• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضل محمود فضلي په ویانا کنفرانس کې د روڼاندو او کیڼ اړخو ګډون د پوښتنې وړ ګڼلی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۸ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۳۰ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رییس ډاکټر فضل محمود فضلي پر کیڼ اړخو او روڼاندو افغان سیاسي څېرو سخته نیوکه کړې، چې د ویانا په څېر د لوېدیز له ملاتړ لاندې کنفرانسونو کې ګډون کوي.

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رییس ډاکټر فضل محمود فضلي د سې شنبې په ورځ د «ازاد او دموکراتيک افغانستان» لپاره د ویانا پنځم کنفرانس ته په اشارې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې «که د پخواني جهاد، سکتاریستي او انجویي حلقاتو اړوند څېرې د ویانا په څېر کنفرانسونو ته خوښي ښکاره کوي، دا د دوی همغه پخوانی عادت دی، په هر قیمت او هرې ممکنې لارې لنډمهاله ایتلافونه جوړوي، څو یا واک ته ورسیږي او یا په واک کې شریکان شي».

خو هغه په دې ناسته کې د کیڼ اړخو او روڼاندو سیاستوالو پر ګډون نیوکه کړې ده.

نوموړی وايي د ویانا ناستې ځینو ګډونوالو د جمهوريت تر سقوط وروسته ټينګار کړی، چې باید پر بهرنيانو تکیه ونه شي خو بیا هم د امریکا او د هغو د متحدینو په مالي ملاتړ جوړو شویو غونډو کې ګډون کوي.

هغه زياته کړې: «هغه کسان چې ځانونه سیاسي تیوریسنان او چپګرا روشنفکران بولي او د تیر جمهوریت له سقوط وروسته یې اعتراف وکړ چې د امریکا تر فشار او مرستې لاندې د بن پروسه یوه ناکامه تجربه وه او نور باید د بهرنیانو دروازې و نه ټکول شي، متاسفانه دوی د خپلو اعترافاتو باوجود بیا بیا د امریکا او د هغې د متحدینو په مالي ملاتړ جوړو شوو اجنډاوو، کنفرانسونو او پروسو کې په ویاړ سره برخه اخلي او په لومړي صف کې کېني او ځان حق به جانب بولي.»

فضلي د کوم چا نوم مشخص کړی نه دی، خو په دې ناسته کې د پخواني نظام ځینې چارواکي هم ګډون لري.

نوموړي وايي، چې دموکراسي او ملي سیاست د ویانا په څېر د انجوګانو په تمويل شویو کنفرانسونو نه بلکي په فکري سیاسي لیدلوري او د داخلي سازمانونو په جوړېدو رامنځ ته کيږي.

د «آزاد او دموکراتیک افغانستان» لپاره د ویانا پنځم کنفرانس د طالبانو د مخالفینو له لورې د سه شنبې په ورځ د (سلواغې ۳۰مه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې جوړ شو، چې دوې ورځي به دوام وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

کندهار کې د طالبانو والي په شاولي کوټ کې د ټي ټي پي د غړو او ځايي خلکو منځګړتوب کړی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۶ GMT+۰

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو والي ملاشيرين شاولي کوټ ولسوالۍ ته په وروستي سفر کې د پاکستاني طالبانو تحریک له غړو سره کتلي. سرچینې وايي، ملاشيرين له ځايي خلکو غوښتي، چې د ټي ټي پي له غړو سره ښه چلند وکړي.

سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د سې شنبې په ورځ وویل، چې د کندهار طالب والي ملاشيرين شاولي کوټ ولسوالۍ ته د خپل وروستي سفر پرمهال له هغو سيمو هم ليدنه کړې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک غړي له خپلو کورنيو سره پکې اوسيږي.

شاولي کوټ ولسوالۍ ته له ملاشيرين سره په دغه سفر کې د کندهار د ۷ ولسواليو او امنیه قومندانۍ امنیتي مسوولان هم تللي.

د سرچينو د مالوماتو له مخې، دوې اونۍ وړاندې د شاولي کوټ ولسوالۍ د ځايي خلکو او پاکستاني طالبانو تحریک د غړو ترمنځ لفظي شخړې شوې وې او ستونزه تر کندهار والي رسېدلې.

ځايي خلک وایي، دغه کسان په سيمه کې د دوی د تګ راتګ پر مهال پوښتنې کوي، وسلې ورسره وي او بیلابيلې ستونزې ورته جوړوي.

د شاولي کوټ ولسوالۍ څخه سرچينې وايي، چې ملاشيرين له دوی څخه د ټي ټي پي له کورنيو سره د ښه چلند او همکارۍ غوښتنه کړې.

سرچينې وايي: « ملاشيرين تر يوې عمومي غونډې وروسته د سيمې له قومي او ځایي مشرانو سره جلا جلا لیدنې وکړې. هغه وویل، چې دغه کسان کډوال دي او د پاکستان له ظلمه دلته مهاجر شوي، باید د مالي همکارۍ ترڅنګ د دوی ساتنه وشي او همکاري وسره وکړئ.»

د ځايي خلکو په وینا، ملاشيرين له خلکو وغوښتل، چې د ټي ټي پي کورنۍ د ښه خوندیتوب لپاره باید له یوه کلي څخه ټولې او په بیلابیلو کلیو کې ځای پر ځای شي.

طالب والي د ټي ټي پي له کورنيو سره د ليدنې پر مهال هغوی ته د ستونزو د حل او ښه خوندیتوب ډاډ ورکړی.

ملاشيرين د دغه سفر پرمهال له څو کليو ليدنه هم کړې ده.

کندهار کې د طالبانو د والي دفتر هم شاولي کوټ ولسوالۍ ته د ملاشيرين او نورو طالب امنيتي کسانو د تګ خبره تايیدوي او وايي، چې دغو مسوولينو د نشه يي توکو د کر، کښت او قاچاق د مخنيوي لپاره د ملاهبت الله د فرمان د عملي کولو لپاره هلته سفر کړی و.

د سلواغې میاشتي پر ۹ مه نېټه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو تحریک د غړو او د هغوی د کورنيو د شتون اړوند ځانګړی راپور خپور کړ.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د شاولي کوټ ولسوالۍ د کټه سنګ او تناوچې کليو ته څېرمه د نورو کليو له خلکو سره هم خبرې کړې وې او هغوی هم منلې وه، چې تر ۵۰۰ زيات د ټي ټي پي اړوندو کورنیو غړي په دغو سيمو کې ژوند کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له راګرځېدو سره هممهاله پاکستاني جنګیالي په هغو سیمو کې راښکاره شول چې په تېرو شلو کلونو کې یې د جګړې ډګرونه ټاکلي وو.

پخواني افغان امنیتي چارواکي: نړۍ او طالبان د ملا هبت الله اخوندزاده پر بدیل غور کوي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۲ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس او د کورنیو چارو مخکیني وزیر له افغانستان څخه د طالبانو د ځینو مشرانو د وتلو په اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې «د طالبانو د مشرانو ترمنځ بې باوري اوج ته رسېدلې ده». دغه چارواکي وايي، چې نړۍ د ملاهبت پر بدیل غور کوي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو تر منځ بې باوري او اختلافات اوس د پټېدو وړ نه ده.

داودزی په دې باور دی چې له افغانستان څخه د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي وتل له ملاهبت الله سره د دوی اختلافات ښيي.

محمد عمر داودزی وايي، په وروستیو کې د طالبانو په وزارتونو کې دننه چاودنو او د دوی د مشرانو هدف ګرځېدو ددې ډلې ترمنځ بې باوري ډېره کړې او د پېښو عاملان هم تر اوسه نه دي پیدا شوي.

محمد عمر داودزی وايي، «ما ویلي و چې تغیر پیلېدونکی دی او دا د تغیر پیل دی».

په ورته مهال د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل افغانستان انټرنشنل ته وویل، نړۍ هڅې پیل کړې چې په افغانستان کې د ملاهبت الله بدیل پیدا کړي او دوی په بهر کې د طالبانو له ځینو مشرانو سره په خبرو بوخت دي.

رحمت الله نبیل وویل، « ځینې هېوادونه د طالبانو له مشرانو سره خپلې برنامې شریکوي او غواړي په افغانستان کې یو ځل بیا ګډوډي رامینځته نه شي ځکه چې دا د سیمې د امنیت او ثبات لپاره لوي خطر پېښوي».

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له افغانستان نه بهر دی، چې دا چاره د طالبانو رژیم د داخلي اختلافاتو په اړه اټکلونه زیاتوي.

په کابل کې د طالبانو دوو معتبرو سرچینو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خپلسرو پرېکړو او یکه تازیو سره مخالف دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پر ښځو او نجونو د ملاهبت الله له بندیزونو ناراضه دی او پر امنیتي ځواکونو، ځانګړو قطعاتو، وسلو او نورو تجهیزاتو د هغه ولکه او کندهار ته انتقال د نوموړي د قدرت د انحصارولو او د نورو د منزوي کولو هڅې ګڼي.

ایران د یوه ایراني وګړي له وژل کېدو وروسته د ۲۵۰۰ افغانانو شړل پیل کړل

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۰

د ایران له مهدي شهر ښار څخه د یوه ایراني تر وژل کېدو وروسته چې افغانان پکې ښکیل ګڼل کیږي، د ۲۵۹۵ افغانانو د شړلو پروسه پیل شوې ده.

د ایرنا له رپوټ سره سم، د سمنان ولایت پولیسو نن سې شنبه اعلان وکړ چې په مهدیشهر ښار کې د تلونکو او راتلونکو موټرو کنټرول د سرشمیرنې او ارقامو د پروسې په توګه پیل شوی.

د دوشنبې په ماښام ، ددې پروسې په اډانه کې سل تنه افغانان را شړل شوي دي.

د سمنان د ځانګړي امنیت شورا د پرېکړې پر اساس، د ۲۵۹۵ افغانانو د سرشمیرنې او ارقامو پروسه بشپړه شوې او د شړلو بهیر یې پیل شوی.

د سمنان د عدلیې رییس حجت الاسلام محمدصادق اکبري د مهدیشهر د ۲۸ کلن ځوان د وژنې په تور تورنو کسانو د نیولو او د مقتول د جسد د موندلو خبر ورکړی.

د مهدیشهر د ځوان د ورکیدو خبر د هغه کورنۍ ورکړی و او وروسته یې په اړه څیړنې پیل شوې.

خلکو د افغانانو خلاف لاریونونه کړي او له ښاره یې د هغوی د اخراج غوښتنه کړې ده.

احمد مسعود ویانا غونډې ته: د راتلونکي لپاره یوه «افغانستان شموله» طرح جوړه شوې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۹ GMT+۰

د «ازاد او دموکراتيک افغانستان» لپاره د ویانا پنځم کنفرانس کې د طالبانو د مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې مشر وویل، چې د هېواد د راتلونکي لپاره یوه افغانستان شموله طرح جوړه شوې ده. احمد مسعود د ویانا د ناستو په تعقيب د جوړې شوې طرحې پر عملي کېدو ټينګار کړی.

د «آزاد او دموکراتیک افغانستان» لپاره د ویانا پنځم کنفرانس د سه شنبې په ورځ د (سلواغې ۳۰مه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې جوړ شو.

دغه غونډه د دوو ورځو لپاره د لسګونو سیاسي جریانونو، د ښځو د حقونو او د مدني ټولنو د فعالانو په شتون کې جوړه شوې، خو د طالبانو یوه ستره برخه مخالف سیاستوال پکې برخه نه لري.

غونډې ته د طالبانو د مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په خپلو خبرو کې وویل چې د طالبانو پر وړاندي خوځښتونه د پلان له نشوالي سره مخ نه دي.

هغه ټينګار وکړ: « دغو جریانونو په ویانا کې په تېرو ناستو کې د ګډ پلان په اړه هوکړه کړې، چې باید د تطبیق لپاره یې کار وشي».

احمد مسعود وویل، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره طرح حوړه شوې او دا طرح یوازې د یوه قوم او ډلې لپاره نه ده جوړه شوې بلکې، افغانستان شموله ده.

په ناسته کې د ازادۍ جبهې مشر ياسين ضياء په خپلو خبرو کې وویل، چې د طالبانو پر ضد په تېرو څه باندې دريو کلونو کې جلا، شخص او ډلمحوره حرکتونو پايلې نه دي ورکړې.

نوموړي افغانانو ته خطاب کې وویل، چې استخباراتي او د افغانستان لپاره مرسته شوې پیسې د افغانانو لپاره نه دي.

هغه زیاته کړه: «د سازمانونو مرستي او استخباراتي پیسې د ملت لپاره نه دي. واک ته د طالبانو په رسيدو د دوی وزنونه ډېر شول او په دې پيسو په ګاونډيو هيوادونو کې کورونه اخلي او سرمایه ګذارۍ کوي.»

د ضياء په خبره، ملا برادر او نور طالب مشران ځينو هېوادونو ته د دې لپاره سفرونه کوي، چې د مرستو کمولو مخه ونیسي.

هغه دا هم وویل، چې د طالبانو یو شمیر چارواکي د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده پر ضد توطیې جوړوي، «د طالبانو ځينو غړو د جرمونو له نړیوالې محکمې سره د دې ډلې د مشر او قاضي القضات د ​​محاکمې د دوسیو برخه کې همکاري کړې ده.»

یاسین ضیا د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د طالبانو د دوو مشرانو د نیولو حکم ناکافي وباله او ویې ویل، چې د طالبانو د ټولو مشرانو د نیولو حکم باید صادر شي.

د دې غونډې تنظیموونکو ویلي دي، چې د دغه کنفرانس په پنځم پړاو کې به د «سیاسي، ملکي او نظامي جریانونو ترمنځ پر سیاسي یووالي» خبرې او ټینګار وشي.

د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته د ویانا پروسه یو پاموړ حرکت ګڼل کیږي، چې د طالبانو د مخالفو سیاسي او پوځي جریانونو په شتون سره جوړېږي، خو ددې پروسې په اړه یوه نیوکه داده، چې د طالبانو د ټولو اقشارو مخالف اړخونه یې پرځان نه دي راټول کړي.

د ویانا پروسې د طالب مخالفو پنځمه ناسته
100%
د ویانا پروسې د طالب مخالفو پنځمه ناسته

د ویانا د پروسې په اعلامیه کې راغلي، چې پنځم کنفرانس به په یوه «پرانستې سیاسي فضا» کې ترسره شي او ګډونوال به یې په شفاف ډول له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره د حل لارې لټوي.

د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پر ايکس لیکلي، چې په دې غونډه کې د افغانستان د بېلابېلو سیاسي افکارو او همدارنګه د بېلابېلو قومونو او مذهبونو استازي ګډون لري.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د طالبانو د رژیم د نسکورولو او د طالبانو د «ناوړه تروریزم، افراطیت او تاوتریخوالي» د له منځه وړو او هر اړخیزې مبارزې لپاره د سیاسي قوتونو، پوځي محاذونو، د ښځو د غورځنګونو او د افغانستان د مدني حرکت د صفونو د پیاوړي کولو لپاره د سیاسي نوښتونو هرکلی کوي.

د دې غونډې د اجنډا له مخې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د کنفرانس په لومړۍ ورځ به محمد محقق، یاسین ضیا، احمد مسعود، رنګین دادفر سپنتا، خالد پښتون، راحله دوستم، فوزیه کوفي او رحمت الله یارمل د افغانستان وضعیت وڅیړي او د راتلونکو ننګونو په اړه به ویناوې وکړي.

د ګډ هدف لپاره یووالی، د «طالبانو د رژیم حتمي ړنګېدل» او د ویانا د لارې نقشه د ویانا د غونډې د لومړۍ ورځې نور محورونه دي.

د کنفرانس په دویمه ورځ ګډونوال د افغانستان پر راتلونکي او د نوي نړیوال لید او وروستۍ اعلامیې په اړه خبرې کوي.

ټاکل شوې، چې د دې غونډې غړي په دویمه او وروستۍ ورځ یوه خبري غونډه وکړي.

جرمني وايي د طالبانو له حکومت سره «موقتي تخنیکي» اړیکې لري

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۰ GMT+۰

جرمني د طالبانو حکومت د مشروع حکومت په توګه نه پیژني، خو بیا هم ددغه هېواد فدرالي حکومت وايي، چې د طالبانو له ډیفاکټو حکومت سره «موقتي تخنیکي» اړیکې پالي. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه ویانده وايي، دا ناسمه ده چې له طالبانو سره هیڅ اړیکه نشته.

د جرمني ټاګس شپیګل وايي، په برلین کې د جرمني د بهرنيو چارو وزارت یوې ویاندې د دوشنبې په ورځ وویل، « دا ادعا ناسمه ده، چې له طالبانو سره هیڅ اړیکه نشته. په تخنیکي کچه ځینې کله ناکله اړیکې شته».

هغې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جرمني د اړیکو دفتر ته اشاره وکړه.

نوموړې وویل، چې له دې ځایه هم « وخت نا وخته د همکارانو سفرونه» افغانستان ته کیږي. نوموړې زیاته کړې، چې د فدرالي حکومت له دغه دفتره په کابل کې « د طالبانو د ډیفاکټو حکومت له استازو سره» اړیکې ساتي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې کرسټیانا هوفمن وویل، « د فدرالي حکومت په دغه دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی، چې موږ د طالبانو ډیفاکټو حکومت د مشروع حکومت په توګه نه پیژنو».

هغې افغانستان ته د نورو افغانانو د شړلو په تړاو وویل، چې « محرمې خبرې» روانې دي، خو په اړه یې کره معلومات نه شي ورکولای.

له جرمني نه د «مجرمو افغان کډوالو» د شړلو لومړنۍ الوتکه د ۲۰۲۴ کال په اګست کې کابل ته لاړه.

اوس داسې اټکل دی، چې ښايي له پارلماني ټاکنو وړاندې یوه بله الوتنه هم کابل ته ترسره شي، خو فدرالي حکومت ویلي، چې د اخراج الوتنې له ټاکنو سره هیڅ راز تړاو نه لري.

د دوشنبې په ورځ جرمني رسنیو رپوټونه ورکړل، چېله نیدرزاکسن ایالت نه عراق ته هم یوه الوتنه ترسره شوې، چې ۴۷ عراقي وګړي پکې اخراج شوي.

د جرمني د کورنیو چارو فدرال وزارت یوه ویاند وویل چې هغه په دې اړه تبصره نه شي کولای.

له جرمني نه د افغان کډوالو د اخراج په تړاو غوښتنې د مونشن پېښې وروسته، چې یو افغان پکې ښکیل و، ډېرې شوې دي. یو شمېر سیاستوال په دې باور دي، چې د اخراج بهیر د چټکتیا لپاره باید د طالبانو له حکومت سره اړیکې ونیول شي.

طالبانو د مونشن له پېښې وروسته اعلان وکړ، چې دوی د کونسلي خدماتو د بیا فعالیت په صورت کې له برلېن سره د افغان کډوالو د اخراج لړۍ په اسانه کولو کې همکارۍ ته چمتو دي.