په مقاله کې ویل شوي، چې دا تګلاره ښايي امریکا ته هم دومره نفوذ ورکړي، چې د افغانستان په ټولییز لوري کې له پرمختګ سره مرسته وکړي.
نیویارک ټایمز په خپلې دغې مقاله کې چې د دوشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۱۷مه) خپره شوې، له نړۍ سره د امریکا د نوې تګلارې په اړه د ټرمپ ژمنې ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې اوس له افغانستان څخه بل ځای ته اړتیا نه شته.
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان پخوانی سفیر او د منځني ختیځ د انسټیټیوټ څېړونکی جاوید احمد په دې مقاله کې ویلي، چې طالبان نه یوازې دا چې خپل مخالفین ځپي او د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې امریکايي وګړي یې هم یرغمل نیولي او اجازه یې ورکړې، چې افغانستان د القاعدې په ګډون د جهادي شبکو د مرکز په توګه فعالیت وکړي.
نوموړي په دې مقاله کې زیاته کړې، چې د ټرمپ اداره دوه لارې لري، یا دې پرېږدي چې افغانستان نور د جهادیانو په لاس کې ډوب شيي او یا هم له دې ډلې سره اړیکه ونیسي.
د مقالې د لیکوال په باور، که څه هم له طالبانو سره اړیکه ستونزمنه ده، خو له طالبانو سره مستقیم تماس د امریکا د امنیت او ملي ګټو ته د احتمالي جدي ګواښونو د راکمولو یوازینۍ لار ده.
د نیویارک ټایمز د دې مقالې لیکوال ویلي، چې د ټرمپ اداره باید لږ تر لږه په افغانستان کې محدود ډیپلوماتیک حضور ولري او یا په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
د لیکوال له نظره، دا امریکا ته اجازه ورکوي چې د طالبانو له مشرانو سره منظم تماسونه ولري ترڅو "په افغانستان کې ځانګړي استخباراتي ټیمونه ځای پر ځای کړي، احتمالي ګواښونه تعقیب او ځواب ورکړي".
که څه هم د دې مقالې لیکوال ویلي، چې د طالبانو په اړه د ټرمپ د ادارې پالیسي روښانه نه ده، خو د ټرمپ لپاره د نوې تګلارې د غوره کولو یو دلیل هم شته.
جاوېد احمد په افغانستان کې د تېر حکومت پر پالېسۍ د ټرمپ نيوکې د هغه د غير واقعي ماهيت له امله کړې دي.
د دې مقالې په یوه برخه کې راغلي: «په دې وروستیو کې ښاغلي ټرمپ په ښکاره په افغانستان کې د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د بېرته اخیستو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده. هغه دا هم وویل چې د بګرام لویه اډه باید د امریکا تر څارنې لاندې په سیمه کې د چین د قدرت د څارنې په توګه ساتل شوې وای. له طالبانو سره له مستقیم تماس پرته دا موخې ناشونې دي.»
نیویارک ټایمز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د چین د نفوذ په اړه د ټرمپ اندېښنه سمه ده. ورځپاڼې لیکلي، چې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته چین په کابل کې خپل سفارت پرانیست او په بیجینګ کې یې د طالبانو د سفیر هرکلی وکړ او چینايي شرکتونو د تېلو او کانونو په برخه کې قراردادونه واخيستل.
د مقالې د لیکوال په باور، که څه هم بېجنګ افغانستان په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره مهم ګڼي، خو طالبان لا هم امریکا ته د یوه «غوښتونکي ملګري» په سترګه ګوري او د امریکا فعاله تګلاره کولای شي، چې په افغانستان کې د چین د حضور له لارې د چین په څارنه کې مرسته وکړي.
دغه ورځپاڼه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې افغانستان ته د امریکا پاملرنه مهمه ګڼي.
د دې مطلب له مخې، افغانستان د بېلابېلو ترهګرو ډلو مرکز دی چې د طالبانو له واکمنۍ سره د عمل ازادي ډېره ده.
په عین حال کې، په دې هیواد کې د زرګونو دیني مدرسو پرانیستل د افراطیانو او جهادیانو د نوي نسل د راپیدا کولو لپاره شکمن کړي دي.
نیویارک ټایمز په دې مقاله کې په خراسان کې د داعش د پراخېدو په اړه بحث کړی او ویلي یې دي، چې د امریکا د کورني امنیت وزیر په اکټوبر میاشت کې د داعش خراسان په څېر ډلو له خوا له افغانستانه بهر د بریدونو د خطر په اړه خبرداری ورکړی و.
په دې مقاله کې له القاعدې سره د طالبانو د اوږدې اړيکې دوام ته هم اشاره شوې او په ورته وخت کې ويل شوي، چې طالبانو له دې جهادي شبکې د فشار د وسيلې په توګه ساتلي، چې ترې ګټه پورته کولای شي.
ورځپاڼې د مقالې په دوام کې او دا چې طالب مشران امریکا ته په څه سترګه ګوري ویلي، چې ښايي طالبان متحد ښکاري، خو نه دي.
د مقالې لیکوال په دې باور دی، چې د طالبانو ډېر عملي دریځونه له امریکا سره د نږدې اړیکو په لټه کې دي، څو د دې ډلې حکومت ته نړۍوال مشروعیت ورکړي او د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت ښه کړي.
نیویارک ټایمز د بېلګې په توګه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال څرګندونو ته اشاره کړې، چې تېره میاشت یې ټرمپ د یوه "پرېکنده" او "زړور" کس په توګه وستایه او په کابل کې یې د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.
هغه وویل، که امریکا د دوستۍ لاس وغځوي، طالبان به یې ځواب ورکړي.
د مقالې لیکوال په پای کې لیکي: «له طالبانو سره تعامل به ستونزمن وي، خو افغانستان په پراخه جهادي معما کې یوه مهمه برخه ده. دا غیر واقعي او له خطر سره مخامخ ده چې ودرېږي او د طالبانو د سقوط انتظار وکړي.»
د مقالې د لیکوال په باور، له طالبانو سره اوږدمهاله ښکېلتیا ښايي امریکا ته دومره نفوذ ورکړي چې د بشري حقونو د وضعیت په ګډون د افغانستان په ټولییزه توګه د پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.