• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا پر حکومتي چارواکو او پولیسو په سیاسي غونډو کې د ګډون بندیز لګول شوی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۲۲ GMT+۰

د پاکستان جیونیوز په راپور کې راغلي، چې په پښتونخوا کې حکومتي چارواکي او پولیس په سیاسي غونډو او لاریونونو کې له ګډون څخه منعه کړای شوي دي. ویل کېږي چې دغه خبرتیاوې د سوات، ملاکنډ، دیر او بونیر په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو د چارواکو له‌خوا خپرې شوې دي.

سربېره پردې، د پښتونخوا په څو پوهنتونونو هم په هر ډول سیاسي غونډو کې د ګډون بندیز لګولی شوی دی.

په دې برخه کې خپره شوې خبرپاڼه کې ولایتي پولیسو ته لارښوونه شوې چې په لاریونونو کې له ګډون او اسانتیاوو ورکولو څخه ډډه وکړي.

ورته مهال د تحریک انصاف ګوند د مرکزي کمیټې څو غړو د پښتونخوا حکومت او ادارو د دې خبرپاڼې په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي.

له بلې خوا، د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور دا خبرې بې بنسټه بولي او زیاتوي چې: «زه به د تېر په څیر د لاریون مشري وکړم، دغه ټولې خبرې بې بنسټه دي، داسې کومه پرېکړه نه ده شوې».

دغه پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې تېرو دوو ورځو کې ملګرو ملتونو په پاکستان کې له مېشت افغان کډوالو غوښتي، چې په سیاسي غونډو او لاریونونو کې دې له ګډون څخه ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې وسله وال برید کې دوه پولیس وژل شوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره شپه د پښتونخوا بنو ولسوالۍ په فتح‌خیلو سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو په برید کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي. په ټي ټي پي پورې یوې تړلې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته له سیمې څخه باوري سرچینو نن شنبه د (سلواغې ۲۰مه) ویلي، چې د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په فتح خیلو سیمه کې یوې ډلې وسله والو د پولیسو پر پوستې برید کړی چې په پایله کې یې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ويل کیږي، ټپیان د درملنې په موخه د بنو روغتون ته وړل شوي او د یوه هغه روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د بنو پولیسو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې یو ډیر شمېر وسله والو پر پوسته برید کړی، نو په خبره یې ځکه دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ټي ټي پي اړوندې یوې وسله والې ډلې د دغه برید د مسوولیت منلو تر څنګ ادعا کړې چې په دغې پوسته یې د سپکو او درنو وسلو برید کړی او په کې ټول پولیس یې وژلي دي.

په دې وروستیو یو ځل بیا په پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو د وسله والو بریدونو زور اخیستی او وخت نا وخت پر پوستو او د دوی د موټرونو پر روانو کاروانونو بریدونه کیږي.

ملګري ملتونه افغان کډوالو ته: د تحریک انصاف لاریون کې له ګډون څخه ډډه وکړئ

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۰۰ GMT+۰

د پاکستان عمومي ټاکنو د لومړۍ کلیزې په مناسب د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د پلویانو لاریون له اعلان سره جوخت، ملګرو ملتونو له افغان کډوالو غوښتي، چې په دغه لاریون او سیاسي فعالیتونو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویانو دا ورځ د «رایو غلا» په نوم یاده کړې او ټاکل شوې چې سبا (شنبه n سلواغې ۲۰مه) د دغه هېواد د عمومي ټاکنو د کلیزې لمانځلو په مناسبت ستر لاریون وکړي.

د نوموړي ګوند پلویان به په خېبرپښتونخوا او ځینو نورو سیمو کې په لاریون کې ګډون وکړي. همداراز یاد ګوند په ټول پاکستان کې له خپلو پلویانو غوښتي چې په دغه لاریون کې ورسره برخه واخلي.

ټاکل شوې وه دا لاریون په لومړیو کې د پاکستان په لاهور ښار کې وشي، خو د دغه هېواد چارواکو د امنیتي اندېښنو له امله د تحریک انصاف غوښتنه رد کړه.

له دې وروسته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي چې د دغه هېواد قوانین او مقررات رعایت او ورته درناوی وکړي.

دغه‌راز، ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې افغانان باید د عامه نظم د ساتنې په برخه کې د ټاکل شویو تدابیرو منلو ته غاړه کېږي.

په دې ویناپاڼه کې راغلي: «د کوربه هېواد پر وړاندې له سیاسي فعالیتونو څخه ډډه وکړئ. ښايي دا فعالیتونه جرم وي او کولای شي په پاکستان کې د افغانانو په اړه د خلکو پر نظرونو مستقیم او منفي اغېزې ولري.»

په دې ویناپاڼه کې چې په، پښتو، فارسي، اردو او انګلیسي ژبو خپره شوې، ټینګار شوی چې افغان کډوال باید د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره په «نامناسب» فعالیتونو کې له ښکېلتیا ډډه وکړي.

برازیل کې د یوې کوچنۍ الوتکې د غورځېدو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۰

د سیمه ییزو رسنیو په وینا،د برازیل په سویل ختیځ کې یوه کوچنۍ الوتکه د جمعې په سهار د ساو پاولو د بارا فنډا ولسوالۍ په یوه لاره کې لوېدلې. په دغه پېښه کې لږترلږه دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د برازیل ګلوبو نیوز راپور ورکړی، چې د کینګ ایرایف-۹۰ الوتکه چې اته تنه سپرلۍ پکې وې د جمعې په سهار راوغورځېده او له یوه بس سره د ټکر کېدو له امله یې اور واخېست.

د اور وژنې ادارې راپور ورکړی چې په الوتکه کې دوه سوځېدلي جسدونه موندل شوي دي.

په دغه پېښه کې یو موټرسایکل چلوونکی او یو بل بس چلونکی چې په دې وخت بس کې یوازې و ټپي شوي دي.

دغه کوچنۍ الوتکه د سهار په ۷:۱۵ بجې د کمپو دي مارټ له هوایي ډکر پورته شوې وه او غوښتل یې چې الیګر ته ولاړه شي چې په لاره کې وغورځېده.

پولیس او د برازیل هوايي ځواک د الوتکې د غورځېدو د لامل او احتمالي مسولیتونو په اړه څېړنې کوي.

بنګله‌دېش نوي ډیلي ته: د شېخ حسینې د ناسمو څرګندونو مخه ونیسئ

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۱۴ GMT+۰

د رویټرز خبري اژانس د راپورله مخې، بنګله‌دېش له نوي ډیلي غوښتي چې له واکه پرځېدلې شېخ حسینه دې کابو کړي څو له «ناسمو او پروپاګنډ» څرګندونو لاس واخلي.

د راپور له مخې، دا څرګندونې د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (فبرورۍ ۷مه) په یوې ویناپاڼه کې مطرح کړې دي.
ورته مهال، نوي ډیلي بیا د بنګله‌دیش د دې څرګندونو په ځواب کې د دغه هېواد سفیر احضار کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د بنګله‌دېش سفیر ته څرګنده کړې چې حسینې دا څرګندونې د یو فرد په توګه بیان کړې دي.

د یادونې ده چې د ډاکې او نوي ډیلي اړیکې په بنګله‌دېش کې د تېر ۲۰۲۴ د اګست پرمهال د محصلینو پراخو او له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو په ترڅ کې د شېڅ حسینې حکومت له پرځېدو وروسته ترینګلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بنګله‌دېش ولسي اعتراض د دغه هېواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شېخ حسینه استعفا او د هند پر لور تېښتې ته اړ کړه.

کیلوګ: ټرمپ چمتو دی چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر روسیې بندیزونه ولګوي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۹ GMT+۰

د اوکراین او روسیې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي کیټ کیلوګ د فبرورۍ په شپږمه له نیویارک پوسټ سره په مرکه کې وویل، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی چې د روسیې پروړاندې بندیزونه دوه برابره کړي ترڅو په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي.

د کیلوګ په وینا، په روسیه باندې به د متحده ایالاتو اوسني بندیزونه، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د هغې د انرژۍ سکتور په نښه کوي، نور هم زیات شي.

کیلوګ وویل: «تاسو واقعیاً بندیزونه زیاتولی شئ، په ځانګړي توګه وروستي بندیزونه.»

هغه زیاته کړه، چې ټرمپ لا دمخه د هغه د ملي امنیت ټیم راغونډ کړی چې د ولسمشر مرستیال جی ډي ویسن او د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ، په کې هم شامل دي د جګړې پای ته رسولو لپاره د همغږۍ ستراتیژۍ په اړه خبرې کوي.

کیلوګ ټینګار وکړ، چې د ټرمپ اداره د جګړې پای ته رسولو لپاره په "هر اړخیز چلند" متمرکزه ده او د اوکراین له ملاتړ سره یوځای به په روسیه باندې فشارونه ډېر کړي.

بل پلو د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او لوی درستیز اندري یرماک د فبرورۍ په ۷ مه وویل، تمه ده چې د ټرمپ ځانګړی استازی د روانې میاشتې په وروستیو کې له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره اوکراین ته ولاړ شي.