له امریکا څخه اېستل شوي ۱۲۰ ناقانونه کډوال هند ته ورسېدل

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، تېره ورځ له متحده ایالاتو څخه اېستل شوي ۱۲۰ هندیان په یوې ځانګړې الوتکې کې د هند امرتسر ښار ته ورسېدل.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، تېره ورځ له متحده ایالاتو څخه اېستل شوي ۱۲۰ هندیان په یوې ځانګړې الوتکې کې د هند امرتسر ښار ته ورسېدل.
دا د هندي وګړو دویمه ډله ده، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د فشار له امله اېستل کېږي.
دا په دا په داسې حال کې ده، چې نن به په یوه بله الوتکه کې ۱۵۷ اېستل شوي هندي ناقانونه کډوال هند ته ورسېږي.
یاده دې وي، چې تر دې مخکې د فېبرورۍ په پنځمه هم په یوې امریکايي الوتکه کې ۱۰۴ هندي وګړي له دې غه هېواد څخه واېستل شول.
له دغو اېستل شویو کډوالو څخه زیاته برخه یې په ناقانونه لارو امریکا ته داخل شوي وو.
د رسنیو د راپورونو له مخې، ۱۱میلیونه کډوال په متحده ایالاتو کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، چې له دې څخه ۱.۴میلیونه کډوالو ته د شړلو حکمونه ورکړل شوي، چې ځینې یې جرمي مخینه هم لري.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوري په ۲۰مه نېټه د امریکا متحده ایالاتو واک ترلاسه کړ او د ناقانونه کډوالو د شړلو پرېکړه یې وکړه.


په لبنان کې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو پر کاروان له برید وروسته تر ۲۵ زیات کسان نیول شوي دي.
په دغه برید کې د ځواک وتلی مرستیال قوماندان او یو نیپالی سرتېری داسې مهال ټپیان شول، چې موټر یې له برید وروسته اور واخېست.
ملګرو ملتونو او لبناني چارواکو د جمعې د ورځې برید غندلی دی.
بل پلو، د حزب الله پلویانو د دویمې شپې لپاره د دغه هېواد یوازینی نړۍوال هوايي ډګر ته غځېدلی سړک د هغې پرېکړې له امله تړلی و، چې هلته یې د دوو ایراني الوتکو د ښکته کېدو مخه نیول شوې وه.
د لبنان د کورنیو چارو وزیر احمد الحجر د شنبې په ورځ له یوې بېړنۍ امنیتي غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، «د لبنان د پوځي استخباراتو له خوا له ۲۵ زیات کسان نیول شوي دي».
هغه وویل، «دا په دې معنا نه ده، چې دغو بندیانو برید کړی، خو څېړنې به وښيي چې څوک یې مسوول دي.»
حجر زیاته کړه، اردو او امنیتي ادارې به د "امنیت او ثبات ساتلو" لپاره اقدامات پیاوړې کړي او سرغړونکو سره به "په ټول جديت سره" چلند وشي.
یاده دې وي، چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله ځواک (یو اېن ای اېف ای اېل) په کاروان د جمعې په ورځ برید ترسره شو، چې په دغه برید کې یوه موټر اور واخیست او په پېښه کې دوه کسان یو ددغې ډلې قومندان او بل نیپالی وګړی چوک بهادر دیکال ټپیان شول.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې له لبناني چاورکو د دغه برید په تړاو د پلټونو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو دغه دواړه کارکوونکي د دندې له رخصتۍ وروسته کور ته په لاره وو، چې برید پرې وشو.

د فرانسې د ولسمشرۍ مانۍ یوه چارواکي د شنبې په ورځ وویل، فرانسه له خپلو متحدینو سره د اوکراین په اړه د اروپايي مشرانو د غیر رسمي سرمشریزې په اړه خبرې کوي. همدا ډول څلورو اروپايي ډیپلوماتانو وویل، چې احتمال لري دا غونډه د دوشنبې په ورځ پیل شي.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي د شنبې په ورځ د مونیخ امنیتي کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په پاریس کې د اروپايي مشرانو د سرمشریزې غوښتنه کړې ده.
په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فشار وروسته د اروپا تمرکز د اوکراین لپاره د امنیت تضمین چمتو کولو او همدارنګه د اروپا د ډله ییز امنیت پیاوړتیا ته را اوښتی.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ د اروپا د پوځ د جوړولو غوښتنه وکړه.
هغه وویل، چې لوېدیځ نور نه شي کولی د متحده ایالاتو څخه د ساتنې ډاډ ترلاسه کړي.
څلورو ډیپلوماتانو چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل، په دې اړه بحثونه روان دي چې څوک باید کومې غونډې ته ور وبلل شي.
له دوی څخه دوو یې وویل، چې د اروپايي اتحادیې بهر غړي برېتانیا ته بلنه ورکړل شوې وه.
د هالنډ خبري اژانس راپور ورکړی، چې لومړی وزیر ډیک شوف به د دوشنبې په ورځ د سرمشریزې لپاره پاریس ته لاړ شي.
دا څرګنده نه ده، چې ایا د اوکراین ولسمشر ولادیمر زېلېنسکي ته به بلنه ورکړل شي او کنه.

د«جي ۷ » هېوادنو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ هوکړه وکړه، چې د اوکراین لپاره د قوي امنیتي تضمینونو او په روسیه باندې د راتلونکو بندیزونو سره د مسکو له خوا د ښه نیت خبرو اترو او سولې تړون ترلاسه کولو لپاره به ګډ کار ته دوام ورکړي.
په دغو وزیرانو کې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم په کې شامل و، د مونیخ امنیتي کنفرانس کې له غونډې وروسته وویل. "د فېبرورۍ وروسته هر ډول نوي، اضافي بندیزونه باید په دې پورې تړلي وي، چې ایا د روسیې فډراسیون د اوکراین پر وړاندې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ریښتیني نیک نیت هڅو ته ننوځي، چې اوکراین ته د یو خپلواک هېواد په توګه اوږدمهاله امنیت او ثبات برابروي."
د «جي ۷ »هېوادونه چې فرانسه، جرمني، ایټالیا، کاناډا، جاپان، برېتانیا او اروپايي اتحادیه هم په کې شامله ده، د دوامدارې سولې د ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار کولو لپاره په ژمنې ټینګار وکړ او "د قوي امنیتي تضمینونو رامنځته کول یې جدي اړتیا وبلله، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې جګړه به بیا پیل نه شي."
تر دې وړاندې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له ټلیفوني خبرو وروسته خبریالانو ته ویلي، چې روسیه باید د «جي ۷» هېوادونو ډلې د غړي په توګه بېرته راستنه شي.
ټرمپ وویل، دا «ډېره ممکنه ده، چې که روسیه د «جي ۷» هېوادونو له ډلې څخه نه وای اېستل شوې، په اوکراین کې به هېڅکله بشپړه جګړه نه وای پیل شوې روسیه باید د «جي ۷» برخه وي.

له ډېرو فشارونو وروسته، حماس د شنبې په ورځ د غزې د اوربند د هوکړې له مخې د بندیانو د تبادلې په شپږم پړاو کې د ۳۶۹ فلسطینیانو په بدل کې ۳ اسراییلیان خوشې کړل.
اسراییلي پوځ د دغو فلسطیني یرغملو د خوشې کېدو پر مهال، دوی ته د یهودي مذهبي نښانونو سره جوړ کمیسونه پر تن کړي و، چې پرې «نه به یې هېر کړو او نه به یې وبښو» کلمې لیکل شوې وې.
حماس د اسراییلي پوځ دغه کړنه غندلې او دا یې توکمپالنه بللې ده.
خان یونس ته په رسېدو په رام الله او غزه کې د فلسطیني بندیانو تود هرکلی وشو او له کلونو وروسته دوی له خپلو کورنیو او عزیزانو سره یو ځای شول.
الکسانډر تروفانوف، ساګي ډېکل چن او یایر هورن هغه درې اسراییلي یرغمل شوي کسان دي، چې حماس خوشې کړل.
د بندیانو دا تبادله داسې مهال ترسره شوه، چې نړۍواله ټولنه په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره هڅې کوي.
له دې مخکې حماس ډلې اسراییل د اوربند له هوکړې پر سرغړونې تورن کړ او ویلي یې و، چې تر بلې خبرتیا پورې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو خوشې کول ځنډوي.
دې سره جوخت، د اسراییل د دفاع وزیر کاتز د حماس د دغې پرېکړې په غبرګون خپلو سرتېرو ته په لوړه کچه د تیارسۍ امر وکړ او حماس یې د اوربند له هوکړې پر سرغړونې تورن کړ.
د یادونې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د یوې اوږدې او مرګونې جګړې په پایله کې څه باندې ۴۸ زره او ۲۳۹ فلسطینيان وژل شوي او ۱۱۱ زره او ۶۷۶ نور ټپیان شوي دي.
همدا راز د غزې کابو ۹۰ سلنه اوسېدونکي له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.

د مولداویا ولسمشرې مایا سنډو د افغانستان په جګړه کې د مولدووا وژل شویو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړ او ویې ویل، چې زموږ سرتېري په پردۍ جګړه کې وژل شوي.
مایا سنډو په ټولنیزو رسنیو کې په افغانستان د خپلو وژل شویو سرتېرو په اړه په یوه پیغام کې لیکلي: "موږ د دوی قربانۍ او د کورنیو کړاوونو ته چې د دوی لپاره یې بې ځایه انتظار کاوه یا د تل لپاره یې کور ته ښه راغلاست ویلو ته سر ټیټوو."
د ولسمشرې په خبره، د جګړې له پای ته رسېدو ۳۶ کاله تېر شوي، خو ډېری هغه کسان چې هلته جګړې ته لېږل شوي، لا هم له دې صدمې خلاص شوي نه دي.
ولسمشرې لیکلي: "له ۱۲,۵۰۰ څخه ډېر مولداوایان په هغه جګړه کې ښکېل شول چې د دوی جګړه نه وه. له دې جګړې ۳۰۱ سرتېري هېڅکله بېرته نه دي راغلي. په سلګونه نور بیا له ټپونو سره بېرته راستانه شوي چې نه رغېږي، "
مایا سنډو خواشیني څرګنده کړه، چې تاریخ بیا تکرارېږي ، ځکه چې اوس یې د هېواد په پوله کې مرګ او تباهي لیدل کېږي.
مایا سنډو وویل."د اوکراین په وړاندې د روسیې له خوا په غیر عادلانه او بې ثباته جګړه کې د ډېری خلکو ژوند له منځه تللی. جګړه یوازې دردونه راوړي. راځئ چې سوله وساتو او د هغه تراژیدي په اړه بې تفاوته پاتې نه شو چې زموږ په څنګ کې رامنځته کېږي ،"
مولداویا چې پخوا د شوروي اتحاد برخه وه، د شوروي د ځواکونو سره یو ځای یې سرتېرو د افغانستان په جګړه کې برخه اخیستې وه.
دغه هېواد په ۱۹۹۱ کې له شوروي اتحاد بېل شو او خپلواکي یې ترلاسه کړه.
یاده دې وي، چې درې لسیزې وړاندې د ۱۹۸۹ کال د فېبرورۍ په ۱۵مه شوروي ځواکونه له لس کلنې جګړې وروسته له افغانستانه ووتل او په افغانستان کې کورنۍ جګړه پېل شوه.