دغه روسي چارواکي زیاته کړه چې داعش خراسان نه یوازې په افغانستان کې بریدونه کوي، بلکې په اروپا کې یې هم د خپلو پلویانو له لارې حملې تنظیم کړې دي.
نړیوال ټیکاو او سولې ته د ترهګریزو ګواښونو په تړاو دې ناستې ته د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر مرستیال وویل چې داعش لا هم د منځنۍ اسیا له هېوادونو نوي جنګیالي جذبوي.
ورونکوف وویل، سره له دې چې ملګري ملتونه، نړیوال او سیمه ییز شریکان د داعش فعالیتونو د مخنیوي هڅې کوي، دې ډلې لا هم خپلې کړنې روانې ساتلې دي.
په دې ناسته کې د سوریې وضعیت ته هم نغوته وشوه، چې د ورونکوف په وینا، د دغه هېواد حالت د داعش د بیا پیاوړتیا لامل کېدای شي. هغه وویل چې لا هم ۴۲،۵۰۰ کسان، چې د داعش غړي او د دوی خپلوان دي، د سوریې په کمپونو او زندانونو کې ساتل کېږي.
د رپوټ له مخې، له ۷۰۰ زیات عراقي وګړي، سلګونه سوریایان او ۸،۶۰۰ نور بهرني وګړي د سوریې په کمپونو کې بند پاتې دي.
ورونکوف وویل چې په عراق کې خپلو هېوادونو ته د داعش داسیرانو ستنولو بهیر ډېر ورو روان دی او یوازې ۷۶۰ کسان عراق بېرته منلي دي.
ورونکوف د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنه بیا تکرار کړه، چې هېوادونه دې د خپلو وګړو د بېرته منلو او ستنولو لپاره بشري اسانتیاوې برابرې کړي.
د ملګرو ملتونو دغه مرستیال خبرداری ورکړ چې داعش د نړۍ په نورو برخو، په ځانګړي ډول لویدیزه افریقا کې هم جدي فعالیتونه لري.
هغه وویل چې داعش په دې سیمه کې پوځي او ملکي اهداف، په ځانګړي ډول ښوونځي په نښه کړي، چې د ځینو بریدونو مرګ ژوبله ډېره درنده وه.
په دې ناسته کې د امریکا استازي وویل چې داعش په منځنۍ اسیا، په ځانګړي ډول داعش خراسان د نړۍ د امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګرځېدلی.هغه وویل، « « موږ د ترهګریزو بریدونو د طرح او اجرا کولو او دغه راز په ځانګړې توګه په افغانستان او پاکستان کې د خلکو د ګومارنې په تړاو دداعش له وړتیا اندېښمن یو».