ایران د یوه ۳۲ کلن افغان په ګډون دوه کسان اعدام کړل

د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، چې ایران د یو افغان په کډون دوه کسان اعدام کړي دي.

د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، چې ایران د یو افغان په کډون دوه کسان اعدام کړي دي.
نوموړي سازمان د سېشنبه په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) زیاته کړې، چې دا کسان درې کاله دمخه د ایران د عدلي بنسټ له خوا د مخدرهتوکو د قاچاق په تور پر اعدام محکوم شوي وو.
د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د ایران د لُرستان اوسېدونکی ۴۰ کلن حیدر بابايي او ۳۲ کلن برهان وسیم زهري چې د افغانستان د بدخشان د فیضاباد ښار اوسېدونکی و، اعدام شوي کسان دي.
د یاد سازمان په راپور کې راغلي، چې د دې دوو کسانو د اعدام حکم د ایران په اصفهان مرکزي بندخونه کې پلي شوی دی.
د یادونې ده، چې ایراني حکومت په تېر۲۰۲۴ کال کې ۷۴ افغانان د مخدرهتوکو د قاچاق، قتل او نورو بېلابېلو تورونو له امله اعدام کړي دي.
په داسې حال کې چې نړۍواله ټولنه او د بشري حقونو ګڼ سازمانونه د ایران د اعدامونو حکم له روانې لړۍ سره کلک مخالفت څرګندوي، خو دغه هېواد له مخالفتونو سره-سره د افغانانو په ګډون د تورنو کسان اعدام ته دوام ورکړی دی.

د ازادۍ جبهې مشر ياسين ضياء د ويانا په غونډه کې وويل، چې ځينو طالب عناصرو د هاګ له محکمې سره همکاري کړې، څو د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده او د دغې ډلې د سترې محکمې رييس عبدالحکيم حقاني د نيول کېدو حکم صادر کړي.
د هغه په وینا، هبتالله لاس لاندې کسانو د هغه پر وړاندې دسیسې جوړوي.
تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل د ترلاسه شویو اسنادو پر بنسټ په یوه ځانګړي راپور کې ویلي و، چې د طالبانو په منځ کې ځینو کسانو د طالبانو د مشر او قاضي د نیولو په غوښتنه کې د هاګ جنايي محکمې په قضیه کې همکاري کړې وه.
ضيا له هاګ محکمې څخه وغوښتل چې د طالبانو د استخباراتو مشر، دفاع، کورنيو چارو وزيرانو او امر بالمعروف ونهې عن المنکر مسوولینو د نيولو غوښتنه هم وکړي.
کريم خان د سلواغې په ۴مه اعلان وکړ چې د هغه دفتر د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د طالبانو د مشر هبتالله او د دغې ډلې د قاضي القضات د نيولو د حکم د صادرولو لپاره دوه غوښتنې وړاندې کړې دي.
تمه ده چې د جرمونو نړۍواله محکمه به د روانې میاشتې تر پایه د هبتالله اخوندزاده او حکیم حقاني د نیولو امر صادر کړي.
یاسین ضیا د ویانا په کنفرانس کې عربي هېوادونو ته د یو شمېر طالب چارواکو سفرونو ته په اشارې وویل، چې د یادې ډلې مشران په استخباراتي پیسو په ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې کورونه اخلي.
د ملګرو ملتونو په څېر مرستندویه سازمانونو ویلي، چې له افغانستان سره د مرستو کمول د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د وږو او زیانمنونکو وګړو لپاره خطرناک دي، خو یو شمېر افغان سیاسي او مدني شخصیتونو په وار-وار ویلي چې د دغو مرستو له بندېدو ملاتړ کوي.
د دغو نیوکو په ځواب کې امریکا له افغانستان سره بشري مرستې ځنډولي او ویلي یې دي چې افغانستان او نورو هېوادونو ته به د دې مرستو د موثریت له نظره بیا کتنه وکړي.
د ازادۍ جبهې مشر وایي، چې طالبان د مرستو له بندېدو اندېښمن دي او د یادې ډلې مشران د استخباراتي پیسو د ترلاسه کولو لپاره سرګردانه دي.
یاسین ضیا د ویانا په کنفرانس کې عربي هېوادونو ته د یو شمېر طالب چارواکو سفرونو ته په اشارې سره وویل، چې د یادې ډلې مشران په استخباراتي پیسو په ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې کورونه اخلي.
هغه ټینګار وکړ، چې د کوم بل هېواد له مرستې پرته به د طالبانو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي او په وینا یې، دا جګړه د افغانستان د ازادۍ لپاره ده.
د یوه ډیموکراټیک افغانستان لپاره د ویانا پنځمه غونډه د سېشنبې په ورځ پیل شوه. د دغې غونډې د تنظیموونکو په وینا تر ۹۰ زیاتو شخصیتونو او د سیاسي ډلو استازو پهکې ګډون کړی دی.
بل خوا، د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د اتریش په ویانا کې د دغې ډلې د مخالفو څېرو پنځم کنفرانس ته په غبرګون کې د یوه مطلب په خپرېدو سره ویلي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په تړاو د ویانا په څېر ناستې او ورته نورې غونډې تر ډېره بېپایلې او تکراري دي.
د نیمروز ولایت د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یې ۵۰۸ کیلوګرامه انساني ویښتان سوځولي دي.
په نیمروز کې د طالبانو د محکمو ویاند د سېشنبه په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) ویلي، چې دغه انساني ویښتان یې د دغه ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د دغې ډلې د مشر د فرمان پر بنسټ سوځولي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا کار یې د یادې ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې له حکم وروسته پلي کړی او زیاتوي، چې د دغو ویښتانو د قاچاق په تړاو یو کس نیول شوی دی.
هغه په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي، خو له دې مخکې هم طالبانو د پکتیا په مټاخان ولسوالۍ کې ۱۲ کسان پاکستان ته د انساني ویښتانو د قاچاق کولو په تور نیولي وو.
افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د سیمهییزو سرچینو رسېدلي راپورونه څرګندوي، چې په هېواد کې یو شمېر کسان انساني په ځانګړې توګه د ښځینهوو ویښتان اخلي او له هغه وروسته یې بیا پاکستان ته صادروي.
پاکستان دغه وېښتان په عمده ډول د چين په څېر هېوادونو ته صادروي او هغوی بیا د مصنوعي ویښتانو په جوړونه کې ترې کار اخلي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت سرپرست محمد خالد حنفي وایي، چې د دغه وزارت قانون د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړ شوی دی.
د دغې ډلې تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون راپور ورکړی، چې ښاغلي حنفي دغه څرګندونې په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا په موخه د کتنې پرمهال کړي دي.
په راپور کې د حنفي په حواله ویل شوي، چې د دغه وزارت قانون د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړ شوی او په وینا یې، د ټولنې معنوي اړخونو د پیاوړتیا لپاره یې پلي کول لازمې دي.
په راپور کې د طالبانو د امربالمعروف وزیر د انځور له خپرېدو پرته راغلي، چې هغه د اسلامي همکاریو سازمان او یاد وزارت ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او له یاد سازمان یې غوښتي، څو د اسلامي نړۍ او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو په برخه کې مثبت رول ولوبوي.
په راپور کې ادعا شوې، چې په افغانستان کې د یاد سازمان ځانګړي استازي د امربالمعروف او نهی عنالمنکر د اسلامي ټولنې بنسټیزه اړتیا بللې ده.
د یادونې ده، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت پليشوې تګلارې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو بنسټیز حقونه په نښه کوي.
نړیوالې ټولنې په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې د ښځو حقونو ته بشپړ درناوی ولري او دا قانون دې لغوه کړي، خو دغې ډلې دا هرڅه له پامه غورځولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو اېتلاف د طالبانو پر بشري ضد کړنو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر دوامدارې ځپنې سخته نیوکه کړې.
دغه اېتلاف پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې افغان ښځو ته د دوحې پروسې په بحثونو کې ځای ور کړي.
د دغه اېتلاف په اعلامیه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون غندنه شوې، چې د ښځو پر خوځښت او د بیان پر ازادۍ نور هم بندیزونه لګوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په افغانستان کې د زیانمنو کسانو لپاره د مرستو په اړه خبرې اترې کړي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سې شنبه په ورځ راپور ورکړی، چې شهاب الدین دلاور له علي بخیت سره په ناسته کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې، سوري زړه ناروغانو ، بې سرپرسته مېرمنو، پېښې ځپلو او اړمنو وګړو ته د ترسره کېدونکو خدماتو د پراختیا په برخه کې له یاد سازمان څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه ټولنه زیاتوي، چې په دې ناسته کې دلاور ژمنه وکړه چې د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو مرستې به په بشپړ شفافیت او امانت دارۍ سره تر مستحقو کورنیو ورسېږي.
په دې ناسته کې ښاغلي علي بخیت له دغه طالب چارواکي سره ژمنه وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره به بشرپاله مرستو ته دوام ورکوي.
همداراز د دغې ټولنې د خبر له مخې، ۹تنه د سوري زړه په رنځ اخته ناروغان پلازمېنه کابل کې ۳ کورنيو روغتونونو ته د درملنې او عمليات په موخه ور پېژندلي دي، چې ټول مصارف او لګښتونه یې افغاني سره میاشت ورکوي.
افغاني سرې میاشتې ټولنه څو اړخیزې موخې لري، چې ټولنه یې موخې د بشري مرستو، روغتیايي خدماتو، او د ټولنیزو مسؤلیتونو د پراختیا لپاره تعقیبوي.
طالبان په داسې حال کې د بشري مرستو غوښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړۍوالو موسسو فعالیتونه بند شوي دي.
طالبانو په وار - وار پر نړۍږوالو غږ کړی، چې بشردوستانه مرستې له سیاسي مسایلو جلا کړي.
په افغانستان له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې بېلابېلو نړۍوالو ادارو د افغانستان په بېلابېلو برخو لکه پوهنې، روغتیا، بشري حقونو او لسګونه نورو مواردو کې د موسسو له لارې همکارۍ کولې او زرګونو کسانو ته یې په کې د کار زمینه برابره کړې وه.
اندېښنې دا دي، چې که په افغانستان کې د مالي او مرستندویه مرستو د بهیر بندېدل دوام وکړي، نو اقتصادي ناورین به رامنځته شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د اتریش په ویانا کې د دغې ډلې د مخالفو څېرو پنځم کنفرانس ته په غبرګون کې د یوه مطلب په خپرېدو سره ویلي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په تړاو د ویانا په څېر ناستې او ورته نورې غونډې تر ډېره بېپایلې او تکراري دي.
دغه خبري اژانس د سېشنبه په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) دغه کنفرانس ته په اشارې په خپل مطلب کې زیاته کړې: «دا ډول غونډې نه د افغان ولس باور له ځان سره لري او نه هم د هېواد لپاره ګټورې تمامې شوي دي.»
په دغه مطلب کې همداراز راغلي دي: «افغان ملت د اسلامي امارت [طالبانو] تر سیوري لاندې پرمختګ ته دوام ورکوي، نو په دې توګه نړۍوال باید د افغان ملت غوښتنې په نظر کې ونیسي او د افغانانو د انتخاب درناوی وکړي.»
په دې مطلب کې زیاته شوې، چې د ویانا په څېر ناستې، تکراري او افغانانو ته له بېګټو څېرو سره اړیکې ساتل او بې پایلو خبرو پر ځای نړۍوال باید له طالبانو سره د مستقیمو، عملي او مفاهمتي اړیکو جوړونې ته پام وکړي.
د دغې مطلب له مخې: «دا ډول غونډې هغه خلک را غونډوي، چې ډېری یې یا له افغانستانه تښتېدلي یا یې خپله ناکامي په هېواد کې تجربه کړې او اوس یوازې د خپلو ګټو لپاره هڅې کوي.»
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په خپل دغه مطلب کې ادعا کړې، طالبان د افغانستان د حاکمیت واک لري او د افغان ملت ملاتړ یې ترلاسه کړی او دا ناستې یوازې د وخت ضایع کول دي.
دغه اژانس په خپل مطلب کې د ویانا د روانې غونډې په تړاو ویلي، افغانان او نړۍ په دې پوهېږي چې یوازې طالبان د افغانستان د پراختیا، سولې او ثبات لپاره د اعتماد وړ ځواک دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس دا انتقادي مطلب داسې مهال خپور کړی، چې د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود او د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا په ګډون د طالبانو یو شمېر مخالف لوري د «ازاد او ډېموکراټيک افغانستان» لپاره د ویانا په پنځم کنفرانس کې راټول شوې دي.