پنټګان افغانستان انټرنشنل ته: راتلونکې اونۍ زرګونه کارکوونکي له دندو ګوښه کېږي

د امریکا د دفاع وزارتخونې ویاند دفتر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دولت د ښهوالي لپاره د دغه وزارت په ملکي ځواک کې له پنځو څخه تر اتو سلنې پورې کموالی رامنځته کېږي.

د امریکا د دفاع وزارتخونې ویاند دفتر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دولت د ښهوالي لپاره د دغه وزارت په ملکي ځواک کې له پنځو څخه تر اتو سلنې پورې کموالی رامنځته کېږي.
نوموړي دفتر د جمعې په ورځ (د کب ۳مه) زیاته کړې، چې په لومړي پړاو کې به د راتلونکې اونۍ له پیل څخه د یاد وزارت پنځه زره او ۴۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه شي.
د پنټاګون ویاند دفتر د افغانستان انټرنشنل خبریال ته څرګنده کړې چې د لومړي پړاو او د ملکي کارکوونکو له ګوښهکېدو وروسته به د کارکوونکو د ګمارنې بهیر ودرول شي.
د امریکا د دفاع وزارت زیاته کړې: «د غیرضروري کارکوونکو ساتل د ټولو په ګټه نه دي او مالیهورکوونکي په اضافي برخو کې د کاري ځواک د له منځه وړلو حق لري.»
دغه وزارت ټینګار کړی، چې دا اقدام د متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ټرمپ دولت په دې وروستیو کې دوه میلیونه فدرالي ملکي کارکوونکو ته وړاندیز کړی چې د څو میاشتو تنخواوو په بدل کې له خپلو دندو لاس واخلي.
له دې مخکې وال سټريټ ژورنال راپور ورکړی و چې سپینه ماڼۍ د امریکا د روغتیا او انساني خدمتونو په وزارت کې د زرګونو کارکوونکو د ګوښهکېدو لپاره پر یو اجراییوي فرمان کار کوي.

فاکس نیوز راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره د پنټګان د لوړپوړو چاوراکو لېستونه چمتو کوي چې له دندو یې ګوښه کړي، مګر دا لومړی ځل نهدی چې یوه اداره د نويو سیاسي اهدافو د سمون لپاره لوړ پوړي پوځي قوماندانان له دندو لرې کوي او پر ځای یې نور ټاکي.
په ۲۰۰۹ کې د ولسمشر بارک اوباما واک ته له رسېدو پنځه میاشتې وروسته په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د قوماندان په توګه د پوځ جنرال ډیویډ مک کیرنن له دندې ګوښه کړ . مک کیرنن د ۱۹۵۱ کې د جنرال ډګلاس مک ارتر وروسته د جګړې د وخت لومړی قوماندان و چې له دندې ګوښه شو.
هغه د دفاع وزیر رابرټ ګیټس په مشوره د جنرال سټینلي مک کریسټال ځای ناستی شو.
څو ورځې مخکې چې هغه د دندې په اړه له اوباما سره د لیدو لپاره رابلل شوی و، مک کریسټل په لندن کې د وینا پر مهال په افغانستان کې د پوځ جوړولو د اړتیا په اړه وینا کړې وه. او څه موده وروسته اوباما افغانستان ته د ۳۳۰۰۰ عسکرو د استولو اجازه ورکړه.
اوباما د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې د مشر په توګه جنرال جیمز مټیس هم له دندې ګوښه کړ .
ټرمپ یو ځل په ټوکو وویل چې "یوازې هغه شی" چې د هغه او اوباما ترمنځ مشترک وو "د جیم مټیس د ګوښه کولو ویاړ دی."
اوباما چې په ۲۰۱۱ کال کې یې له عراق څخه د ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د «دندو د پای ته رسولو» ژمنه کړې وه، افغانستان ته یې تر ۱۰ زره عسکر ولېږل، او بېرته یې په تېزۍ سره له افغانستان څخه واېستل. په ۲۰۱۷ کال کې یې د ۸۴۰۰ امریکايي پوځیانو په پاتې کېدو سره خپله دوره پای ته ورسوله.
اوس د متحده ایالاتو نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم غواړي چې د خپلو پالسیو د ښه تطبیق لپاره په پنټګان کې د لوړپوړو چارواکو د کوښه کولو او په ځای یې د داسې پوځي مشرانو ټاکلو لپاره لېستونه برابر کړي چې دده په خوښه موخې تعقیب کړي.
تر اوسه معلومه نهده چې کوم لوړپوړي پوځي مشران به دندې له لاسه ورکړي دا چاره به تر کومه حده ګټوره وي، دا به وروسته معلومه شي خو د اوباما د ولسمشرۍ دوره د سپینې ماڼۍ او پوځ ترمنځ د اختلافاتو د راپورونو له امله زیانمنه شوې وه.
بل خوا د امریکا د دفاع وزارتخونې ویاند دفتر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دولت د ښهوالي لپاره د دغه وزارت په ملکي ځواک کې له پنځو څخه تر اتو سلنې پورې کموالی رامنځته کېږي.
وموړي دفتر د جمعې په ورځ (د کب ۳مه) زیاته کړې، چې په لومړي پړاو کې به د راتلونکې اونۍ له پیل څخه د یاد وزارت پنځه زره او ۴۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه شي.
د پنټاګون ویاند دفتر د افغانستان انټرنشنل خبریال ته څرګنده کړې چې د لومړي پړاو او د ملکي کارکوونکو له ګوښهکېدو وروسته به د کارکوونکو د ګمارنې بهیر ودرول شي.

نړۍوالې رسنۍ وايي چې هند بيبيسي نړۍوال خبري اژانس د هندي اسعارو له قانون څخه د سرغړونې په تور جریمه کړی دی.
رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د لږترلږه درېیو دولتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغه هېواد بيبيسي نړۍواله رسنۍ شاوخوا ۳۹۸ زره امریکايي ډالره جریمه کړې ده.
دا جریمه د هند اجراییوي ادارې (ايډي) لهخوا په سیمهییزو شرکتونو کې د بهرني مالکیت اړوند د ځینو مقرراتو د نهرعایت له امله لګول شوې ده.
د راپور پر بنسټ، د هند اجراییوي ادارې، د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د بهرنیو اسعارو د مدیریت قانون له مخې، د بيبيسي په تړاو ارزونې پیل کړې چې دوه میاشتې وروسته نوموړې ادارې دغه خبري اژانس تر څېړنې لاندې ونیوه.
همداراز، د بيبيسي درې اجراییوي مدیرانو هم په دې سرغړونو کې د ښکېلتیا له امله جلا جریمې ترلاسه کړې دي.
ورته مهال، بيبيسي ویلي چې تر اوسه په دې تړاو هېڅ وروستی حکم نه دی صادر شوی او دغې رسنۍ د قانوني حکم له ترلاسهکېدو وروسته په راتلونکې کې ارزونه کوي.
د یادونې ده چې د هند اجراییوي اداره د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو د مدیریت قانون د سرغړونو په تړاو څېړنې کوي او واک لري چې پر سرغړونکو جریمې ولګوي.
دا جریمه او قانوني بهیر ښايي د نورو نړۍوالو شبکو لپاره یو مهم پیغام وګرځي ترڅو په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلو فعالیتونو پرمهال سیمهییزو او نړۍوالو قوانینو ته کره پاملرنه وکړي.

د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې (IAEA) مشر ویلي، نړۍواله ټولنه باید د شمالي کوریا د اتومي خوندیتوب په اړه هڅې وکړي.
رافیل ګروسي د پنجشنبې په ورځ په توکیو کې خبریالانو ته وویل: "موږ باید هڅه وکړو چې په دغه هېواد کې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې لهخوا د ځینې ښکیلتیاوو د بیا رامنځته کولو لپاره هڅې وکړو."
د شمالي کوریا د اټومي وسلو په اړه پوښتنو ته په ځواب کې، هغه یادونه وکړه چې په دغه هېواد کې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې وروستی فعالیت "ډېر مخکې" په ۲۰۰۹ کې تر سره شوی.
ګروسي وویل، چې هغه دا مسله د جاپان له لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا سره شریکه کړې او پهدې وروستیو کې یې په واشنګټن کې د یوې غونډې په جریان کې د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم دا موضوع یاده کړې ده.
هغه وویل: "د اټومي خوندیتوب په څېر ساحې شته چېرې چې موږ کولی شو د یو ډول ښکیلتیا رامنځته کولو هڅه وکړو.» هغه د جاپان رول "اړین" وباله او ټینګار یې وکړ چې د چین رول به هم خورا مهم وي.
شمالي کوریا له ۲۰۰۶ کال راهیسې د خپل اټومي پروګرام له امله د ملګرو ملتونو د وسلو له سختو بندیزونو سره مخ ده، چې په پرله پسې ډول پرې بندیزونه سخت شوي او د ټولو وسلو واردات او صادرات یې محدود کړي دي.
د ملګرو ملتونو یوه کمېټه په ۲۰۰۶ کال کې د بندیزونو د تطبیق د څارنې لپاره جوړه شوې وه، خو تېر کال وروسته له هغې چې روسیې د بندیزونو د غځولو موده ویټو کړه، دنده یې پای ته ورسېده.
تېر سپتمبر کله چې کیم جونګ اون د هېواد د اټومي ظرفیتونو د پراختیا غوښتنه وکړه، شمالي کوریا د لومړي ځل لپاره په عامه توګه د یورانیمو د غني کولو تاسیسات افشا کړل.
په ۲۰۱۰ کې، شمالي کوریا د متحده ایالاتو اټومي کارپوه سیګفریډ هیکر ته اجازه ورکړه چې د یونګبیون په شمال لویدیځ پیونګان ولایت کې د یورانیمو د غني کولو تاسیساتو څخه لیدنه وکړي.
دا تاسیسات د یونګبیون اټومي ساینس او د وسلو څېړنې مرکز کور دی، کوم چې د هېواد لومړني اټومي ریکټورونه چلوي.

د پښتونخوا د جنوبي سيمې بنو ځايي خلکو، سوداګرو او د بيلابيلو ټولنو غړو د امن پاڅون په نوم په يوه پراخ لاريون کې له حکومت غوښتي، چې د ناامنۍ مخه ونیسي. په بنو کې د جولای په میاشت کې دغه لاريون د حکومت له ژمنو او ۱۶ ماديزې معاهدې وروسته ختم شوی و.
د هغه لاریون ګډونوالو نن د جمعې په ورځ په يوه لاريون کې بیا له حکومت غوښتې، چې د ناامنۍ د ختمولو اړوند دې له دوی سره خپلې ژمنې پر ځای کړي.
لاريونوال وايي، چې په جولای میاشت کې يې د امنیت خونديتوب لپاره ۱۶ مادې سر وزير ته وړاندي کړې او حکومت د همدې مادو د عملي کولو ژمنې کړې، خو تر اوسه نه دي عملي شوې.
لاريونوال زياتوي، چې حکومت د دې پاڅون يو شمېر مشران غيري قانوني نیولي.
دوی د همدې مشرانو د ژر خوشي کولو غوشتنه کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړو، چې په دې لاريون کې يې هم برخه اخیستې پر خپلو ټولنيزو رسنيو ليکلې: « حکومت دې د بنو او پاڅون مشران ژر تر ژره خوشي کړي.»
دوی دا هم غوښتي، چې حکومت دې د امنیت خوندیتوب لپاره پوليس زيات کړي.
د پاکستان پوځ مشر عاصم منير په مرغومې مياشتي کې په پېښور کې د سياسي ګوندونو مشرانو سره ليدلي وه او په څلور ساعته ناسته کې یې د دغه ایالت پر وروستي امنيت خبرې کړي وې.
منير ويلي و، چې په خيبر پښتونخوا کې به استخباراتي عمليات دوام وکړي.
په دې غونډه کې د تحریک انصاف، مسلم لیګ، پیپلز پارټۍ، جمیعت العلمای اسلام، عوامي نیشنل ګوند، جماعت اسلامي، قومي وطن ګوند مشرانو، د پښتونخوا د ایالتي حکومت سر وزیر علی امین ګنډه پور، د پیپلز ګوند له خوا د ایالت ګورنر فیصل کریم کنډي، د کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم ګډون کړی و.
پاکستاني جنرالانو ته د دغې سیاسي غونډې رابللو اړتیا ځکه پیښه شوه چې د پښتونخوا په ګوټ کې د پوځ د پالیسیو په ضد پراخې خود جوشه مظاهرې وشوې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د (کب دریمه) پر اېکس پاڼه د حماس هغه چلند غندلی، چې د پنچشنبې پر ورځ یې د یرغمل شویو اسراییلي وګړو جسدونه او تابوتونه نندارې ته اېښي وو. ښاغلي ګوټریش دغه چاره د ټولو نړۍوالو او انساني قوانینو خلاف کړنه بللې.
ګوټریش زیاته کړه: «د نړیوالو قوانینو له مخې د مړو سپارل باید له ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي وړ چلند څخه پرته وشي. د مړو او د هغوی د کورنیو درناوی باید وساتل شي.»
د اسراییل پوځ د جمعې په ورځ وویل، چې د حماس له لوري د ورسپارل شویو مړیو له منځه یو مړی د یرغمل شويو اسراییلي وګړو له ډلې نه و.
هغوی دغه کړنه د اوربند له هوکړې سرغړونه ګڼلې ده.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې دوه مړي د کیفیر بیباس نومي ماشوم او د هغه د څلور کلن ورور اریل وو، خو درېیم جسد چې باید د دوی د مور شیري بیباس وای، له کوم پېژندل شوي یرغمل شوي سره سمون نه لري او لا یې هم هویت نه دی معلوم.
د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې وویل: «دا د حماس ترهګرې ډلې له خوا یوه جدي سرغړونه ده، ځکه چې هغوی د هوکړې له مخې باید څلور مړي بېرته سپارلي وای.»
د مړو نندارې ته وړاندې کولو ته غبرګونونه
په غزه کې د مړو سپارل په عام محضر کې د فلسطینیانو او د حماس د وسله والو د حضور په ترڅ کې ترسره شول.
دغه اقدام د ملګرو ملتونو له خوا وغندل شو. د دې ترڅنګ د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د څلورو یرغمل شویو مړو له ترلاسه کولو وروسته چې په کې دوه ماشومان هم شامل وو، ژمنه وکړه چې له حماس څخه به «غچ» واخلي.
هغه ټینګار وکړ: «د ۷ اکټوبر برید باید بیا تکرار نه شي، موږ به د خپلو عزیزانو وینې ته غبرګون ښیو او له دغو قاتلانو سره به حساب کوو.»
د یرغمل شویو د خوشې کېدو لپاره مذاکرات دوام لري
د جسدونو سپارل د اوربند د اوسنۍ هوکړې له مخې د مړو لومړنۍ تبادله وه.
د اسراییل پوځ ادعا وکړه چې د بیباس ماشومان د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د حماس له خوا د بند پر مهال وژل شوي دي.
همداراز د فلسطیني اسلامي جهاد ډلې باندې تور پورې شوی چې یو یرغمل شوی کس یې د بند پر مهال وژلی دی.
ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ شپږ ژوندي یرغمل شوي کسان هم خوشې شي او هم مهاله د پاتې ۶۰ یرغمل شویو د خوشې کولو او د اسراییلي ځواکونو د وتلو په اړه مذاکرات دوام لري.
