• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان ایالت کې د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو درې سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۴۴ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د (سلواغې ۲۸مه) راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په کیچ ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله‌والو د پوله ساتو ځواکونو پر یوې پوستې بریدونه کړي دي.

په دغو بریدونو کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

راپور کې ویل شوي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه د پاکستان درې تنه پوله ساتي سرتېري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

لا تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت هېڅ کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

په یوې بله پېښه کې د همدې ایالت د اوران ولسوالۍ په مشکي سیمه کې وسله‌والو کسانو له یوه پولیس څخه ټوپک هم تښتولی دی.

نږدې دوه اونۍ وړاندې په بلوچستان ایالت کې د پاکستان پر پوځ وسله‌والو درانه بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې ۱۸ پوخیان ووژل شول او تر دې پېښې وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بلوچستان ته په بېړني سفر کې هلته د امنیت په تړاو غونډه هم وکړه.

په بلوچستان کې بېلابېلې وسله‌والې ډلې فعالې دي، چې تر ټولو پیاوړې هغه یې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله‌واله ډله ده چې وخت ناوخت د پاکستان پر پوځيانو ځانمرګي او مخامخ وسله‌وال بریدونه کوي.

په دې وروستیو کې د بلوچستان سربېره په خېبر پښتونخوا کې هم نا امنۍ مخ په پراخېدو دي.

د‌ پاکستاني‌ طالبانو یا «ټي‌ټي‌پي» بریدونه هم په یاد هېواد کې تر بل هر وخت ډېر شوي او پاکستان اندېښنه لري، چې دغه وسله‌واله ډله د دوی په هېواد کې کېدونکي بریدونه په افغانستان کې تنظیموي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو روروسته په پاکستان کې هم امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او هره ورځ د پاکستاني طالبانو او پوځیانو ترمنځ د جګړو خبرونه ترلاسه کېږي.

که څه هم پاکستان ادعا لري، چې افغان خاوره یې پر ضد کارول کېږي؛ خو طالبانو بیا په وار وار دغه ادعاوې رد کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان اندېښنه لري، چې د پاکستان د څارګرې شبکې غړي په سپین بولدک کې له افغانانو بډې اخلي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۷ GMT+۰

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو ناڅرګندې ډلې له لوري د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو مکتوب افشا شوی، چې پکې لیکل شوي د بلوچستان ایالت د سپین بولدک له لارې پاکستان ته تلونکي افغانان د دغه هېواد د څارګرې شبکې له لوري ځورول کېږي او بیا ترې بډې اخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدونو چارو ریاست په یو مکتوب کې چې اسلام اباد کې یې خپل سفارت ته لیکلي له افغانانو سره په چمن کې پر کېدونکي چلند اندېښنه څرګنده کړې.

مکتوب کې لیکل شوي، چې د سیف الله ملک خان په نوم د بلوچستان اوسېدونکی او د پاکستان د څارګرې شبکې غړی په چمن کې د کمپیوټر کار په توګه دنده مخ ته وړي او پاکستان ته تلونکي افغانان په بېلابېلو پلمو ځوروي.

په مکتوب کې ویل شوي، سره له دې چې افغانانو سره د تګ قانوني اسناد او ویزې هم وي؛ خو نوموړی کس ترې له لس زرو نیولې تر دېرش زره کلدارو پورې بدې اخلي.

په مکتوب کې راغلي، د پېسو د نه ورکړې له کبله د پاکستان د څارګرې شبکې یاد غړی افغانان ډبوي او بیا یې سخت شکنجه کوي چې ځیني وختونه یې لا زندان ته هم لېږي.

په افشا شوي سند کې دا هم ویل شوي، چې د پاکستان د څارګرې شبکې غړی سیف الله ملک خان افغانان تر څلور ورځو پورې په زندان کې ساتي او بیا له هغې وروسته ترې پنځوس زره کلدارې اخلي او یا یې هم د دوسیې محکمې ته لېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې خپل سفیر ته سپارښتنه کړې، چې یاده موضوع د پاکستان له حکومت سره شریکه کړي؛ خو معلومه نه ده، چې پاکستان د طالبانو دغه غوښتنې ته څه ځواب ویلی دی.

تر دې دمخه هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د ډیورڼد پر کرښه د تورخم په ګډون په بېلابېلو لارو کې د پاکستان د امنیتي ادارو د مسوولینو له لوري له افغانانو څخه په ناقانونه پېسې اخیستل کېږي او که یې ورنکړي؛ نو له ستونزو سره یې مخ کوي.

یو شمېر افغانانو دا اندېښنې هم شریکې کړې دي، چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو پر مهال هم ترې په تورخم کې پیسې اخیستل کېږي.

نږدې کال وړاندې پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړ، چې په تورخم کې د‌ پاکستاني ځواکونو ترمنځ له افغانانو څخه د اخیستل کېدونکو پیسو د وېش پر سر خپلمنځي نښته شوې وه.

رویټرز: امریکا او روسیه به د اوکراین د جګړې په اړه په سعودي عربستان کې سره خبرې وکړي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۰۳ GMT+۰

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا او روسیې چارواکي به په نږدې راتلونکو ورځو کې په سعودي عربستان کې سره وګوري. په راپور کې راغلي، چې دواړه خواوې به په دغې لیدنه کې د روسیې او اوکراین د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

د امریکا یو قانون جوړونکي په دې تړاو رویټرز خبري اژانس ته په خبرو کې ویلي:« کېدای شي، چې دا خبرې د راتلونکې شنبې په ورځ پرانیستل شي».
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي چې د جمعې په ورځ یې په جرمني کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډي وینس سره ولیدل وویل، چې اوکراین په سعودي عربستان کې خبرو اترو ته نه دی بلل شوی او کیف به د ستراتیژیکو شریکانو سره د مشورې پرته له روسیې سره خبرې ونکړي.

د امریکا د کانګرس غړي مایکل مکال رویټرز ته ویلي، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د سپینې ماڼۍ د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکوف به سعودي عربستان ته سفر وکړي. دا لا روښانه نه ده چې دوی به له روسي لوري څخه له چا سره وویني.

د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې مک مکال وویل، چې د خبرو اترو هدف د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او زیلینسکي ترمنځ د غونډې تنظیم کول دي «ترڅو سوله راشي او دا شخړه پای ته ورسېږي.»

ټرمپ په امریکا کې د واک ترلاسه کولو ورسته په وار، وار ژمنه کړې چې د اوکراین جګړه به په چټکۍ سره پای ته ورسوي.

هغه د چهارشنبې په ورځ پوتین او زیلینسکي سره په جلا توګه تلیفوني خبرې کړې، چې د واشنګټن اروپایي متحدین یې اندېښمن کړي چې دوی به د سولې له هر ډول پروسې څخه و اېستل شي.

دغه وېره وروسته له هغې زیاته شوه، کله چې ولسمشر ټرمپ د اوکراین لپاره وویل چې اروپا به د خبرو اترو په میز کې ځای ونلري.

مخکې له دې چې روبیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره خبرې وکړي؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دوی د پوتین او ټرمپ ترمنځ د غونډې لپاره د چمتووالي په منظمو اړیکو هوکړه وکړه.

متحده ایالاتو او اروپا د جګړې له پیل راهیسې اوکراین ته په لسګونو ملیارد ډالر پوځي مرسته ورکړې ده.

ټرمپ ویلي، چې هغه د اوکراین ملاتړ کوي؛ خو د کیف لپاره د متحده ایالاتو د تمویل لپاره امنیت هم غواړي.

متحده ایالات او اوکراین اوس‌مهال د یوې داسې معاملې په اړه خبرې اترې کوي، چې کولی شي د اوکراین پراخه طبیعي شتمني د متحده ایالاتو پانګونې ته پرانیزي.

درېیو سرچینو رویټرز ته وویل، چې متحده ایالاتو د اوکراین د مهمو منرالونو د ۵۰ سلنه ملکیت وړاندیز کړی.

زیلینسکي د شنبې په ورځ وویل، د تړون په مسوده کې هغه امنیتي تدابیر شامل نه وو چې کیف ورته اړتیا لرله.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان له پوځ سره د ورورګلوۍ او ملګرتیا غوښتونکي یو

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۹ GMT+۰

د هېکرانو یوې ډلې طالب لیکس له‌خوا د طالبانو په افشا شویو سندونه کې یو سند هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو ریاست اړوند دی، چې پکې یې په اسلام اباد کې خپل سفارت ته لیکلي چې د پاکستان له پوځ سره د ورورۍ او ملګرتیا اړیکو ته ژمن دي.

یاد مکتوب چې د «۱۴۰۳ کال د اومې میاشتې په ۱۴مه» نېټه لیکل شوی پکې یادونه شوې، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ سره د ورورګلوۍ او ملګرتیا اړیکو ته ژمنتیا لري.

د طالبانو په دغه افشا شوي سند کې ټینګار شوی، چې د افغانستان خاوره به د‌ پاکستان په ګډون د هېڅ ګاونډي او بهرنیو هېوادونو پر ضد نه کارېږي.

100%

پاکستان بیا د طالبانو دغه څرګندونې نه مني او ادعا کوي، چې د افغانستان د خاورې دننه یې د دوی پر ضد جنګېدونکي «ټي ټي پي» وسله‌والې ډلې ته پناه ځایونه ورکړي او خاوره یې د دوی پر ضد کارول کېږي.

د طالب لیکس له لوري د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دغه افشا شوي مکتوب کې ویل شوي د پاکستان هغه ادعا سمه نه ده، چې ګني افغان طالبانو د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځیانو د سپکو او درنو وسلو بریدونه شوي دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په ښکاره توګه خړې پړې شوې او دواړه لوریو د لفظي بریدونو تر څنګ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سره وسله‌والې نښتې هم کړې دي.

پاکستان په بېلابېلو وختونو کې په نړۍوالو ناستو کې او د هېوادونو سیاسي استازولیو ته له طالبانو شکایت کړی دی، چې پاکستاني طالبان یې په خپل هېواد کې خوندي ساتلي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په خېبر پښتونخوا کې د «ټي‌ټي‌پي» فعالیتونه نه یوازې دا چې چټک شوي؛ بلکې پراخ شوي هم دي او هره ورځ یې له پاکستاني پوځیانو سره د وسله‌والو نښتو خبرونه لاس په لاس کېږي.

په ورته مهال په خېبر پښتونخوا کې یو شمېر سیاست‌والو هم اندېښنې څرګندې کړې، چې د پاکستان د بې غورۍ له کبله د «ټي‌‌ټي‌پي» بریدونو زور اخیستی دی.

ملګرو ملتونو تازه په خپل یو راپور کې طالبان ملامته کړي‌، چې د پاکستان پر ضد یې پاکستاني طالبانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او حتی د لوژېستیکي ملاتړ تر څنګ یې د یادې ډلې مالي‌ ملاتړ هم کړی دی؛ که څه هم د طالبانو د روانې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې له «ټي‌ټي‌پي» سره د خبرو اترو لپاره پاکستان خپل څو پلاوي‌ هم کابل ته واستول؛ خو دغو مذاکراتو نه یوازې دا چې چندان پایلې یې ورنکړې بلکې یادې وسله‌والې ډلې لا خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی.

افغان طالبانو بیا په وار وار د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې او همدا خبره یې کړې، چې د افغانستان خاوره د خپلو ګاونډیو او هېڅ هېواد پر ضد نه کاروي.

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي، چې حتی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ختیځ ترکستان وسله‌والې ډلې مشر عبدالحق نورستانی چې له القاعده شبکې سره پراخې اړیکې لري په ډاډه زړه کابل کې اوسېږي او له هغه ځایه په سوریه کې خپل جنګیالي رهبري کوي.

د اتریش په سوېل کې په یوه برید کې یو ۱۴ کلن هلک وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۰

فرانس پرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ د اتریش په سوېل کې د چړې پرمټ په شوي برید کې یو ۱۴ کلن ځوان وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان دي.

ځایي پولیسو ویلي، چې د برید په تړاو یې یو شکمن سوریایي وګړی چې په دغه هېواد کې قانوني استوګنه لري نیولی دی.

پولیسو زیاته کړې، چې پېښه د ویلج په ښار کې رامنځته شوې او قربانیان یې هم ټول نارینه دي، په ټپیانو کې د دوو کسانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.

د ویلج پولیسو ویاند راينر دیونیسیو ویلي، چې د برید لامل لا روښانه نه دی.

هغه زیاته کړه، چې پولیس د شکمن کس د شخصي شالید په اړه پلټنې کوي.

هغه وویل:« موږ باید د باوري معلوماتو ترلاسه کولو پورې انتظار وکړو، چې ایا د پېښې لامل یوازې همدا یو کس دی او که تر شا یې د کومې ډلې لاس دی.»

د اتریش د کارنتن ولایت والي پیټر کایزر د وژل شوي ۱۴ کلن ځوان د کورنۍ سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل:« دغه زړه بوږنوونکی جنایت باید سختې پایلې ولري. ما تل په روښانه توګه ویلي، هغه کسان چې په کارنتن یا اتریش کې ژوند کوي، باید د قانون او زموږ د ټولو پالیسیو او ارزښتونو درناوی وکړي.»
په اتریش کې دغه پېښه وروسته له هغې شوې، چې په تېر دسمبر کې د اتریش په ګډون ځینو نورو اروپایي هېوادونو کې د سوریایي وګړو د پناه غوښتنې په اړه پرېکړې وځنډول شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسراییل ته ورسېد

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۳۲ GMT+۰

مارکو روبیو د شنبې په شپه د (سلواغې ۲۷مه) د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه منځني ختیځ ته خپل لومړی سفر پیل کړ او په دې لړ کې اسراییل ته ورسېد. دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې په غزه کې د فلسطینیانو د بې ځایه کولو یوه جنجالي طرحه وړاندې شوې ده. 

روبیو د تل ‌ابیب هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم د خپل اسراییلي سیال له‌خوا له تود هرکلي سره مخ شو.

ټرمپ وړاندیز کړی، چې امریکا باید د غزې کنټرول واخلي او د مصر په ګډون اردن دې فلسطینیان ومني؛ خو دواړو هېوادونو د دغه وړاندیز پر وړاندې مخالفت کړی.

ټرمپ چې دا طرحه یې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره تر لیدو وروسته اعلان کړه، غواړي غزه په یوه نړۍوال ساحلي زون بدله کړي.

نوموړي وړاندې ویلي، فلسطینیان به د دې طرحې له مخې غزې ته د بېرته ستنېدو حق ونلري.

د امریکا د ولسمشر دغې خبرې په پراخه کچه اندېښنې راپارولې او دغه چاره د فلسطینیانو دایمي بې ځایه کېدو ته لاره هواروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي تېره اونۍ ویلي و، چې روبیو به په دې سفر کې د غزې او د حماس د بریدونو پایلو په اړه بحثونه وکړي او د ټرمپ سیمه‌ییز سیاست ته به دوام ورکړي.

د روبیو له سفر سره هم‌‌مهاله بنیامین نتنیاهو د شنبې په ورځ د ټرمپ له «بشپړ ملاتړ» مننه وکړه.

دغه څرګندونې د غزې د اوربند له شپږم پړاو وروسته هغه وخت وشوې، چې د برمته شویو اسراییلیانو او فلسطیني بندیانو تبادله ترسره شوه.

د شنبې په ورځ درې اسراییلي برمته شوي کسان د ۳۶۹ فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شول.

د نتنیاهو دفتر وویل:« د ټرمپ قوي دریځ د دې لامل شو، چې درې اسراییلي برمته شوي کسان خوشې شي؛ په داسې حال کې چې حماس مخکې د دوی له ازادولو ډډه کړې وه».

روبیو په داسې وخت کې اسراییل ته تللی، چې د "المانیتور" رسنۍ د جمعې په ورځ د یوه لوړپوړي اسراییلي ډیپلومات له قوله راپور ورکړی چې ټرمپ او نتنیاهو د ایران اسلامي جمهوریت په اړه «بشپړ تفاهم» ته رسېدلي دي.

دغې سرچینې ویلي، که د ایران د اټومي تړون لپاره هوکړه ونشي «دوزخ به د ایران پر مخ پرانیستل شي».

دغې سرچینې زیاته کړې، دغه هوکړه داسې راتلونکو ګامونو ته هم لاره اواروي چې که ایران نوی اټومي تړون رد کړي؛ نو اسراییل او امریکا به یې پر ضد سخت اقدامات وکړي.

ټرمپ تېره اونۍ د نتنیاهو تر څنګ اعلان وکړ، چې د خپلې ولسمشرۍ د لومړي پړاو د سختو بندیزونو بېرته لګولو امر یې کړی او ټینګار یې وکړ چې د ده اداره به هېڅکله ایران ته اجازه ورنکړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

کله چې له نتنیاهو وپوښتل شول، چې د دغو څرګندونو په اړه څه فکر لري؛ نو ځواب یې ورکړ: «تر ټولو مهمه دا ده، چې ټرمپ روښانه کړه؛ ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي».

د "المانیتور" د راپور له مخې، په لومړیو کې داسې انګېرل کېده چې ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي اقدام یادونه نه ده کړې او دا د اسراییلي چارواکو له‌خوا د نتنیاهو غوښتنې ته د منفي ځواب په توګه تعبیر شوې وه.

خو د ټرمپ وروستیو څرګندونو روښانه کړې، چې نوموړی د ایران اوسني کمزوري حالت ته پام دی او د احتمالي برید د بریا امکان یې زیات کړی دی.‌