• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې د (USAID) له منځه تلل؛ کورنۍ اړ دي د خوړو لپاره خپل ماشومان وپلوري

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۶ GMT+۰

د متحده ایالاتو د نړۍوالې پرمختیایي ادارې (USAID) له منځه تلل، د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره چې بشرپاله مرستو، روغتیایي او تعلیمي خدمتونو ته اړتیا لري، ناوړه پایلې لري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان شاوخوا ۴۰ میلیون خلکو نیمایي برخه د نړۍوالو مرستو پر بنسټ ژوند کوي او پاتې نور خلک دومره ګټي چې د ژوند کولو لپاره بسنه نه کوي.

په دې توګه د متحده ایالاتو د نړۍوالې پرمختیایي ادارې له منځه تلل به د افغانستان په شان هېوادونو کې ژوند لا نور هم ستونزمن کړي.

کله چې د ۲۰۲۱ په اګسټ میاشت کې امریکایي ځواکونه په بېړه له افغانستان څخه ووتل او طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، یو اېس اې ای ډي په هغو سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرستو ته ادامه ورکړه.

له هغه وخت راهیسې، متحده ایالات د افغانستان لپاره د بشري مرستو تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی، چې د ۳.۷۱ میلیارډو ډالرو مرستې د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو موسسو له لارې افغانستان سره شوي، چې یو اېس اې ای ډي د دې لویې برخې د رسولو مسوولیت لري.

دغه مرستې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د رامنځته شوي بشري ناورین د کمولو په موخه ترسره شوي دي.

د دغې دارې د خدماتو بندولو اغېزې لا دمخه احساس شوي، چې ورسره د قابله ګۍ یو لوی پروګرام تړل شوی، په داسې حال کې چې د نجونو لپاره "پټ ښوونځي" او د افغان امریکایي پوهنتون ټولګي ځنډول شوي.

د متحده ایالاتو مرستې، د نورو بسپنه ورکوونکو مرستې سره د ډله ییزې لوږې په له منځه وړلو کې هم مهمې دي.

متحده ایالات له افغانستان سره هره اونۍ د ۴۰ میلیون ډالرو مرسته کوي، چې دغه مرستې په مستقیم ډول اړمنو کسانو ته نه رسېږي.

طالبان د دغو مرستو د سپارلو د اجازې او څارنې په بهیر کې د هغې یوه برخه ترلاسه کوي.

ملګري ملتونه وايي، له دغو پیسو یوه برخه د افغانستان مرکزي بانک ته چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده ځي او مخنیوی یې ناشونی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې لوړې له مراسمو یوه ورځ وړاندې وویل، چې که طالبان په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې او وسایل ور نه کړي، نو مالي مرستې به ورباندې ودروي.

په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي ځواکونو له ګډوډ وتلو سره دوی د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې په افغانستان کې پرېښي، خو د امریکا د استازو جرګې غړی ټیم بورچټ څه وخت وړاندې وویل، د بهرنیو مرستو له ځنډېدو سره - سره لا هم د امریکايي مالیه ورکوونکو له ۴۰ میلیونو ډالرو ډېرې پیسې هره اونۍ طالبانو ته استول کېږي.

طالبانو ته د امریکا د هر ډول مرستو په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بایډن پر ادارې نیوکه کړې، چې له افغانستان څخه په نا منظمه وتلو او له دغې ډلې سره د مرستو په کمولو کې پاتې راغلې.

بلخوا، د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز او د دفاع وزیر پیټ هیګسیت چې دواړو په افغانستان کې دنده ترسره کړې ژمنه کړې، چې په ټوله نړۍ کې به له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي. والټز په دې باور دی، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ له سره منظمې شوې دي او پنټاګان ښايي اړ شي چې امریکايي ځواکونه بېرته هلته ولېږي.

د هرې مرستې بندول چې طالبانو ته ګټه رسولی شي په بشپړه توګه اړینه ده.

د دې ډلې سره مبارزه د افراطیت او تروریزم سره د مبارزې لپاره حیاتي ده.

خو لا هم افغانان مرستو ته سخته اړتیا لري او دغه مرستې باید په داسې طریقو اداره شي، چې د افغانستان اړمنو خلکو ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د اټکل له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان اقتصاد د بیکارۍ او لوړو بیو له امله ۲۷ سلنه کم شوی دی.

د ژوند شرایط دومره خراب دي، چې ځینې کورنۍ د خپلو نورو غړو د خوړو چمتو کولو لپاره خپل ماشومان پلوري.

د ټولنې نیمه برخه د کور په څلورو ډېوالونو کې بنده، له زده کړو، کار، سپورټ، تفریح او د ژوند له ټولو ټولنیزو برخو محرومه ده.

د فلمي اداکارې میرل سټریي په وینا، یوه پیشو هم په افغانستان کې د ښځو په پرتله ډېره ازادي لري.

ښځې په روحي او رواني ناروغیو اخته دي، چې دی د ځان وژنې شمېر ډېر کړی دی.

د متحده ایالاتو نړۍوالې پراختیایي ادارې د له منځه تللو پایلې به د افغانستان د خلکو لپاره اوږدمهاله اغېزې ولري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو الله‌ ګل مجاهد د قتل په تور پر ۱۸ کاله بند محکوم کړ

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۰۰ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل داسې اسناد ترلاسه کړي، چې ښيي په کابل کې د طالبانو یوې لومړنۍ محکمې د افغانستان د ولسي جرګې مخېکنۍ جنجالي څېره الله ګل مجاهد پر ۱۸ کاله او زوی یې پر یو کال بند محکوم کړي دي.

د کابل ښار په درېیمه حوزه کې د طالبانو لومړنۍ محکمې له خوا خپاره شوي اسناد څرګندوي، چې د دغې ډلې محکمې الله ګل مجاهد، زوی یې او څلور نور کسان په کابل کې د طالب د استخباراتو ریاست د یوه کارکوونکي قاري سعیدالله د «قصدي وژنې» په تور پر بند محکوم کړي دي.

د طالبانو د محکمې قاضي ویلي چې دا وژنه د افغانستان د ولسۍ جرګې د مخکېني غړي په امر ترسره شوې او په دې قضیه کې ښکېلو نورو کسانو هم ورسره همکاري کړې ده.

د محکمې په حکم کې د تورنو کسانو اعتراف ته اشاره شوې، خو څرګنده نه ده چې داعتراف د کومو شرایطو پر بنسټ اخیستل شوی دی.

پخوانی جهادي قومندان الله‌ ګل مجاهد د افغانستان د جمهوري نظام د ولسي جرګې یوه جنجالي څېره بلل کېږي چې د ۱۴۰۲ کال د لړم میاشتې پرمهال په کابل کې د طالبانو له خوا په ډېر سپکاوي چلند سره ونیول شو او له خوشې‌کېدو څو ورځې وروسته له هېواده ووت.

مجاهد د طالبانو له شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون په بلنه بېرته هېواد ته راغی او هغه مهال د دغې ډلې یو شمېر غړو یې تود هرکلی وکړ، خو نوموړی له راستنېدو لنډه موده وروسته بېرته د طالبانو له خوا توقیف او بندي شو.

په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د غويي میاشتې په ۲۲مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي و چې الله‌ ګل مجاهد به د دغې ډلې د څېړنو تر بشپړېدو او د محکمې د پرېکړې تر صادرېدو پورې په توقیف کې وي.

ایران د یوه ۳۲ کلن افغان په ګډون دوه کسان اعدام کړل

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۱۷ GMT+۰

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، چې ایران د یو افغان په کډون دوه کسان اعدام کړي دي.

نوموړي سازمان د سې‌شنبه په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) زیاته کړې، چې دا کسان درې کاله دمخه د ایران د عدلي بنسټ له خوا د مخدره‌توکو د قاچاق په تور پر اعدام محکوم شوي وو.

د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د ایران د لُرستان اوسېدونکی ۴۰ کلن حیدر بابايي او ۳۲ کلن برهان وسیم زهري چې د افغانستان د بدخشان د فیض‌اباد ښار اوسېدونکی و، اعدام شوي کسان دي.

د یاد سازمان په راپور کې راغلي، چې د دې دوو کسانو د اعدام حکم د ایران په اصفهان مرکزي بندخونه کې پلي شوی دی.

د یادونې ده، چې ایراني حکومت په تېر۲۰۲۴ کال کې ۷۴ افغانان د مخدره‌توکو د قاچاق، قتل او نورو بېلابېلو تورونو له امله اعدام کړي دي.

په داسې حال کې چې نړۍواله ټولنه او د بشري حقونو ګڼ سازمانونه د ایران د اعدامونو حکم له روانې لړۍ سره کلک مخالفت څرګندوي، خو دغه هېواد له مخالفتونو سره-سره د افغانانو په ګډون د تورنو کسان اعدام ته دوام ورکړی دی.

یاسین ضیاء: د هبت‌الله د نیولو د غوښتنې په اړه ځینو طالبانو د هاګ له محکمې سره همکاري کړې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۰۱ GMT+۰

د ازادۍ جبهې مشر ياسين ضياء د ويانا په غونډه کې وويل، چې ځينو طالب عناصرو د هاګ له محکمې سره همکاري کړې، څو د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده او د دغې ډلې د سترې محکمې رييس عبدالحکيم حقاني د نيول کېدو حکم صادر کړي.

د هغه په وینا، هبت‌الله لاس لاندې کسانو د هغه پر وړاندې دسیسې جوړوي.

تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل د ترلاسه شویو اسنادو پر بنسټ په یوه ځانګړي راپور کې ویلي و، چې د طالبانو په منځ کې ځینو کسانو د طالبانو د مشر او قاضي د نیولو په غوښتنه کې د هاګ جنايي محکمې په قضیه کې همکاري کړې وه.

ضيا له هاګ محکمې څخه وغوښتل چې د طالبانو د استخباراتو مشر، دفاع، کورنيو چارو وزيرانو او امر بالمعروف ونهې عن المنکر مسوولینو د نيولو غوښتنه هم وکړي.

کريم خان د سلواغې په ۴مه اعلان وکړ چې د هغه دفتر د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د طالبانو د مشر هبت‌الله او د دغې ډلې د قاضي القضات د نيولو د حکم د صادرولو لپاره دوه غوښتنې وړاندې کړې دي.

تمه ده چې د جرمونو نړۍواله محکمه به د روانې میاشتې تر پایه د هبت‌الله اخوندزاده او حکیم حقاني د نیولو امر صادر کړي.

یاسین ضیا د ویانا په کنفرانس کې عربي هېوادونو ته د یو شمېر طالب چارواکو سفرونو ته په اشارې وویل، چې د یادې ډلې مشران په استخباراتي پیسو په ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې کورونه اخلي.

د ملګرو ملتونو په څېر مرستندویه سازمانونو ویلي، چې له افغانستان سره د مرستو کمول د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د وږو او زیانمنونکو وګړو لپاره خطرناک دي، خو یو شمېر افغان سیاسي او مدني شخصیتونو په وار-وار ویلي چې د دغو مرستو له بندېدو ملاتړ کوي.

د دغو نیوکو په ځواب کې امریکا له افغانستان سره بشري مرستې ځنډولي او ویلي یې دي چې افغانستان او نورو هېوادونو ته به د دې مرستو د موثریت له نظره بیا کتنه وکړي.

د ازادۍ جبهې مشر وایي، چې طالبان د مرستو له بندېدو اندېښمن دي او د یادې ډلې مشران د استخباراتي پیسو د ترلاسه کولو لپاره سرګردانه دي.

یاسین ضیا د ویانا په کنفرانس کې عربي هېوادونو ته د یو شمېر طالب چارواکو سفرونو ته په اشارې سره وویل، چې د یادې ډلې مشران په استخباراتي پیسو په ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې کورونه اخلي.

هغه ټینګار وکړ، چې د کوم بل هېواد له مرستې پرته به د طالبانو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي او په وینا یې، دا جګړه د افغانستان د ازادۍ لپاره ده.

د یوه ډیموکراټیک افغانستان لپاره د ویانا پنځمه غونډه د سې‌شنبې په ورځ پیل شوه. د دغې غونډې د تنظیموونکو په وینا تر ۹۰ زیاتو شخصیتونو او د سیاسي ډلو استازو په‌کې ګډون کړی دی.

بل خوا، د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د اتریش په ویانا کې د دغې ډلې د مخالفو څېرو پنځم کنفرانس ته په غبرګون کې د یوه مطلب په خپرېدو سره ویلي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په تړاو د ویانا په څېر ناستې او ورته نورې غونډې تر ډېره بې‌پایلې او تکراري دي.

طالبانو په نیمروز کې سلګونه کیلوګرامه انساني ویښتان وسوځول

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۵۸ GMT+۰

د نیمروز ولایت د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یې ۵۰۸ کیلوګرامه انساني ویښتان سوځولي دي.

په نیمروز کې د طالبانو د محکمو ویاند د سې‌شنبه په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) ویلي، چې دغه انساني ویښتان یې د دغه ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د دغې ډلې د مشر د فرمان پر بنسټ سوځولي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا کار یې د یادې ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې له حکم وروسته پلي کړی او زیاتوي، چې د دغو ویښتانو د قاچاق په تړاو یو کس نیول شوی دی.

هغه په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي، خو له دې مخکې هم طالبانو د پکتیا په مټاخان ولسوالۍ کې ۱۲ کسان پاکستان ته د انساني ویښتانو د قاچاق کولو په تور نیولي وو.

افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د سیمه‌ییزو سرچینو رسېدلي راپورونه څرګندوي، چې په هېواد کې یو شمېر کسان انساني په ځانګړې توګه د ښځینه‌وو ویښتان اخلي او له هغه وروسته یې بیا پاکستان ته صادروي.

پاکستان دغه وېښتان په عمده ډول د چين په څېر هېوادونو ته صادروي او هغوی بیا د مصنوعي ویښتانو په جوړونه کې ترې کار اخلي.

حنفي: د امربالمعروف وزارت قانون د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړ شوی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت سرپرست محمد خالد حنفي وایي، چې د دغه وزارت قانون د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړ شوی دی.

د دغې ډلې تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون راپور ورکړی، چې ښاغلي حنفي دغه څرګندونې په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا په موخه د کتنې پرمهال کړي دي.

په راپور کې د حنفي په حواله ویل شوي، چې د دغه وزارت قانون د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړ شوی او په وینا یې، د ټولنې معنوي اړخونو د پیاوړتیا لپاره یې پلي کول لازمې دي.

په راپور کې د طالبانو د امربالمعروف وزیر د انځور له خپرېدو پرته راغلي، چې هغه د اسلامي همکاریو سازمان او یاد وزارت ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او له یاد سازمان یې غوښتي، څو د اسلامي نړۍ او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو په برخه کې مثبت رول ولوبوي.

په راپور کې ادعا شوې، چې په افغانستان کې د یاد سازمان ځانګړي استازي د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر د اسلامي ټولنې بنسټیزه اړتیا بللې ده.

د یادونې ده، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت پلي‌شوې تګلارې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو بنسټیز حقونه په نښه کوي.

نړیوالې ټولنې په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې د ښځو حقونو ته بشپړ درناوی ولري او دا قانون دې لغوه کړي، خو دغې ډلې دا هرڅه له پامه غورځولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو اېتلاف د طالبانو پر بشري ضد کړنو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر دوامدارې ځپنې سخته نیوکه کړې.

دغه اېتلاف پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې افغان ښځو ته د دوحې پروسې په بحثونو کې ځای ور کړي.

د دغه اېتلاف په اعلامیه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون غندنه شوې، چې د ښځو پر خوځښت او د بیان پر ازادۍ نور هم بندیزونه لګوي.