• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ویاندویان دې د ادارو لاسته‌راوړنې او پرمختګونه په سم ډول خپاره کړي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۰۳ GMT+۰تازه شوی: ۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغې ډلې د وزارت‌خونو او مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه کې له دوی څخه غوښتي، چې د ادارو لاسته‌راوړنې او پرمختګونه په سم ډول خپاره کړي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ (د کب لومړۍ) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې ادعا کړې، چې رسنۍ باید د خپل ارزښت له مخې معیاري شي او طالبان یې ملاتړ کوي.

د دغه وزارت په بیان کې د طالبانو د مطبوعاتو او رسنیو د څار مشر مولوي صفي‌الله رائد په حواله راغلي، چې نوموړي د دغې ډلې له ویاندویانو څخه غوښتي څو له رسنیو سره پر وخت معلومات شریک کړي.

د بیان پر بنسټ، د طالبانو د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي ویاندویانو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو ادارو لاسته‌راوړنې او پرمختګونه په سم ډول خپاره کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا غونډه داسې مهال جوړوي، چې نوموړې ډلې د هرې ورځې په تېرېدو پر خبریالانو او رسنیو ځپونکي فشار او سانسور ته زور ورکړی دی.

د رسنیو ملاتړو ادارو تل پر طالبانو نیوکې کړي، چې پر وخت له رسنیو سره معلومات نه شریکوي او خبریالان اطلاعاتو لاسرسی نه شي پیدا کولی.

د عباس ستانکزي په ګډون یو شمېر طالب چارواکو بیا په وار - وار ټینګار کړی، چې ویاندویان باید له رسنیو سره معلومات په وخت سره شریک کړي.
یو شمېر رسنوال وایي، چې په افغانستان کې د تېرو نږدې څلورو کلونو په ترڅ کې په تدریج، خو په بنسټيز او مدیریت شوې بڼه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی او په افغانستان کې د بیان د ازادي، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو د قانوني او معقولې ازادۍ ارزښتونه ټول تروړل شوي دي.
له دې سره، ځيني افغان خبریالان هم وایي، چې د طالبانو تر څار لاندې د خپرونو او راپورونو ثبتول، د فقر او غربت په اړه د راپورونو په جوړولو بندیزونه او د ښځینه کارکوونکو د رسنیزو فعالیتونو مخنیوی هغه څه دي، چې دوی یې له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.


ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښته کې ۲ ملکيان ټپيان شوي او ۷ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د مقاومت جبهې د جنګیالیو او طالبانو ترمنځ نښتو کې دوه ملکي کسان ټپيان شوي او اوو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مقاومت په نوم د طالبانو ضد جبهې د چهارشنبې په ورځ (د کب لومړۍ) په خپل اېکس کې لیکلي، چې په دې پېښه کې د دوی جنګیالیو ۴ طالبان ووژل او ۳ نور یې ټپيان کړي دي.

د یادې جبهې په خبره، یاد شمېر ملکي کسان د طالبانو په ځوابیه ډزو کې ټپيان شوي دي.

د مقاومت جبهه وایي، چې دغه برید یې نن ماسښین یوه بجه د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د کابل ښار له ۱۵مې ناحیې څخه د هوایي ډګر په عمومي سړک ترسره کړی دی.

دغه جبهه ادعا کوي، چې په دې عملیاتو کې د دوی ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د مقاومت جبهې وویل چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پروړاندې د ۲۷ عملیاتو په ترڅ کې یې د دغې ډلې نږدې اتیا غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغې جبهې په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دوی جنګیالیو د سلواغې میاشتې له پیل راهیسې د هېواد په لسو ولایتونو کې عملیاتونه کړي، چې په پایله کې یې ۴۲ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي.
د مقاومت جبهې ویلي دي، چې یاد شمېر عملیات په کابل، هرات، تخار، کندوز، فراه، بادغیس، پروان، کاپیسا، بغلان او بلخ ولایتونو کې شوي دي.

د یادولو ده، چې طالبانو بیا هېڅکله د دغو بریدونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

طالبان هند ته د سفیر په کچه جګپوړی استازی استوي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۰

تمه ده هند په راتلونکو اونیو کې د طالبانو یو جګپوړی استازی ومني، چې دا به له دې ډلې سره د اړیکو په پیاوړتیا او په سیمه کې د چین د نفوذ مخنیوي لپاره د نوي ډیلي وروستی ګام وي.

د طالبانو حکومت دوه احتمالي نوماندان ټاکلي چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت اداره کړي.

بلومبرګ وايي، نوی ډیلی به د طالبانو دغه استازی په رسمي ډول د دیپلومات په توګه ونه مني، خو یاد کس به په هند کې د افغانستان تر ټولو لوړ استازی وي.

چارواکو ویلي، طالبانو ته به اجازه ورنه کړل شي چې د سفارت پر ودانۍ، رسمي مراسمو، یا دیپلوماتیکو موټرو باندې خپل بیرغ وځړوي.

هندي چارواکي وايي، نجیب شاهین، چې شاوخوا ۳۰ کلن دی او دا مهال په دوحه کې د طالبانو په سفارت کې دیپلومات دی، د نوي ډیلي لپاره تر ټولو احتمالي نوماند دی.

فرسټ پوسټ د بلومبرګ په حواله وايي، شاهین له طالبانو سره نږدې لس کاله کار کړی او پلار یې په قطر کې د طالبانو د رژيم سفیر دی.

بل احتمالي نوماند شوکت احمدزی دی، چې د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې کار کوي.

چین د تېر کال په لړ کې لومړنی هېواد و چې د طالبانو یوه استازي ته یې رسمي دیپلوماتیک اسناد ورکړل.

د افغانستان ستراتیژیک موقعیت، چې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي، هم د هند او هم د چین لپاره مهم دی.

د طالبانو له واک ته رسېدو سره سره، چینایي شرکتونو د افغانستان په کانونو او زیربنایي پروژو کې پانګونه جاري ساتلې ده.

طالبان همداراز پلان لري چې د واخان دهلیز له لارې افغانستان له چین سره ونښلوي. دغه پروژه به چین ته مستقیم لاسرسی ورکړي، چې له مرکزي اسیا او منځني ختیز سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي او په سیمه کې د چین اقتصادي نفوذ لا پسې پراخ شي.

له بلې خوا، هند په احتیاط له طالبانو سره خپلې اړیکې بیا رغوي.

د ننګرهار په ګوشته او دوربابا کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۲۵ GMT+۰

ځايي سرچیینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د دوربابا په څڅوبي سیمه باندې د پاکستاني ځواکونو له راکټي بریدونو وروسته طالبانو ملکي وګړو ته له خپلو کورونو د وتلو امر کړی دی.

ځايي سرچیني وايي، د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته درې ورځې وړاندې په ګوشته ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څیرمه د طالبانو له لوري د یوه زغره وال ټانک لپاره د پوستې جوړولو پر سر شوې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نن ماښام په ګوشته ولسوالۍ کې او سهار مهال په دوربابا ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې او په نښته کې د دواړو لوریو ترمنځ درندې او سپکې وسلې کارول شوې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې نن سهار پاکستاني ځواکونو د دوربابا د څڅوبې پر سیمه راکټي بریدونه کړي او وروسته طالبانو هم د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوستو برید کړی.

د پاکستاني ځواکونو له لوري تر راکټي بریدونو وروسته طالبانو د ملکي وګړو د احتمالي مرګ ژوبلي د مخنیوي په موخه د سیمې خلکو ته د خپلو کورونو د پریښودو امر کړی او له څڅوبې سیمې څخه ملکي وګړي وتلي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، دمګړۍ د دوربابا په څڅوبې سیمه کې جګړه نشته خو په ګوشته ولسوالۍ کې لا هم د دواړو لوریو ترمنځ د ډزو غږونه اوریدل کیږي.

یوه امنیتي سرچینه وايي، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو کې په ګوشته ولسوالۍ کې یو طالب وسله وال هم وژل شوی دی.

تر اوسه طالبانو او پاکستان په دوربابا او ګوشته کې پر ډیورنډ کرښه د نښتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د استعفا له رپوټ وروسته؛ طالبانو ومنله چې عبدالحکیم شرعي په دوبۍ کې دی

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د عدليې وزارت ویاند د افغانستان انټرنشنل له رپوټ وروسته اعلان وکړ، چې ددغه وزارت وزیر عبدالحکیم شرعي د هبت الله په اجازه د درملنې لپاره دوبۍ ته تللی او ژر به خپلې دندې ته ستون شي. نوموړي د یاد طالب وزير د استعفا ورکولو خبرونه رد کړل.

د طالبانو د عدليې وزارت ویاند برکت الله رسولي وايي، چې عبدالحکیم شرعي د هبت الله په اجازه دوبۍ ته د تداوۍ لپاره تللي.

د طالبانو ویاند د هغه خپور شوی غږیز فایل نه دی رد کړی.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې تر درملنې وروسته به نوموړی بېرته وزارت ته راستون شي.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي غږیز فایل ترلاسه کړی، چې نوموړی پکې وايي، د مداخلو له امله یې څو ځله له دندې استعفا کړې ده.

دا غږ د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته په واک کې ورکړل شوی او په دغه غږ کې هغه وايي چې استعفا یې نه ده منل شوې.

د رپوټونو له مخې، د طالبانو د عدلیې وزیر دوبۍ ته تللی او په وروستیو اونیو کې په کابل کې خپل دفتر ته نه دی حاضر شوی.

هغه په دې اډیو کې د طالبانو د ادارې مامورانو ته د غلو خطاب کړی او وايي، چې دوی له نورو سره په غلا او فساد کې شریک دي.

خو د طالبانو د عدليې وزارت ویاند وایي، چې عبدالحکیم شرعي د دوی د «نظام د حاکميت لپاره» د مشرتابه اطاعت یو مهم اصل ګڼي.

نوموړی د عدلیې وزیر استعفا داسې مهال ردوي، چې له دې وړاندې د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې د دې ډلې د کورنيو چارو وزير سراج حقاني له بهرني سفر وروسته افغانستان ته ستون شوی خو وروسته څرګنده شوه، چې هغه لا هم په بهر کې دی.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان پاکستان کې د افغان خبریالانو نیول وغندل

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۳ GMT+۰

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) په پاکستان کې د افغان خبریالانو پرناوړه شرایطو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. یاد سازمان د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان خبریالانو او د هغوی د کورنیو غړو نیول د کډوالو د سختو او ځوروونکو حالاتو نښه بولي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، چې دوه ورځې وړاندې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې یو افغان خبریال، چې نوم یې د امنیتي دلایلو له امله نه دی افشا شوی، نیولی و او تېره شپه یې یوه بله افغان خبریاله ذکیه کاویان نیولې ده.

یاد سازمان دا پېښې د افغان خبریالانو پر وړاندې «د پاکستاني چارواکو د غیر انساني چلند څرګندونه» بولي او زیاتوي چې واقعي حالت تر دې هم خراب دی.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د پاکستان له حکومت نه غواړي له افغان خبریالانو سره، چې د بیلابیلو ګواښونو له امله د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوي، د بشري حقونو او انساني معیارونو له مخې چلند وکړي.

سازمان ټینګار کړی چې د خبریالانو نیول او ځورول نه یوازې د بیان له ازادۍ سرغړونه ده، بلکې د دوی بنسټیزو مسلکي، ټولنیزو او بشري حقوقو ته هم زیان رسوي.

دغه سازمان له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو او خبریالانو د ملاتړ له بنسټونو څخه غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو د روان ناوړه وضعیت لپاره خپل غږ پورته او مسوولیتونه ادا کړي.