• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پوځ: د افغانستان پولې ته څېرمه دېرش شکمن وسله وال ووژل شول

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۰۸ GMT+۰

د پاکستان پوځ وایي، چې د افغانستان پولې ته نږدې یې په امنیتي عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۰ شکمن وسله وال وژلي دي.

پاکستاني پوځ په یوه بیان کې د سې شنبه په ورځ وویل، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات د سوېلي وزیرستان په ناامنه قبایلي ولسوالۍ کې ترسره شوي، چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.

پاکستاني پوځ د دغو وسله والو په اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي چې کومې ډلې پورې تړلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې دا مهال په پاکستان کې وینه توېیدنه د هغو «ترهګرو» د بېرته راستنېدو او له زندانونو څخه د «قاتلانو» د خوشې کېدو پایله ده؛ چې له پولې هاخوا تښتېدلي وو.

اسحاق ډار چې تېره ورځ په نیویارک کې یوې غونډې ته وینا کوله پر طالبانو یو وار بیا غږ کړی، چې باید د پاکستان پر ضد د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي.
اسحاق ډار زیاته کړه: «په تېرو دوو کلونو کې د ترهګرۍ څپه پراخه شوې ده. موږ باید وڅېړو، چې ولې دغه وضعیت پېښ شوی.»

طالبانو لا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار دغو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان تل افغان طالبان په دې تورن کړي، چې ترهګرو ته اجازه ورکوي څو د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي، خو افغان طالبانو دا تورونه تل رد کړی دی.

دغه بیان کې راغلي، د سیمې د پاکولو عملیات لا روان دي که چېرې کوم بل وسله وال ولیدل شي هغه به هم په نښه شي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې ترهګریزو بریدونو کې تر نورو کلونو زیاتوالی راغلی دی.

شمېرې ښیي، چې په ۴۴۴ ترهګریزو بریدونو کې لږ‌تر‌لږه ۶۸۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې په تېرو دوو لسیزو کې ۲۰۲۴ کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ کال و.

تحریک طالبان پاکستان د روان کال د جنورۍ په لومړۍ یوه اعلامیه کې ویلي و، چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې یې په پاکستان کې ۱۷۵۸ بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۲۸۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۶۶۱ نور ټپیان دي.

ټي ټي پي زیاته کړې وه، چې په دغو بریدونو کې یې د پوځي ودانیو تر څنګ ګڼ وسایط ویجاړ کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

حافظ نعیم‌الرحمان: افغانستان او پاکستان باید سوله‌ییزې اړیکې ولري

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم‌الرحمان د پېښور ښار په پرېس کلپ کې رسنیو ته د خپلې وینا پرمهال ویلي، چې سوله‌ییز افغانستان او پاکستان د سیمې د امنیت لپاره ډېر مهم دي.

نوموړي د سې‌شنبه په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د خېبرپښتونخوا په سرحدي سیمو کې امنیتي ستونزو ته په اشارې زیاته کړې، چې دا سیمه له ډېرې مودې راهیسې د ناامنیو شاهده ده.

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو په حل کې د دوه‌اړخیزو خبرواترو پر مثبت رول ټینګار کړی او په وینا یې، جماعت اسلامي چمتو دی څو په دې برخه کې د رضاکاره منځګړي په توګه ګام پورته کړي.

ورته مهال، د جماعت اسلامي مشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته هند وکولای شول، چې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د ده په وینا، د هند دغو لاس‌وهنو په پاکستان کې د ترهګرۍ یوه نوې څپه پیل کړې او زیاتوي، چې له دې امله بلوچستان ایالات او قبایلي سیمې له ګواښ سره مخ دي.

هغه ​​د خېبرپښتونخوا په کورمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر کاروان د وروستي برید په هکله ویلي، چې په دې سیمه کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخته ناوړه شوی دی.

حافظ نعیم‌الرحمان ویلي، چې ایالتي حکومت د امنیت په برابرولو کې ناکام دی او د خېبرپښتونخوا له اعلی وزیر او والي څخه یې غوښتنه کړې، چې د امنیت د ټینګښت لپاره سملاسي او جدي اقدامات وکړي.

همداراز، د جماعت اسلامي مشر په خېبرپښتونخوا کې د زده‌کړو د وضعیت په تړاو پر ایالاتي حکومت نیوکه کړې چې د خپلې څو کلنې واکمنۍ په بهیر کې یې په دې سیمه کې د زده‌کړو د ښه‌والي لپاره کار نه دی کړی.

دې سره جوخت، حافظ نعیم‌الرحمان په پاکستان کې د رسنیو او د خبریالانو د وضعیت په تړاو ویلي، چې هغوی له مناسبو حقونو څخه بې‌برخې دي.

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې اسلام‌اباد طالبان تورنوي چې ګواکې په افغانستان کې یې د ټي‌ټي‌پي په ګډون وسله‌والو ډلو ته پناه ورکړې ده، خو دغې ډلې بیا په وار - وار د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړي دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ په اسلام اباد او راولپنډۍ کې له افغانانو غوښتي چې په ۱۰ ورځو کې ووځي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۶ GMT+۰

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هغو افغانانو ته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري خبر ورکړی، چې په ۱۰ ورځو کې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه ووځي. دغې ادارې ویلي، چې د بیا مېشتېدنې او نورو پروګرامونو اړوند کسان هم د مارچ مياشتي تر ۳۱ نېټې وخت لري.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالی کمېشنرۍ د سه شنبه په ورځ په يوه خبرتيا کې له هغو افغانانو، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، غوښتي، چې د همدې فبروري میاشتې تر ۲۸ مې نېټې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه ولاړ شي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ افغانانو ته د مشورې په ډول وړانديز کړی، چې د اوسېدو بديلې لارې ولټوي.

په دې خبرتيا کې د هغو کسانو اړوند چې نورو هېوادونو ته د تګ لپاره انتظار دي راغلي: «هغه کسان چي د بیا ميشتندنې یا نورو انتقالاتي پروګرامونو اړوند لیکونه لري د حکومتي لارښوونو له مخې د هغوی لپاره وروستۍ نېټه ۳۱ مارچ ټاکل شوې.»

له تېرو دوو میاشتو را په دېخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات تر سره شوي او لا هم روان دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې کور په کور په افغانانو د پولیسو چاپې روانې دي او زیات شمېر افغانان د پولیسو له خوا نیول شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.

د روان مالي کال لومړیو ۷ میاشتو کې؛ له پاکستان سره افغان ټرانزېټ سوداګري ۶۹ سلنه کمه شوې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۰

پاکستاني چارواکی وايي، چې له افغانستان سره یې د روان مالي کال په لومړیو اوو میاشتو کې د تېر مالي کال ۲۰۲۳-۲۴ د ورته مودې په پرتله په ټرانزیټ سوداګرۍ کې ۶۹ سلنه کموالی ثبت کړی. پاکستانی اړخ ددې لامل د اسلام اباد«قاچاق ضد هڅې» او پر وارداتو محدودیتونه ګڼي.

د پاکستان نېشن ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال په لومړیو ۷ میاشتو (جولای-جنوري) کې په افغان ترانزیټ سوداګرۍ کې۱.۴۸۴ میلیارد ډالره کمښت راغلی او دا د تیر مالي کال په ورته وخت کې د ۲.۱۶۱ میلیارد ډالرو په پرتله ۶۷۷ میلیونه ډالره راښکته شوی دی.

د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ واردات (مخکښ مالونه) په۶۹ سلنه کمښت له۲.۱۱۹ میلیارد ډالرو څخه ۶۵۶ میلیونه ډالرو ته راښکته شوي، په داسې حال کې چې صادرات په۶۰ سلنه کمښت له۴۲ میلیونه ډالرو څخه ۲۱ میلیونه ډالرو ته راښکته شوي دي.

پاکستاني چارواکو دغه کموالی د اسلام اباد قاچاق ضد هڅو او د وارداتو محدودیتونو ته منسوب کړی، خو په افغانستان کې دننه د سوداګرۍ او اقتصادي چارو پوهان دا پر پاکستان د افغان سوداګرو د اتکا‌ کمولو پایله ګڼي.

په تیر مالي کال کې هم د افغانستان د ټرانزیټ سوداګرۍ ۵۹ سلنه لوی کمښت ثبت شوی و چې د ۲۰۲۲-۲۳ کال له ۷.۰۹۵ ملیارد ډالرو څخه د ۲۰۲۳-۲۴ کال په اوږدو کې ۲.۸۸۷ ملیارد ډالرو ته رسیدلی و.

له دې وړاندې د پاکستان د سټروسو مېوو صادروونکو ویلي و، چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته یې صادرات کم شوي دي.

د پاکستان حکومت د اقتصادي همغږۍ کمیټې د روان کال د مرغومي میاشتې په وروستیو کې پرېکړه وکړه، چې د بلوچستان د ګوادر له لارې د افغانستان د ټرانزیټ لپاره د بانکي ضمانت اړتیا د بیمې په ضمانت بدلوي، خو دې چارې پر افغان ټرانزیټ تر اوسه اغیز نه دی کړی.

افغان سوداګرو په دې وروستیو کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو مارکیټونو ته مخه کړې ده.

اسحاق ډار: پاکستان کې وینه توېیدنه له پولو د «ترهګرو» د بېرته را اوښتلو له امله ده

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۵۴ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې دا مهال په پاکستان کې وینه توېیدنه د هغو «ترهګرو» د بېرته راستنېدو او له زندانونو څخه د «قاتلانو» د خوشې کېدو پایله ده؛ چې له پولې هاخوا تښتېدلي وو.

هغه په نیویارک کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې «ترهګر» د خپلو ناوړه موخو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.
هغه پر طالبانو یو وار بیا غږ کړی، چې باید د پاکستان پر ضد د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي.
اسحاق ډار زیاته کړه: «په تېرو دوو کلونو کې د ترهګرۍ څپه پراخه شوې ده. موږ باید وڅېړو، چې ولې دغه وضعیت پېښ شوی.»
هغه وایي، ترهګرۍ پاکستان ته لوی اقتصادي زیانونه هم اړولي دي.

دا ټولې هغه ادعاوې دي، چې طالبانو تل رد کړې دي.
خو تازه د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وایي:« کله چې یو افغان په جګړه کې ووژل شي؛ نو موږ غوسه کېږو او ټوله پړه پر افغانستان اچوو، چې ملت زموږ د تېروتنو په اړه خبرې ونه کړي او ګاونډی هېواد مجرم وګڼي.»
هغه زیاته کړې: «د سبتمبر ۱۱مې له پېښې وروسته چې کله حکومت پوځي اډې امریکا ته وسپارلې؛ ایا طالبانو کله هم له موږ څخه پوښتنه کړې، چې ولې امریکایي الوتکې ستاسو له اډو څخه زموږ په فضا کې الوتنې کوي؟ چې اوس موږ د امنیتي ستونزو د پړې ګوته افغانستان ته نیسو.»

طالبانو لا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار دغو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

مولانا فضل الرحمان: موږ د خپلو تېروتنو پټولو لپاره تل پړه پر افغانستان اچوو

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۰۱ GMT+۰

د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وایي: «کله چې یو افغان په جګړه کې ووژل شي؛ نو موږ غوسه کیږو او ټوله پړه پر افغانستان اچوو، چې ملت زموږ د تېروتنو په اړه خبرې ونه کړي او ګاونډی هېواد مجرم وګڼي.»

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وینا پرمهال کړې دي.

مولانا فضل الرحمان د خپلې وینا پرمهال د پاکستان پر حکومت سختې نیوکې کړې او د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې له طالبانو سره د پاکستان حکومت پر ترینګلو اړیکو هم څرګندونې کړې دي.
هغه وایي: «موږ په تېرو څلوېښتو کلونو کې کومه جګړه کړې ده؟ موږ خپل پوځ او دولت په کومه جګړو کې ښکېل کړی دی؛ خو تل د ترهګرو د روزنې په برخه کې په نړیوالو دریځونو کې د پاکستان نوم یاد شوی.»

هغه وايي، د پاکستان پوځ دې نور د ناسمو تګلارو له پلي کېدا لاس واخلي او سیاسي ګوندونه دې رامخکې کړي.
هغه زیاته کړې: «د سبتمبر له ۱۱مې پېښې وروسته چې کله حکومت پوځي اډې امریکا ته وسپارلې؛ ایا طالبانو کله هم له موږ څخه پوښتنه کړې، چې ولې امریکایي الوتکې ستاسو له اډو څخه زموږ په فضا کې الوتنې کوي؟»
هغه وایي، تر ټاکنو وړاندې یې د دولت په همغږۍ له طالبانو سره مشوره وکړه او د طالبانو په بلنه د یوې اجنډا سره افغانستان ته ولاړ او طالبان یې د اجنډا په هر ټکي قانع کړل؛ نو بیا دغه هر څه چا خراب کړل؟
د هغه په وینا: «زه هلته په شخصي توګه ولاړم او بیا باید د دولتونو ترمنځ خبرې اترې شوې وای؛ خو ولې ونه شوې؟ موږ د خپلې خاورې سره د وفادارۍ له لارې د دولت په ساتنه کې خپل رول ولوباوه؛ خو زموږ د دولت واکمنان بې کفایته ثابت شول.»

هغه د پاکستان پر پوځ توندې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې د پاکستان سیاست دې سیاسي ګوندونو ته پریږدي او ناسمې تګلارې دې نورې له عملي کوي.

تر دې وړاندې هم مولانا د پاکستان پر شته حکومت او پوځ نیوکې کړې وې چې دوی د پاکستان راتلوونکی له ګواښ سره مخ کړی.