• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نصیر احمد اندېشه: طالبان په نړۍواله ډېپلوماسي او قضایي مسایلو نه پوهېږي

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، د طالبانو له لوري د جرمونو نړۍوالې محکمې څخه د وتلو اړوند موضوع د دوی ډېپلوماټیکه ناپوهي او له نړۍوالو قضایي مسایلو څخه د دوی بې خبري ده.

نوموړي ویلي، طالبان د داسې پریکړې صلاحیت نه لري، چې د روم له اساسنامې څخه ځان اوباسي، هغه وايي:«ځکه چې دوی د نړۍوالو حقوقي بهیرونو څخه بې‌ خبره دي او د هر ډېپلوماټیک نظر په څرګندولو سره یواې ځانونه شرموي.»

اندیشه د جمعې په ورځ د «کب دریمه» پر اېکس پاڼه یوې خپرې کړې ویډیو کې ویلي، د طالبانو هغه خبرپاڼه چې په کې یې د نړۍوالې جنایي محکمې غړیتوب رد کړې او د روم د اساسنامې صلاحیت نه مني «یو سمبوليک حرکت دی، ځکه طالبان د دغسې پرېکړې لپاره لا هم نړۍوال مشروعیت نه لري.»

نوموړي وضاحت ورکړی چې د «روم اساسنامه د «۱۲۷مې مادې» له مخې یوازې دولتونو ته اجازه ورکوي، چې له دې تړونه ووځي، خو دغه کار یو رسمي بهیر ته اړتیا لري، چې په کې ملګرو ملتونو ته لیکلی خبر ورکړل کېږي او د وروستۍ پرېکړې لپاره په کې تر یوه کاله انتظار هم شرط دی.

د افغانستان استازي ټینګار کړی چې له دې تړونه وتل، د محکمې هغه صلاحیت له منځه نه وړي چې له دې وړاندې شوي جنایتونه څېړي.

اندیشه زیاته کړې، چې افغانستان لا هم د روم اساسنامې غړی دی او د جرمونو نړۍواله محکمه واک لري، چې په افغانستان کې له ۲۰۰۳م کال راپدیخوا شوي جنایتونه چې ځینې یې د طالبانو مشرانو ته منسوب دي وڅېړي.

د اندیشه په خبره، دغه اقدام یو ځل بیا د طالبانو ډېپلوماټیکه بې وسي څرګندوي.

هغه دا هم ویلي چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې طالبانو هڅه کړې چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، خو تر اوسه پورې هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نوموړي زیاته کړې چې د طالباو له لوري په ځینو هېوادونو کې د ډېپلوماټیکو استازولیو لاسته راوړل یوه موقتي چاره ده.

اندیشه ویلي، چې د جزا نړۍوالې محکمې صلاحیت ردول د نړۍوالو قوانینو په اړه د طالبانو بې خبري او د دوی وارخطايي څرګندوي.

نوموړي همداراز، د طالبانو د پخوانیو کړنو یادونه کړې لکه د ښځو حقونو څخه سرغړونه، داخلي امنیتي ناورینونه او د بشري حقونو ضد ګڼ دریځونه چې لا له وړاندې یې د دوی ډېپلوماټیک دریځ کمزوری کړی دی.

د افغانستان استازي ټینګار کړی، چې د نړۍوالې جنایي محکمې په اړه د طالبانو ناسم نظر، د طالبانو د لویې ډېپلوماټیکې ستونزې یوه بیلګه ده.

د طالبانو بېلابېلو لوړ پوړو غړو د جرمونو نړۍوالو محکمې د څارنوال د هغه غوښتنې په غبرګون کې نارې سورې ووهلې چې د ملا هبت‌الله د نیول کیدو او محکمه کیدو غوښتنه یې کړې وه.

په دې غوښتنه کې راغلي و، چې ملا هبت‌الله پر افغان نجونو د زده کړو دروازې تړلي، پر ښځو یې سخت بندیزونه لګولي، او له بشري حقونو څخه یې سرغړونه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د کوسټاریکا حکومت له امریکا څخه د افغانانو په ګډون د ایستل شويو کډوالو لومړۍ ډله ومنله

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۳ GMT+۰

د رویټرز اژانس د خبر له مخې، دغه اقدام له واشنګټن سره د کوسټاریکا د هغه تړون یوه برخه ده، چې له مخې به یې په موقتي ډول تر ۲۰۰ پورې کډوال مني، چې له امریکا ایستل کیږي. له امریکا څخه کوسټاریکا ته د کډوالو دغه ۲۰۰ کسیزه ډله تېره ورځ لېږدول شوې ده.

د کډوالو دغه چوپه، د ناقانونه کډوالو په وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستيو پرېکړو یوه برخه ده.

رویټرز خبري اژانس ويلي، چې د ناقانونه کډوالو دغه وروستۍ ډله له سان ډیاګو او کلفرونیا څخه ایستل شوي او د کوسټاریکا پلازمینې سان جوز ته لېږدول شوې ده، چې له هغه ځایه به د موټرو په واسطه د پاناما پولې ته نږدې د کډوالو کمپ ته واستول شي.

د کوسټاریکا د امنیت مرستیال عمر بادیلا د سان جوز په هوایيډګر کې خبریالانو ته وویل، چې یادو کډوالو ته تر یوې میاشتې پورې په کوسټاریکا کې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شوې، چې په دې موده کې به چارواکي خپلو هیوادونو ته د دوی په خپله خوښه د ستنیدو همغږي وکړي.

ښاغلي بادیلا وویل، «ډیری یې غواړي خپلو هېوادونو ته ستانه شي. هغه زياته کړه چې د هغو کسانو دوسيې به په جلا توګه وڅېړل شي چې نه غواړي بېرته ستانه شي.»

په دغه ډله کې چې ټولې یې کورنۍ دي، د افغانستان، ازبکستان، چین، ارمنستان، ترکیې، روسیې، ګرجستان، ویتنام، اذربایجان، ایران، اردن، قزاقستان او ګانا وګړي شامل دي، چې نهه تنه په کې افغانان دي.

دا لا روښانه نه ده، چې د شړل شویو افغان کډوالو راتلونکي به څه وي، خو په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو ورسته ډیرې افغانان د طالبانو له ویرې هېواد پرېښودو ته اړ شول.

په بادغیس کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۰

په بادغیس کې د طالبانو روغتيايي چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د طالبانو روغتيايي چارواکو منلې چې دا پېښه د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په «قروتو» کلي کې ثبت شوې او زیاتوي چې د پېښې اغېزمنه یوه پنځه کلنه نجلۍ ده.

دا پېښه داسې مهال ثبتېږي چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف خبرداری ورکړی و چې افغانستان د هغو هېوادونو په لیکه کې شامل دی چې پولیو په‌ کې په سیمه‌ییزه توګه فعال دی.

د معلوماتو پر بنسټ، په تېر ۱۴۰۲ او روان ۱۴۰۳ هجري لمریز کلونو کې په افغانستان کې د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او لا هم د دغه ویروس د له منځه تلو په برخه کې د ولس اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي.

د یادونې ده چې دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه بلل کېږي چې لا هم په بشپړه توګه پولیو ویروس په‌کې له منځه تللی نه دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان د تېر کال ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناورغۍ ۷۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

افغان کډوالو له پاکستان څخه د اېستلو له وېرې سربېره د خپلې لوبډلې پر لوبې خوښي وښوده

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۶ GMT+۰

په پاکستان کې شاو خوا څلور میلیونه افغانان د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې د خپلې ملي لوبډلې سیالیو ته داسې مهال خوښي کوي چې په دغه هېواد کې د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه سخت اقدامات روان دي.

روېټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، یو شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې د بیا میشتیدنې په لټه کې دي په پلازمینه اسلام اباد کې په یوې قهوه‌خانه کې سره راټول شوي ترڅو په ګډه د افغان ملي لوبډلې لوبه وګوري. مګر بحث ډېر ژر له کرېکټ څخه د دوی اېستلو مسلې ته واوښت.

د بشري حقونو مدافع راحیل تالاش، چې د طالبانو له وېرې درې کاله وړاندې پاکستان ته راغلی، روېټرز ته ویلي: «هغه خلک چې له ۲۰۲۱ وروسته راغلي یوازې د خوندیتوب لپاره راغلي، ځکه چې د دوی ژوند په خطر کې وو.» هغې وویل چې په تېره میاشت کې د افغانانو له اېستلو سره یې حالت خراب شوی.

هغې زیاته کړه: "هرڅوک ویره لري."

خو ۲۲ کلنې مرضیه دلاور ویلي چې هغه هم په ویره کې ژوند کوي.«کله چې موږ له خوبه پاڅیږو موږ ویره لرو چې پولیس به راڅرګند شي. خلک د خپلو کورونو د پرېښودلو ویره لري.»

۲۶ کلنه پروین عسکري چې په نړۍواله کچه د جودو په برخه کې د افغانستان استازیتوب کوي، سره له دې چې طالبانو د ښځو پر سپورت بندیز لګولی دی، نوموړې په کابل کې له خپلې کورنۍ څخه د شاوخوا یو کال لپاره جلا شوې وه، د بیا میشتیدنې په لټه کې ده.

هغې وویل: "زه هیله لرم چې افغانستان لوبه وګټي." هغې زیاته کړه، چې د خوښې لوبغاړی یې سوکه توپ اچوونکی راشد خان دی.

په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې افغانانو افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د پولیسو له‌خوا ورسره سخت برخورد کیږي او دغې چارې دوی سخت اندېښمن کړي.

فواد نوري چې په اسلام اباد کې امریکا ته د تللو په تمه شپې سبا کوي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي:« له تېرو دوه میاشتو مو د پولیسو له لاسه ښه ورځ نده لیدلې، شپه او ورځ پولیس را روان وي، افغانان زوروي او ډېرې بې عزتۍ روانې دي، په دې ټوله دونیا کې افغانان هېڅ خواخوږي نه‌لري چې د دوی سره د اسلام اباد د پولیسو د زورولو په اړه غږ پورته کړي.»

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو ځورول ردوي او وايي، چې د کډوالو اېستل یې د ۲۰۲۳ کال د پراخ کمپاین برخه ده.

یاده دې وي چې په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې له تېرو درې میاشتو راپه‌دېخوا د افغانانو پر وړاندې سخت ګامونه پورته شوی، کور په کور د افغانانو لټه روانه ده، تر اوسه زیات شمېر افغانان نیول شوي او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

داسې رېپورټونه هم ترلاسه شوي چې په پلازمینه اسلام اباد او راولپېنډۍ کې وېزه لرونکي افغانان هم نیول کیږي او د پېسو په بدل کې بېرته خوشې کیږي.

د هرات امنیتي کنفرانس ۱۲م پړاو په اسپانیا کې جوړېږي

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۶ GMT+۰

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ خبر ورکړی چې د هرات امنیتي کنفرانس ۱۲م پړاو به درې ورځې وروسته په اسپانیا کې ترسره شي.

نوموړي بنسټ په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د دغه کنفرانس ۱۲م پړاو به د روانې کب میاشتې په ۵مه او ۶مه د اسپانیا په مادرید ښار کې جوړ شي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ لیکلي: «هغه څه چې د افغانستان لپاره پېښ شوي، دا یو تصادف نه دی، بلکې د سیاستونو او د قدرت د جوړښتونو پایله ده.»

ورته مهال، د افغانستان د جمهوري نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د هرات امنیتي کنفرانس په ۱۲م پړاو کې به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګڼ شمېر پوهان، ډېپلوماټان، د مدني ټولنو او بشري حقونو فعالان برخه ولري.

ټاکل شوې په دغه کنفرانس کې د نړۍوالو سیمه‌ییزو قدرتونو پر مسوولیت او رول خبرې‌اترې وشي.

د یادونې ده چې د هرات امنیتي کنفرانس ۱۱م پړاو تېرکال د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له‌خوا جوړ شوی و.

د ترکیې پولیسو لسګونه افغان کډوال ونیول

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۵۸ GMT+۰

د ترکیې رسنۍ وايي چې د دغه هېواد پولیسو په وان ښار کې په یوه باروړونکي موټر کې تر یوې څارنې او پلټنې وروسته ۶۹ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.

رسنیو د جمعې په ورځ (د کب ۳مه) د ترکیې پولیسو په حواله زیاته کړې چې په دې پلټنه کې پنځه نور کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، دغه باروړونکی موټر د ترکیې له وان ښار څخه د دغه هېواد لوېدیځو ښارونو ته پر روان و چې د لارې په اوږدو کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

په راپورونو کې راغلي چې د افغانانو شوې ډله د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته لېږدول شوې او انساني قاچاقبران بیا عدلي او قضايي ارګانونو ته پېژندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې پولیسو په دې وروستیو کې د ناقانونه کډوالو د پلټنې او توقیف عملیات پیل کړي دي.

د یادونې ده چې د دغه هېواد پولیسو څه موده مخکې هم په ایرزورم او سیواس ښارونو کې ۷۵ناقانونه او بې اسناده افغان کډوال نیولي وو.