• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني وايي د طالبانو له حکومت سره «موقتي تخنیکي» اړیکې لري

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۰ GMT+۰

جرمني د طالبانو حکومت د مشروع حکومت په توګه نه پیژني، خو بیا هم ددغه هېواد فدرالي حکومت وايي، چې د طالبانو له ډیفاکټو حکومت سره «موقتي تخنیکي» اړیکې پالي. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه ویانده وايي، دا ناسمه ده چې له طالبانو سره هیڅ اړیکه نشته.

د جرمني ټاګس شپیګل وايي، په برلین کې د جرمني د بهرنيو چارو وزارت یوې ویاندې د دوشنبې په ورځ وویل، « دا ادعا ناسمه ده، چې له طالبانو سره هیڅ اړیکه نشته. په تخنیکي کچه ځینې کله ناکله اړیکې شته».

هغې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جرمني د اړیکو دفتر ته اشاره وکړه.

نوموړې وویل، چې له دې ځایه هم « وخت نا وخته د همکارانو سفرونه» افغانستان ته کیږي. نوموړې زیاته کړې، چې د فدرالي حکومت له دغه دفتره په کابل کې « د طالبانو د ډیفاکټو حکومت له استازو سره» اړیکې ساتي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې کرسټیانا هوفمن وویل، « د فدرالي حکومت په دغه دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی، چې موږ د طالبانو ډیفاکټو حکومت د مشروع حکومت په توګه نه پیژنو».

هغې افغانستان ته د نورو افغانانو د شړلو په تړاو وویل، چې « محرمې خبرې» روانې دي، خو په اړه یې کره معلومات نه شي ورکولای.

له جرمني نه د «مجرمو افغان کډوالو» د شړلو لومړنۍ الوتکه د ۲۰۲۴ کال په اګست کې کابل ته لاړه.

اوس داسې اټکل دی، چې ښايي له پارلماني ټاکنو وړاندې یوه بله الوتنه هم کابل ته ترسره شي، خو فدرالي حکومت ویلي، چې د اخراج الوتنې له ټاکنو سره هیڅ راز تړاو نه لري.

د دوشنبې په ورځ جرمني رسنیو رپوټونه ورکړل، چېله نیدرزاکسن ایالت نه عراق ته هم یوه الوتنه ترسره شوې، چې ۴۷ عراقي وګړي پکې اخراج شوي.

د جرمني د کورنیو چارو فدرال وزارت یوه ویاند وویل چې هغه په دې اړه تبصره نه شي کولای.

له جرمني نه د افغان کډوالو د اخراج په تړاو غوښتنې د مونشن پېښې وروسته، چې یو افغان پکې ښکیل و، ډېرې شوې دي. یو شمېر سیاستوال په دې باور دي، چې د اخراج بهیر د چټکتیا لپاره باید د طالبانو له حکومت سره اړیکې ونیول شي.

طالبانو د مونشن له پېښې وروسته اعلان وکړ، چې دوی د کونسلي خدماتو د بیا فعالیت په صورت کې له برلېن سره د افغان کډوالو د اخراج لړۍ په اسانه کولو کې همکارۍ ته چمتو دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په لغمان کې د ملي اردو یو پخوانی افسر نیولی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۰

په لغمان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ملي اردو پخوانی افسر عبداللطیف رسولي طالبانو نیولی دی. د رسولي خپلوان وايي چې هغه تازه له ایران څخه افغانستان ته راګرځېدلی و او اوس مهال د طالبانو د استخباراتو په څلوېښتم ریاست کې بندي دی.

په لغمان کې ځايي سرچینو نن سې شنبه «سلواغې ۳۰مه» وویل چې عبداللطیف رسولي د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ له فراشغان درې څخه د سلواغې پر ۲۳ مه د طالبانو استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

د رسولي نژدې خپلوان وايي چې نوموړی ایران ته مزدورۍ لپاره تللی و او د طالبانو له هېڅ کومې مخالفې ډلې سره اړیکې نه لري.

هغه وايي، « د ولسوالۍ د استخباراتو کسان راغلل او رسولي یې په کور کې ونیوه او د نیول پرمهال یې په فزیکي ډول شکنجه هم کړ».

یاد کس زیاتوي چې طالبانو پر هغه تور پورې کړی چې د دوی له مخالفو وسله والو ډلو سره لاس لري.

د رسولي خپلوان له طالبانو غواړي چې د استخباراتو ریاست دې دوی ته اجازه ورکړی چې له هغه سره وګوري.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د طالبانو په روانه واکمنۍ کې د تېر جمهوري حکومت د نظاميانو د نیولو او زنداني کولو راپورونه په پرلپسې ډول خپریږي.

که څه هم د طالبانو د واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارکوونکي په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

طالبانو په پنجشېر کې څه باندې دوه زره قیراطه زمرد وپلورل

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغې ډلې په پنجشېر ولایت کې ۲ زره ۳۰ قیراطه زمرد د ۴۹ زره ۲۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت پلورلي دي. په خبر کې ويل شوي، چې دغه زمرد تازه د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي وو.

د طالبانو د پنجشېر د کانونو او پټرولیم مشر محمد قاسم امیري د سې شنبې په ورځ ويلي، چې دغه زمرد د سیمه‌ ییزو چارواکو او سوداګرو په حضور کې د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.

د پنجشېر طالب چارواکي وايي، چې د زمردو قانوني کان کيندنې او ازاد خرڅلاو زيات شمېر خلکو ته د کار زمينه برابره کړې.

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هم په ۱۱ پړاوونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو میلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.

د روان مالي کال لومړیو ۷ میاشتو کې؛ له پاکستان سره افغان ټرانزېټ سوداګري ۶۹ سلنه کمه شوې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۰

پاکستاني چارواکی وايي، چې له افغانستان سره یې د روان مالي کال په لومړیو اوو میاشتو کې د تېر مالي کال ۲۰۲۳-۲۴ د ورته مودې په پرتله په ټرانزیټ سوداګرۍ کې ۶۹ سلنه کموالی ثبت کړی. پاکستانی اړخ ددې لامل د اسلام اباد«قاچاق ضد هڅې» او پر وارداتو محدودیتونه ګڼي.

د پاکستان نېشن ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال په لومړیو ۷ میاشتو (جولای-جنوري) کې په افغان ترانزیټ سوداګرۍ کې۱.۴۸۴ میلیارد ډالره کمښت راغلی او دا د تیر مالي کال په ورته وخت کې د ۲.۱۶۱ میلیارد ډالرو په پرتله ۶۷۷ میلیونه ډالره راښکته شوی دی.

د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ واردات (مخکښ مالونه) په۶۹ سلنه کمښت له۲.۱۱۹ میلیارد ډالرو څخه ۶۵۶ میلیونه ډالرو ته راښکته شوي، په داسې حال کې چې صادرات په۶۰ سلنه کمښت له۴۲ میلیونه ډالرو څخه ۲۱ میلیونه ډالرو ته راښکته شوي دي.

پاکستاني چارواکو دغه کموالی د اسلام اباد قاچاق ضد هڅو او د وارداتو محدودیتونو ته منسوب کړی، خو په افغانستان کې دننه د سوداګرۍ او اقتصادي چارو پوهان دا پر پاکستان د افغان سوداګرو د اتکا‌ کمولو پایله ګڼي.

په تیر مالي کال کې هم د افغانستان د ټرانزیټ سوداګرۍ ۵۹ سلنه لوی کمښت ثبت شوی و چې د ۲۰۲۲-۲۳ کال له ۷.۰۹۵ ملیارد ډالرو څخه د ۲۰۲۳-۲۴ کال په اوږدو کې ۲.۸۸۷ ملیارد ډالرو ته رسیدلی و.

له دې وړاندې د پاکستان د سټروسو مېوو صادروونکو ویلي و، چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته یې صادرات کم شوي دي.

د پاکستان حکومت د اقتصادي همغږۍ کمیټې د روان کال د مرغومي میاشتې په وروستیو کې پرېکړه وکړه، چې د بلوچستان د ګوادر له لارې د افغانستان د ټرانزیټ لپاره د بانکي ضمانت اړتیا د بیمې په ضمانت بدلوي، خو دې چارې پر افغان ټرانزیټ تر اوسه اغیز نه دی کړی.

افغان سوداګرو په دې وروستیو کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو مارکیټونو ته مخه کړې ده.

پنټاګون له افغانستان نه د امریکا د «ګډوډ خروج» د څيړلو ډله ټاکلې ده

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۳ GMT+۰

د امریکا دفاع وزیر وايي، له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د غیر منظم خروج په اړه یې پلټونکې ډله ټاکلې ده. پېټ هیګسېت له برایټبارټ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، « موږ لا دمخه هغه کسان مشخص کړي، چې په پنټاګون کې به د دې [افغانستان نه ګډوډ وتلو] بشپړې پلټنې مشري کوي».

هغه زیاته کړه، « زه د دې لپاره مشخص وخت نه لرم. له بده مرغه موږ لا دمخه دوه نیم، درې کاله انتظار کړی. زه نه غواړم نور انتظار وکړو، خو زه تل غواړم چې هر څه سم ترسره شي».

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر خورا له ګډوډۍ سره مخ و، چې په ترڅ کې یې ځانمرګی برید وشو او ګڼ امریکايي پوځیان او افغان ملکي وګړي پکې مړه او ټپیان شول.

په دغه بهیر کې سلګونه امریکایان په افغانستان کې پاتې شول، سره له دې چې د بایډن اداره دا وتل بریالي او د تاریخ تر ټولو لویه تخلیه بولي، خو په نړیواله کچه دا د امریکا یوه ستره ناکامي ګڼل کیږي.

تر اوسه د پنټاګون هیڅ چارواکی ددغه خروج مسوول نه دی ګڼل شوی او نه هم څوک له دندې ګوښه شوي.

خوهیګسېت وايي، چې په دې اړ حساب کتاب را روان دی او ټول اصلي حقیقتونه به روښانه شي.

هغه برایټبارټ نیوز ته وویل، « د حساب ورکولو یواځینۍ سمه لاره دا ده، چې ریښتیني حقایق معلوم شي، پېښې څنګه شوې؟ ولې شوې؟ څوک مسوول و؟ څه پرېکړې وشوې؟ ولې دا پرېکړې وشوې؟ ایا سلا مشورې ورکړل شوې او که نه؟ ایا حکمونه سم تطبیق شول؟ ایا خلکو خپل غږ پورته کړ، کله چې اړتیا وه؟».

هغه زیاتوي، « زه فکر نه کوم چې تر اوسه چا له افغانستان نه د ګډوډ خروج ریښتینی حساب ورکړی وي. دا زموږ دنده ده».

د امریکا دفاع وزیر وايي، چې دوی به دا پلټنه په بشپړه توګه ترسره کړي او معلومه به کړي چې څه پیښ شول.

هغه په دې مرکه کې وویل، « لکه څنګه چې ما د تیرې جمعې په ورځ [ د دفاع وزارت] کارکوونکو ته وویل، د افغانستان د ناکام خروج لپاره حساب ورکول را روان دي او دا د دفاع وزارت د باور بېرته ترلاسه کولو لپاره مهم دي».

اسحاق ډار: پاکستان کې وینه توېیدنه له پولو د «ترهګرو» د بېرته را اوښتلو له امله ده

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۵۴ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې دا مهال په پاکستان کې وینه توېیدنه د هغو «ترهګرو» د بېرته راستنېدو او له زندانونو څخه د «قاتلانو» د خوشې کېدو پایله ده؛ چې له پولې هاخوا تښتېدلي وو.

هغه په نیویارک کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې «ترهګر» د خپلو ناوړه موخو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.
هغه پر طالبانو یو وار بیا غږ کړی، چې باید د پاکستان پر ضد د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي.
اسحاق ډار زیاته کړه: «په تېرو دوو کلونو کې د ترهګرۍ څپه پراخه شوې ده. موږ باید وڅېړو، چې ولې دغه وضعیت پېښ شوی.»
هغه وایي، ترهګرۍ پاکستان ته لوی اقتصادي زیانونه هم اړولي دي.

دا ټولې هغه ادعاوې دي، چې طالبانو تل رد کړې دي.
خو تازه د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وایي:« کله چې یو افغان په جګړه کې ووژل شي؛ نو موږ غوسه کېږو او ټوله پړه پر افغانستان اچوو، چې ملت زموږ د تېروتنو په اړه خبرې ونه کړي او ګاونډی هېواد مجرم وګڼي.»
هغه زیاته کړې: «د سبتمبر ۱۱مې له پېښې وروسته چې کله حکومت پوځي اډې امریکا ته وسپارلې؛ ایا طالبانو کله هم له موږ څخه پوښتنه کړې، چې ولې امریکایي الوتکې ستاسو له اډو څخه زموږ په فضا کې الوتنې کوي؟ چې اوس موږ د امنیتي ستونزو د پړې ګوته افغانستان ته نیسو.»

طالبانو لا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار دغو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.