او استانبول کې له سلو ډېر کسان د زهرجنو الکولو د څښلو له امله مړه شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې موده کې، ۲۳۰ نور کسان د الکولو د څښلو له امله په روغتون کې بستر شوي دي.

د ترکیې اېن ټلوېزیون د شنبې په ورځ، د سلواغې ۲۰مه راپور ورکړ، چې د جنوري له ۱۴مې راهیسې په استانبول کې ۷۰ کسان د زهرجنو الکولو د څښلو له امله مړه شوي دي.

د انقرې د پولیسو مشر واصف شاهین وویل، چې په دې موده کې په پلازمېنه کې د زهرجنو الکولو د څښلو له امله ۳۳ کسان مړه شوي دي.

د ترکیې روغتیايي چارواکو اعلان وکړ .چې د دې الکولو له څښلو وروسته ۴۰ کسان چې روغتون ته وړل شوي دي، په جدي حالت کې دي.

تر دې مخکې، د ترکیې دولتي خبري اژانس د مرغومي په ۱۸مه راپور ورکړ، چې په استانبول کې د زهرجنو الکولو د څښلو له امله ۳۰ کسان مړه شوي او لسګونه نور په روغتون کې بستر شوي دي.

ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د الکولو د بیو د لوړېدو له امله مصرفوونکو محلي شرابو ته مخه کړې ده.

ترکي رسنیو دا هم راپور ورکړی، چې په هیواد کې د غیر معیاري شرابو د څښلو له امله مړینې مخ په زیاتیدو دي.

په ترکیه کې د الکولي مشروباتو د بیې لوړوالي مصرفوونکي دې ته اړ کړي، چې ارزانه بدیلونو او کور جوړ شرابو ته مخه کړي، چې د زهري کېدو خطر یې زیات کړی دی.

رسنیو دا هم یادونه کړې چې په هیواد کې د الکولو د بیو د لوړوالي وروسته، د مشهورو برانڈونو بدلو شرابو تولید هم زیات شوی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

پېښور کې پېژندل شوې ټیک ټاکره سیما ګل «سایکو ارباب» په مرموز ډول وژل شوې ده

۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۴۸ GMT+۰

د پاکستان ده نیوز ورځپاڼې د خبر له مخې، یوه پېژندل شوې ټیک ټاکره سیما ګل چې په «سایکو ارباب» هم پېژندل کېږي، د جمعې په ورځ د پښتونخوا د صوابۍ مرکز په ورسک سړک سیمه کې په مرموز ډول وژل شوې او مړی یې موندل شوی دی.

د سمیا ګل ورور، محمد یاسین چې د اسلام اباد اوسېدونکی دی، پولیسو ته ویلي، چې خور یې سیما ګل په خپل کور کې وه او ناڅاپي یې روغتیایي حالت خراب شوی و.

هغه پولیسو ته ویلي، چې د درملنې لپاره یې د پېښور (لیډي ریډینګ) روغتون ته د لېږدولو پر مهال یې پر لاره ساه ورکړې وه.

یاسین د خپلې خور د مړینې د لامل په اړه شک څرګند کړ او ویې ویل چې، ښايي د زهرجنو موادو د خوړلو یا طبیعي لاملونو له امله وي. خو هغه روښانه کړه چې د دوی کورنۍ له هیڅ چا سره دښمني نه لري.

د پولیسو چارواکو دغه مړینه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د سیما ګل له کوره یې مهم شواهد راټول کړي او پلټنې روانې دي.

پولیس زیاتوي، چې د مړینې دقیق لامل به د عدلي طیب راپور د ترلاسه کولو وروسته معلوم شي.

پښتونخوا په وروستیو کلونو کې د ښځينه هنرمندانو او اوسنیو خواله رسنیو د فعالانو لپاره په هدیره بدله شوې، او ډیری دغه ښځينه فعالانې د غیرت په نوم وژل کیږي.

د پښتونخوا پر حکومتي چارواکو او پولیسو په سیاسي غونډو کې د ګډون بندیز لګول شوی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۲۲ GMT+۰

د پاکستان جیونیوز په راپور کې راغلي، چې په پښتونخوا کې حکومتي چارواکي او پولیس په سیاسي غونډو او لاریونونو کې له ګډون څخه منعه کړای شوي دي. ویل کېږي چې دغه خبرتیاوې د سوات، ملاکنډ، دیر او بونیر په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو د چارواکو له‌خوا خپرې شوې دي.

سربېره پردې، د پښتونخوا په څو پوهنتونونو هم په هر ډول سیاسي غونډو کې د ګډون بندیز لګولی شوی دی.

په دې برخه کې خپره شوې خبرپاڼه کې ولایتي پولیسو ته لارښوونه شوې چې په لاریونونو کې له ګډون او اسانتیاوو ورکولو څخه ډډه وکړي.

ورته مهال د تحریک انصاف ګوند د مرکزي کمیټې څو غړو د پښتونخوا حکومت او ادارو د دې خبرپاڼې په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي.

له بلې خوا، د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور دا خبرې بې بنسټه بولي او زیاتوي چې: «زه به د تېر په څیر د لاریون مشري وکړم، دغه ټولې خبرې بې بنسټه دي، داسې کومه پرېکړه نه ده شوې».

دغه پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې تېرو دوو ورځو کې ملګرو ملتونو په پاکستان کې له مېشت افغان کډوالو غوښتي، چې په سیاسي غونډو او لاریونونو کې دې له ګډون څخه ډډه وکړي.

د پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې وسله وال برید کې دوه پولیس وژل شوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره شپه د پښتونخوا بنو ولسوالۍ په فتح‌خیلو سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو په برید کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي. په ټي ټي پي پورې یوې تړلې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته له سیمې څخه باوري سرچینو نن شنبه د (سلواغې ۲۰مه) ویلي، چې د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په فتح خیلو سیمه کې یوې ډلې وسله والو د پولیسو پر پوستې برید کړی چې په پایله کې یې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ويل کیږي، ټپیان د درملنې په موخه د بنو روغتون ته وړل شوي او د یوه هغه روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د بنو پولیسو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې یو ډیر شمېر وسله والو پر پوسته برید کړی، نو په خبره یې ځکه دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ټي ټي پي اړوندې یوې وسله والې ډلې د دغه برید د مسوولیت منلو تر څنګ ادعا کړې چې په دغې پوسته یې د سپکو او درنو وسلو برید کړی او په کې ټول پولیس یې وژلي دي.

په دې وروستیو یو ځل بیا په پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو د وسله والو بریدونو زور اخیستی او وخت نا وخت پر پوستو او د دوی د موټرونو پر روانو کاروانونو بریدونه کیږي.

برازیل کې د یوې کوچنۍ الوتکې د غورځېدو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۰

د سیمه ییزو رسنیو په وینا،د برازیل په سویل ختیځ کې یوه کوچنۍ الوتکه د جمعې په سهار د ساو پاولو د بارا فنډا ولسوالۍ په یوه لاره کې لوېدلې. په دغه پېښه کې لږترلږه دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د برازیل ګلوبو نیوز راپور ورکړی، چې د کینګ ایرایف-۹۰ الوتکه چې اته تنه سپرلۍ پکې وې د جمعې په سهار راوغورځېده او له یوه بس سره د ټکر کېدو له امله یې اور واخېست.

د اور وژنې ادارې راپور ورکړی چې په الوتکه کې دوه سوځېدلي جسدونه موندل شوي دي.

په دغه پېښه کې یو موټرسایکل چلوونکی او یو بل بس چلونکی چې په دې وخت بس کې یوازې و ټپي شوي دي.

دغه کوچنۍ الوتکه د سهار په ۷:۱۵ بجې د کمپو دي مارټ له هوایي ډکر پورته شوې وه او غوښتل یې چې الیګر ته ولاړه شي چې په لاره کې وغورځېده.

پولیس او د برازیل هوايي ځواک د الوتکې د غورځېدو د لامل او احتمالي مسولیتونو په اړه څېړنې کوي.

بنګله‌دېش نوي ډیلي ته: د شېخ حسینې د ناسمو څرګندونو مخه ونیسئ

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۱۴ GMT+۰

د رویټرز خبري اژانس د راپورله مخې، بنګله‌دېش له نوي ډیلي غوښتي چې له واکه پرځېدلې شېخ حسینه دې کابو کړي څو له «ناسمو او پروپاګنډ» څرګندونو لاس واخلي.

د راپور له مخې، دا څرګندونې د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (فبرورۍ ۷مه) په یوې ویناپاڼه کې مطرح کړې دي.
ورته مهال، نوي ډیلي بیا د بنګله‌دیش د دې څرګندونو په ځواب کې د دغه هېواد سفیر احضار کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د بنګله‌دېش سفیر ته څرګنده کړې چې حسینې دا څرګندونې د یو فرد په توګه بیان کړې دي.

د یادونې ده چې د ډاکې او نوي ډیلي اړیکې په بنګله‌دېش کې د تېر ۲۰۲۴ د اګست پرمهال د محصلینو پراخو او له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو په ترڅ کې د شېڅ حسینې حکومت له پرځېدو وروسته ترینګلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بنګله‌دېش ولسي اعتراض د دغه هېواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شېخ حسینه استعفا او د هند پر لور تېښتې ته اړ کړه.