طالبانو په نیمروز کې سلګونه کیلوګرامه انساني ویښتان وسوځول

د نیمروز ولایت د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یې ۵۰۸ کیلوګرامه انساني ویښتان سوځولي دي.

د نیمروز ولایت د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یې ۵۰۸ کیلوګرامه انساني ویښتان سوځولي دي.
په نیمروز کې د طالبانو د محکمو ویاند د سېشنبه په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) ویلي، چې دغه انساني ویښتان یې د دغه ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د دغې ډلې د مشر د فرمان پر بنسټ سوځولي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا کار یې د یادې ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې له حکم وروسته پلي کړی او زیاتوي، چې د دغو ویښتانو د قاچاق په تړاو یو کس نیول شوی دی.
هغه په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي، خو له دې مخکې هم طالبانو د پکتیا په مټاخان ولسوالۍ کې ۱۲ کسان پاکستان ته د انساني ویښتانو د قاچاق کولو په تور نیولي وو.
افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د سیمهییزو سرچینو رسېدلي راپورونه څرګندوي، چې په هېواد کې یو شمېر کسان انساني په ځانګړې توګه د ښځینهوو ویښتان اخلي او له هغه وروسته یې بیا پاکستان ته صادروي.
پاکستان دغه وېښتان په عمده ډول د چين په څېر هېوادونو ته صادروي او هغوی بیا د مصنوعي ویښتانو په جوړونه کې ترې کار اخلي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت سرپرست محمد خالد حنفي وایي، چې د دغه وزارت قانون د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړ شوی دی.
د دغې ډلې تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون راپور ورکړی، چې ښاغلي حنفي دغه څرګندونې په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا په موخه د کتنې پرمهال کړي دي.
په راپور کې د حنفي په حواله ویل شوي، چې د دغه وزارت قانون د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړ شوی او په وینا یې، د ټولنې معنوي اړخونو د پیاوړتیا لپاره یې پلي کول لازمې دي.
په راپور کې د طالبانو د امربالمعروف وزیر د انځور له خپرېدو پرته راغلي، چې هغه د اسلامي همکاریو سازمان او یاد وزارت ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او له یاد سازمان یې غوښتي، څو د اسلامي نړۍ او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو په برخه کې مثبت رول ولوبوي.
په راپور کې ادعا شوې، چې په افغانستان کې د یاد سازمان ځانګړي استازي د امربالمعروف او نهی عنالمنکر د اسلامي ټولنې بنسټیزه اړتیا بللې ده.
د یادونې ده، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت پليشوې تګلارې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو بنسټیز حقونه په نښه کوي.
نړیوالې ټولنې په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې د ښځو حقونو ته بشپړ درناوی ولري او دا قانون دې لغوه کړي، خو دغې ډلې دا هرڅه له پامه غورځولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو اېتلاف د طالبانو پر بشري ضد کړنو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر دوامدارې ځپنې سخته نیوکه کړې.
دغه اېتلاف پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې افغان ښځو ته د دوحې پروسې په بحثونو کې ځای ور کړي.
د دغه اېتلاف په اعلامیه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون غندنه شوې، چې د ښځو پر خوځښت او د بیان پر ازادۍ نور هم بندیزونه لګوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په افغانستان کې د زیانمنو کسانو لپاره د مرستو په اړه خبرې اترې کړي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سې شنبه په ورځ راپور ورکړی، چې شهاب الدین دلاور له علي بخیت سره په ناسته کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې، سوري زړه ناروغانو ، بې سرپرسته مېرمنو، پېښې ځپلو او اړمنو وګړو ته د ترسره کېدونکو خدماتو د پراختیا په برخه کې له یاد سازمان څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه ټولنه زیاتوي، چې په دې ناسته کې دلاور ژمنه وکړه چې د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو مرستې به په بشپړ شفافیت او امانت دارۍ سره تر مستحقو کورنیو ورسېږي.
په دې ناسته کې ښاغلي علي بخیت له دغه طالب چارواکي سره ژمنه وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره به بشرپاله مرستو ته دوام ورکوي.
همداراز د دغې ټولنې د خبر له مخې، ۹تنه د سوري زړه په رنځ اخته ناروغان پلازمېنه کابل کې ۳ کورنيو روغتونونو ته د درملنې او عمليات په موخه ور پېژندلي دي، چې ټول مصارف او لګښتونه یې افغاني سره میاشت ورکوي.
افغاني سرې میاشتې ټولنه څو اړخیزې موخې لري، چې ټولنه یې موخې د بشري مرستو، روغتیايي خدماتو، او د ټولنیزو مسؤلیتونو د پراختیا لپاره تعقیبوي.
طالبان په داسې حال کې د بشري مرستو غوښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړۍوالو موسسو فعالیتونه بند شوي دي.
طالبانو په وار - وار پر نړۍږوالو غږ کړی، چې بشردوستانه مرستې له سیاسي مسایلو جلا کړي.
په افغانستان له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې بېلابېلو نړۍوالو ادارو د افغانستان په بېلابېلو برخو لکه پوهنې، روغتیا، بشري حقونو او لسګونه نورو مواردو کې د موسسو له لارې همکارۍ کولې او زرګونو کسانو ته یې په کې د کار زمینه برابره کړې وه.
اندېښنې دا دي، چې که په افغانستان کې د مالي او مرستندویه مرستو د بهیر بندېدل دوام وکړي، نو اقتصادي ناورین به رامنځته شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د اتریش په ویانا کې د دغې ډلې د مخالفو څېرو پنځم کنفرانس ته په غبرګون کې د یوه مطلب په خپرېدو سره ویلي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په تړاو د ویانا په څېر ناستې او ورته نورې غونډې تر ډېره بېپایلې او تکراري دي.
دغه خبري اژانس د سېشنبه په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) دغه کنفرانس ته په اشارې په خپل مطلب کې زیاته کړې: «دا ډول غونډې نه د افغان ولس باور له ځان سره لري او نه هم د هېواد لپاره ګټورې تمامې شوي دي.»
په دغه مطلب کې همداراز راغلي دي: «افغان ملت د اسلامي امارت [طالبانو] تر سیوري لاندې پرمختګ ته دوام ورکوي، نو په دې توګه نړۍوال باید د افغان ملت غوښتنې په نظر کې ونیسي او د افغانانو د انتخاب درناوی وکړي.»
په دې مطلب کې زیاته شوې، چې د ویانا په څېر ناستې، تکراري او افغانانو ته له بېګټو څېرو سره اړیکې ساتل او بې پایلو خبرو پر ځای نړۍوال باید له طالبانو سره د مستقیمو، عملي او مفاهمتي اړیکو جوړونې ته پام وکړي.
د دغې مطلب له مخې: «دا ډول غونډې هغه خلک را غونډوي، چې ډېری یې یا له افغانستانه تښتېدلي یا یې خپله ناکامي په هېواد کې تجربه کړې او اوس یوازې د خپلو ګټو لپاره هڅې کوي.»
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په خپل دغه مطلب کې ادعا کړې، طالبان د افغانستان د حاکمیت واک لري او د افغان ملت ملاتړ یې ترلاسه کړی او دا ناستې یوازې د وخت ضایع کول دي.
دغه اژانس په خپل مطلب کې د ویانا د روانې غونډې په تړاو ویلي، افغانان او نړۍ په دې پوهېږي چې یوازې طالبان د افغانستان د پراختیا، سولې او ثبات لپاره د اعتماد وړ ځواک دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس دا انتقادي مطلب داسې مهال خپور کړی، چې د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود او د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا په ګډون د طالبانو یو شمېر مخالف لوري د «ازاد او ډېموکراټيک افغانستان» لپاره د ویانا په پنځم کنفرانس کې راټول شوې دي.
د پاکستان د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیمالرحمان د پېښور ښار په پرېس کلپ کې رسنیو ته د خپلې وینا پرمهال ویلي، چې سولهییز افغانستان او پاکستان د سیمې د امنیت لپاره ډېر مهم دي.
نوموړي د سېشنبه په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د خېبرپښتونخوا په سرحدي سیمو کې امنیتي ستونزو ته په اشارې زیاته کړې، چې دا سیمه له ډېرې مودې راهیسې د ناامنیو شاهده ده.
هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو په حل کې د دوهاړخیزو خبرواترو پر مثبت رول ټینګار کړی او په وینا یې، جماعت اسلامي چمتو دی څو په دې برخه کې د رضاکاره منځګړي په توګه ګام پورته کړي.
ورته مهال، د جماعت اسلامي مشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته هند وکولای شول، چې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د ده په وینا، د هند دغو لاسوهنو په پاکستان کې د ترهګرۍ یوه نوې څپه پیل کړې او زیاتوي، چې له دې امله بلوچستان ایالات او قبایلي سیمې له ګواښ سره مخ دي.
هغه د خېبرپښتونخوا په کورمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر کاروان د وروستي برید په هکله ویلي، چې په دې سیمه کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخته ناوړه شوی دی.
حافظ نعیمالرحمان ویلي، چې ایالتي حکومت د امنیت په برابرولو کې ناکام دی او د خېبرپښتونخوا له اعلی وزیر او والي څخه یې غوښتنه کړې، چې د امنیت د ټینګښت لپاره سملاسي او جدي اقدامات وکړي.
همداراز، د جماعت اسلامي مشر په خېبرپښتونخوا کې د زدهکړو د وضعیت په تړاو پر ایالاتي حکومت نیوکه کړې چې د خپلې څو کلنې واکمنۍ په بهیر کې یې په دې سیمه کې د زدهکړو د ښهوالي لپاره کار نه دی کړی.
دې سره جوخت، حافظ نعیمالرحمان په پاکستان کې د رسنیو او د خبریالانو د وضعیت په تړاو ویلي، چې هغوی له مناسبو حقونو څخه بېبرخې دي.
د پاکستان د جماعت اسلامي مشر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې اسلاماباد طالبان تورنوي چې ګواکې په افغانستان کې یې د ټيټيپي په ګډون وسلهوالو ډلو ته پناه ورکړې ده، خو دغې ډلې بیا په وار - وار د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړي دي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هغو افغانانو ته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري خبر ورکړی، چې په ۱۰ ورځو کې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه ووځي. دغې ادارې ویلي، چې د بیا مېشتېدنې او نورو پروګرامونو اړوند کسان هم د مارچ مياشتي تر ۳۱ نېټې وخت لري.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالی کمېشنرۍ د سه شنبه په ورځ په يوه خبرتيا کې له هغو افغانانو، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، غوښتي، چې د همدې فبروري میاشتې تر ۲۸ مې نېټې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه ولاړ شي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ افغانانو ته د مشورې په ډول وړانديز کړی، چې د اوسېدو بديلې لارې ولټوي.
په دې خبرتيا کې د هغو کسانو اړوند چې نورو هېوادونو ته د تګ لپاره انتظار دي راغلي: «هغه کسان چي د بیا ميشتندنې یا نورو انتقالاتي پروګرامونو اړوند لیکونه لري د حکومتي لارښوونو له مخې د هغوی لپاره وروستۍ نېټه ۳۱ مارچ ټاکل شوې.»
له تېرو دوو میاشتو را په دېخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات تر سره شوي او لا هم روان دي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې کور په کور په افغانانو د پولیسو چاپې روانې دي او زیات شمېر افغانان د پولیسو له خوا نیول شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.