• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ولې حماس د اسراييلي يرغمل شويو جسدونو د سپارلو پر مهال د امريکا جوړ بمونه په سټيج ایښی وو؟

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۲۵ GMT+۰

حماس د پنجشنبې په ورځ د غزې اوربند د موافقې د یوې برخې په توګه سره صلیب ته د څلورو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه وسپارل خو د جسدونو د سپارلو پر مهال یې د امریکا جوړ بمونه هم په سټيج ایښي وو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، سره صلیب ته د یرغمل شویو کسانو د جسدونو د سپارلو په مراسمو کې د سټېج پر سر اېښودل شوي امریکايي بمونه (جي بي یو-۳۹ )بمونه وو چې له هوا څخه ځمکې ته ویشتل کیږي.

د حماس له‌خوا د متحده ایالاتو جوړ شوي بمونو په اړه یو یادښت هم شتون درلود چې په‌کې راغلي، وژل شوي اسراییلي یرغمل شوي د متحده ایالاتو په بمباریو کې وژل شوي دي.

حماس اعلان کړی و، چې په غزه کې اسراییلي یرغمل شوي کسان د اسراییل په بمبارۍ کې په نښه شوي دي.

لوېدیځو رسنیو هم د غزې د بمبارولو لپاره د امریکا له‌خوا د (جي بي یو-۳۹ ) بمونو کارولو راپور ورکړی دی.

د تېر کال په مې مياشت کې امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز راپور ورکړ، چې اسراييلي پوځ د غزې په رفح سيمه کې د بې ځايه شويو فلسطينيانو يو کمپ په امريکايي جوړو شويو (جي بي یو-۳۹ ) بمونو په نښه کړی.

د اسراییل د دغه برید له امله په کمپ کې اور ولګېد چې په پایله کې یې تر ۴۰ ډېر فلسطینیان ووژل شول او ۲۴۹ نور ټپیان شول.

امریکايي خبري چینل سي این این هم تېر کال په خپل راپور کې څرګنده کړې وه چې اسراییلي پوځ د غزې په خان یونس سیمه کې یو ښوونځی د امریکايي جوړ شوي (جي بي یو-۳۹ ) بمونو په وسیله بمبار کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۲۷ فلسطینیان وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان شوي وو.

باید وویل شي چې حماس د پنجشنبې په ورځ د غزې د اوربند د موافقې له مخې د څلورو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه په خان یونس کې سره صلیب ته وسپارل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ناټو سرمنشي: د اوکراین لپاره د امریکا د سولې خبرو ته خوشبین یم

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۰

د ناټو سرمنشي د پنجشنبې په ورځ د سلواکیا په کومینیوس پوهنتون کې د وینا پر مهال په اوکراین کې د سولې لپاره د امریکا د نوښت په اړه خوشبیني څرګنده کړه.

مارک روټه د امریکا او روسیې د احتمالي تړون لپاره د اوکراین د ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "زه د امریکا د خبرو اترو په ټیم باور لرم."

هغه په ​​خبرو اترو کې د اوکراین د حضور اړتیا هم تکرار کړه، او زیاته یې کړه چې هغه د دې مسلې په اړه "رښتیا اندیښمن" نه دی ځکه چې دا "لومړنۍ مرحله" ده او دوی به په کې ښکیل وي.

هغه وویل: «بې له شکه چې اوکراین به د سولې په خبرو کې برخه واخلي.»

بل خوا زېلېنسکي څو ورځې مخکې په یوې مرکه کې خبرداری ورکړی و، چې اوکراین به د امریکا له ملاتړ پرته د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې د اوکراین لپاره په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه به کول عملي نه شي او په وینا یې، دغه هېواد به ونه شي کړای چې له روسیې سره په جګړه کې خپلې بایللې سیمې بېرته ترلاسه کړي.

امریکا د اوکراین په تړاو د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک له ملاتړ څخه ډډه کړې

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۴۶ GMT+۰

رویترز خبري اژانس لږترلږه د درېیو ډېپلوماټیکو سرچینو په حواله ویلي، چې د امریکا متحده‌ایالاتو پر اوکراین د روسیې برید د درېیمې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک مسودې له ملاتړ څخه ډډه کړې ده.

یوې ډېپلوماټيکې سرچینې رویټرز ته وویل : «اوس مهال، وضعیت دا دی چې امریکا به یې لاسلیک نه کړي، خو د نورو هېوادونو د ملاتړ د راخپلولو لپاره هڅې روانې دي.»

په داسې حال کې چې په سعودي عربستان کې د اوکراین جګړې پر سر د کیف له حضور پرته د روسيې او امریکا لوړپوړو چارواکو ترمنځ مذاکرات روان دي، ورسره هم‌مهاله ټرمپ د اوکراین په جګړه کې د زېلېنسکي پر مدیریت سخت انتقادونه لري.

نوموړي تېره ورځ د ټروټ شبکې له لارې په یو پیغام کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي «له ټاکنو پرته دېکتاتور» وباله او زیاته یې کړه چې هغه په اوکراین کې ډېر لږ محبوبیت لري او له همدې امله د ټاکنو له ترسره کولو څخه ډډه کوي.

د امریکا ولسشمر د اوکراین په جګړه کې د امریکا پر لګښتونو د شدیدو نیوکو ترڅنک ویلي چې هېواد یې د اروپا په پرتله په دې جګړه کې ډېر لګښتونه لګولي دي.

هغه همداراز، له اوکراین سره د بایډن دولت پر مرستو نیوکه کړې او زیاتوي، زېلېنسکي اعتراف کړی چې د متحده‌ایالاتو له خوا لېږل شوې نیمایي پیسې نادرکه شوې دي.

بل خوا زېلېنسکي څو ورځې مخکې په یوې مرکه کې خبرداری ورکړی و، چې اوکراین به د امریکا له ملاتړ پرته د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي.

د هسپانیا فوټبال فدراسیون پخواني مشر ته د یوې نجلۍ ښکولول ډېر ګران پرېوتل

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۰

د هسپانیا یوې محکمې د دغه هېواد د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر لوییس روبیلیز د ښځینه لوبغاړې جیني هرموسو د ښکلولو له امله د جنسي تېري په تور جریمه کړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې څارنوالانو غوښتنه کړې چې لوییس روبیلیز دې د جنسي تېري په جرم د دوه نیم کلونو او د جبر په جرم په ۱۸ میاشتو بند محکوم شي.

د هسپانیا عالي محکمې یوه قاضي لویس روبیلیز د ښکلولو له امله د جنسي تیري په تور مجرم وپېژند او هغه یې ۱۰ زره او ۸۰۰ یورو چې ۱۱,۳۰۰ ډالر کیږي جریمه کړ، مګر د بند سزا یې ورنه کړه.

لوییس روبیلیز د جیني هرموسو ته د ۲۰۰ مترو په اندازه نږدې راتللو او د یو کال لپاره د هغې سره د خبرو کولو څخه منع شوی دی.

د هسپانیا د فوټبال فدراسیون مشر لوییس روبیلیز د ۲۰۲۳ کال نړۍوال جام له ګټلو وروسته د هسپانیې ښځینه فوټبالره جیني هرموسو پر شونډو ښکل کړه چې له امله یې له سختو نیوکو سره مخ شو.

ښځینه ورزشکاره جیني هرموسو، د فبرورۍ په ۳ د محاکمې په لومړۍ ورځ وویل چې هغې د رضایت پرته د ښکلولو وروسته د "بې عزتۍ" احساس وکړ، چې "باید په هېڅ ټولنیز یا کاري چاپیریال کې پیښ نشي."

د هغې ټیم ملګرو قسم وخوړ او خپل بیان کې یې وویل چې څنګه یې له پیښې وروسته ژړل او د "بې وسۍ" احساس یې وکړ. په‌داسې حال کې چې د لوبغاړې ورور، رافیل هرموسو وویل چې په هغه فشار راوړل شوی چې قضیه تعقیب نه کړي.

خو ۴۷ کلن لوییس روبیلیز محکمې ته وویل چې ښځینه لوبغاړې ښکلولو سره مخالفت نه و ښودلی او ما هڅه نه‌ده کړې چې د قضیې د نه تعقیب فشار په چا راوړم. د ښکلولو دغې پېښې په ټوله نړۍ کې د خلکو پام ځان ته راوګرځاوه.

هغه وویل:« چې ښځینه لوبغاړې زه په ټینګه ونیولم او پورته یې کړم او کله چې ښکته شوم له هغې څخه مې وپوښتل چې ایا زه تا ښکلولای شم، هغې وویل سمه ده.»

لوییس روبیلیز ومنله، چې هغه په پیښه کې "غلطي" کړې، او زیاته یې کړه چې هغه باید "غوره رول لوبولی وای" مګر هر ډول غلط کار یې رد کړ.

فراج: زېلېنسکي «دېکتاتور» نه دی او د ازادو ټاکنو له لارې واک ته رسېدلی

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۰

د بریټانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراج د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تازه څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هغه «دېکتاتور» نه دی او د یوه ډېموکراټیک بهیر او ازادو ټاکنو له لارې واک ته رسېدلی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۲۰مه) له جي‌بي نیوز سره په یوې مرکه کې زیاته کړې، چې د ټرمپ ټولې څرګندونې باید جدي ونیول شي او په وینا یې، ځیني ښايي ډېرې ناسمې وي.

هغه په خپلې مرکه کې ویلي چې که څه هم اوکراین سملاسي د ټاکنو ترسره‌کولو ته اړتیا نه‌لري، خو زیاتوي چې د سولې او اوربند تړون وروستۍ بڼې له ټاکل کېدو وروسته د دغه هېواد خلک کولای شي څو د خپل راتلونکي په هکله فکر وکړي.

نابجل فراج ټینګار کړی چې د اوکراین د راتلونکي په تړاو یوازې او یوازې د دغه هېواد خلک حق لري پرېکړه وکړي او باید تر بهرني فشارونو یا ګواښونو لاندې ونه نیول شي.

د بریټانیا د اصلاحاتو ګوند مشر ویلي، د سولې موضوع باید د مذاکراتو پر میز روښانه شي او اروپایي هېوادونه باید د دفاعي لګښتونو لپاره پوره مسوولیت پر غاړه واخلي او په اند یې، د امریکا متحده‌ایالات د اروپايي هېوادونو لپاره د لوړو دفاعي لګښتونو له ورکړې څخه ستړي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټروټ شبکې له لارې په یوه توند پیغام کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي «له ټاکنو پرته دېکتاتور» وباله او په وینا یې، هغه امریکا په جګړه کې ښکېله کړه.

ټرمپ ویلي و، چې زېلېنسکي په اوکراین کې ډېر کم محبوبیت لري او له همدې امله نوموړی د ټاکنو له ترسره کولو څخه ډډه کوي.

د ټرمپ له نیوکې وروسته؛ د امریکا ځانګړي استازي د اوکراین له ولسمشر سره وکتل

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۱۶ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي د پنجشنبې په ورځ په کیېف کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره وکتل، خو دا لا روښانه نه ده، چې د دغو دو متحدینو ترمنځ د جګړې د وخت د درز په اواري کې به مرسته وشي او که نه.

دغه لیدنه داسې مهال کیږي، چې ټرمپ د اوکراین ولسمشر زیلینسکي ته د «دیکتاتور» او کمیډین خطاب کړی و.

د اوکراین او روسیې لپاره د ټرمپ استازي کیت کیلوګ د چارشنبې په ورځ کېیف ته د رسیدو پر مهال وویل، چې هغه اوکراین ته د اوریدلو لپاره ورغلی دی.

نوموړي نن له زیلینسکي سره ولیدل خو د دواړو ترمنځ د خبرو د پایلو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د ټرمپ مرستیال جي ډي وینس د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هغه باور لري د شخړې پای ته رسیدو ته نږدې دي او له روسیې سره له خبرو کولو پرته د جګړې بندول ناممکن دي.

د راپورونو له مخې، ټرمپ هڅه کوي له مسکو سره اړیکې بیا ورغوي او د اوکراین د کانونو په سرچینو کې پانګونه وکړي.

خو اوکراین د امریکا لومړنی پلان رد کړ ځکه امنیتي ضمانتونه پکې شامل نه دي.

پر همدغه مهال د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي، اوکراین باید د امریکا په اړه خپلې نیوکې کمې کړي او د کانونو تړون سره موافقه وکړي.

هغه فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل:«دوی باید خپل غږ نرم کړي او په دقت سره وګوري او دا تړون لاسلیک کړي.»

بل خوا د اروپايي هېوادونو مشرانو د اوکراین په اړه د ټرمپ د دریځ په ځواب کې د دفاع په برخه کې د لګښتونو د زیاتوالي ژمنه کړې ده او ځینې د اروپایي سوله ساتو ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه غور کوي.

کرملین بیا وایي، دا پلان د اندیښنې یو لوی لامل دی خو زیلینسکي او ناټو یې هرکلی کړی دی.

د ناټو عمومي منشي مارک روټ وايي: « دا خورا مهمه ده چې روسیه بیا هیڅکله هڅه ونه کړي چې د اوکراین یو مربع کیلومتره ځمکه ونیسي.»

نوموړي په ​​براتیسلاوا کې خبریالانو ته وویل:«که څه هم ډېر څه شته چې باید پریکړه وشي، خو په دې کې هیڅ شک نشته چې اروپا په اوکراین کې د سولې په تامین کې مهم رول لوبولی شي.»