• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

علي امین ګنډاپور: ځیني بهرني هېوادونه په کورمه کې جګړې ته لمن وهي او هلته وسلې لېږي

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۲۱ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د (کب لومړۍ) نېټه د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی، چې په کورمې ولسوالۍ کې له میاشتو راهیسې روانې شخړې د ځمکو پر سر د اختلافاتو له کبله نه دي؛ بلکې یو شمېر بهرنیو هېوادونو دغو نښتو ته لاره برابره کړې ده.

ګنډاپور ویلي، چې یو شمېر هېوادونو په سیمه کې د وسلو او چاودېدونکو توکو په برابرولو سره په کورمه کې د قبیلوي جګړو اور ګرم ساتلی دی.

نوموړي دغه څرګندونې په پېښور کې خبریالانو ته کړې دي.

ګنډاپور زیاته کړې، چې په سیمه کې یو شمېر کسان د بهرنیو هېوادونو ملاتړ سره د دغه جګړې د پراخولو لګښتونه ترلاسه کوي.

هغه وویل: « د ځمکو اختلافات په ډېرو سیمو کې پېښېږي؛ خو ایا ټولې سیمې ورسره نا امنه کېږي؟».

د خېبر پښتونخوا سر وزیر ویلي، ښايي ځیني سیمه‌ییز کسان او قبیلې د دغې جګړې پراخول غواړي؛ خو اصلي لاملونه یې هغه هېوادونه دي، چې دغه سیمې ته وسلې او چاودېدونکي توکي لېږي.

علي‌ امین ګنډاپور د هغو هېوادونو چې کورمې ته وسلې لېږي نومونه نه دي په ډاګه کړي؛ خو پخوا هم داسې راپورنه لاس په لاس کېده، چې د ایران له لوري ځايي شیعه مذهبو ته د وسلو تر څنګ مالي مرستې هم کېږي.

سر وزیر خبریالانو ته یادونه کړې، چې د سیمې د امنیت ټینګښت لپاره یې ځانګړي پلانونه جوړ کړي او نږدې دوه میلیارده روپۍ یې کورمې ولسوالۍ ته ځانګړې کړي؛ څو هلته پرې امنیتي تدابیر ټینګ کړي.

د ګنډاپور په خبره، په سیمه کې به د غوره امنیت د رامنځته کولو لپاره څارونکې کامرې او ځینې تازه دمې پوستې جوړې کړي؛ څو حالات په سمه توګه مدیریت کړي.

د خېبر پښتونخوا حکومت همدا راز اعلان کړی، چې په کورمه کې د جګړې د ښکېلو کسانو د نیول کېدو لپاره یې هم ځیني اقدامات کړي؛ څو په دې برخه کې عدالت پلی کړي او مجرمین د قانون منګولو ته وسپاري.

هغه زیاته کړې:« زموږ پېغام روښانه دی، هر هغه کس چې د توندلارو فعالیتونو برخه وي، بې سزا به پاتې نشي. که نن وي یا سبا ؛خو حتمي به ورسره حساب کېږي».

د پاکستان د کابینې د راپور له مخې، د تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې ۱۸۹ کسان په کورمه کې د شخړو قرباني شوي او د حکومت د هڅو له برکته د سولې یو تړون هم لاسلیک شوی.

تر اوسه پورې په بشري مرستو بار نهه کاروانونه چې ۷۱۸ موټر پکې شامل وو، سیمې ته استول شوي دي.

د ټل- پاړه چنار سړک چې د پېښور او کورمې ترمنځ یوازینۍ لاره ده، د تاوتریخوالي له کبله د څلور میاشتو لپاره تړل شوې وه.

دا سړک په سیمه کې د سني مذهبو او شیعه قبیلو ترمنځ د وسله‌والو نښتو له کبله تړل شوی و، چې له کبله یې نږدې ۱۴۰ کسان چې پکې ښځې او ماشومانې هم شاملې وې مړه شول.

په کورمه کې د سنیانو او شعیه ګانو ترمنځ شخړه له کلونو راهیسې د ځمکو او غرونو کې د ځنګلونو د وېش پر سر روانه ده؛ خو په دې وروستیو کې دا ناورین تر بل هر وخته ډېر خونړی شو.

د راپورنو له مخې، په سیمه کې شیعه مذهبي د ایران هېواد له لوري ملاتړ کېږي او ان د وسلو مرستې هم ورسره کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پولیس: د پښتونخوا په باجوړ کې یوه دوولس کلنه نجلۍ په ډبرو وژل شوې ده

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۳۴ GMT+۰

د پاکستان «ده نیوز» رسنۍ نن پنجشنبه د‌ (کب دویمه) نېټه راپور ورکړی، چې د پښتونخوا ایالت اړوند په باجوړ ولسوالۍ کې ناڅرګندو کسانو یوه دوولس کلنه نجلۍ په ډبرو وژلې ده. ځايي پولیسو پېښه تایید کړې او وايي، په دې اړه د پولیسو پلټنې روانې دي.

د ده نیوز په راپور کې د ځايي پولیسو د مشر وقار رفیق له قوله لیکل شوي، چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د واړه ماموند تحصیل اړوند په مېنې سیمه کې رامنځته شوې ده چې بیا د نجلۍ مړی تر خاورو لاندې شوی و.

د پولیسو د مشر په وینا؛ یاده نجلۍ په ډبرو تر وژل کیدو وروسته تر خاورو او ډبرو لاندې کړل شوې وه، چې د پولیسو له لوري یې جسد موندل شوی او را ایستل شوی.

ځايي امنیتي ادارې په دې تړاو د څېړنو د پیل کیدو خبر هم ورکړی دی.

ویل کېږي د نجلۍ پر بدن د تاوتریخوالي سختې نښې هم څرګندې دي؛ خو د عاملینو په تړاو یې لا هم کره معلومات نه شته.

په راپور کې د نجلۍ د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي او لا تر اوسه پورې د دغې پېښې د ترسره کیدو انګیزه هم څرګنده نه ده.

په باجوړ کې د پاکستاني طالبانو له فعالیتونو ډېریدو سره هم مهاله د تاوتریخوالي پېښې هم مخ په ډېریدو ښکاري.

امنیتي ادارې د مروتو د هغه قومي مشر د نیولو هڅې کوي چې پاکستان کې یې «جهاد فرض» بللی

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۴۳ GMT+۰

د (کب لومړۍ نېټه) د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند د لکي مروت ولسوالۍ د قومي خوځښت مشر انعام الله خان په یوه ویډيويي پېغام کې اندېښنه څرګنده کړې، چې د پاکستان امنیتي ادارې یې د نیولو هڅې پیل کړي. هغه په ویډیويي پېغامونو کې پښتانه د «پاکستان حکومت پر ضد جهاد» ته وربللي دي.

د سلګونه خلکو په منځ کې روان یوه کس پر خپل سر سپین پاج تړلی او پرې یې د «کفن» کلیمه هم لیکلې ده.

دا سړی انعام الله خان نومېږي او د خېبرپښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ د قومي خوځښت مشر دی.

هغه د سلګونه خلکو په منځ کې اعلان وکړ، چې «نور د پاکستان له لوري له پښتنو سره روان ظلمونه د زغم وړ نه دي او پر هر پښتانه فرض دي، څو د پاکستان پر ضد د جهاد لپاره وسله پورته کړي.»

دا تر پاکستاني طالبانو وروسته د ملتپالو خوځښتونو له ډلې یوازینی هغه دی چې په یاد هېواد کې د عدم تشدد پر ځای پر وسله واله مبارزه ټینګار کوي.

د لکي مروت د قومي خوځښت دې مشر په یوې خپرې شوې ویډیو کې اندېښنه څرګنده کړې چې د پاکستان څارګرې شبکې یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.

هغه په دې پېغام کې ویلي، د پاکستان پوځ له لوري له پښتنو سره لوی ظلم روان دی او نور یې ورته زغم پای ته رسیدلی دی.

هغه زیاته کړې: «د پاکستان فوج دې زما نیولو پسې نه راځي، جنګ ته دې راشي‌، یا به زما وینه تویه کړي او یا به یې زه وینه تویه کړم.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د انعام الله خان د نیول کیدو د روانو هڅو په تړاو غبرګون ښودلی او د ګواښ یې کړی که د هغه په ګډون د مروتو او بېټینو قوم هر مشر ته زیان ورسیدو؛ نو د پاکستان پوځي ادارې به یې ذمه وارې وي.

هغه غوښتنه کړې چې د پاکستان پوځ دې د انعام الله خان د نیول کیدو او محاصرې له پرېکړې څخه په شاه شي.

د منظور پښتین په وینا؛ له دې سربېره د پاکستان پوځ له لوري د اپریدو قومي مشر ملک نصیر کوکي خیل او د بنوڅیو قومي مشر حاجي عبدالصمد خان په «وحشیانه ډول په زندانونو کې ساتل کېږي.»

له دې ورهاخوا د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ هم د پاکستان د پوځ هغه اقدامات غندلي چې د انعام الله خان د نیول کیدو لپاره یې ترسره کړي دي.

هغه خبرداری ورکړی چې د انعام الله خان په نیول کیدو سره به په لکي مروت کې کې روانې نا امنۍ لا پراخې شي او په لوی لاس به یو لوی ناورین ته لاره هواره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په خېبر پښتونخوا کې ورځ تر بلې د نا امنۍ پېښې ډېرېږي او په وار وار سیاستوالو اندېښنې څرګندې کړي چې د پاکستان حکومت د بې غورۍ له کبله په دغه ایالت کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونه مخ په پراخیدو دي.

تر دې مخکې اندېښنې دا وې، چې د خېبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د ورځي د پاکستاني پوځیانو حکومت وي او د شپې مهال بیا د «ټي ټي پي» واکمني‌ چلېږي.

پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته خېبر پښتونخوا هم ښه ورځ نه ده لیدلې او هره ورځ ترې د پاکستاني پوځیانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ د جګړو خبرونه ترلاسه کېږي.

خلیلزاد: بریټانیا ته د «اسلام‌اباد قصاب» بلنې ناهیلی کړم

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۱:۲۵ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امریکا مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بریټانیا ته د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پر بلنې او سفر ناهیلې ښودلې ده.

خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ (فېبرورۍ ۲۰مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یو بیان کې ویلي چې جنرال عاصم منیر د «اسلام‌اباد قصاب» په نوم پېژندل کېږي او په وینا یې، هغه په خپل هېواد کې د خلکو ملاتړ نه‌لري او ان ډېری پاکستانیان ترې منفور دي.

نوموړي همداراز، پر خپلې اېکس پانې د بندي او له واکه پرځېدلي لومړي وزیر عمران خان د خوشې‌کېدو غوښتنه کړې او د هشتګ په کارونې سره یې لیکلي دي: «عمران ‌خان خوشې کړئ.»

د افغانستان په چارو کې د امریکا مخکېنی استازی زلمی خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان پوځ مشر عاصم منیر د بریټانیا په شاهي پوځي اکاډمۍ، «سنډ هورسټ» کې د سیمه‌ییز ثبات په اووم کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته بلل شوی دی.

ټاکل شوې چې منیر په دغه کنفرانس کې «نړۍوال نظم د ظهور په حال کې او د پاکستان راتلونکي وړاندوینې» تر سرلیک لاندې وینا وکړي.

دغه کلنی کنفرانس پاکستان او بریټانیا ترمنځ د پوځي خبرو اترو یو مهم پلېټ‌فارم بلل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

حماس: د دایمي اوربند په صورت کې د ټولو یرغمل شويو کسانو خوشې کېدو ته چمتو یو

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۱۵ GMT+۰

د حماس ډلې ویاند طاهر النونو وايي، که اسراییل دایمي اوربند ته غاړه کېږدي او خپل ټول ځواکونه د غزې له تړانګې څخه وباسي، دا ډله چمتو ده چې د اوربند تړون په دویم پړاو کې ټول یرغمل شوي کسان پر یو وخت خوشې کړي.

اېم‌اېس‌اېن (MSN) نړۍوالې رسنۍ د پنج‌شنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۲۰مه) د حماس ډلې ویاند طاهر النونو په حواله ویلي، چې د اسراییل له‌خوا د دایمي اوربند د ټینګښت په صورت کې د ۲۰ کلن امریکايي-اسراییلي عیدان الېکسندر په ګډون پاتې ۵۹ یرغمل شوي اسراییلیان خوشې کوي.

د حماس ویاند زیاته کړې ده: «مونږ منځګړو ته ویلي، چمتو یو چې د تړون په دویم پړاو کې پر یو وخت ټول یرغمل شوي کسان خوشې کړو، نه د اوسني لومړني پړاو په څېر.»

ټاکل شوې د اوربند لومړی پړاو د مارچ په لومړۍ نېټه د ۳۳اسراییلي یرغمل شویو کسانو له خوشې کېدو وروسته پای ته ورسېږي او وروستي یرغمل شوي کسان د راتلونکې شنبې په ورځ خوشې کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې حماس د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د غزې اوربند د هوکړې پر بنسټ د بندیانو د تبادلې په شپږم پړاو کې د ۳۶۹ فلسطینیانو په بدل کې ۳ اسراییلیان خوشې کړل.

د یادونې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د یوې اوږدې او مرګونې جګړې په پایله کې شاوخوا ۴۸ زره او ۲۳۹ فلسطینيان وژل شوي او ۱۱۱ زره او ۶۷۶ نور یې ټپیان دي.

همداراز، د اسراییل له خوا د ځپونکونو هوايي او ځکمني بریدونو له امله د غزې ښار پر یوې کنډوالې بدل شوی او کابو ۹۰ سلنه اوسېدونکي یې له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

ټرمپ: زېلېنسکي له ټاکنو پرته یو دیکتاتور کُمېډین دی

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۳۳ GMT+۰

د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه توند پیغام کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي «له ټاکنو پرته دیکتاتور» بللی او زیاته کړې یې ده، چې امریکا یې په جګړه کې ښکېله کړه.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۱۹مه) د ټروټ ټولنیزې شبکې له لارې په یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې زېلېنسکي په اوکراین کې ډېر کم محبوبیت لري او له همدې امله نوموړی د ټاکنو له ترسره کولو څخه ډډه کوي.

د امریکا ولسمشر لیکلي دي: «زه له اوکراین سره مینه لرم، خو زېلېنسکي ډېر ناسم روان دی، هېواد یې ویجاړ شوی او مېلیونونه خلک یې بې‌دلیله وژل شوي او دا لړۍ همداسې روانه ده.»

نوموړي همداراز، د اوکراین په جګړه کې د امریکا پر لګښتونو شدیدې نیوکې کړي او زیاتوي، چې هېواد یې د اروپا په پرتله په دې جګړه کې ډېر لګښتونه لګولي، په داسې حال کې چې اروپا د امریکا په پرتله دغو لګښتونو ته ډېره اړتیا درلوده.

هغه د اروپا لپاره د روسیې ګواښ ته په اشارې څرګنده کړې، چې امریکا د یوه لوی واټن په توګه ښکلی سمندر لري.

ده له اوکراین سره د بایډن ادارې پر مرستو د نیوکې ترڅنګ ادعا کړې او زیاتوي، زېلېنسکي اعتراف کړی چې د متحده‌ایالاتو له خوا لېږل شوې نیمایي پیسې نادرکه شوې دي.

ټرمپ پر ټروټ ټولنیزه پاڼه لیکلي دي: «ولادیمیر زېلېنسکي چې یو نسبتاً بریالی کُمېډین دی، امریکا یې قانع کړه، څو په یوې داسې جګړه کې ۳۵۰ مېلیارډ ډالر ولګوي چې په‌کې بری ناشونی دی. داسې جګړه چې هېڅکله باید پیل شوې نه وای او له امریکا او ټرمپ پرته به حل نه شي.»

ټرمپ خبرداری ورکړی، چې زېلېنسکي باید ژر تر ژره راپورته شي ګنې نوموړی به نور د حکومت کولو لپاره هېواد ونه‌لري.

د امریکا ولسمشر له روسیې سره د اوکراین جګړې په تړاو روانو مذاکراتو ته په اشارې وویل: «ټول پر دې اعتراف کوي، چې یوازې زما حکومت د دې جګړې د پای ته رسولو وس لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي اې‌ار ډي (ARD) ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې خبرداری ورکړی و، چې ښايي هېواد یې د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و، چې د اوکراین لپاره په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه‌کول د عملي‌کېدو نه دی او په وینا یې، دغه هېواد به ونه شي کړای څو له روسیې سره په جګړه کې خپلې بایللې سیمې بېرته ترلاسه کړي.