• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انتونیو ګوټرېش د حماس له‌خوا د یرغمل شویو اسراییلیانو د جسدونو نندارې ته اېښودل وغندل

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۳۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د (کب دریمه) پر اېکس پاڼه د حماس هغه چلند غندلی، چې د پنچشنبې پر ورځ یې د یرغمل شویو اسراییلي وګړو جسدونه او تابوتونه نندارې ته اېښي وو. ښاغلي ګوټریش دغه چاره د ټولو نړۍوالو او انساني قوانینو خلاف کړنه بللې.

ګوټریش زیاته کړه: «د نړیوالو قوانینو له مخې د مړو سپارل باید له ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي وړ چلند څخه پرته وشي. د مړو او د هغوی د کورنیو درناوی باید وساتل شي.»

د اسراییل پوځ د جمعې په ورځ وویل، چې د حماس له لوري د ورسپارل شویو مړیو له منځه یو مړی د یرغمل شويو اسراییلي وګړو له ډلې نه و.

هغوی دغه کړنه د اوربند له هوکړې سرغړونه ګڼلې ده.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې دوه مړي د کیفیر بیباس نومي ماشوم او د هغه د څلور کلن ورور اریل وو، خو درېیم جسد چې باید د دوی د مور شیري بیباس وای، له کوم پېژندل شوي یرغمل شوي سره سمون نه لري او لا یې هم هویت نه دی معلوم.

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې وویل: «دا د حماس ترهګرې ډلې له خوا یوه جدي سرغړونه ده، ځکه چې هغوی د هوکړې له مخې باید څلور مړي بېرته سپارلي وای.»

د مړو نندارې ته وړاندې کولو ته غبرګونونه

په غزه کې د مړو سپارل په عام محضر کې د فلسطینیانو او د حماس د وسله والو د حضور په ترڅ کې ترسره شول.

دغه اقدام د ملګرو ملتونو له خوا وغندل شو. د دې ترڅنګ د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د څلورو یرغمل شویو مړو له ترلاسه کولو وروسته چې په کې دوه ماشومان هم شامل وو، ژمنه وکړه چې له حماس څخه به «غچ» واخلي.

هغه ټینګار وکړ: «د ۷ اکټوبر برید باید بیا تکرار نه شي، موږ به د خپلو عزیزانو وینې ته غبرګون ښیو او له دغو قاتلانو سره به حساب کوو.»

د یرغمل شویو د خوشې کېدو لپاره مذاکرات دوام لري

د جسدونو سپارل د اوربند د اوسنۍ هوکړې له مخې د مړو لومړنۍ تبادله وه.

د اسراییل پوځ ادعا وکړه چې د بیباس ماشومان د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د حماس له خوا د بند پر مهال وژل شوي دي.

همداراز د فلسطیني اسلامي جهاد ډلې باندې تور پورې شوی چې یو یرغمل شوی کس یې د بند پر مهال وژلی دی.

ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ شپږ ژوندي یرغمل شوي کسان هم خوشې شي او هم‌ مهاله د پاتې ۶۰ یرغمل شویو د خوشې کولو او د اسراییلي ځواکونو د وتلو په اړه مذاکرات دوام لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

هندالاصله امریکايی د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې نوی رییس وټاکل شو

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۰

نړۍوالې رسنۍ وايي، چې د امریکا مشرانو جرګې هندالاصله امریکايی کاش پټېل د دغې جرګې د ډېموکراټانو او جمهوري‌غوښتونکو غړو ترمنځ د رایې‌ورکونې له یو جنجالي بهیر وروسته د متحده‌ایالاتو د فدرالي څېړنو ادارې یا اېف‌بي‌ای د نوي رییس په توګه تایید کړ.

سي‌اېن‌اېن د پنجشنبې په ورځ (فېبرورۍ ۲۰مه) په یو راپور کې ویلي، پټېل ۵۱ مثبتو او ۴۹ مخالفو رایو له کارونې وروسته دغه موقف ته تایید شوی چې د امریکا په امنیتي او اجراییوي سیاستونو‌ کې یو مهم بدلون بلل کېږي.

د راپور پر بنسټ، کاش پټېل د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدې او ژمن کس یادېږي چې دمګړۍ د دغه هېواد د یوې سترې او مهمې امنیتي ادارې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د نوموړي د ټاکل کېدو په دې بهیر کې د امریکا د مشرانو جرګې ډېموکراټو وکیلانو خبرداری ورکړی چې د ټرمپ له سیاسي مخالفانو سره د پټېل د مبارزې مخینې ته په کتو، ښايي نوموړی د امریکا فدرالي اداره د غچ‌اخیستنې بنسټ په توګه وکاروي.

ورته مهال، د دغې جرګې جمهوري‌غوښتونکو وکیلانو د ټرمپ له ټاکنې دفاع او ادعا کړې چې کاش پټېل کولای شي څو د امریکا په فدرالي اداره کې شفافیت رامنځته کړي او د نوموړي پر وړاندې ټولې څرګندونې یې یوازې مبالغې بللې دي.

په همدې حال کې، هغه د امریکا په مشرانو جرګې کې د خپلې لومړنۍ وینا پرمهال ټینګار کړی چې نوموړی د اېف‌بي‌ای ادارې ته د غچ‌‌اخیستنې وسیلې په توګه د کارونې اراده نه لري او په وینا یې، دا ټول تورونه ناسم دي.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دغه هېواد له واکمنېدو وروسته د خپل حکومت په کابینه کې د اېلان ماسک، مارکو روبیو او پېټ هېګسټ په ګډون ډېری ټاکل شوي کسان ده ته نږدې او ژمنې څېرې بلل کېږي.

ولې حماس د اسراييلي يرغمل شويو جسدونو د سپارلو پر مهال د امريکا جوړ بمونه په سټيج ایښی وو؟

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۲۵ GMT+۰

حماس د پنجشنبې په ورځ د غزې اوربند د موافقې د یوې برخې په توګه سره صلیب ته د څلورو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه وسپارل خو د جسدونو د سپارلو پر مهال یې د امریکا جوړ بمونه هم په سټيج ایښي وو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، سره صلیب ته د یرغمل شویو کسانو د جسدونو د سپارلو په مراسمو کې د سټېج پر سر اېښودل شوي امریکايي بمونه (جي بي یو-۳۹ )بمونه وو چې له هوا څخه ځمکې ته ویشتل کیږي.

د حماس له‌خوا د متحده ایالاتو جوړ شوي بمونو په اړه یو یادښت هم شتون درلود چې په‌کې راغلي، وژل شوي اسراییلي یرغمل شوي د متحده ایالاتو په بمباریو کې وژل شوي دي.

حماس اعلان کړی و، چې په غزه کې اسراییلي یرغمل شوي کسان د اسراییل په بمبارۍ کې په نښه شوي دي.

لوېدیځو رسنیو هم د غزې د بمبارولو لپاره د امریکا له‌خوا د (جي بي یو-۳۹ ) بمونو کارولو راپور ورکړی دی.

د تېر کال په مې مياشت کې امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز راپور ورکړ، چې اسراييلي پوځ د غزې په رفح سيمه کې د بې ځايه شويو فلسطينيانو يو کمپ په امريکايي جوړو شويو (جي بي یو-۳۹ ) بمونو په نښه کړی.

د اسراییل د دغه برید له امله په کمپ کې اور ولګېد چې په پایله کې یې تر ۴۰ ډېر فلسطینیان ووژل شول او ۲۴۹ نور ټپیان شول.

امریکايي خبري چینل سي این این هم تېر کال په خپل راپور کې څرګنده کړې وه چې اسراییلي پوځ د غزې په خان یونس سیمه کې یو ښوونځی د امریکايي جوړ شوي (جي بي یو-۳۹ ) بمونو په وسیله بمبار کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۲۷ فلسطینیان وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان شوي وو.

باید وویل شي چې حماس د پنجشنبې په ورځ د غزې د اوربند د موافقې له مخې د څلورو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه په خان یونس کې سره صلیب ته وسپارل.

د ناټو سرمنشي: د اوکراین لپاره د امریکا د سولې خبرو ته خوشبین یم

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۰

د ناټو سرمنشي د پنجشنبې په ورځ د سلواکیا په کومینیوس پوهنتون کې د وینا پر مهال په اوکراین کې د سولې لپاره د امریکا د نوښت په اړه خوشبیني څرګنده کړه.

مارک روټه د امریکا او روسیې د احتمالي تړون لپاره د اوکراین د ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "زه د امریکا د خبرو اترو په ټیم باور لرم."

هغه په ​​خبرو اترو کې د اوکراین د حضور اړتیا هم تکرار کړه، او زیاته یې کړه چې هغه د دې مسلې په اړه "رښتیا اندیښمن" نه دی ځکه چې دا "لومړنۍ مرحله" ده او دوی به په کې ښکیل وي.

هغه وویل: «بې له شکه چې اوکراین به د سولې په خبرو کې برخه واخلي.»

بل خوا زېلېنسکي څو ورځې مخکې په یوې مرکه کې خبرداری ورکړی و، چې اوکراین به د امریکا له ملاتړ پرته د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې د اوکراین لپاره په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه به کول عملي نه شي او په وینا یې، دغه هېواد به ونه شي کړای چې له روسیې سره په جګړه کې خپلې بایللې سیمې بېرته ترلاسه کړي.

امریکا د اوکراین په تړاو د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک له ملاتړ څخه ډډه کړې

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۴۶ GMT+۰

رویترز خبري اژانس لږترلږه د درېیو ډېپلوماټیکو سرچینو په حواله ویلي، چې د امریکا متحده‌ایالاتو پر اوکراین د روسیې برید د درېیمې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک مسودې له ملاتړ څخه ډډه کړې ده.

یوې ډېپلوماټيکې سرچینې رویټرز ته وویل : «اوس مهال، وضعیت دا دی چې امریکا به یې لاسلیک نه کړي، خو د نورو هېوادونو د ملاتړ د راخپلولو لپاره هڅې روانې دي.»

په داسې حال کې چې په سعودي عربستان کې د اوکراین جګړې پر سر د کیف له حضور پرته د روسيې او امریکا لوړپوړو چارواکو ترمنځ مذاکرات روان دي، ورسره هم‌مهاله ټرمپ د اوکراین په جګړه کې د زېلېنسکي پر مدیریت سخت انتقادونه لري.

نوموړي تېره ورځ د ټروټ شبکې له لارې په یو پیغام کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي «له ټاکنو پرته دېکتاتور» وباله او زیاته یې کړه چې هغه په اوکراین کې ډېر لږ محبوبیت لري او له همدې امله د ټاکنو له ترسره کولو څخه ډډه کوي.

د امریکا ولسشمر د اوکراین په جګړه کې د امریکا پر لګښتونو د شدیدو نیوکو ترڅنک ویلي چې هېواد یې د اروپا په پرتله په دې جګړه کې ډېر لګښتونه لګولي دي.

هغه همداراز، له اوکراین سره د بایډن دولت پر مرستو نیوکه کړې او زیاتوي، زېلېنسکي اعتراف کړی چې د متحده‌ایالاتو له خوا لېږل شوې نیمایي پیسې نادرکه شوې دي.

بل خوا زېلېنسکي څو ورځې مخکې په یوې مرکه کې خبرداری ورکړی و، چې اوکراین به د امریکا له ملاتړ پرته د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي.

د هسپانیا فوټبال فدراسیون پخواني مشر ته د یوې نجلۍ ښکولول ډېر ګران پرېوتل

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۰

د هسپانیا یوې محکمې د دغه هېواد د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر لوییس روبیلیز د ښځینه لوبغاړې جیني هرموسو د ښکلولو له امله د جنسي تېري په تور جریمه کړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې څارنوالانو غوښتنه کړې چې لوییس روبیلیز دې د جنسي تېري په جرم د دوه نیم کلونو او د جبر په جرم په ۱۸ میاشتو بند محکوم شي.

د هسپانیا عالي محکمې یوه قاضي لویس روبیلیز د ښکلولو له امله د جنسي تیري په تور مجرم وپېژند او هغه یې ۱۰ زره او ۸۰۰ یورو چې ۱۱,۳۰۰ ډالر کیږي جریمه کړ، مګر د بند سزا یې ورنه کړه.

لوییس روبیلیز د جیني هرموسو ته د ۲۰۰ مترو په اندازه نږدې راتللو او د یو کال لپاره د هغې سره د خبرو کولو څخه منع شوی دی.

د هسپانیا د فوټبال فدراسیون مشر لوییس روبیلیز د ۲۰۲۳ کال نړۍوال جام له ګټلو وروسته د هسپانیې ښځینه فوټبالره جیني هرموسو پر شونډو ښکل کړه چې له امله یې له سختو نیوکو سره مخ شو.

ښځینه ورزشکاره جیني هرموسو، د فبرورۍ په ۳ د محاکمې په لومړۍ ورځ وویل چې هغې د رضایت پرته د ښکلولو وروسته د "بې عزتۍ" احساس وکړ، چې "باید په هېڅ ټولنیز یا کاري چاپیریال کې پیښ نشي."

د هغې ټیم ملګرو قسم وخوړ او خپل بیان کې یې وویل چې څنګه یې له پیښې وروسته ژړل او د "بې وسۍ" احساس یې وکړ. په‌داسې حال کې چې د لوبغاړې ورور، رافیل هرموسو وویل چې په هغه فشار راوړل شوی چې قضیه تعقیب نه کړي.

خو ۴۷ کلن لوییس روبیلیز محکمې ته وویل چې ښځینه لوبغاړې ښکلولو سره مخالفت نه و ښودلی او ما هڅه نه‌ده کړې چې د قضیې د نه تعقیب فشار په چا راوړم. د ښکلولو دغې پېښې په ټوله نړۍ کې د خلکو پام ځان ته راوګرځاوه.

هغه وویل:« چې ښځینه لوبغاړې زه په ټینګه ونیولم او پورته یې کړم او کله چې ښکته شوم له هغې څخه مې وپوښتل چې ایا زه تا ښکلولای شم، هغې وویل سمه ده.»

لوییس روبیلیز ومنله، چې هغه په پیښه کې "غلطي" کړې، او زیاته یې کړه چې هغه باید "غوره رول لوبولی وای" مګر هر ډول غلط کار یې رد کړ.