• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بنو لاريون کې د ناامنۍ د مخنیوي او د بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه وشوه

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د پښتونخوا د جنوبي سيمې بنو ځايي خلکو، سوداګرو او د بيلابيلو ټولنو غړو د امن پاڅون په نوم په يوه پراخ لاريون کې له حکومت غوښتي، چې د ناامنۍ مخه ونیسي. په بنو کې د جولای په میاشت کې دغه لاريون د حکومت له ژمنو او ۱۶ ماديزې معاهدې وروسته ختم شوی و.

د هغه لاریون ګډونوالو نن د جمعې په ورځ په يوه لاريون کې بیا له حکومت غوښتې، چې د ناامنۍ د ختمولو اړوند دې له دوی سره خپلې ژمنې پر ځای کړي.

لاريونوال وايي، چې په جولای میاشت کې يې د امنیت خونديتوب لپاره ۱۶ مادې سر وزير ته وړاندي کړې او حکومت د همدې مادو د عملي کولو ژمنې کړې، خو تر اوسه نه دي عملي شوې.

لاريونوال زياتوي، چې حکومت د دې پاڅون يو شمېر مشران غيري قانوني نیولي.

دوی د همدې مشرانو د ژر خوشي کولو غوشتنه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړو، چې په دې لاريون کې يې هم برخه اخیستې پر خپلو ټولنيزو رسنيو ليکلې: « حکومت دې د بنو او پاڅون مشران ژر تر ژره خوشي کړي.»

دوی دا هم غوښتي، چې حکومت دې د امنیت خوندیتوب لپاره پوليس زيات کړي.

د پاکستان پوځ مشر عاصم منير په مرغومې مياشتي کې په پېښور کې د سياسي ګوندونو مشرانو سره ليدلي وه او په څلور ساعته ناسته کې یې د دغه ایالت پر وروستي امنيت خبرې کړي وې.

منير ويلي و، چې په خيبر پښتونخوا کې به استخباراتي عمليات دوام وکړي.

په دې غونډه کې د تحریک انصاف، مسلم لیګ، پیپلز پارټۍ، جمیعت العلمای اسلام، عوامي نیشنل ګوند، جماعت اسلامي، قومي وطن ګوند مشرانو، د پښتونخوا د ایالتي حکومت سر وزیر علی امین ګنډه پور، د پیپلز ګوند له خوا د ایالت ګورنر فیصل کریم کنډي، د کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم ګډون کړی و.

پاکستاني جنرالانو ته د دغې سیاسي غونډې رابللو اړتیا ځکه پیښه شوه چې د پښتونخوا په ګوټ کې د پوځ د پالیسیو په ضد پراخې خود جوشه مظاهرې وشوې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په پښتونخوا کې په صوبایي کچه د لوبو فیسټیوال پیل شو

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۳۴ GMT+۰

په پښتونخوا کې د لوبو فیسټیوال نن پیل شو، چې پکې د دغې صوبې د بېلا بېلو سیمو ۲۳۸۰ لوبغاړو ګډون کړی دی. د لوبو دغه میله چې څو ورځې به دوام وکړي ۱۰۴۳ ښځینه لوبغاړو هم پکې ګډون کړی دی.

د پښتونوخوا د لوبو میلې پرانېستنه د پنج شنبې په ورځ د پېښور په قیوم لوبغالې کې وشوه.

د دغو سیالیو رسمي پیل نن وشو او د لوبو په دغه میله کې ۲۳۸۰ تنو د بېلا بېلو ورزشونو لوبغاړو ګډون کړی، چې له دې جملې ۱۰۸۳ پکې لوبغاړې هم دي.

په دغو سیالیو کې نور کلونه د پښتونخوا د مرکز ترڅنګ د یادې صوبې د ولسوالیو او لري سیمو لوبغاړو هم ګډون کړی، خو سږ کال د پاکستان د نورو صوبو لوبغاړو هم پکې برخه اخیستې ده.

د ورزشي لوبو په دغه میله کې ۱۶ ډوله لوبو کې نارینه وو او ۱۲ ډوله لوبو کې ښځې برخه اخلي.

یادې سیالۍ د څلورو ورځو لپاره کیږي.

د لوبو دغه میله چې د پښتخوا صوبې په تاریخ د لوبو یوه لویه میله بلل کیږي د پیښور سپورټس کمپلیکس، عبدالولي خان سپورټس کمپلیکس چارسده، د پیښور بورډ سپورټس ګراونډ، حیات اباد سپورټس کمپلیکس، د پاکستان سپورټس بورډ کوچینګ سنټر، پی ایس بي هال، د پیښور پوهنتون او کوهاټ سپورټس کمپلیکس کې ترسره کیږي.

په دې لوبو کې اتلیټکس، فوټبال، هاکي، والیبال، باسکیټبال، کاراټه، تکواندو، سوک وهنه، سکواش، ټینس، بیډمنټن، جمناسټیک، تروبال، جوډو، ووشو او هینډبال شامل دي.

دغه سیالۍ هر کال په پېښور کې ترسره کیږي او د بېلابېلو ورزشونو سلګونه لوبغاړي پکې ګډون کوي.

د پیسو نړیوال صندوق: زيات پورونه د پاکستان د اقتصاد لپاره لویه ننګونه ده

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۰

په اسلام اباد کې کې د نړيوال وجهي صندوق ځايي مشر ماهر بنجي ويلي، چې د پاکستان لپاره زيات پورونه د دغه هېواد اقتصاد ته جدي ننګونه ده. نوموړي ويلي، چې پاکستان د ماليې ټولولو او د عایدو د پيدا کېدو توان نه لري.

په پاکستان کې د نړيوال وجهې صندوق ځایي مشر ماهر بنجي پرون په یوه غونډه کې وویل، چې ډېری رسمي ادارې له ملي خزانې سره مرسته نه کوي او دا پر رسمي سکټور د مالي بوج اصلي لامل دی.

نوموړي ويلي، چې پر ملکي سکټور د مالياتو دېر فشار دی.

د ماليې وزير محمد اورنګزيب بیا د خپلو خبرو پر مهال وویل د اداردو د اصلاح لپاره بشپړ پلان چمتو شوی او په هېواد کې له اړتيا پرته امتيازات نه شي زغملی.

نوموړي زياته کړه:«په اقتصاد کې د پرچون سکټور ونډه ۱۹ سلنه ده، په داسې حال کې چې په مالياتو کې یوه سلنه ده، د منصوعي ځيرکتیا په کارولو سره به مالیات زیات کړو.»

د اوزنګزيب په خبره، پر توليدي، خدماتي او تنخوا لرونکو طبقود مالياتو زياتوالی متناسب نه دی او ټول سکتورونه باید د مالياتو چوکاټ ته داخل شي.

اورنګزېب دا هم وویل، چې اقتصاد یې په سم لور روان دی، د اصلاحاتو له امله د مالياتو راټولول زيات شوي او دوی خپلي اقتصادي موخي په بشپړه توګه درک کړي دي.

هغه وایي، چې د اقتصادي ثبات ساتلو لپاره به ټول ګامونه اخلي.

انتونیو ګوټرېش د حماس له‌خوا د یرغمل شویو اسراییلیانو د جسدونو نندارې ته اېښودل وغندل

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۳۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د (کب دریمه) پر اېکس پاڼه د حماس هغه چلند غندلی، چې د پنچشنبې پر ورځ یې د یرغمل شویو اسراییلي وګړو جسدونه او تابوتونه نندارې ته اېښي وو. ښاغلي ګوټریش دغه چاره د ټولو نړۍوالو او انساني قوانینو خلاف کړنه بللې.

ګوټریش زیاته کړه: «د نړیوالو قوانینو له مخې د مړو سپارل باید له ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي وړ چلند څخه پرته وشي. د مړو او د هغوی د کورنیو درناوی باید وساتل شي.»

د اسراییل پوځ د جمعې په ورځ وویل، چې د حماس له لوري د ورسپارل شویو مړیو له منځه یو مړی د یرغمل شويو اسراییلي وګړو له ډلې نه و.

هغوی دغه کړنه د اوربند له هوکړې سرغړونه ګڼلې ده.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې دوه مړي د کیفیر بیباس نومي ماشوم او د هغه د څلور کلن ورور اریل وو، خو درېیم جسد چې باید د دوی د مور شیري بیباس وای، له کوم پېژندل شوي یرغمل شوي سره سمون نه لري او لا یې هم هویت نه دی معلوم.

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې وویل: «دا د حماس ترهګرې ډلې له خوا یوه جدي سرغړونه ده، ځکه چې هغوی د هوکړې له مخې باید څلور مړي بېرته سپارلي وای.»

د مړو نندارې ته وړاندې کولو ته غبرګونونه

په غزه کې د مړو سپارل په عام محضر کې د فلسطینیانو او د حماس د وسله والو د حضور په ترڅ کې ترسره شول.

دغه اقدام د ملګرو ملتونو له خوا وغندل شو. د دې ترڅنګ د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د څلورو یرغمل شویو مړو له ترلاسه کولو وروسته چې په کې دوه ماشومان هم شامل وو، ژمنه وکړه چې له حماس څخه به «غچ» واخلي.

هغه ټینګار وکړ: «د ۷ اکټوبر برید باید بیا تکرار نه شي، موږ به د خپلو عزیزانو وینې ته غبرګون ښیو او له دغو قاتلانو سره به حساب کوو.»

د یرغمل شویو د خوشې کېدو لپاره مذاکرات دوام لري

د جسدونو سپارل د اوربند د اوسنۍ هوکړې له مخې د مړو لومړنۍ تبادله وه.

د اسراییل پوځ ادعا وکړه چې د بیباس ماشومان د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د حماس له خوا د بند پر مهال وژل شوي دي.

همداراز د فلسطیني اسلامي جهاد ډلې باندې تور پورې شوی چې یو یرغمل شوی کس یې د بند پر مهال وژلی دی.

ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ شپږ ژوندي یرغمل شوي کسان هم خوشې شي او هم‌ مهاله د پاتې ۶۰ یرغمل شویو د خوشې کولو او د اسراییلي ځواکونو د وتلو په اړه مذاکرات دوام لري.

هندالاصله امریکايی د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې نوی رییس وټاکل شو

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۰

نړۍوالې رسنۍ وايي، چې د امریکا مشرانو جرګې هندالاصله امریکايی کاش پټېل د دغې جرګې د ډېموکراټانو او جمهوري‌غوښتونکو غړو ترمنځ د رایې‌ورکونې له یو جنجالي بهیر وروسته د متحده‌ایالاتو د فدرالي څېړنو ادارې یا اېف‌بي‌ای د نوي رییس په توګه تایید کړ.

سي‌اېن‌اېن د پنجشنبې په ورځ (فېبرورۍ ۲۰مه) په یو راپور کې ویلي، پټېل ۵۱ مثبتو او ۴۹ مخالفو رایو له کارونې وروسته دغه موقف ته تایید شوی چې د امریکا په امنیتي او اجراییوي سیاستونو‌ کې یو مهم بدلون بلل کېږي.

د راپور پر بنسټ، کاش پټېل د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدې او ژمن کس یادېږي چې دمګړۍ د دغه هېواد د یوې سترې او مهمې امنیتي ادارې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د نوموړي د ټاکل کېدو په دې بهیر کې د امریکا د مشرانو جرګې ډېموکراټو وکیلانو خبرداری ورکړی چې د ټرمپ له سیاسي مخالفانو سره د پټېل د مبارزې مخینې ته په کتو، ښايي نوموړی د امریکا فدرالي اداره د غچ‌اخیستنې بنسټ په توګه وکاروي.

ورته مهال، د دغې جرګې جمهوري‌غوښتونکو وکیلانو د ټرمپ له ټاکنې دفاع او ادعا کړې چې کاش پټېل کولای شي څو د امریکا په فدرالي اداره کې شفافیت رامنځته کړي او د نوموړي پر وړاندې ټولې څرګندونې یې یوازې مبالغې بللې دي.

په همدې حال کې، هغه د امریکا په مشرانو جرګې کې د خپلې لومړنۍ وینا پرمهال ټینګار کړی چې نوموړی د اېف‌بي‌ای ادارې ته د غچ‌‌اخیستنې وسیلې په توګه د کارونې اراده نه لري او په وینا یې، دا ټول تورونه ناسم دي.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دغه هېواد له واکمنېدو وروسته د خپل حکومت په کابینه کې د اېلان ماسک، مارکو روبیو او پېټ هېګسټ په ګډون ډېری ټاکل شوي کسان ده ته نږدې او ژمنې څېرې بلل کېږي.

ولې حماس د اسراييلي يرغمل شويو جسدونو د سپارلو پر مهال د امريکا جوړ بمونه په سټيج ایښی وو؟

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۲۵ GMT+۰

حماس د پنجشنبې په ورځ د غزې اوربند د موافقې د یوې برخې په توګه سره صلیب ته د څلورو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه وسپارل خو د جسدونو د سپارلو پر مهال یې د امریکا جوړ بمونه هم په سټيج ایښي وو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، سره صلیب ته د یرغمل شویو کسانو د جسدونو د سپارلو په مراسمو کې د سټېج پر سر اېښودل شوي امریکايي بمونه (جي بي یو-۳۹ )بمونه وو چې له هوا څخه ځمکې ته ویشتل کیږي.

د حماس له‌خوا د متحده ایالاتو جوړ شوي بمونو په اړه یو یادښت هم شتون درلود چې په‌کې راغلي، وژل شوي اسراییلي یرغمل شوي د متحده ایالاتو په بمباریو کې وژل شوي دي.

حماس اعلان کړی و، چې په غزه کې اسراییلي یرغمل شوي کسان د اسراییل په بمبارۍ کې په نښه شوي دي.

لوېدیځو رسنیو هم د غزې د بمبارولو لپاره د امریکا له‌خوا د (جي بي یو-۳۹ ) بمونو کارولو راپور ورکړی دی.

د تېر کال په مې مياشت کې امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز راپور ورکړ، چې اسراييلي پوځ د غزې په رفح سيمه کې د بې ځايه شويو فلسطينيانو يو کمپ په امريکايي جوړو شويو (جي بي یو-۳۹ ) بمونو په نښه کړی.

د اسراییل د دغه برید له امله په کمپ کې اور ولګېد چې په پایله کې یې تر ۴۰ ډېر فلسطینیان ووژل شول او ۲۴۹ نور ټپیان شول.

امریکايي خبري چینل سي این این هم تېر کال په خپل راپور کې څرګنده کړې وه چې اسراییلي پوځ د غزې په خان یونس سیمه کې یو ښوونځی د امریکايي جوړ شوي (جي بي یو-۳۹ ) بمونو په وسیله بمبار کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۲۷ فلسطینیان وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان شوي وو.

باید وویل شي چې حماس د پنجشنبې په ورځ د غزې د اوربند د موافقې له مخې د څلورو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه په خان یونس کې سره صلیب ته وسپارل.