طالبان: د ایران په بېکیفیته زعفرانو ځان نه بدناموو

د ایران د زعفرانو صندوق د بورډ یوه مدیره پلاوي له څرګندونو وروسته چې ګواکې افغان سوداګر د دغه هېواد زعفران قاچاق او صادروي، د طالبانو د سوداګرۍ وزارت دا څرګندونې بې بنسټه بللې دي.

د ایران د زعفرانو صندوق د بورډ یوه مدیره پلاوي له څرګندونو وروسته چې ګواکې افغان سوداګر د دغه هېواد زعفران قاچاق او صادروي، د طالبانو د سوداګرۍ وزارت دا څرګندونې بې بنسټه بللې دي.
دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) په یوه بیان کې ویلي، چې افغاني زعفران د ایراني زعفرانو په پرتله څو چنده لوړ کیفیت لري.
یاد وزارت د افغانستان له خوا د ایراني زعفرانو قاچاق او صادرات رد کړي او په وینا یې، هېڅ دلیل نه شته چې افغاني زعفرانو کیفیت ته دې په نړۍوال بازار کې زیان ورسېږي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بیان کې راغلي: «له شک پرته چې د افغانستان صادر شوي زعفران په بشپړ ډول کورني محصولات دي.»
یاد وزارت ایراني چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د «بې بنسټه ادعاوو پر ځای د خپلو محصولاتو کیفیت» لوړ او په نړۍوالو بازارونو کې ورته ځای پیاوړی کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ایران زعفرانو د پراختیا صندوق مديره پلاوي محمد رضا اردیخاني په یوه خبري کنفرانس کې پر افغان سوداګرو تور پورې کړی و، چې ګواکې افغانان ایراني زعفران قاچاق او په خپل نوم بهرنیو هېوادونو ته صادروي.
د یاد ایراني چارواکي له دې څرګندونو دوه ورځې وروسته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل بیان کې افغانستان په نړۍواله کچه د لوړ کیفیتلرونکو زعفرانو تولیدونکی هېواد بللی او زیاته کړې یې ده، چې افغاني زعفرانو په نړۍوالو بازارونو کې یو مهم ځای ترلاسه کړی دی.
د یادونې ده، چې د افغانستان زعفرانو د تېرو څو کلونو په ترڅ کې په نړۍوالو بازارونو کې د خپل ښه کیفیت له امله یو ښه مقام ترلاسه کړی او دا بوټی تر ډېرې کچې د هرات په غوریان، پښتونزرغون، انجیل او زندهجان ولسوالیو کې کرل کېږي.