• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په پنجشېر کې څه باندې دوه زره قیراطه زمرد وپلورل

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغې ډلې په پنجشېر ولایت کې ۲ زره ۳۰ قیراطه زمرد د ۴۹ زره ۲۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت پلورلي دي. په خبر کې ويل شوي، چې دغه زمرد تازه د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي وو.

د طالبانو د پنجشېر د کانونو او پټرولیم مشر محمد قاسم امیري د سې شنبې په ورځ ويلي، چې دغه زمرد د سیمه‌ ییزو چارواکو او سوداګرو په حضور کې د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.

د پنجشېر طالب چارواکي وايي، چې د زمردو قانوني کان کيندنې او ازاد خرڅلاو زيات شمېر خلکو ته د کار زمينه برابره کړې.

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هم په ۱۱ پړاوونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو میلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د روان مالي کال لومړیو ۷ میاشتو کې؛ له پاکستان سره افغان ټرانزېټ سوداګري ۶۹ سلنه کمه شوې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۰

پاکستاني چارواکی وايي، چې له افغانستان سره یې د روان مالي کال په لومړیو اوو میاشتو کې د تېر مالي کال ۲۰۲۳-۲۴ د ورته مودې په پرتله په ټرانزیټ سوداګرۍ کې ۶۹ سلنه کموالی ثبت کړی. پاکستانی اړخ ددې لامل د اسلام اباد«قاچاق ضد هڅې» او پر وارداتو محدودیتونه ګڼي.

د پاکستان نېشن ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال په لومړیو ۷ میاشتو (جولای-جنوري) کې په افغان ترانزیټ سوداګرۍ کې۱.۴۸۴ میلیارد ډالره کمښت راغلی او دا د تیر مالي کال په ورته وخت کې د ۲.۱۶۱ میلیارد ډالرو په پرتله ۶۷۷ میلیونه ډالره راښکته شوی دی.

د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ واردات (مخکښ مالونه) په۶۹ سلنه کمښت له۲.۱۱۹ میلیارد ډالرو څخه ۶۵۶ میلیونه ډالرو ته راښکته شوي، په داسې حال کې چې صادرات په۶۰ سلنه کمښت له۴۲ میلیونه ډالرو څخه ۲۱ میلیونه ډالرو ته راښکته شوي دي.

پاکستاني چارواکو دغه کموالی د اسلام اباد قاچاق ضد هڅو او د وارداتو محدودیتونو ته منسوب کړی، خو په افغانستان کې دننه د سوداګرۍ او اقتصادي چارو پوهان دا پر پاکستان د افغان سوداګرو د اتکا‌ کمولو پایله ګڼي.

په تیر مالي کال کې هم د افغانستان د ټرانزیټ سوداګرۍ ۵۹ سلنه لوی کمښت ثبت شوی و چې د ۲۰۲۲-۲۳ کال له ۷.۰۹۵ ملیارد ډالرو څخه د ۲۰۲۳-۲۴ کال په اوږدو کې ۲.۸۸۷ ملیارد ډالرو ته رسیدلی و.

له دې وړاندې د پاکستان د سټروسو مېوو صادروونکو ویلي و، چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته یې صادرات کم شوي دي.

د پاکستان حکومت د اقتصادي همغږۍ کمیټې د روان کال د مرغومي میاشتې په وروستیو کې پرېکړه وکړه، چې د بلوچستان د ګوادر له لارې د افغانستان د ټرانزیټ لپاره د بانکي ضمانت اړتیا د بیمې په ضمانت بدلوي، خو دې چارې پر افغان ټرانزیټ تر اوسه اغیز نه دی کړی.

افغان سوداګرو په دې وروستیو کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو مارکیټونو ته مخه کړې ده.

پنټاګون له افغانستان نه د امریکا د «ګډوډ خروج» د څيړلو ډله ټاکلې ده

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۳ GMT+۰

د امریکا دفاع وزیر وايي، له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د غیر منظم خروج په اړه یې پلټونکې ډله ټاکلې ده. پېټ هیګسېت له برایټبارټ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، « موږ لا دمخه هغه کسان مشخص کړي، چې په پنټاګون کې به د دې [افغانستان نه ګډوډ وتلو] بشپړې پلټنې مشري کوي».

هغه زیاته کړه، « زه د دې لپاره مشخص وخت نه لرم. له بده مرغه موږ لا دمخه دوه نیم، درې کاله انتظار کړی. زه نه غواړم نور انتظار وکړو، خو زه تل غواړم چې هر څه سم ترسره شي».

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر خورا له ګډوډۍ سره مخ و، چې په ترڅ کې یې ځانمرګی برید وشو او ګڼ امریکايي پوځیان او افغان ملکي وګړي پکې مړه او ټپیان شول.

په دغه بهیر کې سلګونه امریکایان په افغانستان کې پاتې شول، سره له دې چې د بایډن اداره دا وتل بریالي او د تاریخ تر ټولو لویه تخلیه بولي، خو په نړیواله کچه دا د امریکا یوه ستره ناکامي ګڼل کیږي.

تر اوسه د پنټاګون هیڅ چارواکی ددغه خروج مسوول نه دی ګڼل شوی او نه هم څوک له دندې ګوښه شوي.

خوهیګسېت وايي، چې په دې اړ حساب کتاب را روان دی او ټول اصلي حقیقتونه به روښانه شي.

هغه برایټبارټ نیوز ته وویل، « د حساب ورکولو یواځینۍ سمه لاره دا ده، چې ریښتیني حقایق معلوم شي، پېښې څنګه شوې؟ ولې شوې؟ څوک مسوول و؟ څه پرېکړې وشوې؟ ولې دا پرېکړې وشوې؟ ایا سلا مشورې ورکړل شوې او که نه؟ ایا حکمونه سم تطبیق شول؟ ایا خلکو خپل غږ پورته کړ، کله چې اړتیا وه؟».

هغه زیاتوي، « زه فکر نه کوم چې تر اوسه چا له افغانستان نه د ګډوډ خروج ریښتینی حساب ورکړی وي. دا زموږ دنده ده».

د امریکا دفاع وزیر وايي، چې دوی به دا پلټنه په بشپړه توګه ترسره کړي او معلومه به کړي چې څه پیښ شول.

هغه په دې مرکه کې وویل، « لکه څنګه چې ما د تیرې جمعې په ورځ [ د دفاع وزارت] کارکوونکو ته وویل، د افغانستان د ناکام خروج لپاره حساب ورکول را روان دي او دا د دفاع وزارت د باور بېرته ترلاسه کولو لپاره مهم دي».

اسحاق ډار: پاکستان کې وینه توېیدنه له پولو د «ترهګرو» د بېرته را اوښتلو له امله ده

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۵۴ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې دا مهال په پاکستان کې وینه توېیدنه د هغو «ترهګرو» د بېرته راستنېدو او له زندانونو څخه د «قاتلانو» د خوشې کېدو پایله ده؛ چې له پولې هاخوا تښتېدلي وو.

هغه په نیویارک کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې «ترهګر» د خپلو ناوړه موخو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.
هغه پر طالبانو یو وار بیا غږ کړی، چې باید د پاکستان پر ضد د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي.
اسحاق ډار زیاته کړه: «په تېرو دوو کلونو کې د ترهګرۍ څپه پراخه شوې ده. موږ باید وڅېړو، چې ولې دغه وضعیت پېښ شوی.»
هغه وایي، ترهګرۍ پاکستان ته لوی اقتصادي زیانونه هم اړولي دي.

دا ټولې هغه ادعاوې دي، چې طالبانو تل رد کړې دي.
خو تازه د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وایي:« کله چې یو افغان په جګړه کې ووژل شي؛ نو موږ غوسه کېږو او ټوله پړه پر افغانستان اچوو، چې ملت زموږ د تېروتنو په اړه خبرې ونه کړي او ګاونډی هېواد مجرم وګڼي.»
هغه زیاته کړې: «د سبتمبر ۱۱مې له پېښې وروسته چې کله حکومت پوځي اډې امریکا ته وسپارلې؛ ایا طالبانو کله هم له موږ څخه پوښتنه کړې، چې ولې امریکایي الوتکې ستاسو له اډو څخه زموږ په فضا کې الوتنې کوي؟ چې اوس موږ د امنیتي ستونزو د پړې ګوته افغانستان ته نیسو.»

طالبانو لا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار دغو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د نړۍوال بانک راپور: د افغانستان اقتصاد لاهم ټکنی دی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۰۲ GMT+۰

نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د مالي انزوا، سیاسي بې ثباتۍ او د بشري سرچینو د کمښت له امله لاهم ټکنی دی. د راپور پر بنسټ، د افغانۍ د ارزښت کمېدو له امله د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

دغه راپور چې د دوشنبې په ورځ خپور شو په کې راغلي، چې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۳ کال کې له اقتصادي ودې سره، سره پراخه بې وزلي، وزګارتیا، محدودې سرچینې او د پېر کمزورې وړتیا، مېلیونونه کسان زیانمنون کړي دي.

د افغانۍ ارزښت کمېدل

د دغه راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر میاشت کې د خوراکي او نور د اړتیا وړ توکو بیې د افغانۍ د ارزښت د کمېدو له امله لوړې شوې دي.
د افغانۍ ارزښت د درېیمې پرله‌پسې میاشتې لپاره سقوط وکړ او د ۲۰۲۴ کال له نومبر میاشتې راهیسې د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ میاشتې پورې په کې ۱۲سلنه کموالی راغلی.
د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د هر ډالر تبادله په ۷۴.۸ افغانیو کېده؛ خو دغه شمېره بیا د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر میاشت کې ۶۷.۱ افغانیو ته ورسېده.
د افغانستان بانک بیا د دغه وضعیت سره د مبارزې لپاره شاوخوا ۱۰۰مېلیون ډالره لیلام کړل؛ خو لاهم د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بې ارزښته کېدو لړۍ روانه ده.
د افغانیو د ارزښت کمېدل د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته پیل شول.
له دې سره، طالبانو د افغانۍ د ارزښت کمېدو د مخنیوي او ثبات لپاره د صرافیو بازارونو سخت کنټرول ته مخه کړه.
په تېرو دوو میاشتو کې دغې ډلې د کابل په شهزاده سرای کې د ټوپک په زور د اسعارو بازار کنټرول کړی دی.

د مالیاتو په راټولونه کې زیاتوالی

د دغه راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۴کال کې د تېرو ۱۵ کلونو پرتله د عوایدو په راټولونه کې ۱۱.۵ سلنه زیاتوالی راغلی او د مالي کال عواید په لسو لومړیو میاشتو کې له ټاکلې موخې هم ۲سلنه زیات وو.
له دې سره، د دولت ګڼ عواید کم شوي، چې کولای شي پر عمومي مالي ټینګښت هم اغېز پرې باسي.
نړۍوال بانک راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۴کال کې د افغانستان واردات ۴۰سلنه زیات شوي چې تر ډېره پکې خوراکي توکي، کیمیاوي محصولات، منرالونه او د حمل او نقل تجهیزات شامل و.
د ۲۰۲۴کال په ډسمبر میاشت کې سوداګریز کسر ۸سلنه لوړ شوی، چې ۹۲۶مېلیون ډالرو ته ورسېد او په ځانګړې توګه د صادراتو کمښت یې لوی لامل دی.
په دغه راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۴کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان صادرات ۱۹.۵ سلنه یانې ۱۹۱ مېلیون ډالرو ته راکم شول.

ځانګړي اقتصادي شریکان

نړۍوال بانک په خپل راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴کال کې ایران د افغانستان ترټولو لوی سوداګریز شریک و او د افغانستان ۳۰سلنه واردات له ایرانه ترسره شوي دي.

متحده عربي امارات بیا ۱۹سلنه، پاکستان ۱۶سلنه او چین ۷سلنه وارداتو سره د افغانستان نور ځانګړي اقتصادي شریکان دي.
ځینو ایراني چارواکو بیا ویلي، چې له افغانستان سره د دوی د سوداګریزو اړیکو حجم له څلور مېلیارډ ډالرو هم اوښتی دی.
دغه شمېر په تېرو شلو کلونو کې بې مخینې دی.

اقتصادي اصلاحي اړتیا

نړۍوال بانک خبرداری ورکړی، چې د نړۍوالو مرستو چټک کمېدل، اقتصادي انزوا او په مالي سیاستونو کې ناڅرګندتیا د افغانستان اقتصاد لا ټکنی کړی دی.
د بهرنیو مرستو کمېدل کولای شي، چې ټولیزه تقاضا نوره هم کمزورې کړي او اقتصادي فشارونه لازیات کړي.
امریکا افغانستان ته خپلې بشري مرستې ځنډولې دي.
څارونکو خبرداری ورکړی، که د مرستو دغه ځنډېدل دوام ومومي او یاهم دغه لړۍ ودرېږي؛ نو په افغانستان کې د انساني ناورین اټکل کېږي.
د افغانستان له نیمایي زیات وګړي نړۍوالو مرستو ته اړ دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې ۲۲ مېلیونه خلک نړۍوالو بشري مرستو ته اړ دي.
نړۍوال بانک دارنګه بهرنیو مرستو او وارداتو ته د افغانستان د اړتیا کمېدو لپاره د اقتصادي اصلاحاتو د اجرا کېدو پر اړتیا، د مالي روڼتیا پر ښه کېدو او د اوږدمهاله سیاستونو پر رامنځته کولو ټینکار کړی دی.

د ایران سفارت: کابل کې د ایران سفیر له امیر خان متقي سره د دواړو هیوادونو په اړه خبرې کړي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۳۹ GMT+۰

کابل کې د ایران سفارت په ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د دواړو هیوادونو پر سیاسي، اقتصادي، روغتیايي او ټولنیزو مسلو خبرې کړي. خو طالب چارواکو تر اوسه پورې د دغې لیدنې په اړه څه نه دي ويلي.

دغه لیدنه وروسته له هغې ترسره کېږي چې، تر دې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر علي ‌رضا بېکدلي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشارې سره ويلي و، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د حقابې موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو خبرواترو کې حل شوې ده.

د بیکدلي، دغو څرګندونو د طابانو او ایراني چارواکو ترمنځ ناندرۍ راپارولې وې چې، تېره ورځ د ( سلوغې ۲۹مه ) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، په یوې خبري غونډه کې وویل چې د سفیر دا څرګندونې ناسمې تعبیر شوې او په وینا یې، د سفیر موخه دا وه چې: «موږ به د اوبو د حقابې پر موضوع هېڅ ډول جوړجاړې ته چمتو نه شو.»

بقايي ویلي، چې ایران په منظم ډول د اوبو د حقابې اړوند تخنیکي مسلې څاري او ټینګار یې کړی، چې د هلمند سیند په تړاو د ایران او افغانستان ترمنځ یو ځانګړی تړون شته او دا د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یوه ثابته موضوع ده.

هغه همداراز زیاته کړې ده: «د هغې هوکړې پر بنسټ چې طالبانو سره مو لرله، هغوی د هلمند سیند د اوبو حق خوندي‌توب مسله ان له خپلې شرعي او اخلاقي دندې ورهاخوا اعلان کړې ده.»

د ډیپلوماتیکو چارو شنونکي په دې اند دي، چې کېدای شي د علي رضا بیکدلي لینده د خپلو تېرو څګندونو د سم پوهاوي لپاره ترسره شوي وي.