حماس له ډېرو فشارونو وروسته د ۳۶۹ فلسطینیانو په بدل کې ۳ اسراییلیان خوشې کړل

له ډېرو فشارونو وروسته، حماس د شنبې په ورځ د غزې د اوربند د هوکړې له مخې د بندیانو د تبادلې په شپږم پړاو کې د ۳۶۹ فلسطینیانو په بدل کې ۳ اسراییلیان خوشې کړل.

له ډېرو فشارونو وروسته، حماس د شنبې په ورځ د غزې د اوربند د هوکړې له مخې د بندیانو د تبادلې په شپږم پړاو کې د ۳۶۹ فلسطینیانو په بدل کې ۳ اسراییلیان خوشې کړل.
اسراییلي پوځ د دغو فلسطیني یرغملو د خوشې کېدو پر مهال، دوی ته د یهودي مذهبي نښانونو سره جوړ کمیسونه پر تن کړي و، چې پرې «نه به یې هېر کړو او نه به یې وبښو» کلمې لیکل شوې وې.
حماس د اسراییلي پوځ دغه کړنه غندلې او دا یې توکمپالنه بللې ده.
خان یونس ته په رسېدو په رام الله او غزه کې د فلسطیني بندیانو تود هرکلی وشو او له کلونو وروسته دوی له خپلو کورنیو او عزیزانو سره یو ځای شول.
الکسانډر تروفانوف، ساګي ډېکل چن او یایر هورن هغه درې اسراییلي یرغمل شوي کسان دي، چې حماس خوشې کړل.
د بندیانو دا تبادله داسې مهال ترسره شوه، چې نړۍواله ټولنه په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره هڅې کوي.
له دې مخکې حماس ډلې اسراییل د اوربند له هوکړې پر سرغړونې تورن کړ او ویلي یې و، چې تر بلې خبرتیا پورې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو خوشې کول ځنډوي.
دې سره جوخت، د اسراییل د دفاع وزیر کاتز د حماس د دغې پرېکړې په غبرګون خپلو سرتېرو ته په لوړه کچه د تیارسۍ امر وکړ او حماس یې د اوربند له هوکړې پر سرغړونې تورن کړ.
د یادونې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د یوې اوږدې او مرګونې جګړې په پایله کې څه باندې ۴۸ زره او ۲۳۹ فلسطینيان وژل شوي او ۱۱۱ زره او ۶۷۶ نور ټپیان شوي دي.
همدا راز د غزې کابو ۹۰ سلنه اوسېدونکي له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.


د مولداویا ولسمشرې مایا سنډو د افغانستان په جګړه کې د مولدووا وژل شویو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړ او ویې ویل، چې زموږ سرتېري په پردۍ جګړه کې وژل شوي.
مایا سنډو په ټولنیزو رسنیو کې په افغانستان د خپلو وژل شویو سرتېرو په اړه په یوه پیغام کې لیکلي: "موږ د دوی قربانۍ او د کورنیو کړاوونو ته چې د دوی لپاره یې بې ځایه انتظار کاوه یا د تل لپاره یې کور ته ښه راغلاست ویلو ته سر ټیټوو."
د ولسمشرې په خبره، د جګړې له پای ته رسېدو ۳۶ کاله تېر شوي، خو ډېری هغه کسان چې هلته جګړې ته لېږل شوي، لا هم له دې صدمې خلاص شوي نه دي.
ولسمشرې لیکلي: "له ۱۲,۵۰۰ څخه ډېر مولداوایان په هغه جګړه کې ښکېل شول چې د دوی جګړه نه وه. له دې جګړې ۳۰۱ سرتېري هېڅکله بېرته نه دي راغلي. په سلګونه نور بیا له ټپونو سره بېرته راستانه شوي چې نه رغېږي، "
مایا سنډو خواشیني څرګنده کړه، چې تاریخ بیا تکرارېږي ، ځکه چې اوس یې د هېواد په پوله کې مرګ او تباهي لیدل کېږي.
مایا سنډو وویل."د اوکراین په وړاندې د روسیې له خوا په غیر عادلانه او بې ثباته جګړه کې د ډېری خلکو ژوند له منځه تللی. جګړه یوازې دردونه راوړي. راځئ چې سوله وساتو او د هغه تراژیدي په اړه بې تفاوته پاتې نه شو چې زموږ په څنګ کې رامنځته کېږي ،"
مولداویا چې پخوا د شوروي اتحاد برخه وه، د شوروي د ځواکونو سره یو ځای یې سرتېرو د افغانستان په جګړه کې برخه اخیستې وه.
دغه هېواد په ۱۹۹۱ کې له شوروي اتحاد بېل شو او خپلواکي یې ترلاسه کړه.
یاده دې وي، چې درې لسیزې وړاندې د ۱۹۸۹ کال د فېبرورۍ په ۱۵مه شوروي ځواکونه له لس کلنې جګړې وروسته له افغانستانه ووتل او په افغانستان کې کورنۍ جګړه پېل شوه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، سره له دې چې بیجنګ له واشنګټن سره د شخړو پلوی نه دی، خو که امریکا د چین د ځپلو پرېکړه کړې وي، نو بیجینګ به تر پایه ورسره ولوبیږي.
وانګ، چې د مونشن امنیتي کنفرانس پر مهال یې خبرې کولې، وویل چین به یو اړخیزو «زورواکانه» کړنو ته پرېکنده ځواب ووايي، خو هیله لري چې امریکا له چین سره د همکارۍ لاره خپله کړي.
د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین پر ټولو توکو ۱۰ سلنه اضافي تعرفه ولګوله، سره له دې چې څو اونۍ وړاندې یې د چین له مشر شي جینپینګ سره مثبتې ټیلیفوني خبرې کړې وې.
د تعرفو دغه اقدام چین اړ کړ چې پر ځینو امریکایي وارداتو تر ۱۵ سلنې مالیات ولګوي.
له دې سره د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ د بشپړې سوداګریزې جګړې وېره بېرته را ژوندۍ شوې ده.
له دې مخکې د بایډن ادارې د پرمختللو ټکنالوژیو پر صادراتو نور محدودیتونه ولګول، څو چینایي شرکتونه داسې پرمختللي چیپونه جوړ نه کړای شي، چې د چین پوځ یې وکاروي.
بیجینګ ویلي چې دغه محدودیتونه د چین د ټکنالوژیک پرمختګ د مخنیوي لپاره د اوږدمهاله پلان یوه برخه ده.
د رویټرز د رپوټ له مخې، وانګ وویل: « چین د ستونزو او خنډونو په ماتولو سره پرمختګ کړی او وده یې کړې او له هېڅ شي نه وېرېږي».
نوموړي یو شمېر چینایي متلونه یاد کړل، چې یو یې د چین له تاریخي کتاب « د بدلونونو کتاب» څخه و، « د جنت حرکت له انرژۍ ډک دی، نو هوښیار (یې تعقیبوي) ځان تکړه کوي او نه ستړی کیږي».
وانګ بیا په طنزیه ډول وویل، « ددې کرښو ژباړل سخت دي، کولای شئ له DeepSeek نه مرسته وغواړئ».
ډیپ سیک د مصنوعي ځیرکتیا اپلیکېشن دی چې چین د امریکا د چیپ له محدودیتونو سره سره، جوړ کړی او ویل کېږي د امریکا له پرمختللو اې آی چیټ بوټونو لکه چټ جي پي ټي سره سیالي کوي.

د العربیه رسنۍ د راپور له مخې په لاووس کې د چین کونسلګرۍ خبر ورکړی چې د لاووس په شمالي برخه کې په یوه دوکان کې د چاودنې له امله د درې چینایي وګړو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
چینايي کونسلګرۍ زیاته کړې، چې د لاووس په لوانګ پرابانګ کې د جمعې په ورځ په یوه چینايي دوکان کې چاودنه وشوه، چې د درېیو چینایي وګړو په ګډون یې څلور تنه ووژل.
ویل کېږي چې د چاودنې وروسته په سیمه کې اور لګېدلی و او شاوخوا کورنو ته یې هم زیات مالي زیان اړولی دی.
د راپورونو له مخې وژل شوي چینایي کارګران د یوه سیمه ییز کان کیندنې شرکت لخوا ګمارل شوي وو.
چارواکو تر اوسه پورې د دوی د کورنیو تر خبرېدا پورې د دوی هویت نه دی خپور کړی.
څلورم قرباني شوی کس د لاووس اوسیدونکی چاودنې ته په نږدې واټن کې و.
د چین کونسلګرۍ وویل چې په لاووس کې د چین سفیر، فانګ هونګ، د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې لپاره "ټولې هڅې" کوي.
د چین سفارت چارواکي له لاووسي چارواکو سره په اړیکه کې دي ترڅو اغیزمنو کورنیو ته مرسته او ملاتړ چمتو کړي. د چاودنې په اړه بشپړه څیړنه پیل شوې دي.

د خراسان ډایري په نامه یوې پاکستاني رسنۍ ویلي، چې د دغه هېواد د پوځ ځانګړو ځواکونو د شنبې سهار د (سلواغې ۲۷مه) د خېبرپښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ لپاره د «ټي ټي پي» والي ثاقب ګنډاپور له اتو وسله والو سره یو ځای وژلی دی.
د راپور له مخې دغه بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوې دي.
د پاکستاني طالبانو پر دغه غړي برید د خېبر پښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان اړوند په کلاچې سیمه کې شوی.
د ثاقب ګنډاپور تر څنګ په کې د ټي ټي پي قوماندان امان الله، قوماندان سعید او لیاقت هم وژل شوي دي.
پاکستاني طالبانو هم پر دوی د پاکستاني پوځ له لوري شوي بریدونه منلي او په کې یې د دوی د مهمو کسانو د وژل کیدو خبره هم کړې ده.
ویل کېږي یادې وسله والې ډلې د وژل شوي ثاقب ګنډاپور د ځای ناستي په تړاو هم پرېکړه کړې، خو لا یې بشپړ جزیات نه شته.
پاکستاني طالبانو په تېره جنورۍ میاشت کې ادعا کړې وه چې د پاکستان پوځ نږدې ۱۵۰ پوځیان او غړي یې په وسله والو نښتو کې وژلي دي.
تر دې نږدې میاشت مخکې د پاکستان پوځ اعلان کړی و چې د خېبر پښتونخوا اړوند د خېبر ولایت لپاره یې د طالبانو والي وژلی او دا دی له یوې میاشتې تېریدو وروسته د یادې ډلې یو بل والي یې هم وژلی دی.
هم مهاله په خېبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونو هم زور اخیستی او هره ورځ د وزیرستان په ګډون د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې له پاکستاني پوځیانو سره په جګړو اخته وي.
اسلام اباد اندېښنه ښودلې چې طالبانو په افغانستان کې «ټي ټي پي» وسله والې ډلې ته پټنځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه تنظیموي، خو طالبانو په وار وار دغه ادعاوې رد کړي دي.
پاکستان په بیا بیا ځل په نړۍ والو غونډو او د هېوادونو له استازو سره په ناستو کې نیوکې کوي چې طالبان یې د افغانستان خاوره پر ضد کاروي.
په افغانستان کې د «ټي ټي پي» د پټنځایونو شتون د طالبانو او اسلام اباد پر اړیکو ژورې اغېزې کړي او د لفظي شخړو ترڅنګ دواړه لوریو پر یو بل د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وسله وال بریدونه هم کړي دي.

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان خبرداری ورکړی چې د اوکراین جګړه ښايي د اروپایي ټولنې لپاره د افغانستان په څېر اوږده، ستړې کوونکې او له لګښتونو ډکه شي چې د «وتلو لپاره به هېڅ لاره ونه لري.»
اوربان دغه خبرې د امریکا د فاکس نیوز پخواني ویاند ټکر کارلسن سره د تېرې جمعې په ورځ د (سلواغې ۲۶مه) په دوبۍ کې د یوې مرکې پر مهال کړي دي.
هغه وویل، اروپایي ټولنې تر اوسه پورې په اوکراین د روسیې د یرغل پر ضد سلګونه میلیارده یورو لګولې دي.
نوموړي زیاته کړه: «که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې جګړې د ختمولو لاره پیدا نه کړي، نو دغه جګړه به د اروپایي ټولنې لپاره د افغانستان جګړې ته ورته شي.»
له هغه مهاله چې روسیې پر اوکراین برید کړی، ډېری څېړونکي دا جګړه د «پوتین افغانستان» بولي.
هغوی وايي، دغه جګړه د پخوانۍ شوروي د افغانستان جګړې ته ورته ده.
په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا پوځونه افغانستان ته ننوتل چې جګړه یې شل کاله وغځېده او په ۲۰۲۱ کې د امریکایي ځواکونو له ناڅاپي وتلو سره پای ته ورسېده.
دا د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بلل شوې.
د هنګري لومړي وزیر د خپلې پرتله ییزو خبرو د دوام په ترڅ کې وویل: «بې پایه جګړه کې بې پایه وینه توییږ.ي په دغه ډول جګړو کې د بریا څرک نه لیدل کېږي او نه هم پکې د وتلو لار وي. دپیسو لګښت او د انسانانو وژل د اروپايي ټولنې عادي ژوند ته زیان رسوي او له ګواښ سره یې مخ کوي.»
اوربان د هغو لږو اروپایي مشرانو له ډلې دی چې لا هم له ولادیمیر پوتین سره نېږدې اړیکې لري.
هغه د کرملین دا ادعا بیا تکرار کړه چې روسیې د اوکراین د ناټو غړیتوب د مخنیوي لپاره یرغل کړی دی.
دی چې تل د پوتین د پلوي په تور نیوکې پرې کېږي وویل: «زه د پوتین پلوی نه یم، زه هنګري پلوی یم».
هغه دا هم وویل چې لویدیځ هېوادونه اوکراین ته تلپاتې ملاتړ نه شي ورکولی، او زیاته یې کړه: «زما زړه له اوکراینیانو سره دی، خو هغوی له لوی ناورین سره مخ دي.»
اوربان پخوا هم د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر ضد سخت دریځ نیولی او د اروپایي ټولنې د مالي مرستو د بندولو ګواښ یې کړی و، خو تر څرګندونو وروسته یې ډېر وخت په خپلو خبرو کې بدلون راوستی دی.
د اوربان تازه څرګندونې داسې مهال دي چې ډونالډ ټرمپ له اوربان سره نېږدې اړیکې لري او غواړي د روسیې-اوکراین ترمنځ د روانې شخړې د پای ته رسیدو لپاره ترې د فشار د الې په توګه کار واخلي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له پوتین سره ۹۰ دقیقې ټیلیفوني خبرې وکړې چې دې چارې په کییف او اروپایي هېوادونو کې اندېښنې پیدا کړي دي.
ځینې شنونکي وايي، امریکا او روسیه ښايي د اوکراین د راتلونکي په اړه د دې هېواد له ګډون پرته پرېکړه وکړي.