• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران سفارت: کابل کې د ایران سفیر له امیر خان متقي سره د دواړو هیوادونو په اړه خبرې کړي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۳۹ GMT+۰

کابل کې د ایران سفارت په ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د دواړو هیوادونو پر سیاسي، اقتصادي، روغتیايي او ټولنیزو مسلو خبرې کړي. خو طالب چارواکو تر اوسه پورې د دغې لیدنې په اړه څه نه دي ويلي.

دغه لیدنه وروسته له هغې ترسره کېږي چې، تر دې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر علي ‌رضا بېکدلي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشارې سره ويلي و، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د حقابې موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو خبرواترو کې حل شوې ده.

د بیکدلي، دغو څرګندونو د طابانو او ایراني چارواکو ترمنځ ناندرۍ راپارولې وې چې، تېره ورځ د ( سلوغې ۲۹مه ) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، په یوې خبري غونډه کې وویل چې د سفیر دا څرګندونې ناسمې تعبیر شوې او په وینا یې، د سفیر موخه دا وه چې: «موږ به د اوبو د حقابې پر موضوع هېڅ ډول جوړجاړې ته چمتو نه شو.»

بقايي ویلي، چې ایران په منظم ډول د اوبو د حقابې اړوند تخنیکي مسلې څاري او ټینګار یې کړی، چې د هلمند سیند په تړاو د ایران او افغانستان ترمنځ یو ځانګړی تړون شته او دا د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یوه ثابته موضوع ده.

هغه همداراز زیاته کړې ده: «د هغې هوکړې پر بنسټ چې طالبانو سره مو لرله، هغوی د هلمند سیند د اوبو حق خوندي‌توب مسله ان له خپلې شرعي او اخلاقي دندې ورهاخوا اعلان کړې ده.»

د ډیپلوماتیکو چارو شنونکي په دې اند دي، چې کېدای شي د علي رضا بیکدلي لینده د خپلو تېرو څګندونو د سم پوهاوي لپاره ترسره شوي وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

مولانا فضل الرحمان: موږ د خپلو تېروتنو پټولو لپاره تل پړه پر افغانستان اچوو

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۰۱ GMT+۰

د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وایي: «کله چې یو افغان په جګړه کې ووژل شي؛ نو موږ غوسه کیږو او ټوله پړه پر افغانستان اچوو، چې ملت زموږ د تېروتنو په اړه خبرې ونه کړي او ګاونډی هېواد مجرم وګڼي.»

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وینا پرمهال کړې دي.

مولانا فضل الرحمان د خپلې وینا پرمهال د پاکستان پر حکومت سختې نیوکې کړې او د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې له طالبانو سره د پاکستان حکومت پر ترینګلو اړیکو هم څرګندونې کړې دي.
هغه وایي: «موږ په تېرو څلوېښتو کلونو کې کومه جګړه کړې ده؟ موږ خپل پوځ او دولت په کومه جګړو کې ښکېل کړی دی؛ خو تل د ترهګرو د روزنې په برخه کې په نړیوالو دریځونو کې د پاکستان نوم یاد شوی.»

هغه وايي، د پاکستان پوځ دې نور د ناسمو تګلارو له پلي کېدا لاس واخلي او سیاسي ګوندونه دې رامخکې کړي.
هغه زیاته کړې: «د سبتمبر له ۱۱مې پېښې وروسته چې کله حکومت پوځي اډې امریکا ته وسپارلې؛ ایا طالبانو کله هم له موږ څخه پوښتنه کړې، چې ولې امریکایي الوتکې ستاسو له اډو څخه زموږ په فضا کې الوتنې کوي؟»
هغه وایي، تر ټاکنو وړاندې یې د دولت په همغږۍ له طالبانو سره مشوره وکړه او د طالبانو په بلنه د یوې اجنډا سره افغانستان ته ولاړ او طالبان یې د اجنډا په هر ټکي قانع کړل؛ نو بیا دغه هر څه چا خراب کړل؟
د هغه په وینا: «زه هلته په شخصي توګه ولاړم او بیا باید د دولتونو ترمنځ خبرې اترې شوې وای؛ خو ولې ونه شوې؟ موږ د خپلې خاورې سره د وفادارۍ له لارې د دولت په ساتنه کې خپل رول ولوباوه؛ خو زموږ د دولت واکمنان بې کفایته ثابت شول.»

هغه د پاکستان پر پوځ توندې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې د پاکستان سیاست دې سیاسي ګوندونو ته پریږدي او ناسمې تګلارې دې نورې له عملي کوي.

تر دې وړاندې هم مولانا د پاکستان پر شته حکومت او پوځ نیوکې کړې وې چې دوی د پاکستان راتلوونکی له ګواښ سره مخ کړی.

طالبان:له دوو موسسو سره مو د ماینونو پاکولو په برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د پېښو په وړاندې مبارزې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دماین پاکۍ له دوو موسسو سره یې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د ماین پاکولو هوکړه لیکونه لاسليک کړي. واک ته د طالبانو له رسیدو مخکې په تېرو شلو کلونو کې ډیری افغانان د طالبانو د خښو کړو مایونونو قرباني شوي.

د طالبانو تر واک لاندې کې د باختر اژانس د خبر له مخې، دغه هوکړه لیکونه د طالبانو د پېښو په وړاندې مبارزې مشر ملا نورالدین ترابي د ماین پاکۍ له دوو موسسو سره لاسلیک کړل.

طالبانو ویلي، چې یادې موسسې به د کابل، پروان، لوګر او میدان وردګو ولایتونو په ګډون په۱۳ ولایتونو کې ۱۸۸۹۹۱۴۲ مربع متره سیمې پاکې او د یادو لایتونو ۱۷۲۹۶۰ تنو ته به د ماینونو او نا چاودو توکو له خطرونو څخه د خوندیتوب په موخه عامه پوهاوی ورکړل شي.

په یادو ولایتونو کې د اوږدې جګړې له امله ماینونه او ناچاوده توکي د یو جدي خطر به توګه ګڼل کېږي، چې د چاودېدو خبرونه یې کله نا کله په رسنیو کې خپرېږي.

ویل کېږي چې د پروژو مالي بودجه یو میلیون او ۶۲۴ زره او ۲۴۲ امریکایي ډالر کېږي چې دملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) له‌خوا ورکول کېږي.

په افغانستان کې د څو لسيزو جګړو او شخړو له امله، دغه هیواد د ماینونو او ناچادوو توکو په لوړه کچه اغېزمن کړی، چې ماینونه د عامو خلکو، په ځانګړي توګه د ماشومانو، لپاره جدي خطر دي.

بلخوا بیا دغو ماینونو د زراعتي ځمکو، سوداګرۍ او پانګونې لپاره هم خنډونه رامنځته کوي.

زېلېنسکي: ښايي اوکراین د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی، چې ښايي هېواد یې د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي.

هغه د دوشنبې په ورځ (د فېبروري ۱۷مه) له یوې جرمني رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړې، چې که اوکراین د ناټو غړیتوب ترلاسه نه کړي، په دغه هېواد کې به د افغانستان وضعیت تکرار شي.

زېلېنسکي اې‌ار ډي (ARD)ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د اوکراین له حضور پرته به د روسیې او امریکا تړونونه بې‌ګټې وي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به د سې‌شنبه په ورځ په ریاض کې د اوکراین د سولې په تړاو خبرې‌اترې وکړي.

په دې مذاکراتو کې اوکراین حضور نه لري، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ ټینګار کړی چې اوکراین به د دې مذاکراتو یوه «واقعي» برخه وي.

د امریکا او روسیې ترمنځ دوه‌اړخیزې لیدنې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو یاد تازه کوي، چې د افغان حکومت له حضور پرته ترسره شوې وې.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان جمهوري نظام له دې مذاکراتو اېستل شوی و او متحده‌ایالاتو مخامخ له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیکولو ته لار هواره کړه.

د دغه تړون پر بنسټ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال‌وېش وټاکل شو او متحده‌ایالاتو له طالبانو سره د اوربند تړون لاسلیک کړ.

طالبان ډاډمن وو، چې بهرني ځواکونه وځي، خو پر افغان ځواکونو یې بریدونو ته زور ورکړ او د افغانستان له جمهوري نظام سره یې له خبرو کولو ډډه وکړه.

ډېری څارونکي په دې باور دي، چې د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري نظام د پرځېدو لامل و.

اوس، ولادیمیر زېلېنسکي لوېدیځ ته خبرداری ورکړی، چې د داسې ناسمو تېروتنو له تکرار څخه ډډه وکړي.

هغه په خپلې مرکه کې د ​​۲۰۲۱ کال پرمهال له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو چټک شاتګ ته اشاره کړې او له هر ډول هغو مذاکراتو سره چې له پیل وړاندې په‌کې بنسټیزې غوښتنې له پامه غورځول کېږي، مخالفت ښودلی دی.

د ازادۍ جبهه: په کندوز کې مو دوه طالبان وژلي او درې نور ټپيان کړي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۲۹ GMT+۰

د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د دوی جنګیالیو د کندوز ولایت په مرکز کې د یوه برید په پایله کې دوه طالبان وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.

دغې جبهې د دوشنبې په شپه (د سلواغې ۲۹مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې یاد شمېر طالبانو ته یې تر هغه وروسته د کندوز ښار په جنرال رازق څلور لار کې مرګژوبله اړولې، چې د دوی په یوې پوستې یې برید وکړ.

یاده جبهه زیاتوي، چې د طالبانو دغې پوستې د عامو خلکو مبایلونه او وټس اپ پیغامونه کتل، چې له امله یې پرې د دوی جنګیالیو برید کړی.

ازادۍ جبهې بیا په دغه برید کې د خپلو جنګیالیو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادولو ده، چې طالبانو هم تر اوسه د دغه برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ازادۍ جبهه په داسې حال کې د دغو طالبانو د مرګژوبلې خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د افغانستان استازولۍ «یوناما» د یوه راپور په خپرولو سره مقاومت او ازادۍ جبهې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو دوو میاشتو کې د هغو بریدونو مسوولې ګڼلي، چې ملکي وګړو ته په کې زیان اوښتی.

د یوناما د راپور له مخې، د ډسمبر پر ۲۱مه په تخار ولایت کې په ډېران کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله یو ملکي کس ټپي شوی و، چې مسوولیت یې دغې جبهې په غاړه اخیستی دی.

که څه هم د مقاومت جبهې دغه راپور رد کړ، خو ازادۍ جبهې بیا تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ازادۍ جبهې تر دې وړاندې په ټول هېواد کې د طالبانو جاسوسانو ته خبرداری ورکړی و، چې له جاسوسۍ او توطیې څخه چې د خلکو د ځورولو او نیولو لامل کېږي لاس واخلي.
د دوی په خبره، تر دې وروسته به د طالبانو ترڅنګ هغه کسان هم په نښه کړي، چې د طالبانو د انساني ضد جرایمو لامل کېږي.

سره له دې چې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د ځای پر ځای کېدو ادعاوې کېږي او له دې وضعیت څخه د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونه اندېښمن شوي دي، خو طالبان وایي، چې دوی د افغانستان په خاوره کې هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته ځای نه دی ورکړی او نه هم له دې هېواد څخه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ پېښېږي.

امیر مقام: ملګري ملتونه دې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په برخه کې کړې ژمنې پوره کړي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۵۱ GMT+۰

د کشمیر، ګلګېت بلتستان ایالتونو او سرحدي سیمو مرکزي وزیر امیر مقام د ملګرو ملتونو پر ادارو غږ وکړ، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو یا بل هېواد ته د هغوی د لېږدولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي.

نوموړي همداراز له ملګرو ملتونو د هغو هېوادونو د مسلې د حل غوښتنه وکړه، چې د کلونو او لسیزو راهیسې یې کوربه توب کوي.

امیر مقام په سندـ کې افغان کډوالو ته د وینا پر مهال وویل، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د پناه اخیستو پر مهال ژمنه شوې وه، چې کډوال به ډېر ژر بل هېواد ته ولېږدول شي او د کوربه هېوادونو ستونزې به هوارې شي.

نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې افغان کډوالو ته وویل، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کارول کېږي.

ښاغلي مقام دې ته په اشارې سره چې سوله د پاکستان او افغانستان په ګټه ده، له افغان کډوالو وغوښتل، چې د پاکستان ضد عناصرو په وړاندې ځان بې طرفه وساتي.

نوموړي هغو افغانانو ته چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند کوي خبرداری ورکړ، چې له هېواده ووځي.

هغه د ملګرو ملتونو له ادارو وغوښتل، چې خپلې ژمنې پوره کړي.

امیر مقام وویل، پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې د شاوخوا درې میلیونو افغانانو کوربه و، خو "دا حقیقت دی چې باید لاړ شئ".

امیر مقام وويل، "ټولې اړوند ادارې بايد خپل رول ولوبوي چې افغان کډوال په عزت او وقار سره خپل هېواد ته واستوي. نوموړي زیاته کړه: « تاسو [افغان کډوال] او موږ به هم خوشحاله یو که تاسو بېرته خپل هېواد ته لاړ شئ.»

یاده دې وي، چې له تېرو دوو میاشتو را په دېخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات تر سره شوي او لا هم روان دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې کور په کور په افغانانو د پولیسو چاپې روانې دي او زیات شمېر افغانان د پولیسو له خوا نیول شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.

همدا ډول په اسناد لروونکو افغانانو هم کړۍ راتنګه شوې، د ویزو د تمدید پروسه خورا سخته شوې ده او د درېیو او شپږو میاشتو ویزې اوس یوازې د یوې میاشت لپاره تمدیدېږي او په دې تمدید افغانان تر سلو ډالرو پېسې ورکوي.