دغه لیدنه داسې مهال کیږي، چې ټرمپ د اوکراین ولسمشر زیلینسکي ته د «دیکتاتور» او کمیډین خطاب کړی و.
د اوکراین او روسیې لپاره د ټرمپ استازي کیت کیلوګ د چارشنبې په ورځ کېیف ته د رسیدو پر مهال وویل، چې هغه اوکراین ته د اوریدلو لپاره ورغلی دی.
نوموړي نن له زیلینسکي سره ولیدل خو د دواړو ترمنځ د خبرو د پایلو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د ټرمپ مرستیال جي ډي وینس د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هغه باور لري د شخړې پای ته رسیدو ته نږدې دي او له روسیې سره له خبرو کولو پرته د جګړې بندول ناممکن دي.
د راپورونو له مخې، ټرمپ هڅه کوي له مسکو سره اړیکې بیا ورغوي او د اوکراین د کانونو په سرچینو کې پانګونه وکړي.
خو اوکراین د امریکا لومړنی پلان رد کړ ځکه امنیتي ضمانتونه پکې شامل نه دي.
پر همدغه مهال د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي، اوکراین باید د امریکا په اړه خپلې نیوکې کمې کړي او د کانونو تړون سره موافقه وکړي.
هغه فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل:«دوی باید خپل غږ نرم کړي او په دقت سره وګوري او دا تړون لاسلیک کړي.»
بل خوا د اروپايي هېوادونو مشرانو د اوکراین په اړه د ټرمپ د دریځ په ځواب کې د دفاع په برخه کې د لګښتونو د زیاتوالي ژمنه کړې ده او ځینې د اروپایي سوله ساتو ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه غور کوي.
کرملین بیا وایي، دا پلان د اندیښنې یو لوی لامل دی خو زیلینسکي او ناټو یې هرکلی کړی دی.
د ناټو عمومي منشي مارک روټ وايي: « دا خورا مهمه ده چې روسیه بیا هیڅکله هڅه ونه کړي چې د اوکراین یو مربع کیلومتره ځمکه ونیسي.»
نوموړي په براتیسلاوا کې خبریالانو ته وویل:«که څه هم ډېر څه شته چې باید پریکړه وشي، خو په دې کې هیڅ شک نشته چې اروپا په اوکراین کې د سولې په تامین کې مهم رول لوبولی شي.»