افغان لوبډلې دویمه تمریناتي لوبه د نیوزیلنډ کرېکټ لوبډلې پروړاندې وبایلله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چېمپینز ټرافي) سیالیو لپاره د چمتوالي په موخه خپله دویمه تمریناتي لوبه د نیوزیلنډ لوبډلې پروړاندې وبایلله.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چېمپینز ټرافي) سیالیو لپاره د چمتوالي په موخه خپله دویمه تمریناتي لوبه د نیوزیلنډ لوبډلې پروړاندې وبایلله.
افغان لوبډلې په لومړۍ توپ وهنه کې د نیوزیلنډ پر وړاندې په تمریناتي سیالۍ کې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۳۰۵ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۰۶ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په ګټه رحمن الله ګربز ۱۱۰، صدیق الله اتل ۵۲، حشمت الله شهیدي ۴۰ او ابراهیم ځدراڼ ۳۲ منډې جوړې کړې.
نیوزیلنډ کرېکټ لوبډلې د افغان لوبډلې د ۳۰۶ منډو هدف د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ او دغه سیالي یې په دوه وېکټو وګټله.
د ویلو ده، چې دوه ورځې وړاندې افغان کرېکټ لوبډلې د پاکستان د الف لوبډلې پروړاندې هم خپله لومړۍ تمریناتي لوبه بایللې وه.
افغان کرېکټ لوبډله به د راتلونکې جمعې په ورځ د اتلانو جام (چېمپینز ټرافي) کې د خپلې لومړنۍ رسمي لوبې په موخه د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.


د هند د کرېکټ غوره لیګ ممبیي اېنډینز لوبډلې خبر ورکړی، چې الله محمد غضنفر د ټپي کېدو له امله یې د ۲۰۲۵ کال سیالیو لپاره د هغه پرځای له مجیب الرحمان سره قرارداد کړی دی.
دغې لوبډلې په خواله رسنیو الله محمدغضنفر ته د سملاسي روغتیا غوښتنه هم کړې ده.
ممبيي اېنډینز وروسته له هغې دغه پرېکړه وکړه، چې څو ورځې وړاندې روغتیاپالانو الله محمد غضنفر د ځینو ټپونو له امله ۴ میاشتې له هر ډول کرېکټ څخه منعه کړ.
د افغانستان کرېکټ بورډ (د سلواغې په ۲۴مه نېټه) خبر ورکړ، چې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې توپ اچوونکی الله محمد غضنفر د ملا د ټپ له امله د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام له سیالیو بهر شو.
کرېکټ بورډ پر اېکس پاڼه کاږلي و، چې د نوموړي د ملا وروستۍ مرۍ په زېمبابوې کې د افغانستان د وروستیو لوبو پرمهال ژوبله شوې.
مجیب د افغانستان د کرېکټ یو له هغو ځوانو لوبغاړو څخه دی، چې په ۱۷ کلنۍ کې یې د هند په غوره لیګ سیالیو کې برخه واخیسته او د لومړي ځل لپاره یې د خپلې تاکتيکي توپ اچونې سره د خلکو پام ځان ته راواړوه.
د کرېکټ بورډ په وینا، الله محمد غضنفر تر څلورو میاشتو له لوبو بهر شوی او په دې موده کې به تر درملنې لاندې وي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له لاهور ښار څخه کراچۍ ته رسېدلې او د اتلانو جام (چېمپینز ټرافي) ته د چمتوالي په موخه به د نیوزیلنډ کرېکټ لوبډلې سره تمریناتي سیالي ترسره کړي.
تر دې وړاندې افغان لوبډلې د کوربه پاکستان الف لوبډلې سره په تمریناتي سیالۍ کې د ۳۱۵ منډو هدف په ځواب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۶۴ منډې جوړې کړې وې او د ۱۵۰ منډو په توپیر یې دغه لوبه سیالې لوبډلې ته وبایلله.
له دغه تمریناتي سیالۍ وروسته به افغان لوبډله د اتلانو جام (چېمپینز ټرافي) سیالیو کې خپله لومړنۍ رسمي لوبه په کراچۍ کې د نیوزیلنډ کرېکټ لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د دغه سیالیو د لیدو لپاره د ټېکټونو د ترلاسه کولو ادرسونو نوملړ هم خپور کړی.
کرېکټ بورډ په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، چې پاسپورټ او قانوني ویزه لرونکي اشخاص کولی شي، چې په انلاین بڼه د لوبې ټکټونه وپېري او اړوند سرچینو ته د ټکټ په ښودلو سره لوبغالي ته ولاړ شي.
یاده دې وي، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) اتلانو جام سیالۍ به د فېبروري په ۱۹ نېټه په کراچۍ کې پېل شي، چې د مارچ تر ۹ مې نېټې به دوام وکړي.
په اتلانو جام کې به د ۸ هېوادونو ترمنځ ۱۵ سیالۍ ترسره شي.
دغه سیالۍ په کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ او دوبۍ کې کېږي او ټولې لوبې به شپه او ورځ وي.
هندۍ کرېکټ لوبډله به خپلې ټولې لوبې په درېیمګړي ځای دوبۍ کې ترسره کړي.

د افغانستان د کرېکت ملي لوبډلې د اتلانو جام له سياليو وړاندي په لومړۍ تمريناتي لوبه کې د پاکستان الف شاهین لوبډلې څخه د ۱۵۰ منډو په توپير ماتې وخوړه. د کرېکټ اتلانو جام سيالیو ته د تياري لپاره افغانستان د یکشنبې په ورځ د نيوزلنډ لوبډلې سره دويمه تمريناتي سيالي هم لري.
د افغانستان کرېکټ ملي او د پاکستان شاهين الف لوبډلو ترمنځ په تمريناتي سيالۍ کې پاکستان لومړۍ توپوهنه وکړه.
د پاکستان لوبډلې په پنځوس اورونو کې د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو افغان ملي لوبډلې ته ۳۱۵ منډې هدف وټاکه.
په افغان لوبډله کې فريد احمد ملک ۳، عظمت الله عمرزي او نور احمد دوه، دوه او ننګيال خروټي یو لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې د سيالۍ په دویمه برخه کې ۱۶۴ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۱۵۰ منډو په توپير وبایلل.
دغه تمريناتي سيالي د پاکستان په لاهور کې تر سره شوه.
افغان لوبډله د يکشنبې په ورځ خپله دويمه تمريناتي سیالۍ د نيوزلنډ لوبډلې سره کوي او وروسته به د اتلانو جام سياليو کې برخه واخلي.

له اتلانو جام وړاندې د پاکستان په کوربه توب د نیوزلینډ، پاکستان او سوېلي افریقا ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولې د نیوزیلنډ لوبډلې وګتله.
د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په ورستۍ لوبه کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه.
د دغې لوبلړۍ د پایلوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.
د پاکستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۴۳ منډو هدف ورکړ.
د نیوزیلڼد لوبډلې د مېچل ۵۷، لیتهایم ۵۶، د کین ویلمسن ۳۴ او د کانوای ۴۸ منډو په مټ د پاکستان له لوري ورکول شوی هدف د لوبې په ۴۶ اور کې د پنځو ویکټو په زیان پوره کړ او له پاکستان څخه یې په خپل کور کې د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولې وګټله.

په ژمنیو اسیایي سیالیو کې چې په چین کې پېل شوي، د افغانستان په استازیتوب درې افغان جلا وطنه لوبغاړو پهکې ګډون کړی دی.
دغه سیالۍ تېره ورځ د چين د هې لونګ جيانګ ولايت په هاربين ښار کې پیل شوې.
په چین کې د اسیایي ژمنیو سیالیو کې درې افغان لوبغاړي احمد حبیبزی، احمد رومل حیات او نظرالدین عليزاده دي چې د افغانستان استازیتوب کوي.
دوی د ۲۰۱۱ کال راهیسې د اسیا په ژمنیو لوبو کې د افغانستان لومړني استازي دي.
دا درې واړه افغان لوبغاړي جلاوطنه دي او په جلا وطنۍ کې یې په دغه سیالیو کې د افغانستان استازولي کړې.
حبیبزی چې په دغو سیالیو کې د ګډون هیله لرله وایي: "زه کاناډايي پاسپورت لرم، خو د ورځې په پای کې زه افغان یم."
هغ زیاته کړه: "زما ملګري، کورنۍ او خپلوان، دوی ټول زما لپاره ډېر خوشحاله دي. مور او پلار مې زما لپاره له خوشالۍ ژړل."
افغانستان په لویو لوبو کې د ړنګ شوي جمهوریت تر تور، سور او زرغون بیرغ لاندې سیالي کوي، ځکه چې د المپیک نړۍواله کمېټه د طالبانو د واکمن حکومت بېرغ نه پېژني.
له دې وړاندې افغانستان هېڅکله په ژمنیو المپیک کې سیالي نه ده کړې او یوازې د دوبي یو مډال ګټونکی روح الله نیکپای لري چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو کې یې د تکواندو د برونزو مډالونه ګټلي دي.