• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس: د ویانا په څېر ناستې بې‌پایلې او تکراري دي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۳۵ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د اتریش په ویانا کې د دغې ډلې د مخالفو څېرو پنځم کنفرانس ته په غبرګون کې د یوه مطلب په خپرېدو سره ویلي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په تړاو د ویانا په څېر ناستې او ورته نورې غونډې تر ډېره بې‌پایلې او تکراري دي.

دغه خبري اژانس د سې‌شنبه په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) دغه کنفرانس ته په اشارې په خپل مطلب کې زیاته کړې: «دا ډول غونډې نه د افغان ولس باور له ځان سره لري او نه هم د هېواد لپاره ګټورې تمامې شوي دي.»

په دغه مطلب کې همداراز راغلي دي: «افغان ملت د اسلامي امارت [طالبانو] تر سیوري لاندې پرمختګ ته دوام ورکوي، نو په دې توګه نړۍوال باید د افغان ملت غوښتنې په نظر کې ونیسي او د افغانانو د انتخاب درناوی وکړي.»
په دې مطلب کې زیاته شوې، چې د ویانا په څېر ناستې، تکراري او افغانانو ته له بې‌ګټو څېرو سره اړیکې ساتل او بې ‌پایلو خبرو پر ځای نړۍوال باید له طالبانو سره د مستقیمو، عملي او مفاهمتي اړیکو جوړونې ته پام وکړي.
د دغې مطلب له مخې: «دا ډول غونډې هغه خلک را غونډوي، چې ډېری یې یا له افغانستانه تښتېدلي یا یې خپله ناکامي په هېواد کې تجربه کړې او اوس یوازې د خپلو ګټو لپاره هڅې کوي.»
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په خپل دغه مطلب کې ادعا کړې، طالبان د افغانستان د حاکمیت واک لري او د افغان ملت ملاتړ یې ترلاسه کړی او دا ناستې یوازې د وخت ضایع کول دي.

دغه اژانس په خپل مطلب کې د ویانا د روانې غونډې په تړاو ویلي، افغانان او نړۍ په دې پوهېږي چې یوازې طالبان د افغانستان د پراختیا، سولې او ثبات لپاره د اعتماد وړ ځواک دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس دا انتقادي مطلب داسې مهال خپور کړی، چې د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود او د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا په ګډون د طالبانو یو شمېر مخالف لوري د «ازاد او ډېموکراټيک افغانستان» لپاره د ویانا په پنځم کنفرانس کې راټول شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

حافظ نعیم‌الرحمان: افغانستان او پاکستان باید سوله‌ییزې اړیکې ولري

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم‌الرحمان د پېښور ښار په پرېس کلپ کې رسنیو ته د خپلې وینا پرمهال ویلي، چې سوله‌ییز افغانستان او پاکستان د سیمې د امنیت لپاره ډېر مهم دي.

نوموړي د سې‌شنبه په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د خېبرپښتونخوا په سرحدي سیمو کې امنیتي ستونزو ته په اشارې زیاته کړې، چې دا سیمه له ډېرې مودې راهیسې د ناامنیو شاهده ده.

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو په حل کې د دوه‌اړخیزو خبرواترو پر مثبت رول ټینګار کړی او په وینا یې، جماعت اسلامي چمتو دی څو په دې برخه کې د رضاکاره منځګړي په توګه ګام پورته کړي.

ورته مهال، د جماعت اسلامي مشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته هند وکولای شول، چې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د ده په وینا، د هند دغو لاس‌وهنو په پاکستان کې د ترهګرۍ یوه نوې څپه پیل کړې او زیاتوي، چې له دې امله بلوچستان ایالات او قبایلي سیمې له ګواښ سره مخ دي.

هغه ​​د خېبرپښتونخوا په کورمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر کاروان د وروستي برید په هکله ویلي، چې په دې سیمه کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخته ناوړه شوی دی.

حافظ نعیم‌الرحمان ویلي، چې ایالتي حکومت د امنیت په برابرولو کې ناکام دی او د خېبرپښتونخوا له اعلی وزیر او والي څخه یې غوښتنه کړې، چې د امنیت د ټینګښت لپاره سملاسي او جدي اقدامات وکړي.

همداراز، د جماعت اسلامي مشر په خېبرپښتونخوا کې د زده‌کړو د وضعیت په تړاو پر ایالاتي حکومت نیوکه کړې چې د خپلې څو کلنې واکمنۍ په بهیر کې یې په دې سیمه کې د زده‌کړو د ښه‌والي لپاره کار نه دی کړی.

دې سره جوخت، حافظ نعیم‌الرحمان په پاکستان کې د رسنیو او د خبریالانو د وضعیت په تړاو ویلي، چې هغوی له مناسبو حقونو څخه بې‌برخې دي.

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې اسلام‌اباد طالبان تورنوي چې ګواکې په افغانستان کې یې د ټي‌ټي‌پي په ګډون وسله‌والو ډلو ته پناه ورکړې ده، خو دغې ډلې بیا په وار - وار د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړي دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ په اسلام اباد او راولپنډۍ کې له افغانانو غوښتي چې په ۱۰ ورځو کې ووځي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۶ GMT+۰

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هغو افغانانو ته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري خبر ورکړی، چې په ۱۰ ورځو کې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه ووځي. دغې ادارې ویلي، چې د بیا مېشتېدنې او نورو پروګرامونو اړوند کسان هم د مارچ مياشتي تر ۳۱ نېټې وخت لري.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالی کمېشنرۍ د سه شنبه په ورځ په يوه خبرتيا کې له هغو افغانانو، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، غوښتي، چې د همدې فبروري میاشتې تر ۲۸ مې نېټې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه ولاړ شي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ افغانانو ته د مشورې په ډول وړانديز کړی، چې د اوسېدو بديلې لارې ولټوي.

په دې خبرتيا کې د هغو کسانو اړوند چې نورو هېوادونو ته د تګ لپاره انتظار دي راغلي: «هغه کسان چي د بیا ميشتندنې یا نورو انتقالاتي پروګرامونو اړوند لیکونه لري د حکومتي لارښوونو له مخې د هغوی لپاره وروستۍ نېټه ۳۱ مارچ ټاکل شوې.»

له تېرو دوو میاشتو را په دېخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات تر سره شوي او لا هم روان دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې کور په کور په افغانانو د پولیسو چاپې روانې دي او زیات شمېر افغانان د پولیسو له خوا نیول شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.

د طالبانو رییس الوزرا احمد شرع ته د دولت د مشر کېدو مبارکي ورکړه

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۵ GMT+۰

د طالبانو رییس الوزرا محمد حسن اخوند د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمد شرع ته د ټیلګرام له لارې یو لیک لېږلی چې هغه ته یې د ولسمشرۍ په څوکۍ د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.

د سوریې د ولسمشرۍ دفتر وویل چې په دې پیغام کې ملا حسن د هیواد د ننګونو په لرې کولو کې د احمد شرع بریالیتوب هیله کړې ده.

د سوریې د ولسمشرۍ دفتر په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې محمد حسن اخوند د "افغانستان او سوریې ترمنځ د ورورګلوۍ اړیکو" په پیاوړتیا او د دواړو هیوادونو د ګټو په پیاوړي کولو ټینګار وکړ.

د روان کال د مرغومي په میاشت کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سوریې د بهرنیو چارو له نوي وزیر اسد حسن شیباني سره د تلیفون له لارې خبرې وکړې.

دا د طالبانو د رییس الوزرا له خوا د یو بهرني هیواد مشر ته د مبارکۍ لومړی پیغام دی.

په تیرو دریو کلونو کې د یو شمیر هیوادونو مشران بدل شوي، خو د طالبانو رییس الوزرا د دغو هیوادونو مشرانو ته هیڅ تلیفون نه دی کړی او نه یې کوم لیک لېږلی دی.

په دې موده کې د پاکستان لومړی وزیر او د ایران ولسمشر بدل شول، خو د طالبانو مشرتابه د دې دواړو هېوادونو مشرانو ته نه ټېلیفون وکړ او نه یې د مبارکۍ لیک واستاوه.

د اسد د رژیم له نسکورېدو وروسته طالبانو د افغانستان په مختلفو ښارونو کې د تحریر الشام بریا ونمانځله، د احمد شرع انځورونه یې لیږدول او د هغه د حکومت ملاتړ یې اعلان کړ.

ډېری کارپوهان د احمد شرع په مشرۍ د تحریر الشام ډله طالبانو ته ورته ګڼي.

تحریر الشام او طالبان په ځینو اسلامي مسالو کې ګډ بنسټ لري، خو په ایډیالوژۍ او حکومتولۍ طریقو کې سره توپیر لري.

د واک له ترلاسه کولو وروسته، احمد شرع اعلان وکړ، چې هغه به ټاکنې ترسره کړي او په سوریه کې به د ښځو، قومي او مذهبي ډلو حقونه او ازادۍ په رسمیت وپېژني.

خو طالبانو چې واک ترلاسه کړی، ښځې یې له خپلو حقونو او ازادیو څخه محرومې کړې دي.

واک ته له رسیدو وروسته، احمد شرع وویل چې نه غواړي په سوریه کې د طالبانو په څیر حکومت جوړ کړي. هغه یادونه وکړه چې د طالبانو د مشرانو برعکس، هغه به د ښځو او نجونو د زده کړې مخه ونه نیسي.

احمد شرع د سوریې په شمال لویدیز ادلب ولایت کې د ښځو تعلیم ته اشاره وکړه، چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د یاغیانو تر کنټرول لاندې دی.

هغه وویل:«موږ په ادلب کې له اتو کلونو څخه زیاته موده کېږي پوهنتون لرو. زه فکر کوم چې په پوهنتونونو کې د ښځو سلنه له ۶۰ سلنې څخه زیاته ده».

فضل محمود فضلي په ویانا کنفرانس کې د روڼاندو او کیڼ اړخو ګډون د پوښتنې وړ ګڼلی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۸ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رییس ډاکټر فضل محمود فضلي پر کیڼ اړخو او روڼاندو افغان سیاسي څېرو سخته نیوکه کړې، چې د ویانا په څېر د لوېدیز له ملاتړ لاندې کنفرانسونو کې ګډون کوي.

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رییس ډاکټر فضل محمود فضلي د سې شنبې په ورځ د «ازاد او دموکراتيک افغانستان» لپاره د ویانا پنځم کنفرانس ته په اشارې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې «که د پخواني جهاد، سکتاریستي او انجویي حلقاتو اړوند څېرې د ویانا په څېر کنفرانسونو ته خوښي ښکاره کوي، دا د دوی همغه پخوانی عادت دی، په هر قیمت او هرې ممکنې لارې لنډمهاله ایتلافونه جوړوي، څو یا واک ته ورسیږي او یا په واک کې شریکان شي».

خو هغه په دې ناسته کې د کیڼ اړخو او روڼاندو سیاستوالو پر ګډون نیوکه کړې ده.

نوموړی وايي د ویانا ناستې ځینو ګډونوالو د جمهوريت تر سقوط وروسته ټينګار کړی، چې باید پر بهرنيانو تکیه ونه شي خو بیا هم د امریکا او د هغو د متحدینو په مالي ملاتړ جوړو شویو غونډو کې ګډون کوي.

هغه زياته کړې: «هغه کسان چې ځانونه سیاسي تیوریسنان او چپګرا روشنفکران بولي او د تیر جمهوریت له سقوط وروسته یې اعتراف وکړ چې د امریکا تر فشار او مرستې لاندې د بن پروسه یوه ناکامه تجربه وه او نور باید د بهرنیانو دروازې و نه ټکول شي، متاسفانه دوی د خپلو اعترافاتو باوجود بیا بیا د امریکا او د هغې د متحدینو په مالي ملاتړ جوړو شوو اجنډاوو، کنفرانسونو او پروسو کې په ویاړ سره برخه اخلي او په لومړي صف کې کېني او ځان حق به جانب بولي.»

فضلي د کوم چا نوم مشخص کړی نه دی، خو په دې ناسته کې د پخواني نظام ځینې چارواکي هم ګډون لري.

نوموړي وايي، چې دموکراسي او ملي سیاست د ویانا په څېر د انجوګانو په تمويل شویو کنفرانسونو نه بلکي په فکري سیاسي لیدلوري او د داخلي سازمانونو په جوړېدو رامنځ ته کيږي.

د «آزاد او دموکراتیک افغانستان» لپاره د ویانا پنځم کنفرانس د طالبانو د مخالفینو له لورې د سه شنبې په ورځ د (سلواغې ۳۰مه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې جوړ شو، چې دوې ورځي به دوام وکړي.

کندهار کې د طالبانو والي په شاولي کوټ کې د ټي ټي پي د غړو او ځايي خلکو منځګړتوب کړی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۶ GMT+۰

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو والي ملاشيرين شاولي کوټ ولسوالۍ ته په وروستي سفر کې د پاکستاني طالبانو تحریک له غړو سره کتلي. سرچینې وايي، ملاشيرين له ځايي خلکو غوښتي، چې د ټي ټي پي له غړو سره ښه چلند وکړي.

سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د سې شنبې په ورځ وویل، چې د کندهار طالب والي ملاشيرين شاولي کوټ ولسوالۍ ته د خپل وروستي سفر پرمهال له هغو سيمو هم ليدنه کړې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک غړي له خپلو کورنيو سره پکې اوسيږي.

شاولي کوټ ولسوالۍ ته له ملاشيرين سره په دغه سفر کې د کندهار د ۷ ولسواليو او امنیه قومندانۍ امنیتي مسوولان هم تللي.

د سرچينو د مالوماتو له مخې، دوې اونۍ وړاندې د شاولي کوټ ولسوالۍ د ځايي خلکو او پاکستاني طالبانو تحریک د غړو ترمنځ لفظي شخړې شوې وې او ستونزه تر کندهار والي رسېدلې.

ځايي خلک وایي، دغه کسان په سيمه کې د دوی د تګ راتګ پر مهال پوښتنې کوي، وسلې ورسره وي او بیلابيلې ستونزې ورته جوړوي.

د شاولي کوټ ولسوالۍ څخه سرچينې وايي، چې ملاشيرين له دوی څخه د ټي ټي پي له کورنيو سره د ښه چلند او همکارۍ غوښتنه کړې.

سرچينې وايي: « ملاشيرين تر يوې عمومي غونډې وروسته د سيمې له قومي او ځایي مشرانو سره جلا جلا لیدنې وکړې. هغه وویل، چې دغه کسان کډوال دي او د پاکستان له ظلمه دلته مهاجر شوي، باید د مالي همکارۍ ترڅنګ د دوی ساتنه وشي او همکاري وسره وکړئ.»

د ځايي خلکو په وینا، ملاشيرين له خلکو وغوښتل، چې د ټي ټي پي کورنۍ د ښه خوندیتوب لپاره باید له یوه کلي څخه ټولې او په بیلابیلو کلیو کې ځای پر ځای شي.

طالب والي د ټي ټي پي له کورنيو سره د ليدنې پر مهال هغوی ته د ستونزو د حل او ښه خوندیتوب ډاډ ورکړی.

ملاشيرين د دغه سفر پرمهال له څو کليو ليدنه هم کړې ده.

کندهار کې د طالبانو د والي دفتر هم شاولي کوټ ولسوالۍ ته د ملاشيرين او نورو طالب امنيتي کسانو د تګ خبره تايیدوي او وايي، چې دغو مسوولينو د نشه يي توکو د کر، کښت او قاچاق د مخنيوي لپاره د ملاهبت الله د فرمان د عملي کولو لپاره هلته سفر کړی و.

د سلواغې میاشتي پر ۹ مه نېټه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو تحریک د غړو او د هغوی د کورنيو د شتون اړوند ځانګړی راپور خپور کړ.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د شاولي کوټ ولسوالۍ د کټه سنګ او تناوچې کليو ته څېرمه د نورو کليو له خلکو سره هم خبرې کړې وې او هغوی هم منلې وه، چې تر ۵۰۰ زيات د ټي ټي پي اړوندو کورنیو غړي په دغو سيمو کې ژوند کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له راګرځېدو سره هممهاله پاکستاني جنګیالي په هغو سیمو کې راښکاره شول چې په تېرو شلو کلونو کې یې د جګړې ډګرونه ټاکلي وو.